د ایغیسا RSA غوښتنه کول
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 4 moisایغیسا RSA (فعال پیوستون عاید) د دولت لخوا د هغو کسانو لپاره مالي مرسته ده چې بېکاره او کوم عاید نه لري او د بیکارۍ په مقابل کې مرسته نه ترلاسه کوي او یا هم کمې سرچینې او عاید لري.
د دې مالي مرستې ترلاسه کولو لپاره چې د کاف (CAF) (د کورنیو تخصیص صندق) لخوا ورکول کیږي، همدارنګه تاسو باید د 25 کالو څخه ډیر عمر ولرئ او په فرانسه کې پته ولرئ.
مقدار یې له یو کس څخه بل ته توپیر لري او له لاندې حالاتو سره تړلي:
- د کورنۍ وضعیت (مجرد، کورنۍ، او نور)،
- د ماشومانو شمیر،
- نور مالي مرستې ترلاسه کول (کورنۍ تخصص، د کور په کرایه کې د کاف لخوا مرسته)
- او عاید یا سرچینې لرل (تنخوا، تخصیص، او نور).
یادونه: یادونه: کورنۍ یو یا څو کسان دي چې یوځای ژوند کوي (یو مجرد کس، یوه جوړه، یو یا دوه والدین چې ماشومان لري، او داسې نور). د کاف CAF لخوا لیږل شوي پیسې "ګټه" یا "مرسته" یا حتی "تخصیص" بلل کیږي. هغه څوک چې د CAF څخه مرستې ترلاسه کوي د "ګټه اخیستونکي" په نوم یادیږي.
د مالي مرستو سربیره، RSA د ټولنیز او مسلکي ادغام د یو مسلکي کس لخوا ملاتړ هم شامل دی. ترلاسه کونکي د متقابلي ژمنې تړون لاسلیک کوي : دا پدې مانا ده چې د دې مالي مرستې په بدل کې، تاسو باید د کار لټون هم وکړئ.
مهمه یادونه: هر هغه څوک چې RSA ترلاسه کوي (او هغه کس چې په کورنۍ کې یو ځای ورسره ژوند کوي) د 2025 کال د جنوري میاشت له لومړۍ نیټې راهیسي د فرانس تخوی (پخوانی پول ایمپلوا) سره په اتوماتیک ډول ثبت کیږي. ولولئ: د Réfugiés.info معلوماتي پاڼه "په اتوماتيک ډول د فرانس تخوی سره راجستر کیدل"
یادونه: تاسو د دې امکان لرئ چې د کاف CAF سره د پناه غوښتنې ورسته ځان ثبت کړئ او د ایغیسا RSA لپاره غوښتنه وکړئ. کله چې تاسو د اوفپرا OFPRA یا سیندا CNDA څخه د خپل نړیوال محافظت (کډوال، فرعي محافظت، بې هیواد یا اپارتاید شخص) په اړه مثبت ځواب ترلاسه کړئ، خپل د قبولی اسناد کاف CAF ته واستوئ، کوم چې ستاسو د غوښتنې له وخت څخه ستاسو RSA محاسبه کوي. دې ته د " حقونو بیرته فعالیت " ویل کیږي. لطفا 3230 شمېرې ته د زنګ وهلو له لارې د یو مشاور سره اړیکه ونیسئ یا په خپل څانګه کې د کاف ادارې ته یو بریښنالیک واستوئ.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
23 مرسته کونکي فعالیت کوي
claudia m
a mugnier
olga b.د صفحي پورته برخه
nalothmanد صفحي پورته برخه
aman expertد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
alhindi nourد صفحي پورته برخه
yassin nabelsiد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
hugo stéphanد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
relorefایډیټر او کره کتونکی