بهرنیان په فرانسه ویبپاڼه کې شخصي حساب جوړول (Étrangers en France)
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 ansد انیف (ANEF) ویبپاڼه ( په فرانسه کې د بهرنیانو ډیجیټل اداره) تاسو ته اجازه درکوي په فرانسه کې د بهرنیانو لپاره آنلاین بېلابېل اداري پروسیجرونه او طرزالعملونه ترسره کړئ.
دې لینک ته لاړ شئ: https://administration-etrangers-en-france.interieur.gouv.fr (په فرانسه کې بهرنيان)
په دې سایټ کې موجود پروسیجرونه او طرزالعملونه په لاندې ډول دي:
- د استوګنې اجازې یا تتخ دی سیجور (VLS-TS) د ترلاسه کولو لپاره د اوږدې مودې ویزې تایید کړئ
- د استوګنې کارت یا کارت دی سیجور لپاره غوښتنه کول یا نوی کول: "کډوال" او "فرعي محافظت"، "شاګرد"، "د استعداد پاسپورت"، "سیلانیان"، "موسمی کارګر"...
- د سفر سند غوښتنه کول: د بهرنیانو لپاره د سفر سند (TVE)، د کوچني ماشومانو بهرنیانو لپاره د حرکت یا سفر سند (DCEM)
- د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه کول
- د کار جواز لپاره غوښتنه کول
- د وضعیت بدلون اعلانول (پته، ازدواجي حالت او د کورنۍ وضعیت)
- که ستاسو د استوګنې جواز ورک شوی یا غلا شوی وي د خپلې استوګنې جواز یا تتخ دی سیجور دوپلکیت غوښتنه کول.
د شخصي حساب په رامینځته کولو سره به تاسې وکولی شئ د اداري اسنادو غوښتنه وکړئ او د خپلې دوسیه پرمختګ تعقیب کړئ.
مهمه یادونه: که تاسې د لاندې څخه یو حالت ولرئ، نو تاسو دمخه د Étrangers en France ویب پاڼه کې حساب لرئ :
- تاسو دمخه د کال په جریان کې خپل VLS-TS آنلاین تایید کړی دی. ستاسو پیژندونکی هغه "حواله" "référence" ده چې په سند کې ښودل شوی "ستاسې د VLS-TS د ثبت یا راجسټریشن تایید تصدیق" د بریښنالیک له لارې لیږل شوی.
- تاسو دمخه په دې سایټ کې آنلاین د استوګنې جواز لپاره غوښتنه کړې. ستاسو پیژندونکی ستاسو "بهرنی شمیره" ده.
په نورو حالتونو کې، تاسو باید یو نوی حساب جوړ کړئ.
- تاسو دمخه د کال په جریان کې خپل VLS-TS آنلاین تایید کړی دی. ستاسو پیژندونکی هغه "حواله" "référence" ده چې په سند کې ښودل شوی "ستاسې د VLS-TS د ثبت یا راجسټریشن تایید تصدیق" د بریښنالیک له لارې لیږل شوی.
- تاسو دمخه په دې سایټ کې آنلاین د استوګنې جواز لپاره غوښتنه کړې. ستاسو پیژندونکی ستاسو "بهرنی شمیره" ده.
په نورو حالتونو کې، تاسو باید یو نوی حساب جوړ کړئ.
> د لومړي استوګنې اجازې لپاره د درخواست کولو څرنګوالی د موندلو لپاره لاندې فایل ولولئ: د Réfugiés.info پاڼه کې " د استوګنې جواز ترلاسه کول "
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
12 مرسته کونکي فعالیت کوي
nour
a mugnier
noorد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
anastasiaد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه