مهم معلومات
د .....................سره د FLE 2.0 سره
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
فرانسوي زده کړئ
دا څه دي ؟
في ایل او FLE 2.0 برنامه د مهاجرینو او پناه غوښتونکو لپاره چې د د دولسم صنف (BAC) تر کچې یې زده کړي کړی وي او غواړي په پوهنتون کې خپلې زده کړې بیا پیل کړي یا حرفوي زده کړې پیل کړي.
کورسونه د A1، A2، B1 او B2 کچې لپاره دي.
برنامه دوه میتودونه کاروي: دودیز درسونه چې په ټولګي کې د FLE ښوونکي لخوا رهبري کیږي، او تمرینونه چې هره اونۍ د Frello اپلیکیشن له لارې په انلاین بڼه ترسره کیږي.
ټول پروګرام په ځانګړې توګه د کډوالو او پناه غوښتونکو سره د مرستې لپاره تنظیم شوی ترڅو پوهنتون ته داخل شي یا کار ومومي.
په روزنه کې د ګډن لپاره شرایط ؟
- د تایید شوي A0 یا A1 کچه ولرئ
- یو مهاجر، پناه غوښتونکی یا د فرعي خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکی وي
د دولسم ټولګۍ تر کچې یا معادل ډیپلوم ولرۍ د (A1) له کچې څخه بورته لیولونو لپاره
- یوه علمي یا مسلکي پروژه ولرئ (د مطالعې بیا پیل کول، مسلکي روزنه)
- په ټولو ټولګیو کې د ګډون لپاره شتون او وخت ولرئ
- په فرانسه کې ژوند کوئ
كله ؟
په اونۍ کې دوه ځله د هرې کچې لپاره 2.5 ساعته درسونه (په ټوله اونۍ کې 5 ساعته درسونه).
په کال کې 2 روزنیز ې دورې: د اپریل څخه تر جون او د سپتمبر څخه تر دسمبر پورې.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د یو ښوونکي سره چې له تاسو سره مرسته کوي په یوه زړه پورې طریقه فرانسوي ژبه زده کړئ، د چټک پرمختګ لپاره.
د زده کړې کورسونو سربیره، تاسو به د خپل سمارټ فون، کمپیوټر یا ټابلیټ له لارې په آنلاین بڼه له یو ښوونکي سره درسونه او کورنې وظیفه ترسره کوی.
ستاسو د زده کړې په جریان کې، تاسو به د فرانسې د ښوونې سیسټم میکانیزمونه وپیژنئ. دا تجربه به تاسو ته اجازه درکړي چې د لوړو زده کړو په لور د پوهنتون په کچه او یا کوم مسلک په انتخابولو کې خپلواک شئ.
څنګه یې وکړو ؟
د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ موږ ته په fle@uni-r.org پیغام واستوئ یا موږ ته په 0780910290 زنګ ووهئ.
- که راجستریشن یا نوم لیکنه پرانستي وي ، تاسو کولی شئ دا فورمه دلته ډکه کړئ.
- که نوم لیکنه بنده وي، تاسو کولی شئ دا فورمه دلته ډکه کړئ ترڅو د انتظار لیست شامل شئ.
یادونه: د راجسټریشن نیټې موندلو لپاره دا سایټ وګورئ.
د فورمي ډکول تاسو ته په کورسونو کې د ځای تضمین نه کوي.
زموږ ویب پاڼه وګورئ: دلته کلیک وکړئ!
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
19 مرسته کونکي فعالیت کوي