Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د یو استوګنځای موندل

د .....................سره Adoma

د.........لخوا وړاندیز شوي Adoma ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

ادوما Adoma د خورا ټولنیزو هستوګنځایونو او اوسیدو ځاینو په اړه ټولو هغو کسانو ته چې له اقتصادې ستونزو او ادغام له مشکلاتو سره مخ او نه شي کولای چې په دوديزو املاکو او ځایونوکې د هستوګنې ځای ځان ته پیدا کړي که هغه (د دندې لرونکي یا بې روزګاره، مجرد کسان یا کورنۍ) وې د حل لارې چاري وړاندې کوي.

په لاندې لینک کلیک کولو سره تاسو به ومومئ چې ایا ستاسو په منطقه یا ډیپارمنټ کې استوګنځي شتون لري او کنه : له ادوما سره چیرته هستوګن شو؟

مهمه یادونه: د هستوګنې لپاره دغوښتنې کولو په موخه تاسو باید په لاندې لینک کلیک کولو سره د آنلاین هستوګنې غوښتنې فورمه ډکه کړئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

ادوما د فرش او چمتو شویو استوګنې مختلف ډولونه وړاندې کوي:

  • اطاقونه : پخلنځی او تشنابونه او نورې اسانتیاوې د څو اطاقونو لخوا په ګډ استفاده کیږې او د ټولو مشترک وي،
  • خونه د شخصي شاورونو سره : پخلنځی او تشنابونه د څو خونو لخوا په شریکه استفاده کیږي،
  • د شخصي شاور او تشنابونو WC سره خونه : پخلنځی د څو خونو لخوا په شریکه استفاده کیږې او د ټولو مشترک وي،
  • سټوډیوګانې د پخلنځي، شخصي شاور او WC سره اصلي خونه او د خوب ځای لري.

د سټوډیوګانو پرته، د کور ځینې حلونه د ماشومانو سره یا پرته د کورنیو لپاره وړاندیز کیدی شي.

موږ د هرچا د اړتیاو سره سم د مناسب کور او د استوګنځای اړوند د حل لارې چارې وړاندیز کوو:

  • کارکوونکي یا بې کاره
  • مجرد یا تنها کسان یا کورنۍ.

کله چې د استوګنې یو ځای یا یو کور خالي او د لاس رسي وړ شي، نو ستاسې ځای په ځای کول به پکي په چټکۍ سره ترسره شي.

څنګه یې وکړو ؟

د کور یا استوګنځای لپاره ټولې غوښتنې د دې ویبپاڼی www.adoma.fr له لاري په انلاین بڼه ترسره کیدای شي: تاسې باید د کور د غوښتنې لپاره فورمه په انلاین بڼه بشپړه کړئ: دلته کلیک کړئ.

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • marina bondarenkoد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
  • loïsد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • abrhamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • tetianaklد صفحي پورته برخه
  • dariakد صفحي پورته برخه
  • mathilde schroederایډیټر او کره کتونکی
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه

Liens utiles