مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
شرایط
دا چېرته دی ؟
د ازاد نوماند په توګه د موټر چلولو جواز یا لایسنس ترسره لاسه کولو ازموینه ترسره کړئ
دا څه دي ؟
د B کجې جواز تاسو ته اجازه درکوي په فرانسه کې په قانوني توګه واړه موټر یا کمونیت (واړه بارداره موټر) وچولوی. ازموینه په دوو برخو کې ترسره کیږي: نظري ازموینه (د ترافیکي قوانینو کوډ") او د موټر چلولو عملي ازموینه.
تاسو کولی شئ د کوډ ازموینه د "ازاد نوماند" په توګه واخلئ (پرته له دې چې د موټر چلولو ښوونځي ته لاړ شئ) په ځانګړي توګه که تاسو نه غواړئ د موټر چلولو ښوونځي د روزنې لګښتونه ورکړئ. نو تاسو باید پخپله د موټر چلولو تمرین وکړئ.
>> د Réfugiés.info فایل وګورئ: "د موټر چلولو جواز د موټر چلولو ښوونځي سره ترسره کړئ"
یادونه: که تاسو دمخه په خپل اصلي هیواد یا بل هیواد کې د موټر چلولو جواز ترلاسه کړی وي، نو دا ممکنه ده چې د فرانسوي جواز سره د خپل مخکني لایسنس د تبادلې غوښتنه وکړئ، پرته لدې چې ازموینه دوهم ځل ترسره کړئ. په هرصورت، دا په ټولو بهرنیو هیوادونو باندې نه پلي کیږي. په دې پاڼه کې د موټر چلولو جوازونو د تبادلې ټول شرایط ومومئ.
د B جواز یا لایسنس ترلاسه کولو او یوازې یا تنها موټر چلولو وړتیا لرلو لپاره، تاسو باید 18 کاله یا ډیر عمر ولرئ. په هرصورت، د جواز غوښتنه د 16 کلنۍ څخه کیدی شي (یا 15 کلنۍ څخه د موټر چلولو دمخه زده کړې تمرین کولای شي).
د B جواز تاسو ته اجازه درکوي چې هغه موټر وچلوی چې وزن یې له 3.5 ټنو څخه ډیر نه وي او اعظمي حد یې 9 څوکۍ ولري. دا اجازه یا لایسنس ممکن په ځینو مواردو کې د 2 یا 3 ټیرنو نقلیه وسایلو، لکه (موټرسایکل، سکوټر) چلولو اجازه هم ورکړي.
دا معلوماتي پاڼه به تاسو ته تشریح کړي چې څنګه د یو خپلواک یا ازاد نوماند په توګه د ازموینې (کوډ + عملي) لپاره ځان ثبت او چمتو کړئ.
څنګه یې وکړو ؟
د ازموینې لپاره د چمتو کیدو او نوم لیکنې لپاره تاسو باید (د قانوني عمر اړتیا سربیره) لاندې شرایط هم پوره کړئ:
- تاسو باید د ASSR 2 یا ASR لرونکې یاست که چیرې دا ستاسو لومړۍ ځل وې چې تاسو لایسنس اخلی او تاسو له 1988 څخه وروسته زیږیدلی یاست؛
- که تاسو معیوبیت یا معلولیت لرئ د "چلولو لپاره مناسب" طبي سند ولرئ؛
- د اروپا د اقتصادي سیمې تبعه اوسئ او په فرانسه کې لږترلږه د 6 میاشتو لپاره د شخصي او یا مسلکي کار له کبله استوګن یاست، یا که تاسو اروپایی تبعه نه یاست، تاسو باید لږترلږه د 6 میاشتو لپاره په فرانسه کې اوسیږئ او د اوسیدو معتبر جواز ولرئ.
یادونه: ASR (د سړک خوندیتوب سند) یوه وړیا، لنډه او ساده ازموینه ده چې د 20 پوښتنو څخه جوړه ده چې ستاسو د سړک خوندیتوب عمومي پوهه تصدیق کوي. هغه ځوانان چې په نهم ټولګي کې زده کونکي وي باید دا ازموینه ترسره کړي، دا د 2 کچې د سړک خوندیتوب ښوونځي سند نومیږي (Attestation Scolaire de Sécurité Routière de niveau 2).
که تاسو دا شرایط پوره کړئ، نو تاسو به د جواز دوسیې شمیرې ته اړتیا ولرئ: همغږي شوي پریفیکټورل راجسټریشن شمیره ( NEPH ). غوښتنه د ANTS په ویب پاڼه کې آنلاین ترسره کیدای شي.
>> په دې لینک کلیک وکړئ د تعقیب لپاره طرزالعمل ومومئ.
تاسو کولی شئ د ترافیکي قوانینو کوډ ازموینه ترسره کولای شئ، که تاسو:
- د 15 کلنۍ څخه که تاسو اراده لری چې په راتلونکې کې د موټر چلولو زده کړئ ترسره کړئ،
- د کلاسیک فارمول لپاره د 16 کلنۍ څخه.
د ازاد یا خپلواک نوماند په توګه کوډ ترسره کولو لپاره، تاسو دوه اختیارونه لرئ:
>> د غیر فرانسوي ویناوالو لپاره د ساحو (DDT یا DDTM) د ریاست مسؤل کې ازموینه واخلئ
که تاسو په فرانسوي ښې خبرې نه شئ کولای، تاسو کولی شئ د کوډ د تصویب لپاره په ځانګړو غونډو کې برخه واخلئ. تاسو کولی شئ د ازموینې په ورځ په خپله مورنۍ ژبه ژباړونکي ته زنګ ووهئ. دا خدمت ستاسو مسؤلیت دی. ژباړن باید " رسمي " تصدیق لرونکی وي (د Refugees.info فایل وګورئ) . د دې لپاره، د خپلې څانګې DDT سره اړیکه ونیسئ.
>> د عامه امتحان په مرکز کې ازموینه واخلئ.
که تاسو ژباړونکي ته اړتیا نلرئ، تاسو کولی شئ په یوه منل شوي مرکز کې نوم لیکنه وکړئ. تاسو کولی شئ په هر ښار کې د 5 تایید شویو یا مجاز مرکزونو څخه خپل مرکز په غوره کولو سره ازموینه واخلئ، او په مستقیم ډول د دوی ویب پاڼې له لارې ځان ثبت کړئ:
- (1) La Poste → https://www.lecode.laposte.fr/passermonexamenducodeaveclaposte
- (2) Société SGS → https://www.objectifcode.sgs.com
- (3) Dekra → https://www.le-code-dekra.fr
- (4) Pearsons VUE →https://pointcode.fr
- (5) Bureau Veritas → https://codengo.bureauveritas.fr/portal
یادونه: د نوم لیکني لګښت €30 یورو ده. که تاسو د کوډ یا ترافیکي قوانینو په ازموینه کې ناکام شئ، تاسو باید دا پیسې دوهم ځل هم ورکړئ. تادیه د تصدیق شوي یا مجاز مرکز په سایټ کې آنلاین کیږي.
د ازموینې مرکز چې تاسو غوره کړی ستاسو نوم لیکنه تاییدوي او تاسو ته بلنه درکوي.
مخکې له دې چې د ازموینې پیل پیل کړئ، تاسو باید خپل د ملاقات وخت اخیستني ورقه او د پیژندنې یو معتبر سند وړاندې کړئ (یا له 2 کلونو څخه کم وخت تیر شوی وي).
د لویې لارې یا ترفیکي قوانینو کوډ ازموینه ترسره کول د موټر چلولو عملي ازموینې لپاره لازمي دي. تاسو باید د یوولسو لویو موضوعاتو په اړه 40 څو انتخابي پوښتنو ته ځواب ووایاست (مثالونه: د پارکینګ قواعد، ترافیکي لوحي، لید، او نور). تاسو باید لږترلږه 35 سم ځوابونه ترلاسه کړئ ترڅو ازموینه کې بریالي شئ.
- تاسو کولی شئ د آنلاین موټر چلولو ښوونځي کې د کوډ روزنې ته د لاسرسی کورس واخلئ او د ازموینې لپار په انلاین توګه تمرین او امادګي ترسره کړئ.
- تاسو کولی شئ د سړک خوندیتوب سایټ کې د 24 پوښتنو ځوابولو هڅه کولو سره خپله پوهه و ازموئ.
- د Mon auto-école à la maison یوټیوب چینل د کوډ د زده کړې لپاره د مختلفو موضوعاتو په اړه معلومات هم وړاندې کوي.
کله چې تاسو د ازمویني لپاره ځان اماده او چمتو احساس کوئ، تاسو کولی شئ د ژباړونکي سره یا پرته د ازموینې د وخت غوښتنه وکړئ.
ستاسو د کامیابۍ په هیله !
تاسو کولی شئ د موټر چلولو په ښوونځي کې د موټر چلولو ساعتونه واخلئ که تاسو وغواړئ.
تاسو کولی شئ د یو خپلواک نوماند په توګه د خپل یو خپلوان سره ازموینې ته ځان چمتو کړئ. دا همداسي ده لکه تاسو چې د یو ملاتړ کونکي سره تمرین او چمتوالی نیسئ. مګر تاسو د درناوي لپاره لږترلږه فاصله یا موده نلرئ. لاندې یو شمیر موارد یاد شوي چې درناوی یې باید وشي:
- تاسو نشئ کولی یوازې موټر وچلوئ
- ستاسو لارښود یا ملاتړ کونکی باید لږترلږه د 5 کلونو لپاره د B جواز ولري،
- هغه باید د لارښود یا ملاتړ کونکي سند ولري چې د موټر چلولو ښوونځي کې د 4 ساعتونو روزنې وروسته ترلاسه کیدی شي،
- موټر باید بیمه شي،
- تاسو باید د موټر شاته یوه نښانه ولګوئ چې د "A" (= زده کونکي) د نښې استازیتوب کوي، ترڅو نور چلوونکي پوهه شي چې تاسې تازه موټر زده کوی.
- کله چې تاسو موټر چلوی، تاسو باید خپل د زده کړې کتابچه او د موټر چلولو جواز لپاره ستاسو د نوملیکني سند له ځان سره ولرئ (د کنترول په صورت کې یې باید وښودل شي).
یادونه: په یاد ولرئ، تاسو باید د کوډ ترلاسه کولو څخه ورسته 5 کلونو کې عملي ازموینه ترسره کړئ.
د جواز یا لایسنس ترسره کولو لپاره، تاسو باید د ګیر لرونکي او اتوماتیک موټر ترمنځ یو انتخاب کړئ.
یادونه: د اتوماتیک ګیر لرونکي موټر چلولو لپاره، د روزنې موده لږترلږه 13 ساعته ده. د دې جواز یا لایسنس په درلودو سره، تاسو به د "لاسي" ګیر لرونکي موټر نه شئ چلولای.
یوځل چې تاسی کوډ په کامیابۍ سره ترسره کړئ، او تاسو د عملي ازمویني لپاره ځان چمتو احساس کوئ، تاسو کولی شئ د لایسنس عملي ازموینه ترسره کړئ.
- که تاسو د دې څانګو څخه په یوه کې ژوند کوئ:
Ain, Allier, Alpes-Maritimes, Alpes-de-Haute-Provence, Ardèche, Ariège, Aude, Aveyron, Bouche-du-Rhône, Cantal, Corrèze, Creuse, Drôme, Gard, Gers, Gironde, Hautes-Alpes, Haute-Garonne, Haute-loire, Hautes-Pyrénées, Haute-Savoie, Haute-Vienne, Hérault, Isère, Landes, Loire, Lot, Lot-et-Garonne, Lozère, Puy-de-Dôme, Pyrénées-Atlantiques, Pyrénées-Orientales, Rhône, Savoie, Tarn, Tarn-et-Garonne, Var, Vaucluse,*
>> تاسو کولی شئ د RdvPermis د سړک خوندیتوب پلیټ فارم ته لاړ شئ او خپل د عملي ازموینې وخت پخپله ریزرف کړئ، ددې کار لپاره تاسي باید یو حساب جوړ کړئ که چیرې تاسو د موټر چلولو ښوونځی سره ثبت نه یاست.
- په نورو څانګو کې، تاسو باید په سیمه ایزه توګه د اړونده خدماتو سره په تماس کې شئ او د عملي ازموینې لپاره د نیټې غوښتنه وکړئ:
- یا هم پریفیکتور کې
- یا د ډیپارټمنټ ریاست چې د سیمو مسؤل دی (DDT یا DDTM)
د ازموینې په ورځ، تاسو باید د دوه ګوني کنټرول یا سیستم سره مجهز موټر چمتو کړئ چې د مقرراتو سره سمون ولري. که تاسو یې نلرئ، تاسو کولی شئ د ازموینې لپاره یو کرایه کړئ.
ازموینه شاوخوا 30 دقیقې دوام کوي، د موټر چلولو مرحله لږترلږه 25 دقیقي وخت نیسي. تاسو باید یو څو تمرینونه (پارکینګ، او نور) ترسره کړئ او یو څو پوښتنو ته ځواب ووایاست.
تاسو به د یو خپلواکه ارزونکي لخوا ارزول کیږي چې تاسو سره به په موټر کې شتون ولري او تاسو ته به د 31 نمرو څخه نمرې درکړي. په ازموینه کې د بریالي کیدو لپاره، تاسو باید 20 یا ډیرې نمرې ترلاسه کړئ او د له منځه وړلو کومه تېروتنه ونه کړئ (مثالونه: د دوامداره کرښې څخه تیریدل، کیڼ اړخ ته موټر بیولل، د تمځای نښې ته درناوی نه کول، او داسې نور).
یادونه: د لویې لارې یا ترافیکي قوانینو د کوډ خلاف، دا ممکنه نه ده چې جواز د ژباړونکي سره ترسره شي او هغو کسانو لپاره چې په فرانسوي ژبه خبرې نکوي هیڅ نوع اضافي امکانات شتون نلري. نو دا به اړینه وي چې د لوی لارې کوډ دقیق لغتونه وپیژني ترڅو ارزونکی یا امتحان اخیستونکی د امکان تر حده پوه شي.
په هرصورت، تاسو کولی شئ د یو خپلوان لخوا ملاتړ شئ چې لږترلږه د 5 کلونو لپاره د موټر چلولو جواز لري. دا یوازې د Rdvpermis سایټ لخوا پوښل شوي څانګو (*) کې ممکنه ده. ستاسو ملاتړ کونکی شخص باید د ازموینې په ورځ د دې ځانګړي ملګري سند بشپړ کړي او راوړي.
او ورپسې څه وکړو؟
تاسو کولی شئ پایلې د ازموینې څخه 48 ساعته وروسته د سړک خوندیتوب ویب پاڼه کې آنلاین وګورئ.
- که پایله " منفي " وي (د 20 نمرو څخه ښکته او/یا د خارجیدو خطا ترسره شوې وي)، تاسو باید ازموینه دهم ځل ترسره کړئ او نوې نیټه وټاکئ.
- که پایله " مثبته " وي (لږترلږه 20 نمرې او هیڅ له منځه وړلو خطا)، تاسو بریالي شوي یاست، مبارک! بیا تاسو کولی شئ د خپل موټر چلونکي جواز ازموینې سند (CEPC) ډاونلوډ کړئ.
یادونه: د پیژندنې یا هویت سند سره، دا سند تاسو ته اجازه درکوي چې د ازموینې له ورځې څخه د 4 میاشتو لپاره موټر وچلوی.
که تاسو بریالي شوي یاست، تاسو کولی شئ د ANTS ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو د موټر چلولو جواز جوړیدو غوښتنه وکړئ. تاسو کولی شئ د خپل جواز جوړیدل او لیږلو پروسه آنلاین تعقیب کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
10 مرسته کونکي فعالیت کوي