Panneau de gestion des cookies

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
بانکي حساب لرل

دا چېرته دی ؟

د ایغیسا RSA غوښتنه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 25 jours

دا څه دي ؟

ایغیسا RSA (فعال پیوستون عاید) د دولت لخوا د هغو کسانو لپاره مالي مرسته ده چې بېکاره او کوم عاید نه لري او د بیکارۍ په مقابل کې مرسته نه ترلاسه کوي او یا هم کمې سرچینې او عاید لري.

د دې مالي مرستې ترلاسه کولو لپاره چې د کاف (CAF) (د کورنیو تخصیص صندق) لخوا ورکول کیږي، همدارنګه تاسو باید د 25 کالو څخه ډیر عمر ولرئ او په فرانسه کې پته ولرئ.

دا ممکنه ده چې د نړیوال خوندیتوب څخه د ګټه اخیستونکي حالت (کډوال، فرعي محافظت، بې تابعیته شخص) له تایید وروسته سمدستي RSA ترلاسه کړئ.

مهمه یادونه: د ایغیسا RSA لپاره ژر تر ژره عریضه وکړئ، هرڅومره ژر چې تاسو د افپرا OFPRA لخوا رسمي مکتوب ترلاسه کړئ (د کډوال یا بې هیواد شخص حالت، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکی) وضعیت ترلاسه کیدل. کاف CAF ستاسو د استوګنې جواز یا کارت دی سیجور ته اړتیا نلري.

مقدار له یو کس څخه بل ته توپیر لري او په شخصي حالت (مجرد، جوړه یا واده کړئ، او نور)، د ماشومانو شمیر، نورې مالي مرستې ترلاسه کول، او سرچینې (تنخوا، تخصیص، او نور) پورې اړه لري.

مهمه یادونه: د کاف CAF لخوا لیږل شوي پیسې "مالي خدمات" یا "مرسته" یا حتی "تخصیص" بلل کیږي. هغه څوک چې د کاف CAF څخه مرستې ترلاسه کوي د "ګټه اخیستونکي" په نوم یادیږي.

څنګه یې وکړو ؟

د RSA ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید په فرانسه کې اوسیږئ او پته یا ادرس ولرئ (یو پوستي ادرس، دومیسلیاسون).

> د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه "د پوستي ادرس درلودل" مالوماتي فایل هم ولولئ.

ایغیسا RSA په اصل کې د هغو خلکو لپاره ده چې عمر یې 25 کاله یا ډیر وي.

ولي دوه استثناوې شتون لري:

> که تاسو د 18 او 25 کلونو ترمنځ یاست، پرته له ماشومانو، او په تیرو 3 کلونو کې مو د 2 کلونو په اندازه بشپړ وخت کار کړی وي،

> که تاسو د یو یا ډیرو ماشومانو سره تنها مور یا پلار یاست چې زیږیدلی یا به وزیږیږي.

د غوښتنې کولو دمخه تاسو باید معلومه کړئ چې تاسو د RSA ترلاسه کولو مستحق یاست، تاسو باید لومړی د CAF ویب پاڼه کې ازمایښتي فرمه ډکه کړئ (دلته کلیک وکړئ). مختلفو پوښتنو ته ځواب ووایی.

مهمه یادونه:
- ستاسو د کورنۍ جوړښت په فرانسه کې ستاسو وضعیت روښانه کوي: که تاسو واده کړی وي مګر ستاسو میرمن ستاسو سره ژوند نه کوي، تاسو باید "یوازې" ټیک کړئ.
- تاسو باید په"هو" سره دې پوښتنې ته ځواب ورکړئ چې "تاسو د 5 کلونو څخه زیات په فرانسه کې اوسیږئ، د استوګنې د اجازې سره تاسو ته د کار کولو اجازه هم درکړل شوي".
- د "سرچینو" په برخه کې په تیرو 3 میاشتو کې ترلاسه شوي ټولوعواید ثبت کړئ، د خپل ځان اړوند او د هغو کسانو چې تاسو سره ګډ اوسیږي.
  • که سمیلیټر یا ازمایښتي برخه دا په ګوته کړي چې تاسو د مرستې مستحق یاست، دا یو اټکل شوی مقدار په ګوته کوي. د دې مرستې د ترلاسه کولو په اړه ډاډ ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید د CAF سره راجستر کړئ او په رسمي ډول د "ګټو غوښتنه" وسپارئ (درېیم ګام).
  • که سمیلیټر دا په ګوته کړي چې تاسو د مرستې مستحق نه یاست، نو تاسو ته به پدې اړه وضاحت او مالومات درکړل شي.
  • که تاسو د پوښتنو د ځوابونو په وخت کې تېروتنه کړې وي، نو تاسو کولی شئ بیا یې پیل او ترسره کړئ.

> د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه کې د "ثبت نام کول او له CAF سره وصل کیدل" په نامه مالوماتي فایل هم ولولئ.

ایغیسا RSA په بانکي حساب یا سپما حساب ته تادیه کیږي. له همدې امله تاسو باید یوبانکي حساب ولری ترڅو وکولای شئ د هغې له لارې خپل RIB چمتو کړئ، که تاسويې نلرئ، تاسو کولی شئ د مثال په توګه د پوست بانک (la Banque Postale) دفتر ته لاړ شئ. د سپما حساب ته لاسرسی اکثرا اسانه وي که تاسو یوازې ریسپیسي ولرئ.

مهمه یادونه: د ریفیجي.انفو په پاڼه کې دا هم ولولئ: Refugees.info "د بانکي حساب پرانیستل"

تاسو به د خپل هویت او ازدواجی یا مدني حالت ثابتولو ته هم اړتیا ولرئ.

که چیرې تاسو تر اوسه د افپرا لخوا د زیږون سند نوې ترلاسه کړئ، نو تر ټولو آسانه لار دا ده چې د "موقتي کورنۍ سند" “attestation familiale provisoire” ترلاسه کولو لپاره د اوفي OFII سره اړیکه ونیسئ. تاسو کولی شئ له اوفي څخه د وروستي ADA تادیاتو سند غوښتنه هم وکړئ ، ولو که دا د زیرمو لپاره اجباري نه وي. ولي دا به ددې ثبوت وې چې تاسو نور له اوفي څخه مالي مرسته نه ترلاسه کوی.

د دې سندونو ترلاسه کولو لپاره، تاسو کولی شئ په اوفي کې ستاسو د دوسي مسؤل ته یو بریښنالیک ولیکئ یا د اوفي OFII دفتر ته لاړ شئ چې ستاسو کارونه په مخ وړي.

ستاسو د RSA غوښتنلیک لپاره د اړتیا وړ ټولو اسنادو بشپړ لیست:

> د OFII څخه د کورنۍ لنډمهاله سند یا د افپرا OFPRA څخه د زیږون سند

> د بانکي حساب معلومات او توضیحات (RIB)

> ستاسو د استوګنې د اجازې غوښتنلیک ریسیپسي فوتوکاپي

> ستاسو د کډوالۍ یا قبولۍ په اړه د افپرا OFPRA د پریکړې فتوکاپي یا د CNDA پریکړې فتو کاپي چې تاسو کولی شئ په هغه کې هغه بخش کاپي نه کړی چې ستاسو پناه غوښتني قضیه او دلایل ذکر شوي.

> د امکان په صورت کې: د اوفي OFII څخه د ADA (پناه غوښتنوکوته مالي مرستې) د تادیې د پای سند

په اخیره کې تاسو باید دا وټاکئ چې تاسو به له کومې لارې د ایغیسا RSA لپاره غوښتنه ترسره کوئ: آنلاین (درېیم (3) ګام وګورئ) یا په Caf کې د ملاقات د وخت اخیستو له لارې (4 ګام وګورئ).

د لوستلو لپاره: د Refugees.info په پاڼه کې "د سند سکین کول"مالوماتي فایل هم ولولئ، ترڅو خپل اسناد په ډیجیټل ډول ثبت کړئ، که تاسو د انټرنیټ له لارې په انلاین بڼه غوښتنه کول غوره کړئ.

“Scanner un document”

خپل د ګټه اخیستونکي ساحې ته ننوځئ یا د CAF په ویب پاڼه کې یو حساب جوړ کړئ ، په پورته ښي خوا کې "زما حساب" باندې کلیک کولو سره.

> د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه کې د "ثبت نام ترسره کړئ او له CAF سره وصل شئ" په نوم مالوماتي فایل هم ولولئ.

تاسو کولی شئ د خپل France Connect حساب له لارې هم داخل شئ او لاس رسی ولری.

> د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه کې د "د فرانس کونکت له لارې یو سایټ سره وصل کیدل" په نامه مالوماتي فایل هم ولولئ.

مهمه یادونه: که تاسو تر اوسه خپله دایمي د ټولنیز امنیت شمیره نوې ترلاسه کړې (کوم چې د نارینه وو لپاره "1" سره پیل کیږي او "2" د ښځو لپاره)، تاسو کولی شئ د خپل لنډمهاله شمیرې سره (کوم چې د "7" یا "8" سره پیل کیږي ځان وصل کړئ.

په "مرسته او طرزالعملونو" باندې کلیک وکړئ، "د انلاین ګټو لپاره غوښتنه وکړئ"، "مسلکي ژوند"، بیا "د یووالي فعال عواید" او "غوښتنه وکړئ".

پوښتنو ته ځواب ورکړئ، د سمیلیټړ په څیر (لومړی ګام).

مهمه یادونه: د مرستې لپاره د ټولنیز کارکونکي څخه پوښتنه او مرسته غوښتل مه هیره وئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې هرڅه په سمه توګه بشپړ شوي. تاسو کولی شئ د خپل استوګنځي مرکز، یوې اتحادیې یا د ښاروالۍ څخه وپوښتئ چې کوم خدمت کولی شي تاسو سره د انټرنیټ له لارې د ایغیسا RSA غوښتنې او دوسې په بشپړه کولو کې مرسته کولای شي.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: RSA به تاسو ته د هغه نیټې څخه درکړل شي له کومې نیټي څخه چې تاسو خپله دوسیه او غوښتنه سپارلی وي (حتی نیمګړی). که د ټولنیز کارکونکي سره تماس نیولو کې ځنډ اوږد وي، انتظار مه کوئ او په مستقیم ډول د CAF ادارې ته لاړ شئ (۴ ګام).

که تاسو په آنلاین بڼه یا د مو د پوست له لارې خپله دوسیه لیږلې وي،نو په مستقیم ډول 6 مرحلې ته لاړ شئ.

که تاسو غواړئ د CAF ادارې کې د یو مسؤول سره د RSA لپاره غوښتنې ترسره کولو لپاره وخت وټاکئ، لومړی شی دا دی چې سایټ ته لاړ شئ (دلته کلیک وکړئ) او خپل د پتې پوستي کوډ په پورتنۍ ښي خوا کې په "زما CAF" کې ولیکئ.

بیا تاسو کولی شئ د ملاقات وخت ونیسئ:

  • په انټرنیټ کې: د پاڼې په پای کې "موږ سره اړیکه ونیسئ" کلیک وکړئ> "د ملاقات غوښتنه وکړئ"، بیا د ملاقات کولو لپاره ګامونه تعقیب کړئ.
  • د تلیفون له لارې: 32 30 ته زنګ ووهئ (د عادي تلیفون لګښت).
  • په مستقیم ډول په سایټ کې، ستاسو په څنګ کې د CAF ادارې کې، کوم چې تاسو د "استقامت ځای ومومئ" کلیک کولو سره موندلی شئ.

که تاسو په پاریس کې پته لرئ، تاسو کولی شئ په پاریس کې د مرستي او ادغام یو محل ته لاړ شئ. یو مسلکي شخص کولی شي تاسو سره د ملاقات کولو وروسته د RSA لپاره غوښتنې ترسره کولو کې مرسته وکړي.

  • په انټرنیټ کې: دلته کلیک وکړئ ، بیا د خپلې څانګې مربوط مرکز په شمیره او بیا "د RSA غوښتنې لپاره آنلاین ملاقات ټاکل" باندې کلیک وکړئ او هغه نیټه ومومئ چې ستاسو لپاره مناسب وي.
  • د تلیفون له لارې یا مستقیم په محل کې : د مرستي او ادغام لپاره د 7 پاریس ځایونو د تماس او اړیکو توضیحات او مالومات دلته په کلیک کولو سره شتون لري.
مهمه یادونه: په یاد ولرئ چې ټول کاغذي اسناد د ملاقات په ورځ له ځان سره راوړي.

که تاسو د RSA غوښتنه آنلاین کړې وي یا مو د کاف په څانګه کې به حضورې ډول کړې وي، نو مستقیم 6مې مرحلې ته لاړ شئ.

که تاسو نه غواړئ آنلاین درخواست وکړئ او تاسو نشئ کولی د CAF څانګې ته لاړ شئ، تاسو لاهم کولی شئ خپل RSA غوښتنلیک د پوستې له لارې واستوئ.

د دې کولو لپاره، تاسو باید لومړی دا سند بشپړ کړئ:

د RSA یا فعالیت بونس لپاره غوښتنه (فورم 15481*01)

مهمه یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، که تاسو ازاد کارکونکی یا د شرکت خاوند یاست (سوداګر، کسبګر، ازاد مسلک، او نور)، تاسو باید د 15482 فورمه ډکه کړئ (دلته کلیک وکړئ).

که تاسو یا ستاسو شریک د ژوند (خاوند یا میرمن) د 25 کلونو څخه کم وي، تاسو باید دا سند هم ډک کړئ او واستوئ: د 25 څخه کم عمر لرونکي ځوان لپاره تکمیلي غوښتنه (فورم 14130*02)

مهمه یادونه: د چمتو کولو لپاره د اضافي اسنادو لیست د فورمو په وروستي مخ کې دی.

یوځل چې ستاسو دوسیه بشپړ شي، تاسو کولی شئ هغه خپل CAF ته واستوئ. د پوستی پته موندلو لپاره: خپل پوستی کوډ د سایټ په پورتنۍ ښي خوا کې په "Ma Caf" کې ولیکئ، بیا د پاڼې په پای کې "موږ سره اړیکه ونیسئ" کلیک وکړئ. ستاسو د CAF پوستی پته به ښکاره شي.

تاسو به د CAF څخه د ګټه اخیستونکي شمیره (6 عددونه او یو لیک) او یو پټنوم (پاس ورډ) ترلاسه کړئ ترڅو تاسو ته اجازه درکړي چې خپل آنلاین ځای سره وصل شئ.

هرڅومره ژر چې ستاسو دوسیه وسپارل شي (او په ښه ډول بشپړ شوې وي) نو د RSA لومړی لیږد معمولا په راتلونکې میاشت کې ترسره کیږي.

مهمه يادونه: د RSA لومړی تادیه ممکن د ADA مقدار په پام کې ونیسي چې تاسو یې ترلاسه کوئ او ممکن اعظمي مقدار نه وي. مقدار به په هرو 3 میاشتو کې ارزول کیږي، ستاسو سرچینې په پام کې نیولو سره.

که تاسو د غوښتنې څخه 1 میاشت وروسته هیڅ ځواب ترلاسه نکړئ، د تلیفون یا بریښنالیک له لارې کاف CAF سره اړیکه ونیسئ.

او ورپسې څه وکړو؟

په هرو 3 میاشتو کې، تاسو باید خپلې سرچینې او عاید اعلان کړئ.

دا د "سرچینو درې میاشتنۍ اعلامیه" ده. یو جدول باید د هرې میاشتې لپاره د ترلاسه شوي پیسو سره بشپړ شي (معاش، د بیکارۍ ګټې، او نور).

دا CAF ته اجازه ورکوي هغه مرستې محاسبه کړي چې د راتلونکو 3 میاشتو لپاره تاسو ته درکول کیږې.

د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه کې "CAF ته درې میاشتنۍ اعلامیه ورکړئ" مالوماتي فایل هم ولولئ.

مهمه یادونه: کاف CAF ته ستاسو د مسلکي وضعیت، یا کورنۍ وضعیت کې د کوم بدلون په اړه د خپل شخصي ځای (سپیس) کې د "د وضعیت بدلون اعلانول" برخه کې خبر ورکړئ.

د متقابل تعهد یا ژمنې تړون (CER) یا "شخصي پروژه"، یو سند دی چې تاسو یې د ایغیسا RSA لپاره د غوښتنلیک په وخت کولای شئ لاسلیک کړئ.

مهمه یادونه: د متقابل تعهد یا ژمنې تړون لازمي نه دی، دا په سیمو پورې اړه لري. مګر که تاسو دا لاسلیک کړی، تاسو مکلف یاست چې درناوی یې وکړئ.

دا قرارداد د RSA ترلاسه کونکو حقونه او مکلفیتونه وړاندې کوي مګر د عامه بنسټونو هم.

عامه جوړښتونه یا بنسټونه لکه (د کار مندني مرکز Pôle emploi، د پاریس ښار، کاف CAF) مکلف دي چې د مسلکي ټولنیز کارکونکي لخوا شخصي مالتړ تنظیم کړي، ترڅو تاسو سره مرسته وکړي:

  • ستاسومسلکي پروژه جوړه ول،
  • یو کار پیدا کول یا خپل کاروبار یا شرکت رامینځته کول،
  • د ماشوم پاملرنې حل مندل،
  • ستونزې حل کول او ستاسو پوښتنو ته په انفرادي ډول ځواب ویل.

ګټه اخیستونکي حق لري چې هره میاشت مالي مرستې ترلاسه کړي. په بدل کې، تاسو باید:

  • د کار یا روزنې په لټه کې شئ (یو CV جوړ کړئ، غوښتنلیکونه واستوئ، او نور)
  • تاسو د کارموندني مرکز Pôle emploi ویب پاڼه کې خپل مالومات تازه کړئ،
  • غونډو ته راتلل او ګډون کول
  • په هرو دریو میاشتو کې خپلې سرچینې اعلان کړئ.

د RSA ترلاسه کونکي حق لري چې لاندې مرستي ترلاسه کړي:

  • د ټولنیز کارمند څخه ملاتړ ترڅو تاسو سره ستاسو د وضعیت سره مناسب کار موندلو کې مرسته وکړي،
  • د روغتیایی لګښتونو د تادیې لپاره بشپړونکي روغتیا پیوستون (CSS)،
  • په کم قیمت سره یا وړیا عامه ترانسپورت،
  • ورزشي او کلتوري فعالیتونه...
د پاڼې سر

21 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
hugo stéphanhugo stéphanاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
ulugbekulugbekد صفحي پورته برخه
alinalalinalد صفحي پورته برخه
frédérique pharabozfrédérique pharabozد صفحي پورته برخه
nalothmannalothmanد صفحي پورته برخه
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
nour alhindinour alhindiد صفحي پورته برخه
yassin nabelsiyassin nabelsiد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
caroline wittmanncaroline wittmannد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
areknazareknazد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
relorefrelorefایډیټر او کره کتونکی
د صفحي پورته برخه