په فرانسه کې د استوګنې اسناد (کارت دی سیجور) ترلاسه کول
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي 7 днів томуد اوفپرا یا سیندیا څخه د کډوال، بې تابعیته کس یا فرعي محافظت ګټه اخیستونکي په توګه د قبولۍ اسنادو یا مثبت ځواب ترلاسه کولو ورسته، تاسو حق لرئ چې په فرانسه کې د اوږدې مودې لپاره میشت شئ او کار وکړئ.
تاسو باید د استوګنې جواز لپاره غوښتنه وکړئ (چې "د استوګنې کارت" هم ورته ویل کیږي):
- کډوال یا ریفیوجي وضعیت لرونکي کسان کولی شي د ANEF (بهرنيان په فرانسه ) ویبپاڼه کې د 10 کلن "استوګني" کارت لپاره غوښتنه وکړي.
- د فرعي خوندیتوب ګټه اخیستونکي کولی شي د ANEF (بهرنيان په فرانسه ) ویبپاڼه کې د 4 کلونو "څو کلن" استوګنې جواز لپاره غوښتنه وکړي.
- بې تابعیته کسان کولی شي په پریفیکتور کې په حضور ډول د 4 کلن "څو کلن" استوګنې جواز لپاره غوښتنه وکړي.
د ټولو غوښتنلیکونو او ټولو حالتونو لپاره، تاسو باید په پریفیکتور د ګوتو نښې ولګوئ، خپل اسناد واستوئ یا یې خپله ورکړئ، او د خپل استوګنې جواز ترلاسه کولو لپاره وخت ونیسئ.
د غوښتنې دوسیې سره د غوښتل شویو اسنادو لیست د هر کس د وضعیت سره سم فرق کوي.
- د څو کلن استوګنې جوازغوښتنې کولو لپاره په فرانسوي ژبه کې د A2 کچه
- د 10 کلن استوګنې کارت د غوښتنې لپاره په فرانسوي ژبه کې د B1 کچه
- په مدني ازموینه کې د بریالیتوب سند (د څو کلونو د استوګنې جواز یا د استوګنې کارت ذکر سره).
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې هغه کسان چې د اوفپرا څخه نړیوال خوندیتوب لري (کډوال، د فرعي خوندیتوب ګټه اخیستونکي، بې تابعیته کسان) او د دوی کورنۍ غړي د دې مکلفیتونو تابع ندي. یعنې له پورته کسانو څخه پورته اسناد نه غوښتل کیږي.
څنګه یې وکړو ؟
د هر ډول استوګنې کارت یا کارت دی سیجور غوښتنې لپاره اړین اسناد :
- د فرانسې جمهوریت د اصولو د درناوي لپاره د ژمنې تړون Contrat d’engagement
تاسو باید په فرانسوي ژبه لیکل شوی د ژمنې تړون ولولئ ، چاپ کړئ، بشپړ کړئ، نیټه یې ولیکئ او لاسلیک یې کړئ. په یاد سند کې د فرانسې د جمهوریت اصول یا پرنسپونه تشریح شوي: شخصي ازادي، د بیان او وجدان ازادي، د ښځو او نارینه وو تر منځ مساوات، د انسان وقار، د جمهوریت شعار او نښان، د فرانسې ځمکنۍ بشپړتیا، سیکولریزم. کله چې تاسو دا سند لاسلیک کوئ، تاسو ژمنه کوئ چې د دې ارزښتونو درناوی به کوئ پداسې حال کې چې تاسو په فرانسه کې ژوند کوئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا قرارداد د اوفي OFII (د کډوالۍ او ادغام لپاره د فرانسې دفتر) د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) څخه توپیر لري. د Refugees.info معلوماتي پاڼه " د CIR لاسلیک کول " وګورئ.
- د شپږو میاشتو څخه کمې مودې د پتې ثبوت (د پتې ثبوت، د استوګنې ثبوت، د کرایې رسید، د برق یا ګاز بل)
- که تاسو د بل چا سره پاتې کیږئ (کورنۍ، ملګری، رضاکار ...)، تاسو باید د اړوند کس یا کوربه څخه د استوګنې سند، د هغه د هویت کارت (یا د استوګنې جواز) کاپي او د هغه په نوم د پتې ثبوت (د بریښنا یا د تلیفون بل) واستوئ.
- برېښنايي عکسونه (e-photos)
د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: "د ای-عکس اخیستل او کارول".
اداره ممکن ستاسو د وضعیت پورې اړوند له تاسو څخه د نورو اسنادو غوښتنه وکړي، د مثال په توګه:
- که تاسو واده کړی وي او تاسو د داسې یو هیواد تبعه یاست چې د یوې نه زیاتو میرمنو سره په یو وخت کې د واده اجازه ورکوي: په فرانسه کې د پولګیمي (د یو نه د زیاتو ودونو کول) نه ترسره کولو ژمني تصدیق یا لیکلی بیان غوښتل کیږي، (ددې شاهدې ورکول چې تاسو په فرانسه کې له یو څخه زیات واده یا میرمنه نه لرئ).
- که تاسو د اوفي سره د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) په روزنه کې برخه اخیستې وي: لاسلیک شوی CIR تړون باید وسپارئ
د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: " د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک کول "
که تاسو د کډوالۍ حیثیت یا فرعي خوندیتوب لرئ، نو تاسو باید د استوګنې جواز لپاره آنلاین په دې ویب پاڼه کې غوښتنه وکړئ:https://administration-etrangers-en-france.interieur.gouv.fr
- خپل ANEF (په فرانسه کې بهرنيان) حساب ته ننوځئ، بیا د کور پاڼې په پورتنۍ ښیې کونج کې په خپل نوم کلیک وکړئ، او " زما حساب ته لاسرسی موندل" "Accéder à mon compte" باندې کلیک وکړئ.
- یا که تاسو هیڅکله په یاده پاڼه کې شخصي حساب نه وې جوړ کړئ، خپل حساب جوړ کړئ.
د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: "بهرنيان په فرانسه (ANEF) ویبپاڼه کې شخصي حساب جوړ کړئ"
- که تاسو بهرنۍ شمیره یا د ویزې شمیره نلرئ، تاسو په دې سایټ کې د استوګنې جواز لپاره غوښتنه نشئ کولی؛ تاسو باید مستقیم د خپلې څانګې پریفیکتور ته لاړ شئ.
1. ستاسو په حساب کې د ANEF (په فرانسه کې بهرنيان) ویب پاڼه کې، " زه د استوګنې جواز لپاره غوښتنه کوم یا یې نوي کوم " باندې کلیک وکړئ.
2. فورمه ډکه کړئ او اسناد په PDF یا انځور بڼه واستوئ.
د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: "د سند سکین کول"
که تاسو د استوګنې جواز لپاره آنلاین غوښتنه کوئ، نو تاسو باید دا سکین کړئ او د "د پتې ثبوت" لاندې د "ملاتړ اسنادو" برخې ته یې اپلوډ کړئ.
> که تاسو په مستقیم ډول په پریفیکتور کې د استوګنې جواز لپاره غوښتنه کوئ، نو تاسو باید دا د خپلې دوسیې سره یو ځای کړئ یا یې د پوست له لارې ولیږئ یا د demarche.numerique.gouv.fr په کارولو سره واستوئ.
3. د خپل غوښتنلیک یا دوسیې آنلاین سپارلو وروسته، تاسو به په اتوماتيک ډول یو بریښنالیک ترلاسه کړئ چې تاسو ته بلنه درکوي چې خپل شخصي حساب ته ننوځئ ترڅو د "دوسیې د لیږلو تایید" ډاونلوډ کړئ. دا سند ثابتوي چې تاسو خپل غوښتنلیک په بریالیتوب سره لیږلی دی.
دا هیڅ حق نه ورکوي، دا یوازې یو ملاتړ کوونکی سند دی.
4. که ستاسو غوښتنلیک یا دوسیه بشپړ شي او په ټاکلي وخت کې وسپارل شي، نو تاسو به د " د سند د جوړیدني ثبوب" (API) ترلاسه کړئ. دا د استوګنې یو لنډمهاله سند دی چې دا ثابتوي چې تاسو په منظم او قانوني حالت کې په فرانسه کې د اوسیدو حق لرئ او تاسو کولی شئ کار وکړئ. API ستاسو ټولنیزو ګټو ته هم لاسرسی درکوي، مګر تاسو ته د سفر کولو اجازه نه ورکوي. دا سند د ریسپسي په بدل کې درکول کیږي او د 6 میاشتو مودې لپاره اعتبار لري. دا سند نوی کیدای شي، ترڅو چې پریفیکتور ستاسې د استوګنې کارت په اړه پریکړه کوي.
5. کله چې پریفیکتور ستاسو غوښتنلیک تایید کړي، تاسو په پای کې د " مثبتي پریکړې سند" ترلاسه کوئ چې ستاسې د استوګنې جواز ترلاسه کولو پورې اعتبار لري. دا سند ثابتوي چې تاسو کار کولی شئ او تاسو ته اجازه درکوي چې د شینګین سیمې له پولو څخه تیر شئ او له فرانسې څخه بهر سفر وکړئ.
> که تاسو غواړئ د بېلا بېلو ډولونو سندونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ چې تاسو یې د غوښتنلیک پرمهال ترلاسه کولی شئ، تاسو کولی شئ دا سند دلته ولولئ. ce document.
ستاسو د غوښتنې یا دوسي د پرمختګ اړوند خپل د بهرنیان په فرانسه (Étrangers en France,) سایټ کې شخصي حساب ته ننوځئ او د کور پاڼې په پورتنۍ ښي خوا کې په خپل نوم کلیک کولو وروسته "زما حساب ته لاسرسی" غوره کړئ.
څلور مرحلې شتون لري:
- غوښتنه وسپارل شوه: ستاسو غوښتنه یا دوسیه ترلاسه شوي او ثبت شوي
- د دوسې څیړنه په جریان کې ده: پریفیکتور ستاسو د دوسي څیړنه او ارزیابي پیل کړي او کار پرې جریان لري.
- پریکړه شوي: ستاسو غوښتنه پروسس او څیړل شوې او په هکله یې پریکړه شوي.
- د استوګنې جواز اماده دی : ستاسو کارت چمتو دی.
د دوسیې د څیړولو وختونه په هر پریفیکتور کې توپیر لري.
کله چې ستاسو د استوګنې جواز یا تتخ دی سیجور جوړ شوی وي:
- ولایت به تاسو ته یو پیغام (SMS یا بریښنالیک) واستوي.
- دا پیغام تشریح کوي چې ایا تاسو اړتیا لرئ د خپلې پریفیکتورپه ویب پاڼه کې د ملاقات وخت ونیسئ یا په یوه ځانګړې نیټه مستقیم هلته لاړ شئ.
د بیلګې په توګه د پاریس د پریفیکتور پته: د پاریس د پولیسو مرکزي پریفیکتور
1. د مالیې ټاپه اخیستل
د استوګنې جواز (carte de séjour) نرخ €50 یورو دی. دا نرخ د کورنۍ د غړو (میړه، شریک ژوند کوونکي، ماشوم، د نابالغ اولاد) لپاره یو شان دی.
که ستاسو کارت د دې نیټې څخه دمخه د پریفیکتور لخوا تایید شوی وي، نو د €25 یورو زوړ نرخ ممکن لاهم پلي شي.
تاسو کولی شئ دا ټاپه د timbres.impots.gouv.fr ویب پاڼې یا د تمباکو پلورونکي په دوکان کې واخلئ.
د Refugees.info د معلوماتو پاڼه ولولئ چې د مالیې ټاپه اخیستلو څرنګوالی تشریح کوي.
۲. د ملاقات په ورځ لاندې غوښتل شوي اسناد له ځان سره راوړئ.
په هغه ورځ چې تاسو پریفیکتور ته د خپل استوګنې جواز یا کارت دی سیجور د ترلاسه کولو لپاره ځئ، ټاپه او د تادیې ثبوت له ځان سره یوسئ.
ستاسو د استوګنې جواز د لاندې مودو لپاره اعتبار لري:
- 10 کلن کارت، که تاسو د کډوالۍ حیثیت لرئ، نو دې ته د "استوګن" کارت ویل کیږي
- 4 کلن کارت، که تاسو فرعي خوندیتوب یا بې تابعیته کس حیثیت لرئ، نو دې ته "څو کلن" کارت ویل کیږي.
او ورپسې څه وکړو؟
که تاسو تخنیکي ستونزه لرئ (بنده شوې پاڼه، د خطا پیغام، او نور)، تاسو کولی شئ د اتباعو د اړیکو مرکز (CCC) سره اړیکه ونیسئ:
- د تلیفون له لارې 0806001620 (وړیا شمیره)
- یا د اړیکې فورمې په کارولو سره (د سکرین په ښکته کیڼ اړخ کې د "اړیکه" تڼۍ). تاسو باید خپله ستونزه په واضح ډول تشریح کړئ او سکرین شاټونه (د ویب پاڼې، نیټه او وخت ښودل) د غلطۍ پیغام سره واستوئ که تاسو لرئ.
که تاسو نشئ کولی دا پروسه آنلاین بشپړه کړئ، تاسو کولی شئ ستاسو د څانګې، پریفیکتور یا فرعي پریفیکتور کې د ډیجیټل لاسرسي مرکز څخه مرسته ترلاسه کړئ. په محل کې که تاسو ته د انټرنیټ سره وصل شوي کمپیوټر ته لاسرسی درکول کیږي او مسلکي کسان تاسو ته توضیحات درکوي چې څنګه د Étrangers en France (ANEF) سایټ وکاروئ.
په ځانګړو قضیو کې، CCC کولی شي یو سند صادر کړي چې دا ثابت کړي چې آنلاین غوښتنه کول ناممکنه وه. دا سند تاسو ته اجازه درکوي چې د ملاقات وخت اخیستلو لپاره له پریفیکتور سره اړیکه ونیسئ.
که تاسو د پریفیکتور څخه کوم ځواب ترلاسه نه کړئ یا د استوګنې د اجازې لپاره ستاسو غوښتنلیک ته منفي ځواب ترلاسه کړئ، که څه هم تاسو ټول اسناد د غوښتل شوې نیټې دننه لیږلي وي، تاسو کولی شئ د یادې پریکړې په مقابل کې شکایت وکړئ.( تاسو باید په خپل شکایت کې ذکر کړئ چې له یادې پریکړې سره موافق نه یاستئ).
د پریکړې په مقابل کې د شکایت کولو لپاره:
- تاسو باید د خپل اوسیدو ځای اداري محکمې ته ورشئ . د خپلې څانګې د اداري محکمې د اړیکو توضیحاتو ترلاسه کولو لپاره، دلته کلیک وکړئ.
- د یو وکیل څخه مرسته وغواړئ . که تاسو ډیرې پیسې نلرئ، تاسو کولی شئ د قانوني مرستې غوښتنه وکړئ ترڅو ستاسو د قانوني لګښتونو ټول یا برخه پوښښ کړي.
د لوستلو لپاره: د حقوقي مرستې په اړه د Réfugiés.info پاڼه کې معلومات ولولئ. - تاسو کولی شئ د بهرنیانو سره د مرستې لپاره د یوې اتحادیې څخه مرسته ترلاسه کړئ، چې بهرنیانو سره د هغوی په چارو کې ملاتړ او مرسته کوي.
- تاسو کولی شئ د حقونو مدافع ادارې سره اړیکه ونیسئ ، هغه اداره چې د خلکو سره مرسته کوي چې د دوی حقونو ته لاسرسی ومومي.
تاسو باید په آنلاین بڼه د بهرنیان په فرانسه (ANEF) ویبپاڼه کې دا لاندې حالاتو خبر ورکړئ :
- که تاسو له له خپل اوسنې ځای څخه کډه وکړئ
- که تاسو خپل د استوګنې کارت ورک کړئ
- که ستاسو کارت مات شوی، خراب شوی، نه ویل کیږي
- که ستاسو د استوګنې جواز یا تتخ دی سیجور غلا شوی وي.
دا Réfugiés.info پاڼه تشریح کوي چې څنګه دا پروسه ترسره کړئ > "په فرانسه کې د بهرنیان په فرانسه (ANEF) ویبپاڼه کې د وضعیت بدلون اعلان کړئ" .
خو که تاسو د فرعي خوندیتوب (protection subsidiaire) یا بېتابعته (apatridie) کس خوندیتوب اسناد لری، نو تاسو باید 350 یورو ورکړئ.
ستاسې د نوي پتې او ادرس ثابتولو لپاره، ستاسې د نوي پتې سره یو سند به ستاسو د ANEF شخصي حساب کې شتون ولري.
که تاسو د کډوال، بې تابعیته کس یا د فرعي خوندیتوب حیثیت لرئ، ستاسو د کورنۍ ځینې غړي ممکن ستاسو په څیر د استوګنې جواز ترلاسه کړي:
- هغه کس چې تاسو ورسره واده کړی وي، په مدني ملګرتیا کې یا ستاسو کوژدن، که چیرې دوی ته د کورنۍ بیا یوځای کیدو سره په فرانسه کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې وي،
- هغه کس چې تاسو ورسره واده کړی، په مدني ملګرتیا کې یا ستاسو د ملګري یا کوژدن سره، حتی که واده ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک وروسته شوی وي، که چیرې :
- هغه د 18 کلونو څخه پورته وي،
- تاسو لږ تر لږه د یو کال مودې راهیسې یوځای ژوند کوئ،
- تاسو لا هم یوځای ژوند کوئ. - ستاسو د 19 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومانو لپاره.
- ستاسو مور او پلار که تاسو لا تر اوسه نابالغ او نا واده شوي یاست.
> ولولئ: د Réfugiés.info معلوماتي پاڼه "د کورنۍ بیا یوځای کیدو لپاره غوښتنه کول" .
ستاسو د کورنۍ غړو ته ورکړل شوی د استوګنې جواز دوی ته په فرانسه کې د کار کولو اجازه ورکوي.
د سفر کولو لپاره، یو بهرنی ماشوم (نابالغ) کولی شي د دې دوو اسنادو څخه یو ولري:
- د کوچنيو بهرنيانو لپاره د سرکولیشن سند (DCEM)
- یا TIV (د هویت او سفر سند).
> ولولئ: د Réfugiés.info معلوماتي پاڼې "د DCEM غوښتنه وکړئ" / "د سفر سند غوښتنه وکړئ" .
د TIV لپاره د DCEM اړتیا نشته. دا تاسو ته اجازه درکوي چې له فرانسې څخه ووځئ او دننه شئ.
تاسو باید د استوګنې د اجازې د ختمیدو نیټې څخه د 4 (120 ورځو) او 2 میاشتو (60 ورځو) ترمنځ غوښتنه وکړئ :
- آنلاین د Étrangers en France (ANEF) ویب پاڼه کې که تاسو د کډوال وضعیت لرئ یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست (ننوتل شئ او په ورته تڼۍ کلیک وکړئ "زه د استوګنې جواز لپاره غوښتنه کوم یا نوي کوم" او ګامونه تعقیب کړئ)
- په پریفیکتور کې که تاسو بې تابعته کس یا اپاترید حالت لرئ.
که ستاسو د اوسیدو جواز پای ته رسیدلی وي، مګر تاسو لا تر اوسه نوی ندی ترلاسه کړی، د استوګنې موقت سند تاسو ته اجازه درکوي چې خپل عادي او قانوني حالت ثابت کړئ او په فرانسه کې خپل حقونو ته لاس رسی ولرئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، دا سند باید ستاسو د زوړ استوګنې جواز سره یو ځای وګرځوئ.
د ریفوجي په دې معلوماتي پاڼه کې هر څه تشریح شوي: "د استوګنې جواز نوي کول" .
کله چې تاسو خپل د زیږون سند ترلاسه کړئ، که چیرې ستاسو د استوګنې جواز کې شته معلومات د زیږون سند سره توپیر ولري، نو اوفپرا به تاسو ته د موافقت سند واستوي.
دا سند دا ثابتوي چې تاسو ورته کس یاست حتی که ستاسو په اسنادو کې معلومات مختلف وي (د مثال په توګه مختلف لومړی یا وروستی نوم).
که چیرې اوفپرا دا په اتوماتيک ډول تاسو ته ونه لیږي، تاسو کولی شئ د پوست له لارې یې په لاندې پته غوښتنه وکړئ:
Ofpra
Pôle Protection
201 rue Carnot
94136 Fontenay-sous-Bois Cedex.
بیا تاسو کولی شئ په فرانسه کې د بهرنيانو ویب پاڼه کې " د وضعیت بدلون " وکړئ او د نوي استوګنې جواز غوښتنه وکړئ.
په دې حالت کې غوښتنه وړیا ده.
21 مرسته کونکي فعالیت کوي
xavidumاډمین
a mugnierاډمین
nourاډمین
aman expertد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
mohannadybد صفحي پورته برخه
alhindi nourد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
nalothmanد صفحي پورته برخه
claireد صفحي پورته برخه
niknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
innaد صفحي پورته برخه
david_hedrich_jrsایډیټر او کره کتونکی
utilisateur_93887086ایډیټر او کره کتونکی
ibrahimد صفحي پورته برخه
marianne georgesد صفحي پورته برخه