د FranceConnect حساب له لارې یو سایټ سره وصل شئ

د FranceConnect حساب له لارې یو سایټ سره وصل شئ

په لنډ ډول
وروستی او تازه معلومات (اپډیت)14 juin 2022

دا څه شی دی؟

فرانس کونکټ FranceConnect تاسو ته اجازه درکوي په وړیا توګه آنلاین خدماتو سره د یو واحد حساب له لارې وصل شئ چې تاسو دمخه لرئ.

دا تاسو ته آنلاین اداري پروسیجرونو ته اسانه لاسرسی درکوي (مالیات، روغتیا، بیکارۍ، پاسپورټ، او نور) او بدون د وخت د ضیاع څخه تاسو خدماتو او اجراآتو ته لاس رسی پیدا کوی.

یادونه: د FranceConnect کارولو لپاره، تاسو باید په فرانسه کې د ټولنیز امنیت مشخصه شمیره ولرئ.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

موقع

ټوله فرانسه

څنګه وکړو؟

1

خپل موجوده حساب غوره کړئ

د دې لپاره چې د FranceConnect سره ونښلول شئ، تاسو باید د دې سایټونو څخه یو حساب جوړ کړئ یا دمخه یې ولرئ، یا یې:

یادونه: دا خورا ممکنه ده چې د دې حسابونو څخه ډیری ولرئ، تاسو به بیا د وصل کیدو لپاره یو له دوی څخه غوره کړئ.

2

د فرانس کونکت له لارې وصل شئ

  • کله چې تاسو غواړئ وصل شئ (د مثال په توګه د مالیاتو سایټ کې، د بیمي Ameli، د کار موندني Pôle Emploi …)، تاسو به یوه خانه ومومئ چې پکې لیکل شوي "د فرانس کونکت له لارې وصل شئ" “S’identifier avec France Connect” . په هغې کلیک وکړئ.
  • بیا تاسو باید د خپل موجوده حسابونو څخه یو غوره کړئ (په لومړي ګام کې ذکر شوي سایټونو څخه). خپل کارن-نوم او پټنوم یا پاسورډ مشخص کړئ.

یادونه: د مثال په توګه، تاسو کولی شئ خپل امیلی (ټولنیز امنیت) پیژندونکي وکاروئ ترڅو د کار موندني Pôle Emploi سایټ سره وصل شئ.

  • یوځل چې تاسو خپل کارن نوم (ایدنتفیان) داخل کړئ ، تاسو باید په "وصل" کلیک وکړئ.
3

وصل کیدل (کونکسون) تایید کړئ

  • یوځل چې وصل شوی، تاسو به وګورئ چې ستاسو نوم د "ښه راغلاست " لیکل شوي سره څرګندیږي.
  • هرکله چې تاسو د فرانس کونکت سره وصل شئ، تاسو به د لاندې لیکل شوي جملي سره یو نیلي خانه ومومئ: " د سایټ نوم ته دوام ورکړئ" "Continuer sur nom du site".

یادونه: د مثال په توګه، که تاسو د "mesdroitssociaux.gouv.fr" سایټ سره وصل شئ، تاسو به "Continue sur mesdroitssociaux.gouv.fr" لیکلی وي.

  • تاسو باید په ساده ډول په دې خانه کلیک وکړئ ترڅو وکوالی شئ خپل حساب ته لاسرسی ومومئ او خپل پروسیجر یا طرزالعمل آنلاین بشپړ کړئ.

او وروسته؟

هر ځل چې تاسو وصل کیږئ، یو امنیتي بریښنالیک ترلاسه کوئ

د امنیتي دلایلو په خاطربه تاسو د فرانس کونکت سره د هرې اړیکې وروسته د خبرتیا بریښنالیک ترلاسه کړئ ترڅو تاسو ته د وصل کیدو خبر درکړي.

یادونه: که تاسو د FranceConnect سره په اړیکه کې ستونزه لرئ، نو داړیکو دا فورمه ډکول مه هیروئ.

ټول شته پروسیجرونه او طرزالعملونه ومومئ

تاسو کولی شئ په لاندې لینک کلیک کولو سره د FranceConnect کې موجود ټول پروسیجرونه ومومئ: https://franceconnect.gouv.fr/nos-services

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
50 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Comité de la Démarche Accessible

Comité de la Démarche Accessible