Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU RELIER - Université de Strasbourg

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, پناه غوښتونکي
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2, B1, B2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهلږ تر لږه 4 میاشت
د ګډون کچهتقریبا 20 ساعتونه هره اونۍ

شرایط

د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

دا چېرته دی ؟

د سټراسبورګ پوهنتون کې فرانسوي زده کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 4 mois

دا څه دي ؟

دپوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل پروګرام پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې تابعیته (اپارتاید) خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کړي.

د DU RELIER (د مهاجرو زده کونکو لپاره د ژبې او بین الکلتوري له لارې زده کړې ته د پوهنتون ډیپلوم بیرته راستنیدل) پروګرام لاندې زده کړې وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه
  • فعالیتونه او تفریحي سفرونه
  • په فرانسه کې د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ.
مهمه یادونه: روزنه لږترلږه یو سمستر (4 میاشتې) دوام کوي د سپتمبر څخه تر دسمبر یا د جنوري څخه تر می پورې، د زده کړې مودې نوي کیدل او دوام ورکول د فرانسوي کچې پورې اړه لري او پرته له دې چې بیا غوښتنه وکړي ترسره کیږي.

روزنه په ټولیز ډول نږدې 200 ساعته زده کړې وړاندې کوي.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د سټراسبورګ په پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د Réfugiés.info پاڼه کې د DU Passerelle پروګرام په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په DU RELIER روزنیز پروګرام کې په اونۍ کې 20 ساعته زده کړې شتون لري.

د روزنې په پای کې به تاسې د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینه ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو هره میاشت د مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پر بنسټ مرستې) ترلاسه کړئ او د کروس CROUS استوګنې ته د لاسرسي امکان ولرئ.

د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون د سیستم په اړه معلومات ترلاسه کړئ: " زده کونکي په څه معنی دی او څنګه تعلیمي ژوند کوي "، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د ټولګیو پرمهال د نوټونو اخیستل زده کول او له ټولګي څخه بهر د مطالعې ترسره کول، پریزنټیشنونه چمتوکول او وړاندې کول، او ځان ازموینو ته چمتوکول…

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به له تاسې سره د امکاناتو پر بنسټ ستاسو د مطالعې او/یا مسلکي پروژې په رامینځته کولو کې مرسته ترسره کیږي.

مسلکیان تاسو سره ستاسو د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او ستاسې د خوښې زده کړو کې د ثبت نام پروسه کې مرسته کوي.

  • ښوونه (Tutorat)
  • شخصي ملاتړ
  • د Espace Avenir، د پوهنتون لارښود او مسلکي ادغام مرستې خدماتو، د زده کړې غوره کولو او د انټرنشپونو یا بورسونو او دندو لټون کې د مرستې کولو خدماتو ته لاس رسئ.

تاسې به د دې روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ.

څنګه یې وکړو ؟

  • د راجسټریشن یا ثبت نام شرایط: د پوهنتون ویبپاڼې ته لاړشئ ترڅو ومومئ چې څنګه نوم لیکنه وکړئ.
  • د غوښتنلیک نیټه: په هر سمستر کې د غوښتنلیک دوه دورې شتون لري، اکتوبر او یا اپریل
  • د بریښنالیک اړیکه: etudiantsrefugies@unistra.fr
یادونه: غوښتنلیکونه یا نوم لیکنه په هر سمستر کې د دوو ورځو لپاره خلاصه وي. تاسو اړتیا لرئ چې د خپل غوښتنلیک دوسیه د سټراسبورګ پوهنتون د پیوستون ماموریت څانګې ته په لاندې پته تسلیم کړئ:
Saint-Georges, 47 avenue de la Forêt-Noire, 67000 Strasbourg. نیټې د پوهنتون په ویب پاڼه کې اعلان کیږي.
د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
a mugniera mugnierاډمین
admin du relieradmin du relierد صفحي پورته برخه
bissobissoد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
ange242ange242د صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه