Panneau de gestion des cookies

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان

قیمت

وړيا

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د افپرا لخوا صادر شوی د زیږون سند لرل

دا چېرته دی ؟

د کورنۍ تخصیص فنډ (CAF) سره ځان ثب کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 10 mois

دا څه دي ؟

یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا مرستې یوازې د هغو کسانو لپاره دي چې دمخه د فرانسې په خاوره کې شتون لري. که تاسو د فرانسې په خاوره کې نه یاست، تاسو نشئ کولی د CAF څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.

په فرانسه کې کډوال کولی شي د دوی د وضعیت په پام کې نیولو سره د کورنۍ د مرستې فنډ (CAF) څخه ځینې مرستې ترلاسه کړي.

مختلفې مرستې شتون لري:

ځینې مرستې ستاسو په عاید پورې اړه لري چې ځیني نور یې نه لري. د دې معلومولو لپاره چې تاسو د دې حق لرئ، تاسو کولی شئ آنلاین سیمولاسون یا معلومه کړئ (دوهمه مرحله وګورئ). ورسته له معلوماتو څخه د مرستې غوښتنه لپاره تاسو باید د CAF سره ځان ثبت او راجستر کړئ (مرحلې 3 او 4 وګورئ).

یادونه: د اسنادو له مخې، ورکړل شوې مرستې د "خدمات" (prestation) یا "مرسته" (aide) یا حتی "الاؤنس" (allocation) په نوم یادیږي. هغه څوک چې د CAF څخه مرستې ترلاسه کوي د "ګټه اخیستونکي" په نوم یادیږي.

څنګه یې وکړو ؟

دکاف CAF په ویب پاڼه کې، تاسو کولی شئ د مختلفو مرستو په اړه معلومات ومومئ:

  • تاسو کولی شئ په دې لینک کلیک وکړئ او د مرستې په اړه په اسانۍ سره معلومات ومومئ،
  • یا په دې لینک کې د CAF د مرستو لارښود ته مراجعه وکړئ او بشپړه معلومات ومومئ،
  • یا "سیمولیشن" ترسره کړئ (معلومول چې د مرستو حقدار یاست یا نه ) (دوهمه مرحله وګورئ).

تاسو فکر کوئ چې تاسو د مرستې مستحق یاست. د دې تصدیق کولو، معلومولو لپاره او پدې اړه پوهیدو چې د مرستې اندازه به څه وي، تاسو کولی شئ یو سیمولیشن ترسره کړئ.

د سایټ په کور پاڼه کې www.caf.fr ، د "مرسته او کړنلاري" برخه ومومئ او "زما پروسیجرونو ته لاسرسی" باندې کلیک وکړئ، تاسو د سملیټر ترسره کولو پاڼې ته ورسیږئ.

هغه مرستې وټاکئ چې تاسو غواړئ سمولیشن یې ترسره کړئ:

  • د فعالیت بونس (پرم د اکتویتي)،
  • د فعال پیوستون عاید ایغیسا (Rsa)،
  • د کور په کرایه کې مرسته،
  • د ماشوم د پاملرنې او ساتني مرسته پاج (Paje).

په "پیل" “Commencer” کلیک وکړئ بیا پوښتل شوي پوښتنو ته ځواب ووایی. په نهایت کې ، په "حساب" کلیک وکړئ: د سمولیشن پایله ښودل کیږي.

که سمیلیټر دا په ګوته کړي چې تاسو د مرستې مستحق نه یاست، دا تاسو ته دلیل درکوي. که تاسو د پوښتنو په ځواب کې تېروتنه کړې، تاسو کولی شئ بیا پیل کړئ.

که سمیلیټر دا په ګوته کړي چې تاسو د مرستې مستحق یاست، دا یو اټکل شوی مقدار په ګوته کوي. د دې مرستې د ترلاسه کولو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید د CAF سره د "خدمت غوښتنې" (درېیم ګام) په ترسره کولو سره ځان ثبت او راجستر کړئ.

یادونه: دلته یوه بله ویب پاڼه شتون لري چې ټولې مرستې چې تاسو یې مستحق یاست، په ورته وخت کې د ټولو سازمانونو اړوند تاسو ته معلومات درکوي: Mesdroitssociaux.gouv.fr .

تاسو فکر کوئ چې تاسو د مرستې مستحق یاست. د دې معلومولو او پوهیدو لپاره چې ستاسو د مرستې استحقاقاتو اندازه به څه وي، تاسو کولی شئ سیمولاسون یا اندازه ګیري ترسره کړئ.

د کاف www.caf.fr ویب پاڼې په کور پاڼه کې، د "آنلاین خدماتو" برخه ومومئ او په "سیمولاسون ترسره کړئ" باندې کلیک وکړئ:

"تاسو ګټه اخیستونکي یا اختصاص لرونکي نه یاست" “vous n’êtes pas allocataire” برخه غوره کړئ او بیا هغه مرستې غوره کړئ چې تاسو یې د سیمولاسون یا اندزه ګیري ترسره کول غواړئ، د مثال په توګه:

  • د فعالیت بونس یا اضافي مرسته،
  • د فعال پیوستون عاید، ایغیسا (RSA)،
  • کور،
  • د ماشوم پاملرنې ګټه یا مرسته (PAJA)
  • د کورنۍ تخصیص یا مستحقات.

که چیرته مطمئن نه یاست نو تاسو کولی شئ د وړاندیز شویو ټولو مرستو لپاره اندازه ګیري یا سیمولاشون ترسره کړئ (د مرستې لیست ته د بیرته راستنیدو لپاره، دلته کلیک وکړئ ).

په "پیل" “Commencer” کلیک وکړئ بیا پوښتل شوي پوښتنو ته ځواب ووایی. په پای کې په "حساب" کلیک وکړئ: د سیمولاسون پایله او نتیجه به تاسو ته وښودل شي.

که سمیلیټر یا اندازه کونکی دا په ګوته کړي چې تاسو د مرستې مستحق نه یاست، نو هغه به تاسو ته په دې اړه دلیل درکړي. که تاسو د پوښتنو په ځواب کې تېروتنه کړې وي نو تاسو کولی شئ دا پروسه له سره پیل کړئ.

که سمیلیټر دا په ګوته کړي چې تاسو د مرستې مستحق یاست، دا یو اټکل شوی مقدار په ګوته کوي. د دې مرستې د ترلاسه کولو په اړه ډاډ ترلاسه کولو لپاره تاسو باید د CAF سره د " مرستي غوښتنې" “demande de prestation” کټګوری انتخابولو سره ځان ثبت او راجستر کړئ (۴ ګام).

یادونه: یو بله ویب پاڼه هم شتون لري چې په ورته وخت کې د ټولو سازمانونو لپاره ستاسو د ټولو ټولنیزو حقونو او مرستو سمولاسون یا اندازه ګیري ترسره کوي: mesdroitssociaux.gouv.fr

د "آنلاین خدماتو" برخه کې " د خدماتو یا مرستي غوښتنه وکړئ" “demander une prestation باندې کلیک وکړئ. بیا غوره کړئ " تاسو ګټه اخیستونکي نه یاست " “vous n’êtes pas allocataire”:

مورسته د خپلې غوښتنې موضوع غوره کړئ:

  • ماشومان
  • جلا کیدل او وفات
  • ایغیسا او د فعالیت مرسته
  • ناروغۍ او معلولیت
  • نورې غوښتنې

د یوې موضوع په کلیک کولو سره، مختلف مرستې څرګندیږي.

یادونه: د مثال په توګه، دلته د "کور" لپاره مرستې دي:
- د کور مرسته،
- د کور د نقل لپاره مرسته،
- د مستقیم تادیې غوښتنه - د کور مرستې،
- د کرایې یا استوګنې سند،
- د پور سند،
- په کور کې د کار یا بهترې پور.

د مرستې غوښتنه کولو لپاره په "غوښتنه" کلیک وکړئ. غوښتل شوي معلومات بشپړ کړئ.

تاسو به د CAF څخه یو لیک ترلاسه کړئ. په دې لیک کې به لاندې موراد ذکر شوې وي:

  • یوه فرمه چې باید بشپړه شي او بیرته واستول شي،
  • د اسنادو یو لیست چې د فورمې سره باید ضمیمه شي.

او ورپسې څه وکړو؟

د خدماتو یا مرستو ترلاسه کولو لپاره ستاسو د غوښتنې په تعقیب، تاسو به د CAF سره راجستر شئ. خپل "د ګټه اخیستونکي شمیره" له لاسه مه ورکوئ!

که ستاسو شخصي وضعیت بدل شي ( د مثال په توګه: کورنۍ ته د یو نوې شخص (ماشوم) راتګ یا کډه کیدل او یا دا چې تاسو جلا شوي یاست) ، تاسو باید CAF ته راپور ورکړئ. که ستاسو مسلکي وضعیت بدل شي (د فعالیت پیل، د فعالیت پای، روزنې ته ننوتل، او داسې نور) ، تاسو باید دا راپور هم ورکړئ. د دې کولو لپاره، د CAF په ویب پاڼه کې "زما حساب" “mon compte” کې په "بدلون اعلان کړئ" “déclarer un changement” برخه کلیک وکړئ.

ستاسو په وضعیت کې بدلون ممکن د مرستې د بدلون لامل شي.

که تاسو د ډیپارټمنټ یا سیمي بدله کړئ او بل ځای ته کډه وکړئ (د مثال په توګه، د "62 Pas de Calais" څخه "14 Calvados" ته) ، دا ممکن ده چې تاسو د کاف مرستي ترلاسه نه کړئ ترڅو ستاسو نوی مسؤل کاف ستاسو دوسیه له ورستني دفتر د کاف څخه ترلاسه نه کړي. ستاسو نوی CAF به تاسو ته د ګټه اخیستونکي نوی شمیره درکړي.

یاودنه: که تاسو په خپله اعلامیه کې تېروتنه کړې، تاسو باید CAF ته هم راپور ورکړئ. تاسو د " غلطۍ کولو حق " لرئ: تاسو باید هر ډول مرستې بیرته ورکړئ.

نوټ: که تاسو د یوې تېروتنې راپور نه ورکوئ، دا " درغلي " ده. تاسو ممکن مجازات شي.

ځینې مرستې هره میاشت ستاسو بانکي حساب ته اچول کیږي.

نورې مرستې هره میاشت او په دوامداره توګه نوي: دا ټول په یوځل تادیه کیږي.

یادونه: تاسو کولی شئ د CAF وړیا اپلیکیشن "کاف - زما حساب" “CAF - Mon compte” ډاونلوډ کړئ ترڅو ستاسو فایل او د مرستو کیدو خدمات او تادیه تعقیب کړئ او همدارنګه که کوم تغییرات غواړی په اړه یې خبر ورکړی.

> د اپل سټور (Apple) ډاونلوډ لینک
> د Play Store (Android) ډاونلوډ لینک

په هرو 3 میاشتو کې، هر هغه څوک چې د AAH (معلول بالغ الاؤنس)، RSA (فعال پیوستون عاید) یا د فعالیت بونس ترلاسه کوي باید خپلې سرچینې CAF ته اعلان کړي.

دې طریقې ته د "سرچینو درې میاشتنۍ راپور ورکول" ویل کیږي. یو جدول باید بشپړ شي، د هرې میاشتې لپاره چې غوښتل شوي، د ترلاسه شوي پیسو سره (معاش، د بیکارۍ ګټې، او نور). دا CAF ته اجازه ورکوي چې هغه مرستې محاسبه کړي چې د راتلونکو 3 میاشتو لپاره به ااړوند کس ته لیږل کیږي.

د موندلو لپاره چې څنګه خپلې سرچینې په هره ربع کې اعلان کړئ => CAF ته د سرچینو په درې میاشتنۍ اعلامیه کې د Refugees.info پاڼه.

Haut de page

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

fatma bouhejbafatma bouhejbaاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
omar kokachomar kokachد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
caroline wittmanncaroline wittmannد صفحي پورته برخه
kerriankerrianد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه