خپل ډیپلوم او اسناد په فرانسه کې په رسمیت وپیژنئ (Enic-Naric)

خپل ډیپلوم او اسناد په فرانسه کې په رسمیت وپیژنئ (Enic-Naric)

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)22 déc. 2022

دا څه شی دی؟

ایا تاسو له فرانسې نه بهرکوم ډیپلوم ترلاسه کړی او تاسو غواړئ چې دا په فرانسه کې وکاروئ ترڅو خپلې زده کړې یا کار ته دوام ورکړئ؟ تاسو کولی شئ د Enic-Naric مرکز( د فرانسې دنړیوالو ښوونې) څخه ستاسو د ډیپلوما پرتله یا معادله کولو سند غوښتنه وکړئ.

ښه پوهیدل: یادونه، د پرتله کولو سند کوم فرانسوي دیپلوم نه دی: دا د فرانسوي ډیپلوم او په بهر کې د اخیستل شوي ډیپلوم ترمنځ پرتله کول دي.

تاسو کولی شئ د خپلو زده کړو د مودې یا روزنې دورې پیژندلو اسناد هم ترلاسه کړئ چې بهر کې مو ترسره کړي، او تاسو کوم ډیپلوم نه وې ترلاسه کړئ او پایلې هم نلری.

ښه پوهیدل: د پیژندنې دا سندونه په ځانګړي توګه د نورو زده کړو لپاره ګټور دي: دا کولی شي د ادارې مشر سره مرسته وکړي ترڅو تاسو له دوباره او تکرارې زده کړو څخه مستثنی کړي.

دا سندونه رسمي دي مګر هیڅ قانوني ارزښت نلري او لازمي ندي. ځینې پوهنتونونه پرته له دې چې د پرتله شویو یا معادله شویو اسنادوغوښتنه وکړي بهرني ډیپلومونه مني، ولې دا ستاسو په ګټه ده چې د خپلو اسنادو پرتله کول او معادلي غوښتنه وکړي.

هر پوهنتون یا کارګمارونکی په رسمیت پیژندل شویو او معادله شویو اسنادو د ارزښت په اړه پریکړه کوي. د مثال په توګه، یو څوک چې له سوډان څخه د میخانیکي انجینرې دوه کلنه ماستري لري په فرانسه کې د اول کال ماستري M1 یا M2 میخانیکي انجینري کې منل کیدی شي، مګر لازمي نه ده چې په مستقیم ډول په دوکتورا کې ونیول شي.

د مهاجرینو ډیپلومونو لپاره د پرتلې یا معادلې سندونو غوښتنې په لمړیتوب سره او په وړیا توګه ترسره کیږي. په هرصورت، هیڅ سند په اتوماتيک ډول نه صادریږي : د Enic-Naric مرکز کارپوهان د ارزونې ځانګړې میکانیزم پراساس د اسنادو ارزونه کوي چې دا هغوی ته اجازه ورکوې چې د ملي سیسټم سره سم ستاسو د ډیپلوم ارزونه ترسره کړي.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله

څنګه وکړو؟

1

معلومه کړئ چې ایا ستاسو روزنه او ډیپلوم د معادلې وړ ده که نه

د Enic-Naric مرکز د 200 ساعتونو څخه کم روزنې یا د 6 میاشتو څخه کم روزنې ډیپلومونه نه پروسس یا ارزیابي کوي.

او نه دا د " منظم شوي مسلکونو " اسناد ارزیابي کوي (دا هغه مسلکونه دي چې ډیپلوم یا ځانګړي واک ته اړتیا لري یا د ازموینې ترسره کول غواړي).
>> د تنظیم شوي مسلکونو لیست وګورئ

یادونه: د ځینې تنظیم شوي مسلکونو لپاره یو سند د ځینو شرایطو لاندې د Enic-Naric مرکز لخوا ورکول کیدی شي، که تاسو زده کړې بیا پیل کوئ یا که تاسو غواړئ د کارمند په توګه کار وکړئ. >> دلته کلیک کولو سره نور معلومات ومومئ.

د Enic-Naric مرکز د ژبې سندونو یا طبي ډپلومونو نه ارزوي.

2

آنلاین غوښتنه وکړئ

تاسو باید خپل آنلاین غوښتنلیک د پیل کولو لپاره دې پلیټ فارم ته لاړ شئ.

  • د خپل شخصي معلوماتو داخلولو سره په پلیټ فارم کې ځان ثبت کړئ. د دې لومړي مرحلې په پای کې به تاسو ته ستاسو د فایل نمبر سره یو بریښنالیک واستول شي.

ښه پوهیدل: مهرباني وکړئ تاسو ته لیږل شوې شمیره وساتئ ځکه چې دا به د راتلونکو اړیکو لپاره اړین وي. یو لینک به تاسو ته واستول شي چې تاسو ته اجازه درکوي د خپل فایل پرمختګ تعقیب کړئ.

  • ستاسو د دوسې لپاره تاسو ته د لیږل شوي لینک په کارولو سره بیرته ننوځئ او کونکټ شی.
  • ټولې غوښتل شوي او لازمي برخي ډکې کړئ او بیا خپل ډیپلوم چې تاسو غواړی چې معادله یا په رسمیت وپیژندل شي په نښه کړئ (تاسو یوازې یوه دوسیه د یوه ډیپلوم لپاره لیږلای شی).
3

غوښتل شوي اسناد ډاونلوډ کړئ

بیا تاسو باید خپل د هویت پاڼه یا ID او خپل ژباړل شوی ډیپلوم (یا ټرانسکرپټ) اپلوډ کړئ (دا اړینه نده چې په جرمني، انګلیسي، عربي، هسپانوي، فرانسوي، ایټالوي، پرتګالي کې لیکل شوي سندونه وژباړئ).

ښه پوهیدل: ستاسو د ډیپلوم د ژباړلو لپاره د رسمي ژباړونکي موندلو لپاره تاسو کولای شئ د ریفوجي.انفو په صفحه کې لاندې معلوماتې فایل ته مرجعه وکړئ:

vous pouvez consulter cette fiche Réfugiés.info

د خپلو سندونو اپلوډ کولو وروسته، تاسو کولی شئ په پای کې خپله غوښتنه تایید کړئ

ښه پوهیدل: که ستاسو فایل نیمګړی او تمکیل نه وي، نو هغه به د یو بریښنالیک سره بیرته تاسو ته را ولیږل شي او له تاسو به وغوښتل شي چې باقي او پاته اسناد ورسره ضمیمه کړئ.

4

ستاسو د دوسیې پروسس او ازونه کول

تاسو کولی شئ خپله دوسیه د هغه لینک په توسط سره تعقیب کړئ کوم چې تاسو ته په بریښنالیک کې ستاسو د غوښتنې د تصدیق لپاره لیږل شوی دی.

د پروسي یا ارزونې موده اعظمي حد 4 میاشتې دی.

ښه پوهیدل: دا نیټه او موده د صحي بحران په جریان کې غزیدلی شي.

5
Suivre l’avancement de votre dossier

Vous pouvez suivre l’avancement de votre dossier en cliquant ici ou sur le lien dans le premier mail.

Vous avez besoin du numéro de dossier et de votre date de naissance pour vous connecter.

Les délais sont différents en fonction des demandes, un mail est envoyé dès que le dossier est traité.

او وروسته؟

تاسو ته به جواب او سند د بریښنالیک له لارې واستول شي

یوځل چې ستاسو اسناد تایید شي د پرتلې یا معادلې سند او یا د زده کړو د دورې په رسمیت پیژندلو سند به تاسو د ریښنالیک له لارې واستول شي (یوازې د PDF په شکل کې).

تاسو کولی شئ په پوهنتون کې د داخلې په دوسیه کې تصدیق نامه یا د معادلې سند اضافه کړئ، همدارنګه تاسو کولی شئ په خپله سی وي CV کې د خپلو اسنادو د معادلې ذکر وکړئ او خپل احتمالي کار ګمارونکو ته یې واستوئ.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
183 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Responsable

Comité de la Démarche Accessible
Comité de la Démarche Accessible

Partenaires

France Education International
France Education International

Responsable

Comité de la Démarche Accessible

Comité de la Démarche Accessible

Partenaires

France Education International

France Education International