د فرانسوي ژبې د کچې رسمي تصدیق ترلاسه کول
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 joursدا تصدیق تاسو ته اجازه درکوي چې په رسمي ډول د فرانسوي ژبې کچه ثابته کړئ.
د ځینو اداري پروسیجرونو لپاره، تاسو باید په فرانسوي ژبه کې خپله کچه ثابته کړئ:
- د پوهنتون لپاره د غوښتنلیک دوسیه چمتو کول (د B2 یا C1 کچه)
- د پوهنتون ډیپلوم (DU Passerelle) بشپړولو لپاره (د کورس پورې اړه لري، مختلفې کچې)
- د فرانسې تابعیت لپاره غوښتنه کول (د B2 کچه)
- د استوګنې د جواز لپاره غوښتنه کول (د څو کلن جواز لپاره A2 کچه، د 10 کلن جواز لپاره B1 کچه)
- په ځینو سکتورونو کې کار کول، لکه خصوصي امنیت (د B1 کچه).
مهمه یادونه: هغه خلک چې د اوفپرا څخه نړیوال خوندیتوب لري (کډوال، د فرعي خوندیتوب ګټه اخیستونکي، بې تابعیته کسان) د استوګنې جواز ترلاسه کولو لپاره د فرانسوي ژبې کچې اړتیاو تابع ندي، ولې دوی باید د پورته ذکر شويو نورو اقداماتو لپاره د ژبې تصدیق ولري.
بېلا بېل تصدیقونه شتون لري:
- ازموینې : د فرانسې د ارزونې ازموینه (TEF)، فرانسوي ژبې پوهاوي ازموینه (TCF )
- دپلومونه : په فرانسوي ژبه کې د زده کړو دپلوم (DELF)، د فرانسوي ژبې پرمختللې دپلوم (DALF)، د ژبې د وړتیا دپلوم (DCL)، د مسلکي فرانسوي ژبې دپلوم (DFP)، په فرانسوي ژبه کې د پوهنتون دپلوم (DUEF)
یادونه: که تاسو دمخه په فرانسه کې ترلاسه شوی دپلوم یا مسلکي دپلوم لرئ چې د تعلمي کچو ملي طبقه بندي (بکالوریا، مسلکي سند، او نور) د دریمې کچې سره مساوي یا لوړ وي یا د بریویټ ملي دپلوم لری، تاسو اړتیا نلرئ د نوي تصدیق لپاره پیسې ورکړئ. دا دپلوم ستاسو د فرانسوي کچې ثابتولو لپاره کافي دی.
هغه سندونه، ارزونې، او د لاسته راوړنو راپورونه چې د ټولنو، ژبو ښوونځیو، یا OFII (د کډوالۍ او ادغام لپاره د فرانسې دفتر) لخوا صادر شوي رسمي اسناد ندي. تاسو کولی شئ دا د فرانسوي کورسونو لپاره د نوم لیکنې لپاره وکاروئ، ولې د رسمي غوښتنلیکونو (پوهنتون، تابعیت، او نور) لپاره یې نه شئ کارولای.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
فرانسوی
اداري
د کار کولو لباره فرانسوې ژبه زده کول
د روزنې کورس مندلو لپاره په فرانسوي ژبه کې د خپلې کچې ازموینه ترسره کول
یو رسمي ډیپلوم ترسره کول
پوهنتون کې د زده کړو لپاره فرانسوي ژبه زده کول
زما د اسنادو او وضعیت اړوند اجراآت او کړني
کورسونه ترسره کول
15 مرسته کونکي فعالیت کوي
xavidumاډمین
claudia mاډمین
a mugnierاډمین
niknameد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
nouد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
meryem lakchiniد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
titi_du_75د صفحي پورته برخه
mgoد صفحي پورته برخه
luceluceد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه