Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

فرانسوي زده کړه

د .....................سره د JRS Ecole de français سره

د.........لخوا وړاندیز شوي JRS France ...میاشي کیږي چې نوي شوي 3 роки тому

د جی آر ایس د فرانسوي ژبي ښوونځۍ د فرانسوي ژبي کورسونه د (A0) لیول څخه تر (‌B2) لیول پوری په وړیا ډول پناه غوښتنوکو او د کډوالۍ اسناد لرونکو کسانو ته تدریس کوي. په صنفونو کې د شاګردانو تعداد کم او دهغوی د سطح مطابق وي، تر څو هغوی په بشپړ او منظم ډول خپلي زده کړي ترسره کړي. د ژبي د تعلیمي دوری په اختتام کې که چیرته زده کوونکي وغواړی کولای شي د امتحان په ورکولو سره رسمي سند هم ترلاسه کړي.

دژبي دغه کورسونه په داسي شکل تنظیم شوي چی تاسو وکولای شی دژبي هر اړخیزه زده کړي او همدارنګه ددی کورسونو له لاري تولنیز او فرهنګي فعالیتونه هم ترسره کړي، کوم چې د ژبي په زده کړه او رشد کې له تاسره مرسته کوي.  

دا ولي په زړه پورې دي ؟

ددی په خاطر چي شاګردان هراړخیزه زده کړي ترسره کړي او هغوي کامله توجوولري او همدارنګه په انفردي ډول ورسره کاروشي، زمونږپه تدریسي صنفونو کې تر 12 شاګردانو زیات نه ثبت وو. 

د اوږد مهاله کورسونو دوره تر9 میاشتو پوری يي. دغه مدت تاسي ته ددی فرصت در کوي چې هراخیزي او بشپړې زده کړې ترسره کړي تروڅووتوانیږی د ژبې اساسات په ښه او کامل ډول دزه کړي. د ژبې صنفونه په اونۍ کې 4 ځله دایریږی چه هرصنف یی 2 ساعته دوام کوي، دغه ډول کورسونه تاسو ته ددی زمینه برابروی چې په منظم ډول خپلي زده کړي وکړي.

هغه زده کونکي چې وغواړي کولی شي DILF (په فرانسوي ژبه کې ابتدايي ډیپلوما) یا DELF (د ملي زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې تدریس کې ډیپلوما) د زده کړو په پای کې د ترلاسه شوي ژبې کچې سره سم ترسره کړي. دا ډیپلوم د زده کونکو د فرانسوي ژبې مهارتونه تصدیق کوي او په ځانګړې توګه د ترلاسه شوي کچې پورې اړه لري، دا ډیپلوم حرفوي زده کړو یا پوهنتون کې زده کړو ته د لاسرسي اجازه ورکوي.

د یوژبي زدکړه په دی پسي تړلي ده چې دهغی تمرین باید په مختلفو حالاتواو دټولني دفرهنګ له مختلفو اړخونه سره په اشنایی وشي. دغه حالت په کتو سره مخلتف فعالیتونه به نظر کې نیول شوي لکه د شعر ویلوغونډي، د ښونځۍ دفرانسوي ژبي اخبار، کلتوري لیدني او وغیره، ترڅو تاسو په فرانسوي ژبه ښه پوهه شي او تمرین یی کړي. 

څنګه یې وکړو ؟

د JRS فرانسوي ښوونځی اوس مهال نوې ښونکي نه ثبتوي او تعداد پشپړ شوی. زموږ د روزنې دوره د سپتمبر څخه تر جون پورې دوام کوي. په هرصورت، ځایونه ممکن د کال په جریان کې خالي شي او دا د غوښتونکو کچې پورې اړه لري چې په کومه کچې کې نوي ځایونه خالي کيږي.

21 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • nourاډمین
  • utilisateur_41222952ایډیټر او کره کتونکی
  • utilisateur_42995259ایډیټر او کره کتونکی
  • utilisateur_98957857ایډیټر او کره کتونکی
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
  • aman expertد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_20876292ایډیټر او کره کتونکی
  • amanexpertد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_39243168ایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • viktoriaد صفحي پورته برخه
  • annelisejrsایډیټر او کره کتونکی
  • utilisateur_356596ایډیټر او کره کتونکی
  • nalothmanد صفحي پورته برخه

Liens utiles