ኣገደቲ ሓበሬታ
ኣዳላዊ
ናብ ኩሉ ተሳተፍቲ ዝዓለመ
ኩነታት
ኣበይ ?
په فرانسه کې د طب په برخه کې زده کړې بیا پیل کول
እንታዩ’ዩ ?
ایا تاسو په خپل هیواد کې د طب په برخه کې زده کړې پیل کړې، پرته له دې چې پای ته یې ورسوئ؟ تاسو خپلې زده کړې په خپل هیواد کې پای ته رسولي، ولي تاسو غواړئ چې په فرانسه کې یې بیا پیل کړئ ترڅو د فرانسي هیواد ډیپلوم ترلاسه کړئ؟
په دې دوو حالتونو کې، تاسو کولی شئ په مستقیم ډول د دویم کال څخه په فرانسه کې پوهنتون ته درخواست وکړئ (او د دویم دورې وروستۍ کال پورې، ستاسو د زده کړو کچې پورې اړه لري).
د طب په برخه کې د زده کړو موده په رشتي پورې اړه لري:
- طب : دا د بکلوریا یا لیسي څخه د فراغت وروسته، نهه کاله زده کړو ته اړتیا لري ترڅو د یو عمومي متخصص په توګه تمرین کړی. دا له دریو څخه تر څلورو نورو کلونو پورې وخت نیسي چې متخصص شي (جراح، د ماشومانو ډاکټر، او نور).
- (قابله) Maieutics : دا د بکلوریا څخه وروسته پنځه کاله وخت نیسي چې د قابله ګۍ په برخه کې دولتي ډیپلوم ترلاسه کړي.
- د غاښونو ډاکټر : د بکلوریا وروسته شپږ کاله وخت نیسي چې د غاښونو په جراحي کې دولتي دوکتورا ترلاسه کړي او څلور نور کلونه د ارتودونټیسټ (orthodontiste) کیدو لپاره.
- فارماسیست : په درملتون کې د دولتي دوکتورا ترلاسه کولو لپاره د بکلوریا وروسته شپږ کاله وخت نیسي.
تاسو باید لومړی په پوهنتون کې د درخواست یا دوسیې په وړاندې کولو سره (په کال کې یوازي یو ځل) د لومړي دورې دوهم کال ته د ننوتلو لپاره غوښتنه وکړئ . که ستاسو دوسیه ومنل شي، تاسو یو شفاهي ازموینه ترسره کوئ. که تاسو شفاهي ازموینه کې کامیاب شئ، تاسو کولی شئ دویم کال ته داخل شئ یا د لوړ کال لپاره غوښتنه وکړئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: که تاسو داسې اسناد نلرئ چې ستاسو په هیواد کې خپلې زده کړې ثابتې کړئ، تاسو نشئ کولی دا پروسیجر وکاروئ. په ورته ډول، دا په کلکه سپارښتنه کیږي چې لږترلږه په فرانسوي کې د B2 ژبې کچه ولری.
د Réfugiés.info په پاڼه کې "په فرانسه کې د غاښونو مرستیال کیدل" معلوماتي فایل هم ولولئ.
ከመይ ንገብሮ?
تاسو باید د هرڅه دمخه د لومړۍ دورې په دوهم کال کې د نوم لیکنې لپاره غوښتنلیک وړاندې کولو سره پوهنتون ته خپله غوښتنه ورکړئ.
دوسیه باید پوهنتون ته په غوښتل شوي نیټو کې واستول شي. تاسو کولی شئ دلته په کلیک کولو سره به د پوهنتونونو لیست چې د روغتیا کورسونه وړاندیز کوي ومومئ.
> د ا هم ولولئ : د Refugees.info پاڼه کې "د سند د رسمي ژباړې غوښتنه"
که ستاسو دوسیه ونه منل شي، تاسو باید خپله دوسیه راتلونکی کال د دهم ځل لپاره اړوند پوهنتون یا بل پوهنتون کې وړاندې کړئ.
که ستاسو فایل یا دوسیه ومنل شي، نو بیا تاسو باید شفاهي ازموینه ترسره کړئ ترڅو ستاسو داخله نهایي شي (لاندې 2 ګام وګورئ).
یوه کمیټه ستاسو د دوسیه د لومړي دورې د دوهم کال لپاره څیړي. که ستاسو دوسیه ومنل شي، نو تاسو باید ورسته شفاهي ازموینه ترسره کړئ.
که تاسو په شفاهي ازموینه کې ناکام شئ، تاسو باید د بل کال لپاره په اړوند پوهنتون یا بل پوهنتون کې بیا غوښتنه وکړئ.
که تاسو شفاهي ازموینه کې کامیاب شئ، نو تاسو به اړتیا ولرئ د لیکلې پوهې ازموینه ترسره کړئ، ترڅو معلومه کړئ چې تاسو په کوم کال کې نوم لیکنه کولی شئ (لاندې 3 ګام وګورئ).
د شفاهي ازمویني ترسره کولو وروسته، د پوهنتون رییس کولی شي کاندیدان د یو یا ډیرو کلونو له زده کړو څخه معاف او اثتثنا کړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې د طبي روزنې دویم دورې وروستي کال ته مستقیم لاسرسی ومومي، که چیرته د هغوی ډیپلوم او کاري سابقه دا توجیه کړي.
د دې لپاره، کاندید باید د پوهې تصدیق ازموینه په کامیابۍ سره ترسره کړي، چې دا به هغه کال وټاکي چې نوموړی شخص کولای شي نوم لیکنه پکي وکړي.
د دې ازموینې د تنظیم میتودونه د قابله ګۍ (قابلې) په برخه کې د پوهنتونونو یا د روزنې جوړښتونو لخوا ټاکل شوي.
ብድሕሪኡ’ከ ?
د زده کړو او ازموینې لپاره: په پاریس کې د روغتیا کتابتونونو او کتابتونونو لکه ملي کتابتون یا د عامه معلوماتو کتابتون (BPI) په پام کې نیول مه هیروئ.
تاسو کولی شئ د بېلګي په توګه، د RFI savoirs سره آنلاین د روغتیا لپاره فرانسوي تمرین هم وکړئ.
እዚ ፋልይ ጠቓሚ ኮይኑ ዶ ረኺብኩሞ ?
ን ዝተርጎሙን: ርእይቶኦም ዘበርከቱን ኩሎም ነመስግን
14 ናብ ናይ ኣበርከትቲ መደብ ተላኢኹ