مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
شرایط
دا چېرته دی ؟
د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره غوښتنه وکړئ
دا څه دي ؟
" د کورنۍ بیا یوځای کیدل " د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکو (کډوال، د فرعي خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکي، بې تابعیته اشخاص) ته اجازه ورکوي چې د خپلې نږدې کورنۍ غړي چې په بل هیواد کې پاتې وي کوربه هیواد ته راولي.
دا قانون په فرانسه کې د شخصي او کورنۍ ژوند حق تضمینوي.
که تاسو د پناه غوښتنې له غوښتنلیک وروسته واده کړی وي، د کورنۍ بیا یوځای کیدل ممکن نه دی، مګر تاسو کولی شئ د " کورنۍ بیا یوځای کیدو " غوښتنه وکړئ. وګورئ چې تاسو د OFII سمیلیټر کې د کورنۍ د بیا یوځای کیدو غوښتنه کولی شئ.
د کورنۍ د بیا یوځای کیدو غوښتنې پروسه اوږده او پیچلې ده. د تعقیب لپاره ځانګړي معیارونه او یو شمیر مرحلې باید ترسره شي. د اړتیا په صورت کې د خپل ټولنیز کارمند څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.
> د Réfugiés.info پاڼه کې دا معلوماتي فایل هم ولولئ: "د ټولنیز کارمند سره د ملاقات وخت اخیستل"
څنګه یې وکړو ؟
د کورنۍ بیا یوځای کیدو یا فرانسې ته د خپلې کورنۍ د غړیو راوستولو د غوښتنې لپاره تاسې باید لاندې شرایط ولرئ:
- تاسې د کډوالو یا بې تابعیته (اپارټاید) وګړو حیثیت لرئ یا تاسې په فرانسه کې د فرعی خوندیتوب وضعیت لری.
- تاسې د نړیوال محافظت او کډوال په توګه پیژندل شوي رسیپیسی او یا د استوګنې سند لرئ (د استوګنې کارت یا تتخ دی سیجور د جوړیدو ثبوب)
- ستاسې مدنې حالت لکه واده کړی، د ګډ ژوند اجمتاعي تړون (pacsé) یا داچې تاسې د پناه غوښتنې دمخه ګډ ژوند کول.
- تاسې د خپلې کورنۍ د غړوپه هکله اوفپرا ته د پناه غوښتنې په وخت کي معلومات ورکړي.
که تاسې پورته شرایط پوره کړې وي، نو ستاسې د کورنۍ ځینې غړي چې په اړه یې لاندې معلومات ورکړل شوي، کولی شي د کورنۍ د بیا یوځای کیدو د پورسې له لارې ستاسې سره یو ځای شي او فرانسي ته راشي:
ستاسو خاوند، ستاسو میرمن، ستاسې د PACS د ژوند شریک ملګری چې عمر یې له 18 کالو څخه پورته وي یا هغه څوک چې تاسې ورسره فرانسې ته له راتګ څخه دمخه په بل هیواد کې ګډ ژوند کاوو. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، تاسې باید ثابته کړئ چې تاسې په فرانسه کې د پناه غوښتنې کولو دمخه یو باثباته او دوامداره ژوند درلود.
- ستاسې واده نه لرونکي ماشومان چې عمرونه یې تر 19 کلونو پورته نه وي.
- ستاسې د 18 کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان چې د پخوانې واده څخه دنیا ته راغلي وي، ولې د بهرنی (ستاسو د هیواد) محکمې پریکړې پر اساس د هغوی د ساتنې مسؤولیت تاسې ته سپارل شوی وي.
- هغه ماشومان چې له 18کلو څخه يې عمر کم وي چې ستاسو د اوسني میړه یا میرمنېځ څخه، د PACS ملګری یا هغه څوک چې تاسې ورسره ګډ ژوند کاوو وي، چې د بهرني محکمې د پریکړې له مخې د هغوی د ساتنې مسؤولیت تاسې ته سپارل شوی وي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، تاسی باید وکوالی شئ د قضایي پریکړې رسمي سند ضمیمه کړئ او د ماشوم د مور یا پلار څخه ترلاسه شوی اجازه لیک هم ضمیمه کړئ چې ماشوم یا زیرسین ته فرانسې ته د تګ اجازه ورکوي.
ورسته له دې چې تاسې مطمیین شئ چې تاسې کولای شئ خپله کورنۍ دعوت کړئ، تاسې باید د اوږدې مودې ویزې ترلاسه کولو لپاره دوسیه او اسناد چمتو کړئ.
بشپړشوي دوسیه باید ستاسې د کورنۍ د غړو لخوا د هغوی د استوګنې ځای ته نږدې د فرانسې سفارت یا قونسلګرۍ ته وسپارل شي (د هغوی اصلي هیواد یا د استوګنې هیواد کې). -> څلورم ګام وګورئ.
> د Réfugiés.info پاڼه ولولئ "د نړیوالې شبکې سره د خپلې کورنۍ موندل د کورنۍ اړیکې بحالول"
د کورنۍ د بیا یوځای کیدو دوسیې لپاره، ستاسو د کورنۍ هر غړی باید د اوږدې مودې ویزې لپاره غوښتنه وکړي او یو لړ اسناد چمتو کړي.
ستاسې د کورنۍ د غړي اړوند غوښتل شوي اسناد:
- د کورنۍ هر غړی باید د اوږدې مودې ویزې غوښتنلیک فورمه ډکه کړي
- 2 د پیژندنې عکسونه چې د اروپا فارمیټ سره مطابقت ولري (د Réfugiés.info پاڼه وګورئ "ای-عکس اخیستل" )
- د اصلي هیواد څخه د زیږون سند بشپړ کاپي د رسمي ژباړې سره (د Réfugiés.info پاڼه وګورئ "د سند د رسمي ژباړې غوښتنه وکړئ" )
- د اصلي هیواد څخه د واده سند، نکاح خط کاپي یا یو سند چې د کورنۍ اړیکې ثبات او دوام ثابتوي
- په محلي اسعارو کې د هر شخص لپاره د 99 یورو معادل د ویزې فیس ورکول (د تادیې په وخت کې د تبادلې نرخ سره سم)
- یو پاسپورټ یا د سفر سند چې باید د ویزې پای نیټې وروسته لږترلږه 3 میاشتې اعتبار ولري.
ستاسې اړوند اسناد چې د کورنۍ د غړو دوسیو سره باید اضافه شي:
- ستاسې د افپرا OFPRA فایل حواله (دوسیې اسناد) یا د سیندیا محکمې CNDA پریکړه یا ستاسو د استوګنې د اجازې یوه کاپي چې ستاسې قانوني وضعیت په کې څرګند شوی وي، لکه کډوال، بې تابعیت (اپارتاید) کس یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکی.
- په فرانسه کې ستاسې اوسنی پوستی پته. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، که تاسو خپل پوستي پته بدله کړئ، د کډوالو کورنیو دفتر ته خبر ورکول مه هیروئ.
د مثال په توګه: عکسونه، د پیغام خبرې اترې، د تلیفون تاریخ سکرین شاټونه، د ډالۍ لیست، د مراسمو ویډیوګانې، د عزیزانو څخه تعریفونه، د ویسټرن یونین پیسو لیږلو سندونه (که اسناد د اړوند شخص په نوم نه وي، د ترلاسه کونکي لخوا په ساده کاغذ کې یو سند جوړ کړئ چې په هغې کې اقرار کړئ وي چې دوی پیسې ترلاسه کړي او دا هم تشریح کړي چې ولې دوی نشوای کولی پخپله لاړ شي او پیسي ترلاسه کړي (د هویت سند نه لرل، د نقل او حرکت امکانات نه لرل او داسي نور دلایل)).
کله چې تاسې د افپرا OFPRA ادارې څخه د کډوالۍ یا قبولۍ ځواب او اسناد ترلاسه کړئ، له هغه وخته تاسې کولی شئ د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره د ویزې غوښتنلیک وسپارئ.
تاسو باید لومړی د France-visas.gouv.fr ویبپاڼې ته لاړ شئ او یو حساب یا اکونټ جوړ کړئ.
هغه هیواد غوره کړئ چې پکې د ویزې غوښتنلیک سپارل کیږي، د "اوږدې مودې" ویزه، د "کورنۍ ځای په ځای کول یا خصوصي" “installation familiale ou privée” پروژه، لوی یا کوچنی، دلیل "ماشوم یا میړه یا کوژدن، یا د کډوال پلار / مور، ګټه اخیستونکی فرعي محافظت یابې تابعیته (اپارتاید) کس.
بیا، تاسو باید د اړیکو توضیحات بشپړ کړئ.
فرانس ویزا (France Visas) ستاسې د کورنۍ غړې د هغوې اصلي هیواد یا ګاونډي هیواد کې د فرانسې نږدې قونسلګرۍ یا سفارت ته لارښوونه کوي.
د دې لپاره چې معلومه کړئ چې ستاسو کورنۍ چیرته کولی شي خپله دوسیه وسپاري، نو دلته کلیک کولو سره خپل هیواد غوره کړئ.
یوځل چې لومړۍ غوښتنلیک د فرانس ویزا (France Visas) ویبپاڼه کې تایید شو، تاسو به یو رسید ترلاسه کړئ. د خپل غوښتنلیک نهایی کولو لپاره، تاسې باید بیا د خپل ګوتو نښانو لګولو او د ویزې مصارفو ورکولو لپاره وخت ونیسئ.
یوځل چې ستاسو د کورنۍ لخوا د ویزې غوښتنلیک وسپارل شي، د کورنیو چارو وزارت د ویزې فرعي ریاست د کډوالو کورنیو دفتر به تاسو ته ستاسې د واده او کورنۍ وضعیت په اړه یوه فورمه د بشپړولو، لاسلیک کولو او بیرته نوموړې ادارې ته په لاندې پته استولو په موخه درولیږي:
د کورنیو چارو وزارت
په فرانسه کې د بهرنیانو لپاره عمومي ریاست
د ویزې مدیرت
د کډوالو د کورنیو دفتر
Ministère de l'Intérieur
Direction générale des étrangers en France
Sous-direction des visas
Bureau des familles de réfugiés
11, rue de la Maison Blanche
44036 Nantes Cedex 1
د یادې فورمې سره، تاسې باید یو لړ اسناد واستوئ:
- ستاسې د استوګنې د اجازې کاپي یا د استوګنې د اجازې لپاره د غوښتنلیک ثبوت (یا د استوګنې کارت د جوړیدو سند )
- ستاسې د اوسنۍ پتې ثبوت
- "د کورنۍ سره د اړیکې یا خپل مدنې وضعیت په اړه " ټول اسناد چمتوکول: دا هغه غیر رسمي ثبوتونه دي، کوم چې د کورنۍ اړیکه تثبتوي، لکه عکسونه، د پیغام خبرې اترې، د تلیفون اړیکو تاریخچه، د ډالیو لیست، د مراسمو ویډیو، د ویسټرن یونین پیسو لیږلو سندونه (که اړوند کس په نوم نه وي. د ترلاسه کونکي لخوا په ساده کاغذ کې یو سند جوړ کړي او هغه دې اقرار وکړي چې دوی پیسې ترلاسه کړې او تشریح کړي چې ولې یې نشوای کولای چې خپله د پیسو ترلاسه کولو لپاره لاړشي، لکه، د هویت سند نه درلودل، د نقل او حرکت امکانات ندرلودل او داسي نور).
که تاسې له مخکني ځای څخه کډه کړې وي او پته مو تبدیله شوې وي، نو ، د Réfugiés.info پاڼې "د اړیکو د جزیاتو د بدلون په اړه OFPRA ته خبر ورکول" فایل ولولئ او ګامونه تعقیب کړئ.
که تاسو د کډوالو کورنیو لپاره د دفتر څخه فورمه نوې ترلاسه کړې، تاسو باید دوی ته د خپلې اوسنۍ پته سره یو لیک (پورته پتې) ته واستوئ.
د ویزې غوښتنلیک پرمختګ تعقیبولو لپاره، تاسو کولی شئ دا فورمه آنلاین ډکه کړئ:https://france-visas.gouv.fr/web/france-visas/contact-demande-bfr
د ویزې غوښتنلیک په هیواد پورې اړه لري او کولی شي ډیر وخت ونیسي (لږترلږه 2 میاشتې). که چیرې د مدني حالت سندونو تصدیق کولو ته اړتیا وي نو نیټه تمدید کیدی شي (د 4 او 8 میاشتو ترمینځ).
او ورپسې څه وکړو؟
مخکې له دې چې ستاسو کورنۍ فرانسې ته راشي
که ستاسو د کورنۍ غړو ته ویزه ورکړل شي، نو د دوی د سفر په اسنادو کې د ویزې سټیکر نښلول کیږي.
کله چې ستاسو کورنۍ فرانسې ته راشي
ستاسو کورنۍ باید د راجستر کیدو لپاره د رارسیدو وروسته اعظمي د 2 میاشتو موده کې پریفیکتور ته لاړ شي او د استوګنې جواز غوښتنه وکړي.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه "د استوګنې جواز ترلاسه کول"
قونسلګرۍ یا سفارت کولی شي د یو لړ دلایلو له امله د ویزې غوښتنلیک رد کړي:
- که تاسو یا ستاسو کورنۍ د کورنۍ د بیا یوځای کیدو شرایط پوره نه کړي
- که د کورنۍ اړیکه ثابته نه شي
- که ستاسو د کورنۍ راتګ عامه نظم ته ګواښ وي
- که تاسو په فرانسه کې د کورنۍ ژوند لازمي اصولو ته درناوی نه کوئ (د مثال په توګه: د یو نه د زیاتو ودونو لرل).
که ویزه رد شي:
- تاسو کولی شئ د یوې میاشتې دننه د پوست له لارې دې پتې ته خپل اپیل یا شکایت واستوئ:
فرانسې ته د ویزې د ردولو د پرېکړو په وړاندې د استیناف کمیټه
Commission de recours contre les décisions de refus de visa d’entrée en France
BP 83.609 - 44036 Nantes Cedex 1 - که تاسو د 2 میاشتو وروسته ځواب ترلاسه نکړئ، تاسو کولی شئ د نانتس اداري محکمې ته درخواست وکړئ. تاسو باید دې پتې ته د رسید تصدیق سره یو راجستر شوی لیک واستوئ:
د نانتس اداري محکمه
Tribunal Administratif de Nantes
6 allée de l’Île-Gloriette BP 24111
44041 Nantes Cedex 01
> دا فایل هم ولولئ: د Réfugiés.info پاڼه "د قانوني مرستې ترلاسه کول"
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
21 مرسته کونکي فعالیت کوي