Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د جنسي اړیکو له لارې نقلیدونکو ناروغیو طبي ازموینې ترسره کړئ

د .....................سره Centre de dépistage VIH et IST (CeGIDD)

د.........لخوا وړاندیز شوي Unité de Prévention des Maladies Infectieuses ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 8 heures

د HIV او STIs د معاینې مرکز، CeGIDD، د HIV، هیپاټایټس او نورو ټولو STIs د معاینې وړاندیز کوي.
تاسو ته به شخصي مشوره درکړل شي. بیا، یوه نرس به د اخیستل شوي خطرونو پورې اړه لري د وینې نمونه واخلي.

یادونه: HIV یو ویروس دی چې د بدن په دفاعي سیستم برید کوي.
دا د ناخوندي جنسي اړیکو پرمهال یا د ککړې وینې سره د تماس له لارې لیږدول کیدی شي.
جنسي لېږدېدونکې ناروغۍ (جنسي لېږدېدونکې انتانات لکه سوزاک، سیفیلس، کلامیډیا...) هغه انتانات یا ناروغۍ دي چې د جنسي اړیکو پرمهال لیږدول کیدی شي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو به د دغو ازموینو لپاره پیسې نه ورکوی

تاسو به د روغتیا متخصصینو لخوا معالجه شئ چې د طبي محرمیت تابع دي، په دې مانا چې ستاسو صحي وضعیت په اړه ستاسو له رضایت څخه پرته چاته معلومات نه شي ورکولای.

دا طبي ازموینې دا ممکنه کوي چې که پایلې مثبتې وي، نو تاسو باید ژر تر ژره د ناروغۍ مسؤلیت په غاړه واخلئ او خپلو عزیزانو ته یې د لیږد یا نقلیدو مخه ونیسئ.

څنګه یې وکړو ؟

مهرباني وکړئ موږ سره د تلیفون له لارې په دې شمیره 0380281463 اړیکه ونیسئ

یوه ټیم چې د ډیجون (Dijon) ښار کې میشته ده او طبي مرکز کې خدمات واړندې کوي:

  • په بیون (Beaune) کې: هره چهارشنبه پرته د ښوونځي رخصتیو پرمهال
  • په اکسون (Auxonne) کې: د میاشتې دریمه سه شنبه د ماسپښین لخوا، د ښوونځي د رخصتیو پرته

Lieu d'accueil

Centre hospitalier de Beaune, Avenue Guigone de Salins, 21200 Beaune, France

03 80 28 14 63

10 Boulevard Maréchal de Lattre de Tassigny, 21000 Dijon, France

03 80 28 14 63

Rue du Colonel Denfert, 21130 Auxonne

03 80 28 14 63

Chargement de la carte...

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • andressa bittencourtاډمین
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • anastasiaد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_886638ایډیټر او کره کتونکی
  • clat 21ایډیټر او کره کتونکی
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه

Liens utiles