کاف CAF ته د خپلو سرچینو او عایدو درې میاشتنۍ خبر ورکړئ

کاف CAF ته د خپلو سرچینو او عایدو درې میاشتنۍ خبر ورکړئ

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)17 mai 2022

دا څه شی دی؟

په هرو 3 میاشتو کې، هر هغه څوک چې د AAH (معلول بالغ الاؤنس یا مالي کومک)، RSA (فعال پیوستون عاید یا مالي کومک) یا د فعالیت اضافي مرسته (prime d’activité) ترلاسه کوي باید خپلې سرچینې د کورنیو تخصیصي صندوق CAF (Caisse d'Allocations Familiales) ته اعلان کړئ.

یادونه: دا هم ولولئ: د Refugees.info پاڼه کې "د کاف CAF لپاره راجستر کول" معلوماتي فایل هم ولولئ.

دې طرزالعمل یا کړني ته د " سرچینو درې میاشتنۍ اعلانول " ویل کیږي. یو جدول باید د هرې میاشتې لپاره چې غوښتل شوي وي، د ترلاسه شوي پیسو سره بشپړ شي (معاش، د بیکارۍ ګټې، او نور). دا کار د کاف CAF ادارې ته اجازه ورکوي چې هغه مالي تخصیص یا مالي مرستي محاسبه کړي چې په راتلونکو 3 میاشتو کې تاسو ته درکول کیږي.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله

څنګه وکړو؟

1

د کاف CAF غوښتنې ته انتظار وکړئ

په هرو 3 میاشتو کې، کاف CAF تاسو ته یو بریښنالیک لیږي ترڅو تاسو ته خبر درکړي چې تاسو باید خپلې سرچینې اعلان کړئ، ستاسو د کاف CAF حساب کې ستاسو شخصي ځای یا اکونټ ته د انټرنیټ لینک سره.

یادونه: پیغام سمارټ یا ګرځنده تلیفون ته د CAF اپلیکیشن له لارې هم لیږل کیږي.
> د اپل سټور (ایپل) ډاونلوډ لینک
> د Play Store (Android) ډاونلوډ لینک

په آنلاین توګه د عایدو اعلامول د راتولونکي میاشتي څخه د Mon compte Caf.frحساب ځای کې د ټاکل شوي مودې لپاره شتون لري.
بېلګه: د مارچ-اپریل-می میاشتو لپاره د اعلان لپاره، اعلامیه یا د سرچینو د معلوماتو خبر ورکول د جون څخه شتون لري.

يادونه: تاسو باید د خپلو سرچینو اعلام او معلومات په ټاکلي موده او نيټه ترسره کړئ.

2

د اعلامیې فورمه ډکه کړئ

د سرچینو د اعلام کول په آنلاین یا کاغذ کې بشپړه کیدی شي. د دریو کالمونو یا خانو سره یوه فرمه شتون لري چې باید بشپړه شي (د هرې میاشتې لپاره یو کالم یا خانه غوښتل شوی).

تاسو باید هغه معلومات بشپړ کړئ چې ستاسو د وضعیت سره سمون ولري:

  • ستاسو د معاش دقیق مقدار،
    د خپل تادیاتو سلیپ یا رسید څخه "د مالیې دمخه د تادیې وړ خالص مقدار" ولیکئ (د پاڼې په پای کې)، د هغې میاشتي چې تاسو ترلاسه کړې (که تاسو په اپریل کې خپل د مارچ معاش ترلاسه کړی وي، په اپریل کې یې اعلان کړئ)
  • ستاسو د بیکارۍ ګټې چې د کار موندني Pôle Emploi لخوا تادیه کیږي،
  • د ماشوم د ملاتړ لپاره مالي مرسته،
  • په "نورو منابعو" کې، تاسو باید خپل د روزنې تخصیص اضافه کړئ که تاسو په روزنه یا زده کړه کې یاست، ستاسو د ستاج تخصیصونه، د کار د پریښودو یا د تړون پای بونس یا اضافي عاید، د ورځني ټولنیز امنیت تخصیص که تاسو کار کوئ او د ناروغۍ په رخصتۍ یا د ماشوم د زیږون په رخصتۍ کې یاست.

همدارنګه په یاد ولرئ چې د هغو خلکو سرچینې اعلان کړئ چې ستاسو سره ژوند کوي: خاوند، میرمن، ماشومان.

که تاسو په دې موده کې هیڅ عاید نه وي ترلاسه کړی، د پاڼې په پای کې "سرچینې نلرل" خانه په نښه کړئ.

یادونه: د سرچینو دا اعلامیه د سمارټ یا ګرځنده تلیفونونو لپاره د CAF غوښتنلیک یا اپلیکیشن کې بشپړ کول اسانه دي.

هرڅه چې تاسو ترلاسه کړي وي ویې لیکئ، هیڅ شی مه هیروئ! ولي دا اړینه نده چې تاسو هغه مالي مرستې چې تاسو یې د کاف CAF څخه ترلاسه کوئ ولیکئ.

او وروسته؟

د کاف CAF اټکل او ارزوني لپاره انتظار وکړئ

د هغو منابعو پر بنسټ چې تاسو یې کاف ته اعلان کړی، کاف CAF به تاسو ته د هغه تخصیص یا مالي مرستي مقدار په اړه معلومات درکړي چې تاسو به یې د راتلونکو 3 میاشتو لپاره ترلاسه کوئ.

ستاسو د سرچینو اعلانولو او ستاسو په کاف CAF حساب کې راجستر کولو وروسته، تاسو به یو بریښنالیک ترلاسه کړئ چې ستاسو د سریچینو د اعلامولو اجراآتو ترسره کیدل تاییدوي.

که تاسو د خپلو سرچینو په بیان یا معلوماتو کې غلطي کړې وي

که تاسو په خپله اعلامیه کې تېروتنه کړې وي، تاسو باید سمدلاسه د کاف CAF ادارې ته خبر ورکړئ.

  • که چیرې تېروتنه د شخصي ژوند (کورنۍ، ماشومان، کور، او نور) یا مسلکي ژوند (نوي دنده، د دندې ضایع، او نور) پورې اړه ولري: زه خپل حساب سره وصل کیږم> د معلوماتو د بدلون برخې ته ورشئ.
  • که تېروتنه د سرچینو په اړه وي: زه زما حساب سره وصل کیږم> برخه زما کیف سره اړیکه ونیسئ> بریښنالیک واستوئ.

که تاسو د حساب ورکولو دمخه د کاف CAF څخه پیسې ترلاسه کړې وي، تاسو یې باید بیرته تادیه کړئ.

یادونه: خبرداری: که کاف CAF وښيي چې تاسو په عمدي توګه غلط بیاني یا غلط معلومات ورکړې، دا درغلۍ ده او تاسو به جریمه شئ (د شکایت ثبتول، مالي جریمه).

که تاسو د سرچینو اعلام د ټاکل شوې مودې څخه ورسته ثبت کړئ

که تاسو د پای نیټې له پای ته رسیدو دمخه خپله اعلامیه او معلومات ورنکړئ، ستاسو د مرستې تادیه ممکن په لنډمهاله توګه ودرول شي. بیا تادیه د درې میاشتنۍ اعلامې او معلوماتو له رسیدلو وروسته میاشت کې دوباره پیل کیږي.

د خپل وضعیت بدلون اعلان کول مه هیروئ

په خپل شخصي ځای یا اکونټ کې ستاسو د کورنۍ وضعیت کې بدلونونه اعلان کړئ پرته له دې چې درې میاشتنۍ اعلامیې ته انتظار وکړئ. "زما حساب" سره وصل شئ او خپل وضعیت تازه کړئ (نوی دنده، د کور څخه نقل مکان، د ماشوم زیږون، واده، ستاسو په کورنۍ کې د یو کس راتګ یا اضافه کیدل).

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
46 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Comité de la Démarche Accessible

Comité de la Démarche Accessible