Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

د 40€ او 45€ یوځل تر منځ

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

د سفرکولو جواز یا پاسپورټ غوښتنه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 4 mois

دا څه دي ؟

د بهرنیانو لپاره د سفر سند (TVE) یو سند دی چې د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکو (کډوالو، د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکو، بې تابعیته اشخاصو) لپاره ځانګړۍ شوی چې تاسو ته اجازه درکوي له فرانسې بهر سفر وکړئ.

دا د پاسپورټ او د هویت سند په توګه کارول کیدی شي.

د سفر سند د پریفیکتور لخوا ورکول کیږي او دلاندې مودو لپاره اعتبار لري:

  • 4 کاله که تاسو څو کلن د اقامت کارت لرئ (4 کاله)
  • 5 کاله که تاسو د استوګنې کارت لرئ (10 کاله).

د سفر اسناد مختلف ډولونه دي:

  • TVR : د کډوالو لپاره د سفر سند
  • TIV : د فرعي محافظت لپاره د هویت او سفر سند
  • VAT : د بې وطنه کسانو لپاره د سفر سند.

د کوچني ماشومانو لپاره د سفر سند هم شتون لري، کوم چې باید د اضافي اسنادو سره وي (د پاڼې په پای کې "د کوچني ماشوم سره سفر" وګورئ).

مهمه یادونه: دا سپارښتنه کیږي چې ستاسو د راتلونکي سفرونو اټکل وکړئ او لږترلږه 3 میاشتې مخکې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره خپله غوښتنه وکړئ.

د سفر سند تاسو ته اجازه نه درکوي چې خپل اصلي هیواد ته بیرته ستانه شئ یا سفر وکړئ. تاسو د خپل حیثیت او د فرانسې لخوا ورکړل شوی محافظت له لاسه ورکولو خطر لرئ.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه "خپل اصلي هیواد ته سفر کول" وګورئ

څنګه یې وکړو ؟

تاسو لاندې اسنادو ته په بریښنایی نسخه کې اړتیا لرئ:

  • د استوګنې معتبر جواز
  • د پتې ثبوت (د تلیفون، انټرنیټ یا بریښنا بیلونه، د کرایې رسید) یا د استوګنې سند د هغه چا د هویت کارت سره چې تاسو ته یې د استوګنې ځای درکړی وي
  • د اوفپرا OFPRA یا سیندیا CNDA پریکړه لیک چې تاسو ته یې د کډوال یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا بې هیواد شخص وضعیت پریکړه پکي لیکل شوي وي
  • ۲ د هویت عکسونه د معیارونو سره مطابقت، د بریښنایی عکس کوډ سره
    > د Réfugiés.info پاڼه ولولئ : "د برېښنايي عکس اخیستل او کارول"
  • د مالیې ټاپه یا تمبر فسکال ( دوهمه مرحله وګورئ).
یادونه: د ټولو اړوند اسنادو معلومولو لپاره چې په خپله دوسیه کې یې باید ځای پرځای کړئ، دې پاڼې ته لاړ شئ او کلیک وکړئ:
- ستاسو وضعیت او "شخصي معلومات ښکاره کول"
- د سفر سند "غوښتل شوي اسناد" برخه کې مشخص کړئ چې غوښتنه د یو بالغ (بالایسن) کس یا زیرسن ماشوم لپاره ترسره کیږي

که د سفر سند د یو زیرسن ماشوم لپاره کیږي، نو په هغه صورت کې نور اسناد غوښتل کیږي، د بیلګې په توګه:

  • 2 د پیژندنې عکسونه چې د بریښنایی عکس کوډ سره معیارونو سره مطابقت ولري
  • د زیږون سند بشپړه کاپي یا د کورنۍ د ثبت کتابچه
  • د والدینو د واک ثبوت (نکاح خط، یا د طلاق پریکره، یا د مور او پلار د واک په اړه د محکمې پریکړه، یا د جلا کیدو حکم، یا د محکمې د پریکړې کاپي چې د والدینو واک استازیتوب کوي، او داسې نور)
  • که چیرې پته د غوښتونکي پتې سره توپیر ولري: د کم عمر یا زیرسین ماشوم په نوم د 6 میاشتو څخه کمې مودي د پته ثبوت چمتوکول.

> د Réfugiés.info پاڼه ولولئ: "یو سند سکین کول"

په هغه ورځ چې تاسو د خپل سفر سند له پریفیکتور څخه ترلاسه کوئ، تاسو باید دا ثابته کړئ چې تاسو د مالیې ټاپه یا تمبر فسکال اخیستی دی (د تمبر اخیستو د تادیې ثبوت سره):

  • 40 یورو که تاسو د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست (4 کلن د استوګنې سند).
  • 45 یورو که تاسو د کډوال وضعیت لری (10 کلن د استوګنې سند)

تاسو کولی شئ دا په دې ویب پاڼه timbres.impots.gouv.fr یا د تنباکو پلورنځي کې واخلئ.

> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه "د مالیې ټاپه واخلئ" وګورئ

د پوستي لیک، بریښنالیک یا مستقیم په پریفیکتور کې غوښتنې نور نه منل کیږي. تاسو باید د انیف Étrangers en France (ANEF) ویب پاڼه کې د سفر سند لپاره غوښتنه وکړئ یا نوی کړئ :

http://administration-etrangers-en-france.interieur.gouv.fr/

  • "زه د سفر سند غوښتنه کوم" باندې کلیک وکړئ
  • "د بهرنیانو لپاره د سفر سند چې له نړیوال محافظت څخه ګټه پورته کوي (TVE)" خانه په نښه کړئ او "زه دوام ورکوم" "Je continue" باندې کلیک وکړئ.
  • د "زما لپاره" "Moi-même" خانه په نښه کړئ او "زه دوام ورکوم" "Je continue" کلیک وکړئ.

بیا تاسو باید په فرانسه کې بهرنيان (ANEF) حساب ته ننوځئ.

که تاسو مخکې هیڅکله دا کار نه وې ترسره کړی، نو لومړۍ خپل حساب جوړ کړئ.
> د Réfugiés.info فایل وګورئ " په Étrangers en France (ANEF) کې شخصي حساب جوړول ".

د غوښتنې په پای کې، د غوښتنې سپارلو تایید خبر به د بریښنالیک له لارې تاسې ته واستول شي او ستاسو په شخصي حساب کې یې موندلای شئ.

په سایټ کې د غوښتنې کولو وروسته، تاسو کولی شئ په فرانسه کې بهرنیانو (ANEF) حساب سره وصل شئ ترڅو معلومه کړئ چې ستاسو فایل څنګه پرمختګ کوي.

تاسو به یو ایس ایم ایس sms او بریښنالیک ترلاسه کړئ کله چې ستاسو د سفر سند په پریفیکتور کې چمتو شي. تاسو باید د مالیې ټاپې یا تمبر فسکال سره راشي.

یادونه: د نوې غوښتنې کولو لپاره هیڅ اړتیا نشته که چیرې تاسو د خپلې لومړۍ غوښتنې ځواب نه وي ترلاسه کړی. د یو سند لپاره دوه ځله غوښتنه کول، ستاسو د دوسیې بندولو خطر لري.

او ورپسې څه وکړو؟

د بهرنیانو لپاره د سفر سند (TVE) تاسو ته اجازه درکوي چې له فرانسې بهر سفر وکړئ او هغه هیواد یا هیوادونه پکي په ګوته شوي کومو ته چې ستاسې سفر منع شوی دی. دا باید ستاسو د استوګنې اجازې کارت سره یو ځای وي ترڅو تاسو ته اجازه درکړي چې فرانسې ته بیرته ستانه شئ.

مهمه یادونه: ځینو هیوادونو ته د تګ لپاره، دا اړینه ده چې د سفر سند ولرئ چې فرانسې ته د بیرته راستنیدو پلان شوي نیټې څخه څو میاشتې وروسته هم اعتبار ولري.
یادونه: د استوګنې د جواز لپاره د لومړي غوښتنلیک یو رسید او نقل تاسو ته د سفر کولو اجازه نه درکوي.

ستاسو د استوګنې د جواز د نوي کولو رسید تاسو ته اجازه درکوي چې سفر وکړئ، که چیرې دا د استوګنې زوړ جواز سره استفاده شي.

تاسو کولی شئ د نوي غوښتنې په کولو سره خپل د سفر سند نوی کړئ (دریم ګام).

مهمه یادونه: خپل د وخت تیر شوی د سفر سند سکین کړئ او د خپلې دوسیې سره یې ضمیمه کول مه هیروئ.

تاسو به یو ایس ایم ایس sms او بریښنالیک ترلاسه کړئ کله چې ستاسو د سفر سند په پریفیکتور کې چمتو شي. تاسو باید د مالیې ټاپه یا تمبر فسکال (د نوي سفر جواز لپاره د ټاکل شویو پیسو رسید) او ستاسو د زاړه سفر سند سره پریفیکتور ته راشئ.

د 18 څخه کم عمر لرونکي ماشوم سره سفر کولو لپاره، تاسو باید په فرانسه کې د بهرنیانو (ANEF) ویب پاڼه کې د سفر سند لپاره غوښتنه وکړئ :

  • "زه د سفر سند غوښتنه کوم" باندې کلیک وکړئ
  • "د بهرنیانو لپاره د سفر سند چې له نړیوال محافظت څخه ګټه پورته کوي (TVE)" خانه په نښه کړئ او "زه دوام ورکوم" "Je continue" خانه باندې کلیک وکړئ
  • د "کوچنی ماشوم" خانه نښه یا کلیک کړئ، بیا ستاسو وضعیت او په "زه دوام ورکوم" "Je continue" خانه باندې کلیک وکړئ.

تاسو به یو ایس ایم ایس پیغام او بریښنالیک ترلاسه کړئ کله چې د ماشوم سفر سند په پریفیکتور کې چمتو شي. تاسو باید د مالیې ټاپه یا تمبر فسکال (د نوي سفر جواز لپاره د ټاکل شویو پیسو رسید) او د اړوند ماشوم سره یوځای راشئ.

مهمه یادونه: کوچني ماشومان باید د کوچني بهرنیانو (DCEM) لپاره د سفر سند هم ولري.

د کوچني بهرنیانو (DCEM) لپاهره د سفر سند کوچنیانو ته اجازه ورکوي چې بیرته فرانسې ته راشي (یا د شینګین سیمې بهرني سرحدونو ته داخل شي).

دا سند باید په فرانسه کې د بهرنیانو (ANEF ) ویب پاڼې کې غوښتنه وشي او د اعظمي حد د 5 کلونو لپاره صادر کیږي.

> د Réfugiés.info پاڼه کې: " د DCEM لپاره غوښتنه وکړئ " فایل ولولئ

مهمه یاونه: که کوچنی یوازې سفر کوي یا د بل چا سره چې مور او پلار یې نه وي، هغه باید ځینې نور اسناد هم وړاندې کړي . دا آنلاین سمیلیټر وکاروئ ترڅو ومومئ چې کوم سندونه تاسو لیږلو ته اړتیا لرئ.

د دې معلومولو لپاره چې تاسو د ماشوم لپاره ویزې ته اړتیا لرئ، د بهرنیو چارو وزارت د ویب پاڼې د "سفر مشورې" برخې کې د اړوند هیواد لپاره د معلوماتو پاڼه وګورئ.

که تاسو له یوځای څخه بل ځای ته کډه کوئ یا کور بدلوئ، تاسو اړتیا نلرئ چې د خپل سفر سند کې پته بدله کړئ.

مګر تاسو باید خپله پته په فرانسه کې د بهرنيانو (ANEF) حساب کې تازه او نوي کړئ.

بیا تاسو کولی شئ د نوي ادرس سره د سفر سند غوښتنه وکړئ.

> د Réfugiés.info پاڼه کې: " په فرانسه کې د بهرنیانو په اړه د وضعیت بدلون اعلان کړئ (ANEF) " معلوماتي فایل ولولئ

د پاڼې سر

20 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
hugo stéphanhugo stéphanاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
sitora abdullaevasitora abdullaevaد صفحي پورته برخه
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
nalothmannalothmanد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
utilisateur_93887086utilisateur_93887086ایډیټر او کره کتونکی
alaa1988alaa1988د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
taher-azimitaher-azimiد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
freymutefreymuteد صفحي پورته برخه
yarirommmyarirommmد صفحي پورته برخه
utilisateur_92556286utilisateur_92556286ایډیټر او کره کتونکی