طبي ازموینه ترسره کول
سره د l' Association AIDES سره

طبي ازموینه ترسره کول

سره 
د l' Association AIDES سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 16 août 2022

دا څه شی دی؟

موږ د ګړندي او وړیا ازموینې وړاندیز کوو ، چې د "TROD" (د تشخیصي سره ګړندۍ ازموینه) په نوم یادیږي ، د ایډز HIV (د ایډز ویروس) ، هیپاتیتس یا تور زیړی C او هیپاټایټس یا تور زیړی B لپاره. ازموینه تاسو ته اجازه درکوي چې معلومه کړئ چې ایا تاسو په دې ناروغی یا ویروس اخته یاست یا نه.

دا ازموینې زموږ په ودانۍ کې د مرکې وروسته یا په بیلابیلو ځایونو کې زموږ د کار په جریان کې ترسره کیدی شي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟

د جنسي روغتیا او مخنیوي په اړه مرکه

مخکې له دې چې موږ سره ازموینه ترسه کړئ، زموږ د یوه مسؤول سره مرکه به تاسو ته اجازه درکړي چې د HIV یا ایډز او نورو STIs (جنسي انتقال کیدونکو انتاناتو) د لیږد طریقو په اړه معلومات ترلاسه کړئ او پدې ناروغیو یا ویروس یاندې د ککړتیا خطر سره په مقابل کې ازموینه او ارزونه وکړئ. د لیږد یا انتقال په طریقو پوهیدل د ځان او نورو د ساتنې لپاره د سم انتخابونو غوره لاره ده.

پوه شئ چې ولې او کله ازموینه وکړئ

  • که تاسو هیڅکله ازموینه نوې کړې، دا یوازینۍ لار ده چې پوه شئ چې ایا تاسو ایډز HIV لرئ یا نه.
  • که تاسو د جنسي اړیکو په وخت کې تل د ځان ساتنه نه کوئ، نو سپارښتنه کیږي چې تاسو لږترلږه په کال کې یو ځل ازموینه ترسره کړئ.
  • که تاسو پلان لرئ چې د یوې جوړې په توګه ژوند وکړئ، د کنډوم څخه د استفادي نه کولو دمخه دواړه باید یو ازموینه ترسره کړئ.
  • که تاسو د نشيي تکو کاروونکي یاست یا و مخکي واست او تاسو د نورو خلکو سره د انجیکشن یا پیچکاری تجهیزات تبادله کړي وي ، نو دا به غوره وي چې د HIV/Hepatitis معاینات یا ازموینې ترسره کړئ.

یادونه: د اچ آی وي ازموینې سربیره، د هیپاتیتس یا تور زیړي او STIs (جنسي انتقال انتاناتو) لپاره هم دازمویني کولو سپارښتنه کیږي.

په دې پوهیدل چې STIs کوم دی (د جنسي اړیکو له لارې انتقال کیدونکي ویروسونه)

د ایډز HIV/AIDS معاینه :

* د ایډز HIV د انسان د معافیت کمزورولو ویروس ته واي:

کله چې یو څوک پدې ناروغۍ اخته شي، HIV په تدریجي ډول په ځینو حجرو برید کوي چې د معافیت سره همغږي کوي (یعنې د میکروبونو په وړاندې د بدن دفاع).

ایډز د معافیت د کمښت سنډروم په معنی ده:

د اغېزمنې درملنې په نشتوالي کې، هغه حجرې چې د معافیت همغږي کوي ممکن لږ او لږ شي او معافیت ممکن لږ اغیزمن وي. بیا د ډیرو جدي ناروغیو پراختیا احتمال پیدا کیږي. ځینې ناروغۍ د "موقعیت پرسته ناروغۍ" په نوم یادیږي ځکه چې دوی د پراختیا لپاره د معافیت له کمښت څخه ګټه پورته کوي. کله چې یو څوک یوه یا څو دا ډول ناروغۍ ولري، ورته ویل کیږي چې ایډز لري.

د دې معلومولو لپاره چې تاسو ایډز HIV/AIDS لرئ مختلف ډوله ازموینې شتون لري:

- دودیزه ازموینه ( ELISA ): د وینې معاینې په واسطه دا ازموینه د انټي باډیز شتون د انفیکشن ثبوت په وینه کې لټوي. دا د اعتبار وړ ده که چیرې دا د خطر سره د مخاخ کیدو څخه شپږ اونۍ وروسته ترسره شي: د وروستي خطر سره د مخامخ کیدو وروسته د یوې نیمي میاشتي موده باید تیره شوې وي.

- ګړندی ازموینه: د TROD ( چټک تشخیصي اورینټیشن ټیسټ) په اعظمي 30 دقیقو کې پایله وړاندې کوي. دا د ګوتې له پورتنۍ برخې څخه د وینې د څو څاڅکو په اخیستلو سره ترسره کیږي. د وروستي خطر اخیستلو وروسته باید د 3 میاشتو (12 اونۍ) موده تیره شوې وي. که چټکه ازموینه مثبته وي، دا باید د دودیز سکرینینګ ازموینې (ELISA) لخوا تایید شي، چې په لابراتوار یا CeGIDD (د معلوماتو، سکرینینګ او تشخیص وړیا مرکز) کې ترسره کیږي.

- په خپله د ځان ازموینه یا معاینات کول: د ایډز HIV په مقابل کې ځان ازموینه د HIV ، ایډز ویروس معلومولو ته اجازه ورکوي. دا د وینې یو ځو څاڅکو د معایناتو له لارې د ځانګړی الي په واسطه ترسره کیږي: یوازې، د ملګري سره، ستاسو ډاکټر سره، په درملتون کې او داسې نور. د HIV ځان ازموینه د هغه خطر لپاره د اعتبار وړ ده چې له دریو میاشتو څخه ډیر (12 اونۍ) دمخه اخیستل شوي. پایله د 15 دقیقو وروسته ترلاسه کیږي.

د هیپاتیتس یا تورزيړي معاینه کول :

هیپاتیتس یا سپین زیړی A د HAV ویروس له امله رامینځته کیږي کوم چې معمولا د ککړ شویو خواړو (صدفونه ، ککړو اوبو) له خوړلو څخه لیږدول کیږي. مګر دا د مقعد له لارې د جنسي عمل پرمهال هم په جنسي ډول یو نه بل کس ته انتقال کیدای شي.

هیپاتیت یا زیړ زیړی B یو په اسانۍ سره انتقال کیدونکی HBV میکروب دی. په فرانسه کې ددې میکروب انتقال ډیر وخت د جنسي اړیکو له لارې ترسره کیږي. یوازې د هیپاتیت بی میکروب د جنسي اړیکي له لاري په بشپړ ډول انتقال کیږي. مګر د هیپاتیت نور ډولونه له همدې امله د ځینو شرایطو لاندې د جنسي عملونو په جریان کې انتقال کیږي.

هیپاتیت C یا تور زیړی STI نه ګڼل کیږي ځکه چې دا په عمده توګه د وینې تبادلې له لارې لیږدول کیږي. د جنسي اړیکو له لارې هم په لاندې حالاتو کې ممکن انتقال شي:

- قواعد ( د ښځینه مریضي )

- په غیر محفوظ طریقه د مقعد له لارې جماع یا سکس کول

- دردناک جنسي عمل (د مغز غشا ته زیان رسوي) یا "سخت" (موټ، او نور).

هیپاتیت بی یا زیړ زیړی او هیپاتیت سی یا تور زیړی:

ازموینه کله ترسره کړو؟ د هیپاتیت B او C ازموینه په پام کې نیول کیدی شي که تاسو لږترلږه یو ځل لاندې بیاناتو ته مثبت ځواب ورکړئ:

- ماته د 1992 څخه دمخه وینه راکړل شوي

- ما د مخدره توکو هڅه کړي (حتی ډیر وخت دمخه) یا د بوی یا انجیکشن په واسطه ، یا ما د انجیکشن کوچني تجهیزات له نورو شریک کړي،

- ما لويه جراحی یا عملیات کړې دي،

- زه د جدي پاملرنې لپاره په روغتون کې بستر وم،

- زما مور د هیپاتیت بی یا سی ویروس لري،

- زما ملګری (میړه یا میرمن) د هیپاتیت بی یا سی ویروس اخته ده،

- زما د کورنۍ یو له نږدې غړو څخه د هیپاتیت B یا C ویروس اخته ده،

- ما انتقالي طبي معاینات درلودل یا د اکوپنکچر څخه مې درملنه کړې ده،

- ما خالونه یا ټاټو درلوده،

- زه د خپل ژوند په یو وخت کې بندي وم،

- زه د ځيګر ناروغي يا زېړی لرم.

په AIDES کې ازموینه وکړئ

ایډز AIDES تاسو ته په بشپړ محرمیت کې د لاندې خدمات وړاندیز کوي:

- معلومات، کنډوم، جیل او د زیان کمولو مواد،

- د اچ آی وي چټکه ازموینه (د ایډز ویروس)

- چټکه HCV ازموینه (هیپاټایټس سي)،

- د HBV چټکه ازموینه (هیپاټایټ بی)

- د اچ آی وي په مقابل کې د خپل ځان معاینه په اتومات ډول کول.

یادونه: تاسو اړتیا نلرئ د ازموینې ترلاسه کولو لپاره روژه ونیسئ.

دا سپارښتنه کیږي چې د ټولو STIs (جنسي اړیکو له لارې انتقال کیدونکي میکروبونه لکه: کلیمیډیا، ګونوکوسي، او نور) لپاره هم د ښار په لابراتوار یا CEGIDD کې د ازموینو امکانات شتون لري.

په فرانسه کې په لاندې ځایونو کې دا ممکنه ده چې د HIV، STI او هیپاتیت یا تورزیړي ازموینې ترسره کړئ:

- په CEGIDD کې (د معلوماتو، ازموینو او تشخیص وړیا مرکز)

- د طبي تحلیل لابراتوار کې (د لابراتوار پورې اړوند د نسخې سره یا پرته)

- د اتحادیې یا سازمانونو په ځایونو کې لکه AIDES یا متحرکو ګرځنده خدمات (TROD)،

- د خپلې خوښې په ځای کې د HIV ځان معاینه په خپله کول.

د HIV او/یا هیپاټایټس لرونکو کسانو ملاتړ

د مثبتې پایلې په صورت کې، موږ ستاسو ملاتړ او ستاسو په مختلفو پروسیجرونو (حقونو، پاملرنې، او نور) کې ستاسو سره یوځای یو او مرسته کو. د " انزوا یا تنهای له منځه وړو" او "ملاتړ کیدو" معلوماتي فایلونه ته مراجعه وکړئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

موږ ومومئ

تاسو ته نږدې د AIDES دفتر موندلو لپاره ، لاندې متقابل نقشې ته مراجعه وکړئ. موږ ته زنګ ووهئ ترڅو زموږ د کاري وختونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
AIDES

AIDES