مهم معلومات
د .....................سره Formation CAP 3 ans
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
په بېلا بېلو مسلکونو کې یو کسب زده کړئ
دا څه دي ؟
په یو روزنیز مرکز او یوه شرکت کې د یو کار یا کسب زده کولو او ډیپلوم (CAP) ترلاسه کولو لپاره درې کلن روزنیز کورس.
احتمالي مسلکونه:
- د خوړو مسلکونه: نانوای، قصاب، کلچه پزي، قصاب
- د ریستورانت مسلکونه: پخلی یا اشپزي، ویټر، فاسټ فوډ یا د ډله ایز رستورانت کارمند
- د نقل او حرکت مسلکونه: د موټرو میخانیک یا مستري، د درنو سامانونو میخانیک، د موټورو ترمیم کوونکی، د شنه ځایونو تجهیزاتو میخانیک، د کرهنیزو تجهیزاتو میخانیک
- د ګلانو مسلک: ګل پلورونکی یا فلوریست
- د شخصي پاملرنې مسلکونه: ویښتان جوړونکی یا سلمان، ارایشګر
- د سوداګرۍ او پلور مسلکونه: د پلور په برخه کې هر اړخیز کارمند، د میوو او سبزیجاتو پلورونکی.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- د تخنیکونو زده کولو لپاره د روزنې په مرکز کې د ټولګیو ورځې
- په یوه شرکت کې د عملي کارکولو ورځې چې په مسلکي شرایطو کې د عملي کار د تمرین کولو لپاره ترسره کیږي.
- په لومړي کال کې په اونۍ کې 2 ورځې د فرانسوي زده کړې کورسونه
- ستاسو د کچې لوړلو په موخه فرانسوي کورسونه ممکن د روزنې په دوهم او دریم کال کې دوام ورکوي.
روزنه تاسو ته اجازه درکوي چې د کار او زده کړې (الترنانس) په اساس د CAP (مسلکي وړتیا سند) چمتو کول.
دا په ملي کچه د 3مې درجې ډیپلوم دی چې د دولت لخوا پیژندل شوی.
CAP عموما په 2 کلونو کې چمتو کیږي.
که ستاسو فرانسوي او ستاسو د زده کړې کچه په 2 کلونو کې د CAP لپاره چمتو کولو لپاره کافي نه وي، تاسو کولی شئ دا په 3 کلونو کې ترسره کړئ. د ځانګړي ملاتړ سره :
- 1 کال د کچې لوړول : فرانسوي، مسلکي چاپیریال، ساینسي کلتور، مدني کلتور
- ستاسو د وضعیت سره مناسب 2 کاله د ملاتړ کورسونو سره : فرانسوي، تاریخ، جغرافیه، ریاضي او فزیکي علوم.
تاسو ته د روزنې په جریان کې پیسې درکول کیږي: له 27٪ څخه تر 78٪ پورې (لږترلږ د سمک په (SMIC) اندازه معاش) ، ستاسو د عمر پورې اړه لري.
څنګه یې وکړو ؟
د CMA روزنه نانټس Nantes- 0240189696
urma44sainteluce@artisanpaysdelaloire.fr
- د خوړو مسلکونه: نانوای، قصاب، پیسټري یا کلچه پزي، قصاب
- د ریستورانت مسلکونه: پخلی، ویټر، فاسټ فوډ یا د ډله ایز رستورانت کارمند
- د خوځښت مسلکونه: د موټرو میخانیک یا مستري، د درنو وسایطو میخانیک یا مستري، د وسایطو ترمیمونکی
د CMA روزنه لا روش سور یون La Roche-sur-Yon - 02 51 36 53 00
urma85@artisanpaysdelaloire.fr
- د خوړو مسلکونه: نانوای، قصاب، پیسټري یا کلچه پزي، قصاب
- د خوځښت مسلکونه: د موټرو میخانیک یا مستري، د درنو وسایطو میخانیک یا مستري، د وسایطو ترمیمونکی
- د سوداګرۍ او پلور مسلکونه: د هر اړخیز سوداګریز ټیم غړی، د میوو او سبزیجاتو پلورونکی
- د شخصي پاملرنې مسلکونه: ویښتان جوړونکی یا سلمان، ارآیشګر.
د CMA روزنه لیوال - 0243641100 Laval
urma53@artisanpaysdelaloire.fr
- د ساختمانۍ کسبونه: معمار، نجار، رنګمال، پلستر/ پالکست، د لرګیو ترکاڼ،کارلور یا کاشي کار، برقي
- د خوړو مسلکونه: نانوای، قصاب، پیسټري یا کلچه پزي، قصاب
- د ریستورانت مسلکونه: پخلی، ویټر، فاسټ فوډ یا د ډله ایز رستورانت کارمند
- د خوځښت مسلکونه: د موټرو میخانیک یا مستري، د کرنې تجهیزاتو میخانیک، د شنه ځایونو تجهیزاتو میخانیک
- د شخصي پاملرنې مسلکونه: ویښتان جوړونکی یا سلمان، ارآیشګر.
د CMA روزنه انګرز - 0241226156 Angers
urma49@artisanpaysdelaloire.fr
- د خوړو مسلکونه: نانوای، قصاب، پیسټري یا کلچه پز، قصاب
- د خوځښت مسلکونه: د موټرو میخانیک یا مستري، د وسایطو ترمیم کونکی
- د سوداګرۍ او پلور مسلکونه: د هر اړخیز سوداګریز ټیم غړی، د میوو او سبزیجاتو پلورونکی
- د ګلانو مسلک: ګل پلورونکی یا فلورست.
د CMA روزنه Le Mans - 02 43 50 13 70
urma72@artisanpaysdelaloire.fr
- د خوړو مسلکونه: بیکر، قصاب، پیسټری شیف، قصاب
- د سوداګرۍ او پلور مسلکونه: د هر اړخیز سوداګریز ټیم غړی، د میوو او سبزیجاتو پلورونکی
- د ګلانو مسلکونه: ګل پلورونکی یا فلورست.
- تاسو باید لومړی په سایټ کې مخکې له مخکې نوم لیکنه وکړئ یا راجستر شئ (د مخکینۍ راجسټریشن کې کیڼ اړخ ته کلیک وکړئ، بیا په نوي غوښتنلیک باندې کلیک وکړئ)
- که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسو به یوه مرکه او د فرانسې ارزونه ترسره کړئ.
- د خپل راجسټریشن یا نوم لیکنې د اعتبار لپاره، تاسو باید بیا یو شرکت ومومئ او د هغې سره د 3 کلن زده کړې قرارداد لاسلیک کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي