Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU Passerelle / Université Paris 8 Vincennes Saint-Denis

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, پناه غوښتونکي
د فرانسوي ژبې کچهA2
ځانګړي خلکښځې

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 8 میاشت
د ګډون کچهپه دقیق ډول 15 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېهره ورځ

په سینټ ډینس پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un an

دا څه دي ؟


د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل (Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې تابعیته اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.

په پوهنتون کې د جلاوطنه زده کونکو د ادغام لپاره د 480 ساعتونو DU Passerelle FLE روزنیز کورس لاندې موارد وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه د اکتوبر له نیمايي څخه تر جون میاشتي پورې دوه سمسترونه (8 میاشتې) دوام کوي.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا اوسنۍ معلوماتي پاڼه د پاریس 8 Vincennes Saint-Denis پوهنتون کې د روزنې اړوند معلومات وړاندې کوي.

د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په سینټ ډینس کې د پاریس 8 پوهنتون (l'Université Paris 8) څخه DU پاسیریل کلنۍ ډیپلوم دی چې پکې د 480 ساعتونو روزنه شامله ده. د کال په جریان کې هیڅ زده کونکی نه منل کیږي. د نوم لیکنې یا داخلي موده د سپتمبر په میاشت کې ترسره کیږي، چې شاوخوا دېرش ځایونه شتون لري.

په سینټ ډینس کې د پاریس 8 پوهنتون (l'Université Paris 8) DU پاسریل به د 2023 اکتوبر 16 څخه تر جون 30، 2024 پورې د زده کونکو 2 ګروپونو هرکلۍ کوي.

زده کونکي به په اونۍ کې 15 ساعته درسونه ولري، هره ورځ، یا د سهار له 9 بجو څخه تر 12 بجو پورې (اول د ګروپ)، یا د ماسپښین له 3 بجو څخه تر 6 بجو پورې (دوهم ګروپ).

د کال په پای کې، زده کوونکی به وروستۍ ازموینه ترسره کړي، ترڅو د پوهنتون ډیپلوم د CEFR سره سم د B1 کچه په تاییدولو سره ترلاسه کړي.

د پوهنتون ډیپلوم DU کې د داخلې لپاره، دا اړینه ده چې د CEFR سره سم د فرانسوي ژبې A2 کچه ولرئ. هغه کاندیدان چې د زده کړې ترسره کولو لپاره غوره شوي وې، هغوی به د سپتمبر په نیمایي کې د لیکلي ازموینې او شفاهي مرکې لپاره وغوښتل شي.

پوهنتون کولی شي زده کونکي د DELF/TCF ناستې لپاره د روان کال په دسمبر یا می کې په یو منل شوي شریک مرکز کې راجستر کړي مګر د ازموینې / ډیپلوم لګښت به د زده کونکي لخوا تمویل کیږي.

که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس بورسونه) او د روزنې لپاره استوګنځای ترلاسه کړئ.

د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې د پوهنتون سیسټم په اړه معلومات ومومئ: په فرنسه کې زده کونکۍ په څه معنی دی، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنه شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول، ازموینو ته چمتوالی نیول… ستاسو د روزنې په جریان کې تاسو ته اداري ملاتړ هم درکول کیږي.

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې، مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي توګه د امکاناتو سره سم، د اکادمیک او مسلکي پروژې په اړه ملاتړ او مرسته کوي.

مسلکیان ستاسو سره ستاسو د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او ستاسو د خوښي او علاقې وړ زده کړو کې د نوم لیکنې او راجستریشن بهیر کې مرسته او همکاري کوي.

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • کلتوري سفرونه
  • د خبرو اترو ناستي یا قهوه،
  • سپورتي فعالیتونه،
  • د ادغام ورځ
  • د موضوع ورځې
  • تاندم یا په زده کړو کې مرسته کونکۍ ملګری...

څنګه یې وکړو ؟

  • د نوم لیکنې او راجستریشن طریقه یا څرنګوالی: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه راجستر کړئ.
  • د غوښتنلیک نیټه (په عمومي توګه میاشتې) : د 2023 کال د اګست 21 څخه تر شنبې 2 سپتمبر پورې ترسره کیږي
  • اړیکه : dufle-refugees.admission@univ-paris8.fr

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو دوسیه ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر
په همکاري د

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
ammar bazzaziammar bazzaziد صفحي پورته برخه
utilisateur_14587093utilisateur_14587093ایډیټر او کره کتونکی
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
sarah jacquardsarah jacquardایډیټر او کره کتونکی
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه