د واده کولو لپاره د دودیز(coutume) سند ترلاسه کړئ

د واده کولو لپاره د دودیز(coutume) سند ترلاسه کړئ

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 7 juil. 2021

دا څه شی دی؟

دودیز (coutume) سند هغه سند دی چې د OFPRA لخوا صادریږي ترڅو دا تصدیق کړي چې تاسو واقعیا د "فرانسوي شخصي قانون" تابع یاست، دا پدې مانا ده چې تاسو باید د واده په اړه د فرانسې قانون ته درناوی وکړئ، د مثال په توګه.

>> په ریفیوجي. انفو کې دا فایل هم ولولئ : په فرانسه کې واده کول

la fiche Réfugiés.info sur "Se marier en France".

آفپرا د نورو اداري پروسیژرونو لپاره هم د دودیزسند ورکوي (د بیلګې په توګه: PACS). (دا په فرانسه کې د دوه کسانو ترمنځ د یو کیدو یا واده کولو ځانګړی قرارداد دی)

>> پدې اړه نور معلومات د ریفوجي.انفو کې به لاندې لینک کې ولولئ:

"په فرانسه کې رسمي یا مدني واده کول".

la fiche Réfugiés.info sur "Se Pacser en France".

ښه پوهیدل: د دودیز سند داعتبار موده محدودیت نلري.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله

څنګه وکړو؟

1

د دودیز سند غوښتنې فورمه ډکه کړئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

د سند ترلاسه کولو لپاره تاسو باید لومړی د OFPRA له ویب پا ڼې څخه "د دودیز سند غوښتنې فورمه" ډاونلوډ کړئ.

ښه پوهیدل: فورمه د ویب پاڼې په لاندې برخه کې په پاخه ګلابي رنګ کې د "ډاونلوډ کولو" برخې کې موقعیت لري.

کنه نو تاسو کولی شئ دلته مستقیم د فورمې ډاونلوډ کولو لپاره هم کلیک وکړئ.

یوځل چې د فورمې ډاونلوډ تکمیل شي، هغه به چاپ (پرنټ) او بیا بشپړ کړئ.

2

د دودیز سند غوښتنې فورمه واستوئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

کله چې فورمه ډکه کړئ، باید د پوست خانې له لارې یې اندې پتې ته واستوئ:

OFPRA

Division de la Protection

201 rue Carnot

94 136 Fontenay-sous-Bois Cedex

ښه پوهیدل: که تاسو کومه ستونزه لرئ نو تاسو کولی شئ دلته کلیک کولو سره له افپرا سره د اړیکې نیولو معلومات ومومئ.

د مثال په توګه، تاسو کولی شئ د آفپرا عمومي شمیرې ته له دوشنبې نه تر جمعې پورې د سهار له 9 بجو څخه د ماسپښین تر 3 بجو زنګ ووهئ.

یادونه: په افپرا کې ستاسو د ددوسې شمیره له ځان سره باید ولرئ.

او وروسته؟

د سند د ورکیدو په صورت کې تاسو کولی شئ د خپل سند یوه کاپې یا نقل غوښتنه وکړئ

د "دودیز سند یا سرټفیکیټ" “certificat de coutume” د صادریدو یا جوړیدو موده یوه میاشت کې وخت نیسي. دا سند د اعتبار موده نلري.

د ورکیدو په وخت کې تاسو کولای شي د خپل سند د نقل یعنې ( د سند رسمي کاپي) له OFPRA څخه د پوست له لارې او یا هم د آفپرا په اول منزل کې په حضورې ډول غوښتنه وکړي.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
28 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
CDA

Comité de la Démarche Accessible