په یوه اسوسیشن یا ټولنه کې رضاکار شئ
سره له France Bénévolat سره

په یوه اسوسیشن یا ټولنه کې رضاکار شئ

سره 
له France Bénévolat سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 10 sept. 2021

دا څه شی دی؟

فرانس بینولا France Bénévolat ټول هغه خلک سره وصلوي چې غواړي په ټولنه کې رضاکارانه خدمت وکړي. ډیری ماموریتونه او مسؤولیتونه یوازې د یو ځل لپاره وې او هم په دوامداره توګه، د مثال په توګه هره اونۍ.

په فرانسه کې یولړټولنې یا اسوسیشنونه شتون لري چې مختلف فعالیتونه ترسره کوي، لکه د غذا ویشل او یا د لباس تقسیم ول په محتاجو کسانو، له مشومانو سره د هغوی په کارخانګۍ کې مرسته، د فعالیتونو تنظیمول، د فرانسوې ژبې کورسونه دایرول، د مسلکې ادغام په تړاو مشورې ورکول...

دا یو ځانګړۍ فرصت دی چې د فرانسوې کلتور په اړه ځان ښه خبر کړې، او همدارنګه خپل کلتور او مهارتونه له نورو سره شریک کړئ.

دا د چا لپاره دی؟

موده

1 ساعت یا ټول عمر

هدف شوي کسان
هرڅوک
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

موده

1 ساعت یا ټول عمر

هدف شوي کسان
هرڅوک
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟


د داوطلب پاسپورت Passeport Bénévole له لارې خپلې ټولنیزي همکاري او ژمنې ته وده ورکړئ.

  • له ټولنې سره د مشارکت او بوختیا په نتیچه کې لاسته راوړې مهارتونو ته د Passeport Bénévole په زریعه ارتقا ورکړای شې.
  • داوطلب پاسپورت Passeport Bénévole د (AFPA)، د کارمندنې دفتر(Pôle emploi) او د تجربې ترلاسه کولو د ملي زده کړو لخوا په رسمیت پیژندل شوی.

په ټولنه کې د خپل ځای موندل او فرانسوې ژبه ښه زده کول

اتحادیې د لیدنې، شریکولو او تبادلې ځایونه دي، چې د فرانسوي ټولني د ښه پیژندلو، فرانسوي تمرین کولو او د ارتباطې شبکې رامینځته کولو امکانات برابروې.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟


د France Bénévolat ویب پاڼی له لاري د یوه فعالیت موندل

د فرانسې بنووولا France Bénévolat ویب پا ڼه کې ، تاسو کولی شئ تاسو ته نږدې هغه اسوسیشنونه یا ټولني وموئ چې رضاکارو ته اړتیا لري. او بیا خپله ځان ثبت او راجستر کړئ ترڅو له تاسو سره بیرته تماس ونیول شي.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
18 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
19دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

France Bénévolat