مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
شرایط
دا چېرته دی ؟
د فعالیت بونس یا اضافي مالي مرستي لپاره غوښتنه وکړئ
دا څه دي ؟
د فعالیت بونس د عاید ضمیمه ده چې د CAF (د کورنۍ د تادیې فنډ) لخوا تادیه کیږي، کوم چې کار کول یا کار ته بیرته ستنیدل هڅوي.
دا مرسته لاندې کسانو ته ورکول کیږي:
- د مسلکي فعالیت ترسره کول (تنخواه یا ځان ګمارکونکي هغه کسان چې شخصي کاروبار په مخ وړي) یا د بیکارۍ لخوا اغیزمن شوي (جزوي یا تخنیکي)،
- او د کمو مالي سرچینو لرونکي کسان.
د دې محاسبه د سرچینو د "درې میاشتنۍ" اعلامیې پر بنسټ ترسره کیږي (په هرو دریو میاشتو کې).
اضافي مالي مرسته هره میاشت تادیه کیږي.
یادونه: د فعالیت بونس ستاسو د ټولو سرچینو (د کاف CAF د نورو ګټو یا مرستو په شمول) او ستاسو د کورنۍ د نورو غړو په اساس حساب کیږي.
د ځانګړو شرایطو لاندې او ستاسو د سرچینو پورې اړه لري، دا د RSA (فعال پیوستون عاید) سره ضمیمه کیدی شي.
>> دا هم ولولئ: زموږ معلوماتي فایل Réfugiés.info "RSA غوښتنه وکړئ".
څنګه یې وکړو ؟
د فعالیت بونس مستحق کیدو لپاره، تاسو باید لاندې درې شرایط پوره کړئ:
- مسلکي فعالیت ولري (معاش یا له معاش نه پرته) او ټیټ عاید ولري،
- په فرانسه کې په "باثباته او مؤثره" ډول اوسېدل،
- یادونه: په فرانسه کې په "باثباته او اغیزمن" ډول اوسیدل پدې معنی دي چې تاسو باید د یو کال په جریان کې له فرانسې څخه بهر د 3 میاشتو څخه ډیر پاتې شوي نه یاست. که تاسو د 3 میاشتو څخه ډیر په بهر کې پاتې شوي یاست، تاسو کولی شئ یوازې د هغو میاشتو په مقابل کې اضافي مالي مرسته ترلاسه کړئ چئ په فرانسه کې په بشپړ ډول مو تیرې کړې وي.
باثباته او اغېزمن استوګنځی په دې معنی نه دی چې باثباته/ ثابت استوګنځای ولري. تاسو کولی شئ د فعالیت بونس لپاره غوښتنه وکړئ که تاسو بې کوره یاست او په فرانسه کې دایمي ژوند کوئ. ورسته تاسو باید د اوسیدني ځای یا ادرس ځان ته پیدا کړئ، د بیلګې په توګه د CCAS سره (د ټولنیز عمل لپاره د ښاروالۍ مرکز). - په منظم استوګنځي کې اوسئ.
یادونه: د "منظم استوګنې" شرایط چې باید پوره شي ستاسو په تابعیت پورې اړه لري (اروپایي یا د بل هیواد څخه بهرنی):
- که تاسو د یو اروپایي هیواد اوسیدونکی یاست، تاسو باید په فرانسه کې د پاتې کیدو حق ولرئ او د غوښتنلیک په وخت کې لږترلږه 3 میاشتې په هیواد کې اوسیدلي یاست.
- که تاسو اروپایی نه یاست، د مهاجرت اسناد درلودل د دې لپاره کافي دي چې تاسو قانوني اوسیدونکي یاست.
د غوښتنې کولو دمخه، که تاسو وغواړئ ، تاسو کولی شئ د مالي مرستې اندازه چې تاسو یې ترلاسه کولی شئ، د CAF "سیمیلیټر" له لارې دلته کلیک کولو سره ترسره کړئ.
په هغه کټګورۍ کلیک وکړئ چې ستاسو اړوند وي:
- د "ګټه اخیستونکو" "allocataires" فورمه (که تاسو دمخه د CAF سره راجستر شوي یاست)
- یا د "غیر ګټه اخیستونکو" فورمه (که تاسو د CAF سره راجستر نه یاست).
یادونه: دا هم ولولئ: زموږ د Refugees.info پاڼه کې "د کورنۍ د تادیې فنډ (CAF) لپاره راجستر کیدل "
ټول غوښتل شوي معلومات ډک کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې "0" شمیره ستاسو د سرچینو سره تړل شوي بکسونو کې واچوئ، که تاسو "0 یورو" ترلاسه کوئ.
یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې ورکړل شوې مقدار "تخمیني" ارزښت لري، د بیلګې په توګه، هغه حقیقي مقدار چې تاسو یې ترلاسه کوئ ممکن ټیټ یا لوړ وي!
د فعالیت بونس لپاره غوښتنه کولو لپاره، تاسو باید بیا د CAF ویب پاڼې ته لاړ شئ دلته په کلیک کولو سره.
یادونه: که تاسو د طرزالعمل په ترسره کولو کې مرستې ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ مستقیم خپل ځای ته نږدې CAF ته لاړ شئ. هلته به یو مشاور وکولای شي چې ستاسو سره مرسته وکړي او هغه به ستاسو حقونه تایید کړي او له تاسو سره به اړین ګامونه او اجراآت ترسره کړي.
په سایټ کې دوه اختیارونه وړاندیز کیږي:
- که تاسو د CAF سره راجستر یاست، "تاسو ګټه اخیستونکي یاست (...) دلته کلیک وکړئ" کلیک وکړئ، او لارښوونې تعقیب کړئ (په دې حالت کې، کړنلاره به چټکه وي).
- که تاسو د CAF سره راجستر نه یاست ، "تاسو ګټه اخیستونکي نه یاست (...) دلته کلیک وکړئ"، بیا "RSA او فعالیت بونس"، "فعالیت بونس" بیا "غوښتنه وکړئ" باندې کلیک وکړئ او د فورمې پاڼه ډکه کړئ. وروسته پاڼه مهرباني وکړئ لږترلږه بکسونه د نیلي "ستوري" سره ډک کړئ!
تاسو باید د فارم ډکولو لپاره ځینې اسناد ولرئ:
- ستاسو د هویت سند یا پاسپورت،
- د "BIC" او "IBAN" بڼه کې د بانکي حساب بیان (که تاسو لاهم د CAF ګټه اخیستونکي نه یاست). په حقیقت کې، د فعالیت بونس په بانکي حساب یا د سپما حساب کې تادیه کیږي. له همدې امله تاسو باید د خپل RIB چمتو کولو لپاره یو ولرئ، که تاسو دا نلرئ، تاسو کولی شئ د مثال په توګه د بانک بوستال (Banque Postale) دفتر ته لاړ شئ او یو بانکي حساب خلاص کړئ.
- د استوګنې ثبوت (هغه سند چې ستاسو پته په ګوته کوي)
- د کورنۍ ټولې سرچینې د 3 میاشتو لپاره ستاسو د فعالیت بونس لپاره د غوښتنلیک دمخه (د معاش سلیپونه، مختلفي مرستې ترلاسه شوي، اوداسي نور).
که ستاسو دوسیه د CAF خدماتو لخوا ومنل شي، تاسو به د 3 میاشتو لپاره د تخصیص خبرتیا ترلاسه کړئ: دا پدې مانا ده چې د فعالیت بونس به تاسو ته د 3 میاشتو لپاره د یوې ټاکلې اندازې سره درکړل شي، ستاسو د سرچینو پر بنسټ. تېر سمستر
یادونه: که تاسو د "تخصیص څخه انکار" یا رد ځواب پریکړه ترلاسه کړئ (د CAF لخوا منفي ځواب)، یا که تاسو فکر کوئ چې په مقدار کې کومه تېروتنه شتون لري، تاسو کولی شئ د خپل CAF څخه "د دوستانه اپیل کمیسیون" ته د اپیل کولو له لارې شکایت وکړئ. دا اپیل یا شکایت باید د CAF د پریکړې له رسیدو وروسته د 2 میاشتو دننه ترسره شي.
او ورپسې څه وکړو؟
تاسو باید په هرو 3 میاشتو کې، د تیرې ربع (یعنې تیرو 3 میاشتو) لپاره د CAF ویب پاڼې "زما حساب" برخه کې یا ستاسو په موبایل کې "Caf- My Account" کې خپل عاید اعلان کړئ.
>> په AppStore (Iphone) کې د اپلیکیشن ډاونلوډ لینک / په ګوګل پلی (Android) کې د اپلیکیشن ډاونلوډ لینک.
ستاسو CAF به تاسو سره په ربع کې اړیکه ونیسي ترڅو تاسو ته د دې کار ترسره کولو یادونه وکړي.
ورسته به بونس هره میاشت تاسو ته درکړل شي، تر هغه چې ستاسو سرچینې د تخصیص شرایطو سره مطابقت ولري.
یادونه: په هرو دریو میاشتو کې خپلې سرچینې تازه کول مه هیروئ ، که نه نو بونس به نور تادیه نشي!
که ستاسو وضعیت بدل شي، په یاد ولرئ چې د CAF ویب پاڼې په کور پاڼه کې د "وضعیت بدلون اعلان کړئ" برخې له لارې ژر تر ژره راپور ورکړئ ، ځکه چې دا ممکن ستاسو په اضافي مالي مرستي اغیزه وکړي.
دا په لاندې قضیو پورې اړه لري:
- داوسیدني ځای بدلول
- ستاسو د کورنۍ وضعیت کې بدلون،
- ستاسو د فعالیت او سرچینو تعدیل،
- ستاسو په شتمنیو کې بدلون.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
10 مرسته کونکي فعالیت کوي