مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
115 شمیرې ته په زنګ وهلو سره بیړنۍ استوګنځای ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
115 یوه بیړنۍ شمیره ده چې تاسو کولای شئ زنګ ورته ووهئ که چیرې تاسو د استوګنې ځای نلرئ (له استوګنځای څخه د ایستلو، نشتوالي یا د استوګنې له لاسه ورکولو په صورت کې) یا که تاسو د کورني تاوتریخوالي قرباني یاست.
هرڅوک کولی شي 115 ته زنګ ووهي ترڅو د استوګنې په بیړني مرکز کې وړیا د اوسیدو ځای ومومئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د بیړني استوګنې په مرکزونو کې ځایونه محدود دي او د 115 خدمتونه ډیر زیات غوښتوکي لري. ډیری وختونه اړینه ده چې څو ځله تلیفون وکړئ او تل د استوګنې یو ځای مندل امکان نلري. دا مشوره ورکول کیږي چې یوازې په بیړني حالت کې 115 ته زنګ ووهئ او یوازې هغه وخت کې چې تاسو نور د حل لارې نلرئ، لکه (د خپلوانو سره استوګنځي، او نور)
115 ته زنګ وهلو دمخه، که تاسو کولی شئ، د حل موندلو لپاره د خپلې سیمې د ښاروالۍ ټولنیزو خدماتو ته لاړ شئ.
که تاسو په خطر کې یاست (تاوتریخوالی، او نور) یا که تاسو د یخنۍ سره مخ یاست، په مستقیم ډول 115 ته زنګ ووهئ.
څنګه یې وکړو ؟
۱۱۵ شمېرې ته زنګ ووهئ.
یو څوک به تاسو ته ځواب درکړي.
تاسو کولی شئ په لاندې مواردو کې معلومات ترلاسه کړئ:
- د بیړني استوګنځای یا د ورځني استوګنځای امکانات،
- د خوړو د ویش ځایونه
- ستاسو د څانګې ټولنیز خدمتونه.د روغتیا لپاره)
- ستاسو د څانګې مربوط ټولنیز خدمتونه.
115 ستاسو سره د اړیکې په موخه شخصي معلومات اخلي او ستاسو په سیمه کې د شته ځایونو په اړه معلومات ترلاسه کوي. په عموم کې، د استوګنې مرکز چې ځای لري تاسو سره به مستقیم اړیکه ونیسي.
ستاسو د وضعیت، ستاسو موقعیت او د ځایونو شمیر پورې اړه لري، تاسو کولی شئ د استوګنې مختلف ډولونو ته لاسرسی ومومئ:
- بیړنۍ سرپناه،
- د امیندوارو میرمنو او یواځي میندو لپاره د میندو مرکزونه،
- د ځوانو کارګرانو لپاره هاسټلونه،
- د مهاجرو کارګرانو کورونه
برسېره پر دې، نور ملاتړ او امکانات هم وړاندیز کیدی شي.
د مثال په توګه، که تاسو د تاوتریخوالی قرباني یاست، د بیړني استوګنځای سربیره تاسو ته د استوګنې په ځانګړي مرکز کې د ملاقات وړاندیز کیدی شي.
په عموم کې، بیړني سرپناه خورا مهم اړتیاوې پوښي:
- سرپناه (په ګرم ځای کې خوب)
- خواړه (خوراک)
- حفظ الصحه (ځان مینځل).
د استوګنې موده فرق کوي. موخه يې دا ده چې د ټولنیزو کارکونکو سره یوځای د یوه دوامداره حل په لور له تاسو سره مرسته وشي، لکه (باثباته هستوګنځای یا پاملرنې جوړښت، ټولنیز کور).
او ورپسې څه وکړو؟
که ستاسو د وضعیت سره مطابقت لرونکی استوګنځای تاسو ته وړاندیز نشي، تاسو کولی شئ د تطبیق وړ استوګنې حق (DAHO) ادعا وکړئ.
دا کړنلاره یا پروسیجر ستاسو د استوګنې غوښتنې ته لومړیتوب ورکوي او له همدې امله تاسو ته د وړاندیز ترلاسه کولو دوهم فرصت په لاس درځي! د نورو معلوماتو لپاره دې ریفوجي.انفو Refugees.info پاڼې ته لاړ شئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي