د کاف (CAF) سره ځان ثبتول او مرسته غوښتل
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 10 moisکډوال، د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي او بې تابعیته خلک چې په فرانسه کې ژوند کوي کولی شي د دوی د وضعیت په پام کې نیولو سره د کورنۍ د تخصیص فنډ (CAF) څخه مالي مرستې ترلاسه کړي .
د مرستې مختلف ډولونه شتون لري:
- د کورنۍ تادیات
 - د فعال پیوستون عاید، ایغیسا (RSA)
 - د معیوبینو لپاره امتیازات یا مالي مرسته
 - د کار لرونکو کسانو لپاره اضافي مرسته یا پریم د اکتویتي، د فعالیت بونس
 - د کور په کرایه کې مرسته
 - د کوچني ماشوم پاملرنې ګټه (پاج)
 
د دې موندلو لپاره چې ایا ستاسې وضعیت تاسو ته د CAF څخه د پیسو یا مرستو ترلاسه کولو حق درکوي، تاسو کولی شئ په انټرنیټ کې سمولونه ترسره کړئ (دویم ګام وګورئ). د مرستې غوښتنه کولو لپاره، تاسو به بیا د کاف CAF سره ثبت کولو یا راجستر کولو ته اړتیا ولرئ (مرحلې 3 او 4).
ځینې مرستې ستاسو په عاید (معاش، د بیکارۍ ګټې) پورې اړه لري، نور ندې پکې شامل.
ځینې مرستې هره میاشت ستاسو بانکي حساب ته لیږل کیږي. نورې مرستې یو اړخیزې دي: دا یوازې یو ځل لیږل کیږي.
تاسو کولی شئ په وړیا توګه د  "CAF - زما حساب" “CAF - Mon compte” اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ ترڅو خپله دوسیه او د مرستې تادیات وڅارئ یا حتی په خپل وضعیت کې د بدلون په اړه خبر او معلومات ورکړئ.
> د اپل پلورنځي ډاونلوډ لینک (ایپل)
> د Play Store ډاونلوډ لینک (Android)
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
16 مرسته کونکي فعالیت کوي
claudia m
a mugnier
diplosamد صفحي پورته برخه
omar kokachد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
kerrianد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
hugo stéphanد صفحي پورته برخه