د پاسریل پوهنتون ډیپلوم روزنه ترسره کول (DU Passerelle)
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible , RÉSEAU MEnS...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 ansد پاسریل (DU Passerelle) روزنه په جلاوطنۍ کې خلکو (کډوال، د فرعي او لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، اپارټایډ او پناه غوښتونکي) ته ددې امکانات برابروي چې د لوړو زده کړو یا د فرانسې په پوهنتون کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې اړینه کچه ترلاسه کړي.
په عمومي توګه، هره روزنه لاندې موارد وړاندیز کوي:
- فرانسوي کورسونه،
- ستاسو د مسلکي او اکاډمیک پروژې په جوړولو کې مرسته کول (د روزنې وروسته کومه زده کړه یا کاري پوستونه یا فرصتونه ممکن دي، څنګه خپله نوم لیکنه وکړئ یا غوښتنلیک ولیږئ، او داسې نور)
- په پوهنتون کې د اداري پروسیجرونو په ترسره کولو کې ملاتړ،
- کلتوري او سپورتي فعالیتونه،
- د تاسیساتو د خدماتو څخه ټولنیز، رواني او طبي ملاتړ ...
ځینې کورسونه د پوهنتون نورو کورسونو کې د ګډون امکان هم وړاندې کوي، د تاریخي یادګارونو یا شرکتونو څخه لیدنه، د زده کونکو یا پروفیسورانو سره لخوا ملاتړ، او نور.
تاسې کولی شئ د ډیری روزنو په پای کې د فرانسوي ژبې ازموینه ترسره کړئ، لکه DELF.
> د Réfugiés.info پاڼه کې "د کروس استوګنځي ترلاسه کول" فایل هم ولولئ.
د DU Passerelle روزنه د زده کونکو لپاره وړیا ده: دوی د نوم لیکنې یا راجسټریشن فیس او د زده کونکي او د کیمپس ژوند کې د ګډون (پیسو ورکول) (CVEC) څخه "مستثنی" دي (د دې معنی دا ده چې دوی هیڅ ډول مصارف یا پیسي نه ورکوي). هرڅومره ژر چې تاسو د نوم لیکنې او راجسټریشن څخه وررسته د پوهنتون څخه مثبت ځواب ترلاسه کړئ، تاسې ته به ټول طرزالعملونه تشریح شي.
تاسو کولی شئ د DU Passerelle روزنې په جریان کې د کاف CAF څخه مرستې ترلاسه کولو ته دوام ورکړئ، لکه APL (د کور لپاره مالي مرسته) یا تخصیصونه.
ستاسې وضعیت پورې اړه لري، تاسې د کار موندنې مرکز Pôle Emploi سره د راجستر پاتې کیدو او د روزنې په وخت کې د مسلکي فعالیت کولو امکان هم لرئ. په هرصورت، تاسې نشئ کولی چې ایغیسا RSA ترلاسه کړئ کله چې تاسو زده کونکی یاست (ولې د کارموندنې مرکز Pôle Emploi څخه په استثنایی ډول د مرستې غوښتنه کولی شئ).
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
14 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnier
noorد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
ammar bazzaziد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
anastasiia12345د صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه