Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د یو کسب او مسلک زده کولو او دندې ترلاسه کولو لپاره روزنه ترسره کول

د .....................سره each One

د.........لخوا وړاندیز شوي each One ...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

درې میاشتنی روزنیز کورسونه، وړیا او د زده کړې په مقابل کې پیسې ورکول کیږي:

  • یو کسب یا مسلک زده کول
  • په فرانسوي ژبه کې پرمختګ: شفاهي وړتیا، په ځان باور، تخنیکي لغتونه، او نور.
  • په مسلکي شرایطو کې اړیکه نیول او د کار نړۍ کوډونه زده کول
  • په یو شرکت کې د یو ستاج ترسره کول یا عملي کار کولو فرصت لرل.
یادونه: په کال کې ډیری روزنیز کورسونه شتون لري، په څو سکټورونو کې (توزیع، ټرانسپورټ، روغتیا، بانکداري، او نور) او په څو ښارونو کې (پاریس، لیون، او نور).
د دې پاڼې په پای کې ویب پاڼه وګورئ.

د هر روزنیز کورس په پای کې، تاسو به وکولی شئ په یوه لوی شرکت کې د دایمي، ټاکلي مودې یا کار او زده کړې (البرنانس) قرارداد لاسلیک کړئ (د بیلګې په توګه مونوپري Monoprix، ایکیا Ikea، فرانپري Franprix، لیروی میرلن Leroy Merlin، بي این پي BNP، او نور)

مهمه یادونه: د دې روزنیزو کورسونو څخه په یو کې د شمولیت یا نوم لیکنې لپاره، تاسو باید:
- د کار د اجازې سره د استوګنې اجازه یا تتخ دی سیجور ولرئ
- لږترلږه د فرانسوي A2 کچه ولرئ
- د کار موندنې مرکز Pôle Emploi سره راجستر شوې یاست
- د 3 میاشتو روزنې په جریان کې بشپړ وخت شتون ولري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د بېلا بېلو کسبونو او مسلکونو زده کولو لپاره بېلا بېل روزنیز پروګرامونه د بېلا بېلو فعالیتونو سکتورونو کې چې په لاندې ډول دي:

- سوداګرۍ او توزیع : د پلور کارمند، د پیرودونکي سلاکار، پلور ...

- لوژستیک، ساختماني او ټرانسپورټ : د امر یا کوماند تیارونکی او ترتیبونکی، تخنیکر یا تکنیشن، بس چلوونکی ...

- روغتیا : د نرس مرستیال، پالنه کوونکی، د خواړو یا ریستورانت کارکونکی

- بانکداري او بیمه : د شرکت مشاور، د معلوماتو شنونکی (ډاټا انلیست)، مراقب یا کنټرولر...

انٹرنشپ یا ستاج تاسې ته اجازه درکوي چې خپله پوهه په عمل کې وکاروئ او په فرانسه کې د کار بازار کې یو پیژندل شوي شرکت کې مسلکي تجربه ترلاسه کړئ.

د روزنې په موده کې به له تاسې سره د ورکشاپونو په جریان کې د یوې ډلې په توګه ملاتړ ترسره کیږي، همدارنګه د یو روزنکي لخوا به له تاسې په انفرادي توګه هم ملاتړ کیږي.

موخه دا ده چې تاسې په روزنه کې بریالي شئ او په خپلواکه توګه په فرانسه کې خپل ژوند جوړ کړئ.

یوازې د 3 میاشتو وروسته به تاسې وکولی شئ په یوه لوی شرکت کې دنده پیل کړئ او یو تړون لاسلیک کړئ ترڅو دایمي دنده ولرئ.

د روزنې په جریان کې به تاسې ته د کارموندنې مرکز Pôle Emploi لخوا پیسې درکول کیږي.

څنګه یې وکړو ؟

  • مهال ویش او اوسمهال د روزنې ترسره کولو ښارونه
  • د غوښتنلیک سپارلو او نوم لیکنې فورمې:

د نوم لیکنې او نورو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • eachoneد صفحي پورته برخه
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles