Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

دلته، د خپل ژوند د پروژې او پلان د بریالیتوب لپاره معلومات ومومئ او شریک یې کړئ

د ادغام موضوعات

Mobile app mockup
Get it on App StoreGet it on Play Store

100+ درجه بندي او بیاکتنې

د Réfugiés.info اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ !

وړیا او ټولو ته د لاسرسي وړ، دا د کډوالو او همدارنګه د هغوی د ملاتړکونکو لپاره دی. تاسې پدې کې ساده معلومات مومئ چې په 7 ژبو ژباړل شوي، د اوریدلو وړ او په اسانۍ سره د شریکولو وړدي.

تاسو به د پیغام له لارې د اپلیکیشن ډاونلوډ کولو لینک ترلاسه کړئ. اندیښنه مه کوئ، موږ ستاسو شمیره نه ساتو!

دوه ډوله معلومات

102 طرزالعملونه

732 فعالیتونه چې د 497 جوړښتونو او بنسټونو لخوا وړاندیز شوي

ولې او کله Réfugiés.info وکاروئ؟

یوځل چې یو کس نړیوال خوندیتوب یا قبولي ترلاسه کړي، نو ډیری اداري طرزالعملونه باید ترسره شي. Réfugiés.info د دې طرزالعملونو د اسانتیا په موخه عملي معلوماتي پاڼي خپروي. اوسمهال، دلته 102 معلوماتي فایلونه شتون لري، چې د ادغام اړوند ټول موضوعات پکې نغښتي.

ریفوجي.انفو تاسو ته اجازه درکوي چې په خپله سیمه او نوروسیمو یا څانګو کې ستاسو تر مسؤلیت لاندې کسان فعالیتونو ته ورمعرفي کړئ. د خپلې څانګي فعالیتونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تاسو کولای شئ چې د فعالیتونو او کړنو لیست ومومئ چې په سیمه کې شتون لري، ترڅو کډوال پدې فعالیتونو کې ګډون وکړي او ملاتړ او مرسته ترلاسه کړي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې پلیټفارم همکار دی: ځینې سیمې د نورو په پرتله ښې نقشه شوي او معلومات اسانه ترلاسه کیدای شي.

د ملاقات په جریان کې تاسې کولی شئ اړوند کس ته چې تاسې ورسره مرسته کوی یو په زړه پورې معلوماتي پاڼه په مستقیم ډول د هغه تلیفون ته واستوئ. ستاسې شخصي شمیره نامعلومه پاتې کیږي.

په Réfugiés.info کې شته معلومات ساده او اسانه شوي چې په 7 ژبو ژباړل شوي او د اوریدلو وړ دي. معلوماتي فایلونه کیدای شي چې د معلوماتو د خبرتیا یا توضیح کولو لپاره د ملاتړ په توګه وکارول شي. پدې توګه دا معلوماتي سیسټم کولی شي د ټولنیزملاتړ او ټولنیزو همکارانو کاراسانه کړي.

ستاسې په اختیار کې وړیا سرچینې

موږ تاسې ته د ډیجیټل (انلاین) او فزیکي پلټفارم یو سیستم چمتو کړی، ترڅو له دې لارې فعالیتونه، برنامي ومومئ او په اړه یې له نورو سره معلومات شریک کړئ: معلوماتي ویډیوګانې، په بېلا بېلو ژبو د پوهاوي پاڼي، د پریزنټشن بروشرونه، بصري انځورونه، او داسي نور.

ستاسې په اختیار کې وړیا سرچینې

له موږ سره د پلیټفارم پرمختګ او بډایه کولو کې مرسته وکړئ!

ریفوجي.انفو یوه ګډه او د عامه ګټو پروژه ده، هر څوک کولای شي پدې کې ونډه او مرسته وکړي لکه څرنګه چې په ويکيپېډيا کې خلک ګډون کوي. په ګډه موږ کولی شو په زیات شمیر کې معلوماتي فایلونه رامینځته کړو، وژباړو او پروژه عامه او نورو ته معلومات ورسو.

réfugiés.info پلیټفارم لا دمخه په زرګونو کارونکي لري

0

د فایلونو لیدونکي

0

کارونکو معلوماتي فایلونه ګټورموندلي دي

0

فایلونه په تیرو دریو میاشتو کې تازه شوي

یوه بې ساري ټولنه چې کډوالو ته ژمنه ده

ایډیټرز او کره کتونکي+818

ایډیټرز او کره کتونکي

په بېلا بیلو سیمو کې د کډوالو کسانو ادغام ته وده ورکونکي فعالیتونه او کړني په نښه کوي.

د سټرکچراو جوړښت مسئولین+594

د سټرکچراو جوړښت مسئولین

د هغوی د برنامومعلوماتي فایلونو اداره کوي او د کره کتونکو یا تحریرکونکو ملاتړ کوي.

د لاسرسي وړطرزالعمل کمیټه+20

د لاسرسي وړطرزالعمل کمیټه

د داوطلبانو او مسلکي کسانو څخه جوړه شوي چې د اداري پروسیجرونو او طرزالعملونو فایلونه لیکي ترڅو د هغوی پوهاوی اسانه کړي.

ژباړونکي+983

ژباړونکي

د معلوماتو په ژباړه کې برخه اخلي، ترڅو دا ډیرو خلکو ته د لاس رسي وړ وي.

مسلکي ژباړونکي+4

مسلکي ژباړونکي

د رضاکارانو لخوا وړاندیز شوي ژباړې تصحیح، همغږي او تایید کوي.

سفیران+20

سفیران

سیمه ایزو ادارو، چارواکو او کډوالو ته د پروژي پیژندلو او په اړه یې د معلوماتو خپرولو کې مرسته کوي.

تاثیرلرونکي+1

تاثیرلرونکي

د پروژې محتوا او خبرونه خپره وي، ترڅو کډوالو ته معلومات ورسوي او وده ورکړي.

امتحان کونکي+80

امتحان کونکي

د پراختیا څخه دمخه د ځانګړتیاو ازموینه او ټست تسره کوي، ترڅو د کارونکي اړتیاو سره سم تجربه او معلومات رامینځته کړي.

د Réfugiés.info ټیم+9

د Réfugiés.info ټیم

د مرسته کونکو او ونډه لرونکو ټولې ټولنې یا مجموعې همغږي کوي او د پروژې فعالیتونه او پرمختګ تنظیموي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د Réfugiés.info پروژې پرمختګونه تعقیب کړئ او زموږ د فعالیتونو او خبرونو څخه ځان باخبره وساتئ.

زموږ روزنیزو پروګرامونو کې برخه واخلئ

راشئ او پروژه آنلاین یا مخامخ ومومئ او خپلې ټولې پوښتنې وپوښتئ.