په فرانسه کې واده کول
دا څه شی دی؟
کله چې په فرانسه کې واده یا نکاح تر سره شي نو د فرانسې قانون پرې پلي کیږي. ټول قوانین او مقررات چې د فرانسويانو لپاره دې هغه د ټول لپاره دي : تاسو باید د نکاح د لمانځلو ځای وټاکئ، د ښاروالۍ په دفتر کې یوه دوسیه ډک کړئ، د ازدواجي زوند یا نکاح کولو رسمي سند ترلاسه کړئ...
په فرانسه کې د واده کولو شرایط:
- قانوني عمر باید ولرئ (له 18 کالو څخه پورته)
- د فرانسې قانون یا بهرني قانون له مخي تاسو باید مخکې نه واده شوي یا نکاح نه وې کړي (دا امکان لري چې شریک ژوند کې وي ځکه چې واده په اوتومات ډول د شراکت یا PACS پرسه لغوه کوي)
- د مور او پلار سره واده نه کیږې او منع دي او همدارانګه له ورو، خور، ناسکه وروو او خور، کاکا، خاله، عمه او وراره او وریري چې د یو نیکه او نیا څخه وي واده کول منع دي... په دې هکله د لا ډیرو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.
- هرشخص باید په ازده توګه اوخپله خوښه واده ته رضایت وښيي
- په فرانسه کې، واده د يوه سړي او یوې ښځې، 2 سړو یا 2 میرمنو تر منځ لمانځل او برقرار کیدای شي.
ښه پوهیدل: یوازې مدني واده قانوني ارزښت لري (نه مذهبي واده).
واده هغه ژمنتیا او عقد دی چې د دواړو خواو (خاوند او میرمن) حقونه او وظایف پکې معلوم او پلي کوي (دا وظایف او حقونه د مدني کوډ لخوا ترتیب او وضع شوي).
واجبات یا وظایف:
- ګډ ژوند ولرئ : ښځه او میړه مکلف ندي چې د ورته چت لاندې ژوند وکړي، مګر باید د ګډ ژوند کولو لپاره یو مشترک پلان ولري. که چیرته دواړه یوځای ژوند کوي، دوی یو بل سره ازدواجي هستوګنه لري. هیڅ پلور د دواړه خواو له رضایت پرته نشي ترسره کیدی. د کرایې په صورت کې، دواړه لورې د اجارې شریکان دي ، که څه هم د کور د اجاره کولو یا کرایه کول قرارداد د واده دمخه د یو شخص میړه یا میرمن لخوا لاسلیک شوی وي.
- د کورنۍ اړتیاوې پوره کول : که چیرته اولاد ولري، نو دواړه مکلف دي چې په ګډه د ماشومانو مادي او اخلاقي تعلیم تضمین او مسؤلیت په غاړه واخلي.
- مرسته او همکاري : که چیرې یو ددوی نه ناروغه وي یا له مالي پلوه له ستونزو سره مخ وي ، نو مقابل جانب باید ورسره مرسته او همکاري وکړي.
- وفادار پاتې کیدل (له واده بهر جنسي یا احساساتي اړیکې د واده ماتولو یا عهد شکنې په معنی ده) او یو بل ته درناوی کول (فزیکي یا لفظي کورني تاوتریخوالی د سزا وړ دی)
- دروزمره ژوند په مصارفو کې وڼده اخیستل: لکه (کرایه، پیرود، لګښتونه ...) هر شخص د خپل وس او مالي سرچینو په اندازه په لګښتونو کې برخه اخلي.
- د ورته مالیه ورکونې کورنۍ رامینځته کول: دواړه خاوند او میرمن په عایداتو د مالي ورکولو ګډه دوسیه لري.
حقونه
- خپل تخلص غوره کول : دا امکان لري چې د خپل میړه یا میرمن نوم وکاروئ پرته لدې چې د هغوی جنسیت به نظر کې ونیسو (معمول نوم). دا کار اختیاري دی. که چیرې یو له تاسو دواړو نه غواړي چې دغه دودیز نوم وکاروي، نو تاسو باید دا نوم په "دوهم نوم" “deuxième nom” برخه کې په نښه کړئ کله چې د خپل راتلونکي شناختی کارت یا پاسپورټ لپاره غوښتنه کوئ. تاسو کولی شئ مختلف اداري خدماتو ته د دودیز نوم بدلولو اعلان یا خبر هم ورکړئ، لکه (د روغتیا بیمې فنډ، کاف CAF، او داسې نور).
- خپله فزیکي بشپړتیا ساتل : تاسو د خپل خاوند یا میرمن د رضایت او خبرتیا پرته د هر ډول طبي درملنې حق لرئ.
- خپله مسلکي خپلواکي لرل : تاسو د کار کولو یا نه کولو حق لرئ او په خپله خوښه خپل مسلک غوره کړئ.
- خپل د نظر آزادي او د ژوند کولو طرز ساتل : تاسو حق لرئ چې په آزاده توګه د یو دین یا مذهب پیروی او عبادت وکړئ او همدارنګه کلتوري، سیاسي، سوداګریزې اتحادیو کې فعالیتونه ترسره کړئ او داسې نور.
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
ټوله فرانسه
څنګه وکړو؟
د واده د لمانځلو ځای غوره کړئ
ښه پوهیدل: کور یا دومسیل Domicile = دا د استوګنې رسمي ځای دی (چې پته يې ستاسو په اداري اسنادو کې څرګندیږي) او روزمره ژوند کولو ځای.
استوګنه یا ریزدانس Résidence = دا هغه ځای دی چیرې چې یو څوک په مستحکم او عادې ډول ژوند کوي مګر دا لازمي نه ده د هغه دایمي کوریا دومسیل وي.
په فرانسه کې د واده مراسم په لاندې ځاینو کې لمانځل کیدی شي:
- د خپلې اوسیدنې ښاروالۍ کې la commune du domicile: هغه ښاروالۍ چیرې چې نوې واده کونکې جوړه خاوند یا میرمن خپل کور د لږترلږه د یو میاشتې څخه را پدیخوا په دوامداره توګه ولري.
- د هستوګنې ښاروالۍ la commune de résidence : هغه ښاروالۍ چیرې چې نوې واده کونکې جوړه څخه خاوند یا میرمن خپل استوګنځای لږترلږه د یوې میاشتې لپاره د دوامداره استوګنځای په توګه ولري.
- د والدینو په ښاروالۍ کې: د خاوند یا میرمن د مور او یا پلار د استوګنې یا میشته کیدو په ښاروالۍ کې د واده مراسم ترسره کول.
د نکاح شاهدان غوره کول
په فرانسه کې د شاهدانو لرل لازمي دي:
- لږترلږه 2 شاهدان
- اعظمي 4 شاهدان.
شاهدان باید قانوني عمر ولري او یا هم یو زیرسین چې د قانون لمخې ازاد émancipés شوی وي (خلاصون (émancipation)هغه عمل دی چې له مخې یو زیرسین ځوان د مور او پلار له واک څخه خلاصون ترلاسه کوي، او په قانوني ډول وړکس بلل کیږي، لکه د یو لوی کس په څیرچې د مدني ژوند ټولو فعالیتونو لپاره چې قانوني وړتیا یا عمر ته اړتیا لري ترسره کولای شي).
شاهدان کیدای شي د کورنۍ غړي، ملګري ... هغه کسان غوره کړئ چې تاسو ورباندې باور لرئ او له چا سره چې غواړی دواده خشالي شریکه کړئ!
ښه پوهیدل: تاسو کولی شئ د واده د مرسمو تر ورځې پورې شاهدان بدل کړئ.
د ښاروالۍ څخه د نکاح دثبت کول دوسیه ترلاسه کړئ
یوځل چې ځای غوره شو، تاسو باید د ښاروالۍ څخه د نکاح یا واده کولو دوسیه ترلاسه کړئ.
پدې دوسیه کې هغه اسناد چې تاسو یې باید چمتو کړی او نکاح کولو مقررات ذکر شوې دي. لکه ("د واده یا نکاح مراسمو لپاره منشور": د بیلګې په توګه، د ښارولۍ په تالار کې د واده مراسمو ترسره کولو ځانګړي شرایط او مقررات).
نوټ: کله چې تاسو د خپل واده دویسه د اخیستلو لپاره د ښاروالۍ مرکز ته ځئ، تاسو کولی شئ د دوسې د تکمیل څخه ورسته د هغې د تسلیمۍ لپاره وخت واخلئ او همدارنګه د نکاح د مراسمو لپاره هم (4 مرحله وګورئ).
تاسو کولی شئ دا هم وپوښتئ چې واده په کومه نیټه او وخت ولمانځل شي او یوه نیټه وټاکئ (دا د ښاروال یا دهغه د مرستیالانو شتون پورې اړه لري چې د نکاح مراسم ترسره کوي او ګډون کوي).
په ټوله کې، له تاسو دواړه نه به لاندې اسناد وغوښتل شي:
- د هویت کارت اصلي او کاپي
- د پتې یا استوګنې ثبوت (د مثال په توګه: د اوبو / بریښنا / ګاز بل، د مالیې خبرتیا، د استوګنې مالي ثبوت )
- د شاهدانو په هکله معلومات ( تخلص، لومړی نوم، د زیږیدو نیټه او ځای، مسلک او پته، د هغوی د پیژند یا هویت اسنادو کاپي، او نور )
په فرانسه کې پیدا شوی خاوند یا میرمن: د زیږون سند (بشپړه کاپي یا له اړونده معلوماتو سره) د زیړون یا ولادت سند باید له دری(3) میاشتو څخه کمه موده کې اخیستل شوی يې کله چې تاسو خپله دوسیه تسلیمه وی.
د هغې جوړې لپاره چې خارج کې تولد شوې وي: حد اکثر د شپږو (6) میاشتومودي د زیږون سند (که د اصلي هیواد سیستم کې د زیږون سند لپاره معیاد کومه نیټه نه وې ټاکل شوي نو بیا وخت ټاکل شرط نه دي). تاسو کولی شئ د زیږون سند لپاره د افپرا ویب پاڼه کې غوښتنه وکړ
نوټ: په Réfugiés.info کې په دې اړه هم ولولئ:
د زیږون سند ترلاسه کړئ Obtenir un acte de naissance
د کډوال په توګه، له تاسو څخه د ځانګړي سندونو غوښتنه کیدلی شي. مربوطه ښاروالۍ به تاسو ته خبردرکړي چې کوم کوم سندونه باید چمتو کړئ. که له تاسو څخه د " د واده کولو اجازت نامې سند" "certificat de coutume" غوښتنه وشي (دا د خارجیانولپاره یو رسمی او قانوني د واده کولوسند دی) تاسو کولای شئ د دغه سند غوښتنه له آفپرا (OFPRA) څخه وکړئ.
ڼوټ: د ریفیوجي.انفو Réfugiés.info په صفحه کې د " د واده کولو اجازت نامې سند" په هکله نور معلومات او ددې سند ترلاسه کولو لپاره پدې لینک کلیک کړئ: Obtenir un acte de naissance
د تکمیل شوي دوسي د تسلمۍ او د واده د مراسمو لپاره د ښاروالۍ تالار ته مراجعه وکړئ
یوځل چې فایل بشپړ شي، تاسو باید دا د ښاروالۍ مرکز ته یې بیرته تسلیم کړئ. په ټوله کې، دا په هغه وخت کې تسلمیږې کله چې د واده کولو لپاره مصاحبه ترسره کیږي: د ښاروالۍ مسؤل ګوري چې فایل بشپړدی او له خاوند او میرمن سره مصاحبه ترسره کوي. هغه کولی شي د ژباړونکي د شتون غوښتنه وکړي، که چیرې یو له دوی نه په فرانسوي خبرې نه شي کولای.
د ښاروالۍ او راتلونکي خاوند او میرمن په موافقه د واده نیټه او وخت تایید کیږي (که د واده دوسیه بشپړه شوې وي).
ښه پوهیدل: که تاسو د خپل واده نمانځنې لپاره ځانګړي غوښتنې لرئ (د مثال په توګه: وینا، میوزیک ...) ، تاسو کولی شئ د مصاحبي پرمهال د دوی په اړه خبرې او غوښتنه وکړئ.
له هر څه نه وړاندې واده د خوښۍ شیبې دي!
تاسو کولی شئ پوښتنه وکړئ چې څوک به ستاسو د واده یا نکاح مراسم ترسره کوي، دهغه د اړیکو جزئیات واخلئ که چیرې مصاحبه کونکی شخص هغه کس نه وي چې ستاسو مراسم ترسره کوي، د دې لپاره چې د واده مراسمو له ورځې دمخه دوی سره پدې مسلو خبرې وکړي.
د واده خبر یا معلومات خپرول
د واده د لمانځلو لپاره د ښاروالۍ تالار او همدارنګه د واده کونکو د اوسیدني د ښاروالۍ تالارونه له مراسموڅخه لږترلږه 10 ورځي دمخه د ښاروالیو په دروازه لاندې معلومات خپره وي او ځوړلندوي:
- د واده نیټه
- تخلصونوه، لومړي نومونه، مسلکونه، د خاوند او میرمن اصلي پته یا استوګنځای ادرس
- د واده د لمانځلو ځای.
دې ته دواده یا نکاح د عقد خبرتیا او اعلان ویل کیږي.(la publication des bans)
ښه پوهیدل: د اعلان شویو لس (10) ورځو له تیریدو څخه مخکې د واده مراسم نه شي ترسره کیدای
دا باید د 10 ورځو مودې پای ته رسیدو څخه د یوه کال دننه ترسره شي.
بیلګه: د می په 1، 2021 کې د نکاح یا واده اعلان وشو ⇒ واده باید د می 10، 2021 او می 2022 تر مینځ ترسره شي.
د واده جشن او مراسم
واده باید د ښاروالۍ په هغه تالار کې ترسره شي چې د عامو خلکو لپاره خلاص وي او یا هم د د ښاروالۍ په ساحه کې د هغې مربوطه ودانیو کې (د مثال په توګه د محفلونو تالار کې ).
د واده مراسم د ښاروال یا دهغه د مرستیال لخوا ترسره کیږي. لږترلږه 2 شاهدان باید شتون ولري.
دواړه خاوند او میرمن باید د نکاح او ازدواجي ژوند د تیروول په اړه د رضایت او د واده مسؤلیتونو ته د درناوی او تعهد کولو ژمنه او اظهار وکړي.
خاوند او میرمن ته د کورنۍ ریکارډ کتابچه (livret de famille) ورکول کیږي.
مبارک شه!
او وروسته؟
په افپرا کې OFPRA د واده ثبت کول
د واده د مراسمو څخه یو څه موده ورسته به آفپرا OFPRA ستاسو واده ثبت کړي.