Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د فرانسي تابعیت لپاره غوښتنه کول

د.........لخوا وړاندیز شوي Ministère de l'Intérieur ...میاشي کیږي چې نوي شوي 14 днів тому

"د فرمان له مخې تابعیت ترلاسه کول" یو له هغو کړنلارو څخه یوه ده چې تاسو ته اجازه درکوي چې د فرانسې تابعیت ترلاسه کړئ.

تاسو باید د فرمان له مخې د فرانسې تابعیت ترلاسه کولو لپاره خپله د غوښتنې دوسیه آنلاین وسپارئ. د دوسیې څیړنې ورسته د فرانسې دولت پریکړه کوي چې تاسو ته د فرانسي تابعیت درکړي، که تاسو ټول اړین شرایط پوره کړې وي.

د فرانسې تابعیت تاسو ته اجازه درکوي چې:

  • په مختلفو ټاکنو کې رایه ورکړئ،
  • په ټاکنو کې برخه واخلئ او ځان نوماند کړئ،
  • په ملکي خدماتو کې کار وکړئ (د دولت لپاره او د ملکي مامور په توګه)،
  • په اسانۍ سره بهر ته سفر وکړئ.
یادونه: دا ممکنه ده چې په فرانسه کې په قانوني توګه د فرانسوي تابعیت لرلو پرته ژوند وکړئ.
کله چې تاسو د فرانسي تابعیت ترلاسه کړئ، تاسو کولی شئ خپل اصلي تابعیت وساتئ او "دوه ګونی تابعیت" ولرئ.
مهمه یادونه: د 2026 کال د جنوري له لومړۍ نیټې راهیسې، د فرانسوي تابعیت لپاره د غوښتنلیک لپاره نوي اړتیاوې او شرایط شتون لري:
- په فرانسوي ژبه کې د B2 کچه لرل
- د فرانسې جمهوریت د ارزښتونو په اړه د مدني ازموینې په بریاليتوب سره ورکول.

هغه خلک چې د اوفپرا څخه نړیوال خوندیتوب لري (کډوال، د فرعي خوندیتوب ګټه اخیستونکي، بې تابعیته اشخاص) او د دوی کورنۍ غړیو لپاره هم د فرانسوي ژبې اړینه کچه لرل او مدني ازموینې په بریالیتوب سره ورکول لازمي دي.

څنګه یې وکړو ؟

د فرانسې تابعیت غوښتنې لپاره یو لړ شرایط شتون لري:

1. د استوګنې معتبر جواز لرل

2. باید لږ تر لږه 18 کاله عمر ولرئ

یادونه: هغه ماشوم چې په فرانسه کې زیږیدلی وي او مور او پلار یې بهرنیان وي کولی شي د ځینو شرایطو لاندې د فرانسې تابعیت ترلاسه کړي، هرڅه دلته تشریح شوي.
هغه ماشوم چې په فرانسه کې د بې تابعیته والدینو څخه زیږیدلی وي، هغه د د زیږون سره سم د فرانسي تابعیت لري. هغه ماشوم چې یو د والدینو څخه یې فرانسوی وي، هغه په اتومات ډول فرانسوی دی.

3. لږ تر لږه 5 کاله په فرانسه کې اوسېدلی یاست او په فرانسه کې مو خپل ژوند تنظیم کړی وي.

د پنځه کلنې استوګنې محاسبه د پناه غوښتنې د غوښتنې له نیټې څخه پیل کیږي. غوښتونکي باید په فرانسه کې شخصي، کورنۍ یا مسلکي اړیکې ولري: کار، سوداګري، ماشومان، ازدواجي ژوند، او نور.

مهمه یادونه: کډوال د دې شرط تابع نه دي او د افپرا OFPRA یا سیندیا CNDA لخوا د ساتنې یا قبولي ترلاسه کولو سره سم د فرانسې تابعیت لپاره غوښتنه کولی شي. نورې ځانګړې قضیې هم شتون لري.

4. مسلکي فعالیت لرل

تاسو باید د سم ژوند کولو لپاره باثباته او کافي عاید ولرئ (ستاسو د کورنۍ غړو سره که دوی هم په فرانسه کې وي).

5. په فرانسوي ژبه کې د B2 کچې سند لرل.

یادونه: ځینې خلک ددې شرط څخه مثتثنی دي:
- هغه کډوال یا بې تابعیته کسان چې عمرونه یې له 70 کلونو څخه زیات وي او په فرانسه کې له 15 کلونو څخه زیات ژوند کوي
- هغه کسان چې روغتیايي حالت یا معلولیت ولري چې دوی ته اجازه نه ورکوي چې د فرانسوي تصدیق ازموینه ورکړي ( د ډاکټر لخوا بشپړ شوی او لاسلیک شوی طبي سند لرل).

د ژبې اسناد چې منل کیږي:

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې ټول مسلکي دپلومونه او سندونه د تابعیت ترلاسه کولو پروسه کې د فرانسوي ژبې مهارت ثابتولو لپاره نشي کارول کیدای. د دې لپاره چې معلومه کړئ چې ستاسو دپلوم یا مسلکي دپلوم منل کیږي او لږترلږه د 3 کچې سره مساوي ده، تاسو کولی شئ د فرانس کومپتانس لټون سیستم وکاروئ.

6. د مدني ټولنې ازموینه په بریالتوب سره ورکول

تاسو باید لاندې پوښتنو ته ځواب ووایاست:

  • د فرانسې جمهوریت
  • د فرانسوي نارینه وو او ښځو حقوق او دندې
  • د فرانسې تاریخ، جغرافیه، کلتور او ټولنه.
یادونه: هغه خلک چې معلولیت یا روغتیايي حالت یې د ازموینې اخیستل ناممکن کوي د مدني ازموینې څخه معاف او مثتثنی دي ( د ډاکټر لخوا بشپړ شوی او لاسلیک شوی طبي سند اړین دی).

د غوښتنلیک چمتو کولو دمخه تاسو باید نوم لیکنه وکړئ او ازموینه ورکړئ.

د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: "د مدني ازموینې لپاره چمتووالی او ورکول"

7. د محکمو له خوا محکوم شوی نه یاست یا د عامه نظم پر ضد مو کوم عمل نه وي کړی.

یادونه: تاسو کولی شئ دا پاڼه ولولئ ترڅو وګورئ چې ستاسو وضعیت تاسو ته اجازه درکوي چې د فرانسي تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ.

تاسو کولی شئ دا آنلاین ارزوني سیستم وکاروئ ترڅو ومومئ چې د تابعیت د غوښتني له دوسي سره ستاسو د مسلکي او کورني وضعیت ته په کتو کوم اسناد باید چمتو کړئ.

مهمه یادونه: ستاسو په مورنۍ ژبه کې اسناد باید دیو رسمي یا مجاز ژباړونکي له لارې ترجمه شي او فرانسوي ژباړې سره یو ځای یې وسپارئ.
>> د دې کارترسره کولو لپاره لاندې فایل د ریفوجي.انفو کې ولولئ : د Réfugiés.info معلوماتي پاڼه کې "د سند رسمي ژباړه ترلاسه کول"

په عمومي توګه، تاسو اړتیا لرئ:

د مدني حالت لپاره

یادونه: تاسو کولی شئ د فرانسیزاسون فورمې (Cerfa n°65-0054) په کارولو سره د لومړي نوم یا وروستي نوم د بدلون غوښتنه وکړئ.

د فرانسوي ژبې د کچې لپاره

  • د TEF B2 او TCF B2 سندونه چې له دوه کلونو څخه کم وخت ولري
  • یا دپلوم یا د بریالتوب سند DELF B2 ، DALF C1 یا C2
  • یا په فرانسه کې ترلاسه شوی ډیپلوم یا مسلکي دپلوم چې د روزنې د ملي ډلبندۍ کچې (بکالوریا، مسلکي سند، او نور) د دریمې کچې سره مساوي یا لوړ وي یا د بریویټ ملي ډپلوم

د کورنۍ د وضعیت په اړه

  • که تاسو واده کړی وي یا په مدني ملګرتیا (پاکس) کې یاست:
    - د افپرا OFPRA لخوا صادر شوی د واده سند، یا د واده سند یا د پاکس PACS د راجسټریشن ریسپسي
    - ستاسو د میړه، میرمنې، یا مدني ملګري (پاکس) د هویت سند
  • که تاسو ماشوم لرئ: د کورنۍ د ثبت کتابچه، د زیږون سند یا د افپرا OFPRA لخوا صادر شوی د زیږون سند

د مسلکي فعالیت لپاره

  • که تاسو کارمند یاست: د کار قرارداد او د کار ورکوونکي سند
  • که تاسو د شرکت یا شخصي کاروبار مالک یاست: د محاسبې اسناد، د SIRET شمیره
  • د مسلک لنډیز

د سرچینو لپاره

د کور لپاره

  • که تاسو کرایه دار یاست: د کرایې تړون او د کرایې وروستي 3 رسیدونه
  • که تاسو مالک یاست: د ملکیت سند
  • د برېښنا، ګاز، یا انټرنیټ بل
  • د تیرو پنځو کلونو پتې (کور، استوګنځای یا د پوستې پته)
مهمه یادونه: که چیرې ځینې اسناد په بهرنۍ ژبه لیکل شوي وي، نو هغه باید د یو رسمي یا مجاز ژباړونکي لخوا فرانسوي ته وژباړل شي او بیا یې واستوئ.
د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: "د سند د رسمي ژباړې غوښتنه کول".

د خپل غوښتنلیک د پیاوړتیا لپاره، تاسو کولی شئ په فرانسه کې د ژوند په برخه کې د خپل ګډون ثبوت اضافه کړئ: په یوه ټولنه کې رضاکارانه کار کول، د فعالیتونو لپاره نوم لیکنه، د سپارښتنې لیکونه...

لارښوونه: د پروسې پیل کولو دمخه خپل ټول اسناد راټول کړئ. کله چې تاسو هرڅه ولرئ، دا ګامونه تعقیب کړئ:

1. دANEF (په فرانسه کې بهرنيان) ویبپاڼي کورپاڼې ته لاړ شئ او "زه د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه کوم" "Je demande la nationalité française" باندې کلیک وکړئ.

2. خپل حساب ته ننوځئ:

مهمه یادونه: که تاسو په لاندې څانګو کې ژوند کوئ آنلاین پروسه د لاسرسي وړ نه ده: پولینیزیا فرانسیز، ګیان، سینټ-پیر-ای-میکلون، سینټ-مارتین-سینټ-برتیلمي، نویل کالیډونیا او والس-ای-فټونا. Polynésie Française, Guyane, Saint-Pierre-et-Miquelon, Saint-Martin-Saint-Barthélémy, Nouvelle-Calédonie et Wallis-et-Futuna.

3. لومړۍ برخه د خپلو شخصي معلوماتو، کورنۍ، مسلکي فعالیت (اوسني او وروستي 5 کاله)، استوګنې تاریخچه (اوسني او وروستي 5 کاله)، سرچینو او نورو اړوند معلوماتو سره بشپړه کړئ.

4. د دوهمې برخې لپاره اسناد ډاونلوډ کړئ
د هرې موضوع لپاره، تاسو د اسنادو یو لیست لرئ چې په جلا توګه یې وسپارئ .

یادونه: که تاسو نشئ کولی د خپل مور او پلار د زیږون او واده یا طلاق اړوند سندونه واستوئ، تاسو کولی شئ یو لیک ولیکئ او په دې هکله معلومات، تشریحات ورکړئ، او د اسنادو پرځای یې اپلوډ کړئ.

سایټ ستاسو معلومات ثبت کوي او په حافظه کې ساتي، د خوندي کولو لپاره په ښکته کیڼ اړخ کې "خوندي کول او وتل" باندې کلیک وکړئ او که اړتیا وي نو وروسته غوښتنې ته دوام ورکړئ.

5. د 55 یورو د مالي ټاپي بیه ورکړئ.
د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: "د مالیې ټاپه اخیستل"

۶. فایل تایید کړئ
په پای کې، تاسو به د "ستاسو د تابعیت د فایل د لیږلو تایید" د حوالې نمبر سره ترلاسه کړئ.

مهمه یادونه: اداره به ستاسو د غوښتنلیک یا دوسیې ارزونه وکړي او که نورو اسنادو ته اړتیا وي نو تاسو سره به اړیکه ونیسي. ژر تر ژره اسناد واستوئ ترڅو ستاسو غوښتنلیک د نورو اقداماتو پرته رد یا تړل کیدو څخه مخنیوی وشي.
تاسو ټول پیغامونه په خپل شخصي ځای کې د ANEF (په فرانسه کې بهرنيان) ویب پاڼه کې د بریښنالیک او SMS له لارې ترلاسه کوئ.

کله چې ستاسو غوښتنلیک بشپړ شي، تاسو به د " بشپړتیا رسید " ترلاسه کړئ.

مهمه یادونه: که ستاسو وضعیت د غوښتنلیک له لیږلو وروسته بدل شي (نوی پته، د کورنۍ وضعیت، کار ...)، تاسو باید دا په خپل شخصي ځای کې په ګوته کړئ او ملاتړ کونکي اسناد واستوئ.

که چیرې د یوې ښې پایلې تمه وي، نو تاسو به د پریفیکتور د یو استازي سره د انفرادي ملاقات لپاره بلنه ترلاسه کړئ. دا مرکه لازمي ده.

مدني ازموینه ستاسو د فرانسې په اړه پوهه ازمويي، پداسې حال کې چې په پریفیکتور کې مرکه د دې تصدیق کوي چې تاسو د جمهوریت اصولو او ارزښتونو ته درناوی کوی او عملي کوی.

په بلنه کې د هغو اسنادو لیست شامل وي چې باید د ملاقات په وخت کې راوړل شي (د دې اسنادو پرته، ستاسو دوسیه ممکن د نورو اقداماتو پرته وتړل شي).

یادونه: د دې مرکې لپاره د چمتووالي لپاره، تاسو کولی شئ د اتباعو لارښود او د فرانسوي اتباعو د حقونو او دندو منشور ولولئ.

د دوسیې ازونې او څیړنې موده په اړونده پریفیکتور پورې اړه لري:

  • د ځواب ورکولو لپاره اعظمي حد موده 18 میاشتې ده، ستاسو د غوښتنلیک د ترلاسه کولو نیټې څخه پیل کیږي.
  • که چیرې تاسو د دوسیې د لیږلو په وخت په فرانسه کې لږترلږه د 10 کلونو لپاره ژوند کړئ او د استګونې پته لری، نو بیا د ځواب موده 12 میاشتې ده.

او ورپسې څه وکړو؟

که تاسو تخنیکي ستونزه لرئ (پاڼه بنده شوې، د تېروتنې پیغام، او نور)، تاسو کولی شئ د اتباعو د اړیکو مرکز (CCC) سره اړیکه ونیسئ:

  • د تلیفون له لارې په 0 806 001 620 (وړیا شمیره)
  • یا د د اړیکې فورمه (د سکرین په ښکته کیڼ اړخ کې د "اړیکه" تڼۍ). تاسو باید خپله ستونزه په واضح ډول تشریح کړئ او سکرین شاټونه (ویب پاڼه، نیټه او وخت لیدل کیږي) د غلطۍ پیغام سره واستوئ که تاسو لرئ.

که تاسو نشئ کولی آنلاین غوښتنه وکړئ، تاسو کولی شئ په خپل څانګه کې، په پریفیکچر یا فرعي پریفیکچر کې د ډیجیټل لاسرسي نقطې کې مرسته ترلاسه کړئ . هلته، تاسو کولی شئ د انټرنیټ لاسرسي سره کمپیوټر وکاروئ، او مسلکي کسان کولی شي د ANEF (په فرانسه کې بهرنيان) ویب پاڼې په اړه توضیحات وړاندې کړي.

د سي سي سي (CCC) او ډیجیټل استقبال ځایونه یوازې ستاسو سره د تخنیکي ستونزو په صورت کې مرسته کولی شي.

تاسو به یو بریښنالیک یا لیک ترلاسه کړئ چې ستاسو د تابعیت په فرمان کې د نوم لیکنې تصدیق کوي (په رسمي ژورنال کې د خپریدو وروسته). دا د فرانسې د دولت رسمي پریکړه ده.

تاسو باید خپل د تابعیت فرمان د لیجفرانس ویب پاڼې څخه ډاونلوډ کړئ.

یادونه: د دې ډاونلوډ کولو لپاره، تاسو باید د هغې د خپریدو نیټه په رسمي ژورنال کې ولیکئ.
دا ویب پاڼه تشریح کوي چې څنګه خپل د تابعیت فرمان ومومئ.

نږدې شپږ میاشتې وروسته به پریفیکتور تاسو ته د فرانسې تبعه کیدو د ښه راغلاست مراسمو لپاره بلنه درکړي. هلته به تاسو د خپل تابعیت فرمان یوه نسحه او ستاسو د فرانسې د مدني حالت اسنادو یوه کاپي (د زیږون سند، د واده سند، او نور) ترلاسه کړئ.

یادونه: تاسو کولی شئ د فرمان څخه وروسته د لومړیو اونیو څخه د ښه راغلاست مراسمو تنظیم کولو دمخه په نانټس کې د مرکزي ملکي راجستر خدماتو (SCEC) څخه د خپل زیږون او/یا واده سندونو غوښتنه وکړئ.
مهمه یادونه: که تاسو نا واده شوي کوچني ماشومان لرئ، نو دوی هم فرانسوي کیږي که چیرې دوی ستاسو سره ژوند کوي او که د دوی نوم په فرمان کې ذکر شوی وي.
که چیرې دوی د 16 او 25 کلونو ترمنځ وي، نو دوی باید د فرانسوي تابعیت ترلاسه کولو څخه لږترلږه یوه میاشت وروسته راجستر شي.

تاسو کولی شئ د فرانسې د ملي هویت کارت او/یا پاسپورټ لپاره غوښتنه وکړئ.

که ستاسو ماشومان ستاسو سره په ورته وخت کې فرانسوي تابعیت ترلاسه کړي، تاسو کولی شئ د هر یو لپاره د ملي هویت کارت او پاسپورټ غوښتنه وکړئ.

یادونه: کله چې تاسو لومړی ځل د دې اسنادو غوښتنه کوئ، یا که تاسو غواړئ په ملکي خدماتو کې کار وکړئ، اداره ممکن له تاسو څخه د فرانسوي تابعیت سند (CNF) وغواړي. دا سند ستاسو د فرانسي تابعیت ثابتوي.
تاسو باید د دې فورمې په کارولو سره د قضایي محکمې څخه غوښتنه وکړئ . معلوماتي پاڼه د فورمې د ډکولو څرنګوالی تشریح کوي.
دلته کلیک وکړئ ترڅو تاسو ته نږدې محکمه ومومئ (خپل پوسټ کوډ یا د خپل ښار نوم او "د عدالت محکمې" "Juridictions judiciaires" ولیکئ).

که تاسو د مدني حالت اسنادو (د زیږون سند، د واده سند، او نور) ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ آنلاین یا د پوستې له لارې غوښتنه وکړئ.

که چیرې ستاسو دغوښتنې پریکړه منفي وي او رد شي، نو د دې لپاره بېلا بېل دلایل شتون لري :

ستاسو غوښتنه د "منلو وړ نه ده"

اړین قانوني شرایط نه دي پوره شوي. دا پدې مانا ده چې ستاسو غوښتنلیک د تابعیت ورکولو قوانینو سره سمون نه لري.

که ستاسو شخصي شرایط بدل شي او تاسو شرایط پوره کړئ، تاسو کولی شئ یو نوی غوښتنلیک وسپارئ.

ستاسو غوښتنه "نامناسبه " ده

د اوس لپاره تاسو د فرانسې تابعیت ته غوښتنه نه شئ کولای یا لا تر اوسه ممکن نه دی، سره له دې چې ستاسو غوښتنه د تابعیت لپاره قوانینو سره سمون ولري.

  • که ستاسو غوښتنلیک نامناسب وبلل شي او رد شي، نو تاسو باید د نوي غوښتنلیک ورکولو لپاره لږ تر لږه 5 کاله انتظار وکړئ، یوازي په هغه حالت کې چې تاسو نوي شواهد وړاندې کړئ.
  • که ستاسو غوښتنلیک نامناسب وګڼل شي او ځنډولی اعلان شي، تاسو ته یوه ټاکلي موده درکول کیږي، د مثال په توګه، ستاسو د مسلکي ادغام ښه کولو لپاره. د دې مودې وروسته، تاسو کولی شئ یو نوی غوښتنلیک وسپارئ.

په ټولو قضیو کې، اداره تشریح کوي چې ولې غوښتنه رد شوې ده.

که تاسو د پریکړي سره موافق نه یاست، تاسو د پریکړې وروسته دوه میاشتې وخت لرئ چې د تابعیت ورکولو مسؤل وزارت ته شکایت وکړئ.

دا لازمي ده چې هغه فورمه وکاروئ چې ستاسو په شخصي ځای کې د ANEF (بهرنيان په فرانسه) ویب پاڼه کې د خبرتیاو برخه کې شتون لري.

که تاسو د تابعیت ورکولو مسؤل وزارت څخه په 4 میاشتو کې منفي ځواب ترلاسه کړئ یا که تاسو ځواب ترلاسه نکړئ، دا پدې مانا ده چې ستاسو اپیل یا شکایت رد شوی دی.

بیا تاسو کولی شئ د نانټس اداري محکمې ته قانوني اپیل یا شکایت وکړئ.

تاسو د منفي ځواب ترلاسه کولو نیټې څخه دوه میاشتې وخت لرئ چې اپیل یا شکایت وکړئ.

24 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • juliepاډمین
  • xavidumاډمین
  • a mugnierاډمین
  • nourاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • emyanamد صفحي پورته برخه
  • aman expertد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • konstantineد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
  • utilisateur_41748351ایډیټر او کره کتونکی
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • hugo stéphanد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • anastasiaد صفحي پورته برخه
  • yarirommmد صفحي پورته برخه
  • relorefایډیټر او کره کتونکی
  • utilisateur_93887086ایډیټر او کره کتونکی
  • nalothmanد صفحي پورته برخه
  • marianne georgesد صفحي پورته برخه

Liens utiles