Solidarité avec l’Ukraine 🇺🇦Portail de mobilisation et d’information
parrainage.refugies.infoخپل ژوند په فرانسه کې جوړ کړئ
دلته، د خپل ژوند د پروژې او پلان د بریالیتوب لپاره معلومات ومومئ او شریک یې کړئ
ریفیوجي.انفو Refugies.info همکاردی
هرڅوک پکې برخه اخیستلی شي. دا پلیټ فارم په مستقیمه توګه د اسوسیشنونو فعالانو، داوطلبانو او ټولنیز کارمندانو لخوا چې په دوامداره توګه د کډوالو د ملاتړ لپاره متحرک او کارکوي، چمتو شوی.
خپل نوښت او ابتکار نوروته وروپیژنئ
ایا تاسو د کډوالو د بهبود په موخه کوم نوښتونه له ځان سره لرئ او یا يې په اړه معلومات لرئ؟ لکه په ویکیپیډیا کې، د نوي فایلونو په لیکلو او ایډیټ کولو سره ددې انټرنټي پاڼي په وده کې برخه واخلئ.
موږ سره د معلوماتو په ژباړلو کې مرسته وکړئ
د داوطلبو ژباړونکو یو ټیم سره یوځای شئ او د خپل وس مطابق په ترجمه کې برخه واخلئ. په مختلفو ژبو د معلوماتو ژباړل او چمتو کول په فرانسه کې د کډوالو پوهاوی او معلوماتو ته لاس رسی اسانه کوي.
په خپله سیمه کې ریفوجي.انفو (Réfugiés.info) خپور کړئ
د همکارو کارکونکو په برکت ریفوجي.انفو په تدریجي ډول په ټوله فرانسه کې خپریږې. ایا تاسو د یوې ټولنې، دولت یا یوه انجمن (اسوسیشن) استازیتوب کوئ؟ Réfugiés.info ستاسو په سیمه کې د کډوالو د ادغام مسؤولو ادارو او ذیدخلو اطرافو برنامي او پروګرامونه په نښه کوي، نشر ته سپاري او معلومات خپروي.