مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
د ټولنیز کارمند سره د ملاقات وخت اخیستل
دا څه دي ؟
د ټولنیز خدماتو همکار (ASS) ، چې د ټولنیز کارمند په نوم هم یادیږي چې له هغو خلګو سره مرسته او همکاري کوي چې له مالي، ټولنیزو، روغتیايي او یا رواني ستونزو سره مخ یي.
دا ټولنیزکارمند کولی شي تاسو ته مشوره درکړي، د مرستې لپاره ستاسو په غوښتنو کې مرسته وکړي او اړونده خدماتو ته ستاسولارښوونه وکړي کوم چې کولی شي ستاسو اړتیاوې پوره کړي.
یو همکار کولی شي ، د مثال په توګه ، له تاسو سره د ټولنیز هستوګنې (logement social) یا ټولنیزې مالي مرستې (aide sociale) غوښتنه کولو او دوسیه جوړولو کې مرسته وکړي، لکه فعاله ټولنیزې مرستې (RSA) ته تقاضا کول، دنده موندل، روغتیایی خدماتو ته لاسرسی پیدا کول...
خپل ټولنیز همکار څنګه ومومئ؟
تاسو کولی شئ په لاندې ځایونو کې ټولنیز کارکونکي ومومئ:
- ستاسو د ښاروالۍ د ټولنیزو فعالیتونو په مرکز (CCAS) کې؛
- ستاسو د څانګې یا ساحوې شورا کې؛
- تاسو ته نږدې د کورنیو لپاره د مالې مرستې صندق (CAF) په مرکز کې؛
- همدارنګه په ځانګړو تاسیساتو کې هم مندلی شئ، لکه ستاسو د ټولنیز امنیت مرکز (CPAM) ، د پاملرنې تاسیسات، د ټولنیزو مرستو اداره CROUS، طبی او ټولنیز تاسیسات، اصلاحي تاسیسات ، ښوونځي ، د معلولینو ریاست څانګه ، سیمه ایز ماموریتونه ، اوداسي نور.
د مثال په توګه ، CCAS او ډیپارټمنټ شورا تاسو ته د عمومي ملاتړ وړاندیز کوي، پداسې حال کې چې Caf به له تاسو سره ستاسو د کورنۍ پورې اړوند مسایلو او اجراآتو کې مرسته وکړي. د ټولنیز امنیت مرکز به له تاسو سره صحي خدماتو ته د لاسرسي او روغتیایي مرستې ترلاسه کولو کې مرسته او ملاتړ وکړي. پداسې حال کې چې ځایی ماموریتونه کولی شي د دندې په لټه کې له ځوانانو سره په کارمندنه کې مرسته او ملاتړ وکړي، او داسې نور.
څنګه یې وکړو ؟
د CCAS یا ډیپارټمنټ شورا موندلو لپاره، تاسو باید په لاندې پته د عامه خدماتو لارښود ته لاړ شئ:
https://lannuaire.service-public.fr/
- که تاسو د CCAS په لټه کې یاست ، د لارښود په لینک باندې کلیک وکړئ او د لټون خانه کې یې په ګوته کړئ "څوک؟ / څه؟ " د "ښاروالي" “Mairie” کلمه ، بیا د ښاروالۍ پوستي کوډ په "چیرې؟" بکس کې مشخص کړئ.
د خپل ښار د ښاروالۍ په لینک کلیک وکړئ او د ښاروالۍ پته او معلومات ترلاسه کړئ. - که تاسو د ساحوې (ډیپارټمنت) شورا په لټه کې یاست، په "څوک؟ / څه؟ "، خانه کې "Conseil départemental "او بیا د "چیرې؟ " بکس کې د خپلې څانګې نوم ولیکئ.
د خپلې څانګې شورا لپاره لینک باندې کلیک وکړئ. بیا به تاسو د هغه د تماس تفصیلات ومومئ.
د CAF لپاره ، تاسو باید په لاندې پته د CAF ویب پاڼې ته لاړ شئ: https://www.caf.fr/
- د کاف په صفحه کې باید خپل د هستوګنې د ځای پوسټ کوډ د صفحې په پورته ښیې خوا ته "زما کاف" “Ma Caf” بکس کې په نښه کړئ.
د صحفې په ښي خوا کې یو څه ښکته "زما Caf سره اړیکه نیول" “Contacter ma CAF” اپشن شتون لرې اوهمدارنګه "موږ سره اړیکه ونیسئ" “Nous contacter” په اپشن کلیک کولو سره به د خپل مربوطه کاف د تلیفون شمیره او بريښنالیک ترلاسه کړئ.
تاسو باید اوس زنګ ووهئ یا هغه ځای ته لاړ شئ چیرې چې ستاسو CAF ، ډیپارټمنټ کونسل یا شورای یا CCAS موقعیت لري ترڅو ومومي چې څنګه د ټولنیز کارمند سره د ملاقات وخت ونیسي.
هلته کیدای شي د وړ او باصلاحیته خدماتو او ادارو په اړه لازم معلومات ترلاسه کړای شئ له کومو سره چې تاسو غواړئ د ملاقات وختونه واخلئ.
او ورپسې څه وکړو؟
کله چې د ټولنیز کارمند سره د لیدنې په نیټه او وخت پریکړه وکړئ، نو تاسو باید په خپل وخت سره خپل ملاقات ته حاضرشئ. پدې ناسته کې تاسو کولی شئ هغه ته خپلې ستونزې چې ورسره مخ یاست ووایاست.
ټولنیز کار کونکی ممکن دپورته اسنادو غوښتنه د جلسې په پیل کې وکړي.
د مرکې په جریان کې به ټولنیزکارکونکی ستاسو د وضعیت او ستاسو د شخصي شرایطو په هکله تفصلې معلومات ترلاسه کړې. بیا به هغه تاسو سره په اړونده اجراآتو کې مرسته وکړي، مناسبو خدماتوته چې ستاسو له اړتیاو سره سمون خورې لارښوونه وکړي او ستاسو ستونزو ته به د حل لارې ومومي.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي