Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

دا چېرته دی ؟

د اوسیدني کارت (تتخ د سیجور) ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 mois

دا څه دي ؟

کله چې تاسو د کډوال وضعیت یا فرعي محافظت (قبولۍ) اسناد ترلاسه کړئ، نو تاسو د اوږدې مودې لپاره په فرانسه کې د اوسېدو او کار کولو حق ترلاسه کوئ. تاسو باید د کارت دی سیجور چې همدارنګه (تتخ دی سیجور) هم ورته ویل کیږي غوښتنه وکړئ.

  • قانوني کډوال د لسو کلونو (10) لپاره په فرانسه کې د اوسیدني کارت حق لري.
  • د اجتماعي مهاجرت لرونکي د لنډمهاله 4 کلن استوګنې جواز یا تتخ دی سیجوغ کارت حق لري.

د افپرا لخوا د قبولۍ یا په فرانسه کې د اوسیدو د پریکړې څخه چې تاسو ته د کډوالۍ حیثیت درکوي پریفکتور د 3 میاشتو مودې په جریان کې تاسو او ستاسو د کورنۍ غړو ته کارت صادر وي. یاده موده کیدای شي له دې څخه هم وغزیږي، دا ستاسې پریفیکتور او ستاسې وضعیت پورې اړه لري.

مهمه یادونه:
- د کډوال وضعیت یا فرعي محافظت (قبولۍ) اسناد لرونکي کسان د استوګنې جواز ترلاسه کولو پروسه اوس آنلاین ترسره کوي. تاسو نور پریفکتور ته د وخت اخیستو لپاره تګ ته اړتیا نلرئ او ټول اړین اسناد باید د انټرنیټ له لارې ولېږئ. تاسو باید یوازې هغه وخت په فزیکي توګه خپل ځان پریفکتور ته حاضر کړئ کله چې تاسو د استوګنې اجازه یا کارت د ی سیجور ترلاسه کوئ.
- د بې وطنه کسانو لپاره د استوکنې کارت یا کارت د سیجور غوښتنه اوس هم په پریفکتور کې په حضورې ډول ترسره کیږي.

څنګه یې وکړو ؟

د استوګنې جواز یا کارت دې سیجور لپاره د غوښتنې کولو لپاره تاسولاندې اسنادو ته اړتیا لرئ:

  • د افپرا OFPRA یا سیندیاCNDA د پریکړې سند چې تاسو ته د کډوال یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا بې هیواد شخص حیثیت یا قبولۍ خبر د رکړی.
  • د 6 میاشتو څخه کمې مودې د پتې یا ادرس ثبوت (د پتې ثبوت یا د استوګنې ثبوت)
یادونه: د پتې ثبوت غوښتل کیږي، کوم چې د استوګنې ثبوت نه دی.

- که تاسو د استوګني یو ثابت ځای نه لرئ او تاسو یوازې د پوستونو ترلاسه کولو لپاره پوستي پته لرئ، د موقتي دومسیلیاسون یا پتي سند منل کیږي.

- که تاسو د یو چا سره اوسیږئ (کورنۍ، ملګري، رضاکار، او نور)، تاسو باید د نوموړې شخص لاندې اسناد واستوئ: د هغه چا څخه د استوګنې سند چې تاسو یې کوربه کړې یاست، د هغه د هویت کارت (یا د استوګنې کارت) او د هغه په نوم د پتې ثبوت (بریښنا) یا د تلیفون بیل).

  • درې (3 ) ای-عکسونه (e-photos )
  • د دې لپاره دا فایل ولولئ: د Refugees.info پاڼه کې "د برېښنايي عکس اخیستل او کارول".
  • که تاسو واده کړی وي: په فرانسه کې د پولګیمي (د یو نه د زیاتو ودونو کول) نه ترسره کولو ژمني تصدیق لیک ورکړئ، که تاسو د هغه هیواد تابعیت لرئ چې دا یو نه دزیاتو ودونو اجازه ورکوي.
یادونه: اداره کیدای شي له تاسو څخه د نورو اسنادو غوښتنه وکړي، په دې پورې اړه لري چې آیا تاسو د خپل ځان لپاره یا ستاسې د کورنۍ د غړو لپاره د کارت غوښتنه کوئ.

که تاسو کډوال یاست یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست، نو تاسو باید په لاندې سایټ کې آنلاین د استوګنې جواز لپاره غوښتنه وکړئ: https://administration-etrangers-en-france.interieur.gouv.fr/

  • د بهرنیان په فرانسه ((ANEF) Étrangers en France) کې سایټ کې خپل حساب سره وصل شئ: د کور پاڼي په پورتنۍ ښیې خوا کې په خپل نوم کلیک وکړئ، او "زما حساب ته لاسرسی" "Accéder à mon compte" غوره کړئ.
  • یا که تاسو مخکي حساب نوې جوړکړئ، نو اول خپل حساب جوړ کړئ.

د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه کې "په ((ANEF) Étrangers en France ) سایټ کې شخصي حساب جوړول".

بې وطنه (اپارټاید) کسان لا تر اوسه په دې سایټ کې درخواست نشي کولی. که تاسو د بې وطنه په توګه پیژندل شوي یاست، تاسو باید د استوګنې د اجازې غوښتنې کولو لپاره په مستقیم ډول خپلې پتې ته نږدې پریفکتور ته لاړ شئ. غوښتل شوي اسناد په انټرنیټ کې د غوښتنې په څیر دي.

یادونه: که تاسو په ادارې سیسټم کې پيژندل شوي نه یاست (د کډوال د کورنۍ غړی یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکی یا بې هیواد)، او که تاسو بهرنۍ شمیره یا د ویزې شمیره نلرئ، تاسو باید د استوګنې د اجازې غوښتنې کولو لپاره په مستقیم ډول پریفکتور ته لاړ شئ.

یوځل چې تاسې بهرنیان په فرانسه (ANEF) ویب پاڼه کې خپل حساب ته ننوځئ، د استوګنې د اجازې یا کارت دی سیچور غوښتنلیک پروسې بشپړولو لپاره "زه د استوګنې جواز غوښتنه کوم یا نوی کوم" “Je demande ou renouvelle un titre de séjour” باندې کلیک وکړئ.

تاسو باید یوه فورمه ډکه کړئ او اسناد واستوئ.

د دې لپاره دا فایل هم ولولئ: د Refugees.info پاڼه کې "د سند سکین کول".

د آنلاین درخواست یا غوښتنې کولو وروسته، تاسو به په اتوماتيک ډول د بریښنالیک له لارې " د غوښتنلیک د ثبت کیدو تاییدي سند " "confirmation de dépôt" ترلاسه کړئ، کوم چې دا ثابتوي چې تاسو خپله دوسیه لیږلی ده. کوم چې هیڅ نوع حقونو ته دلاس رسي د ثبوت په معنی نه دی، دا یوازې یو ثبوت دی.

که ستاسې دوسیه بشپړه شي او په غوښتل شوي وخت کې واستول شي، نو تاسو به د " د سند د جوړیدني ثبوب" (API) ترلاسه کړئ. دا د استوګنې یو لنډمهاله سند دی چې دا ثابتوي چې تاسو په منظم او قانوني حالت کې په فرانسه کې د اوسیدو حق لرئ او تاسو کولی شئ کار وکړئ. دا سند د ریسپسي په بدل کې درکول کیږي او د 6 میاشتو مودې لپاره اعتبار لري. دا سند نوی کیدای شي، ترڅو چې پریفیکتور ستاسې د استوګنې کارت په اړه پریکړه کوي.

کله چې پریفیکتور ستاسو غوښتنلیک تایید کړي، تاسو په پای کې د " مثبتي پریکړې سند" ترلاسه کوئ چې ستاسې د استوګنې جواز شتون پورې تاسو ترینه استفاده کولای شئ. دا سند ثابتوي چې تاسو کار کولی شئ او تاسو ته اجازه درکوي چې د شینګین سیمې له پولو څخه تیر شئ او له فرانسې څخه بهر سفر وکړئ.

> که تاسو غواړئ د سندونو مختلف ډولونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ چې تاسو یې د غوښتنلیک پرمهال ترلاسه کولی شئ، تاسو کولی شئ دا سند دلته ولولئ. ce document.

یادونه: د بې وطنه کسانو لپاره، د استوګنې د اجازې د غوښتنلیک دوسیه د پریفکتور یا څانګي پریفکتور ته د سپارلو وروسته، تاسو به د موقتي استوګنې سند ترلاسه کړئ چې د ریسپسي په نوم یادیږي. دا سند تاسو ته اجازه درکوي چې په فرانسه کې ستاسو د دوسې په جریان کې په منظم یا قانوني حالت کې ژوند وکړئ. دا تاسو ته د کار کولو اجازه هم درکوي.

د استوګنې د اجازې یا تتخ دی سیجور لپاره ستاسو غوښتنلیک د باصلاحیته پریفکتور یا فرعي پریفکتور لخوا ستاسو د اعلان شوي استوګنې پتې سره سم ترسره کیږي. د پروسس یا اجراآتو وختونه د ادارو ترمنځ توپیر لري.

ستاسو د غوښتنې یا دوسي د پرمختګ اړوند خپل د بهرنیان په فرانسه (Étrangers en France,) سایټ کې شخصي حساب ته ننوځئ او د کور پاڼې په پورتنۍ ښي خوا کې په خپل نوم کلیک کولو وروسته "زما حساب ته لاسرسی" غوره کړئ.

څلور ګامونه شتون لري:

  • د غوښتنې سپارل: ستاسو غوښتنه یا دوسیه ثبت شوي او کنه.
  • د دوسې څیړنه په جریان کې ده: ادارې ستاسو د دوسي په اړه معلومات ترلاسه کړي او کار پرې جریان لري.
  • پریکړه شوي: ستاسو غوښتنه پروسس او څیړل شوې او په هکله یې پریکړه شوي.
  • د استوګنې جواز اماده دی : ستاسو کارت چمتو دی.
  • د مثبې پریکړې په صورت کې به یو د اوسیدنې جواز صادر شي. یو ایس ایم ایس به تاسو ته ولیږل شي ترڅو تاسو خپل سند یا کارت دی سیجور ترلاسه کړئ. موږ تاسو ته بلنه درکوو چې ستاسو د استوګنځای د پریفکتور ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه د جوړ شوي استوګنې جواز (تتخ دی سیجور) بیرته ترلاسه کړئ.
  • د اوسیدو اجازه شتون لري :
کله چې ستاسو د استوګنې اجازه شتون ولري، پریفیکچر تاسو ته یو پیغام (SMS یا بریښنالیک) لیږي.

بیا تاسو باید د خپل جواز یا کارت دی سیجور ترلاسه کولو لپاره د خپلې پریفیکتور په ویبپاڼه کې د ملاقات وخت واخلئ. بېلګه: د پاریس د پولیسو مرکزي پریفیکتور

که تاسو کوم پیغام که تاسو کوم ایس ایم ایس SMS ترلاسه نکړئ، تاسو باید د خپلې سیمې پریفیکتور ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو ومومئ چې څنګه د خپل استوګنځي کارت بیرته ترلاسه کړئ.

په هغه ورځ چې تاسو د استوګنې اجازه لیک اخلئ، تاسو باید دا ثابت کړئ چې تاسو د 25 یورو مالیه تادیه کړې (د سټمپ محصول د تادیې ثبوت سره).

د مالیې ټاپه یوازې په timbres.impots.gouv.fr ویب پاڼه او د تمباکو پلورونځیو کې پلورل کیږي).

د مالیې ټاپه اخیستلو په اړه د Réfugiés.info پاڼه وګورئ.

او ورپسې څه وکړو؟

ستاسو د اوسیدو د جواز یا کارت اعتبار:

10 کاله که تاسو د مهاجرت حیثیت او اسناد ولرئ (دا د اوسیدو کارت دی)

4 کاله که تاسو د فرعي محافظت یا بې وطنه (اپارټاید) حالت لرئ، دا "څو کلن" کارت دی.

که تاسو تخنیکي ستونزه لرئ (بنده شوې پاڼه، د خطا پیغام، او نور)، تاسو کولی شئ د اتباعو د اړیکو مرکز (CCC) سره اړیکه ونیسئ:

  • د تلیفون له لارې 0 806 001 620 (وړیا شمیره)
  • یا د تماس فورمې له لارې (د "اړیکې" بټن د سکرین یا پاڼي په ښکته کې کیڼ اړخ کې). تاسو باید خپله ستونزه په واضح ډول تشریح کړئ او د خطا پیغام سره سکرین شاټونه (سایټ، نیټه او وخت په ښکار ډول لیدل کیږي) واستوئ که تاسو یې لرئ.
که تاسو نشئ کولی دا پروسه آنلاین بشپړه کړئ، تاسو کولی شئ د ډیجیټل استقبال نقطه کې هم مرسته ترلاسه کړئ ستاسو د څانګې، پریفیکچر یا فرعي پریفیکچر. په سایټ کې، تاسو د انټرنیټ سره کمپیوټر ته لاسرسی لرئ او مسلکیان تاسو ته توضیحات درکوي چې څنګه د Étrangers en France (ANEF) سایټ کار کوي.
یادونه: که چیرې CCC تاسو ته د حل لاره نه وي چمتو کړي، تاسو کولی شئ خپل پریفیکتور ته لاړ شئ ترڅو د ډیجیټل استقبال مرکز (point d’accueil numérique réservé aux étrangers) چې په فرانسه کې د بهرنیانو لپاره ځانګړي شوي. د دې لپاره تاسو کولی شئ تاسو ته نږدې ډیجیټل استقبال مرکز سره اړیکه ونیسئ، تاسو کولی شئ په انټرنیټ کې لټون وکړئ او په لاندې ډول یې ولیکئ: "د بهرنیانو لپاره د پریفیکتور ډیجیټل استقبال نقطه" “point d'accueil numérique préfecture étrangers” او خپله څانګه اضافه کړئ.

که تاسو د پریفیکتور څخه کوم ځواب ترلاسه نه کړئ یا د استوګنې د اجازې لپاره ستاسو غوښتنلیک ته منفي ځواب ترلاسه کړئ، که څه هم تاسو ټول اسناد د غوښتل شوې نیټې دننه لیږلي، تاسو کولی شئ د یادې پریکړې په مقابل کې شکایت وکړئ.( تاسو باید زکر کړئ چې موافق نه یاست).

د پریکړې ننګولو لپاره:

  • تاسو باید د خپل اوسیدو ځای اداري محکمې ته ورشئ . د خپلې څانګې د اداري محکمې د اړیکو توضیحاتو ترلاسه کولو لپاره، دلته کلیک وکړئ.
  • د یو وکیل څخه مرسته وغواړئ . که تاسو ډیرې پیسې نلرئ، تاسو کولی شئ د قانوني مرستې غوښتنه وکړئ ترڅو ستاسو د قانوني لګښتونو ټول یا برخه پوښښ کړي.
    د لوستلو لپاره: د حقوقي مرستې په اړه د Réfugiés.info پاڼه کې معلومات ولولئ.
  • تاسو کولی شئ د بهرنیانو سره د مرستې لپاره د یوې اتحادیې څخه مرسته ترلاسه کړئ.
  • تاسو کولی شئ د حقونو مدافع ادارې سره اړیکه ونیسئ ، هغه اداره چې د خلکو سره مرسته کوي چې د دوی حقونو ته لاسرسی ومومي.

تاسو باید بهرنیان په فرانسه کې ویبپاڼه (ANEF) کې په آنلاین بڼه اعلان او خبر ورکړئ:

  • که تاسې یو بل ځای ته کډه کوئ،
  • که تاسو خپل د استوګنې کارت ورک کړئ یا ستاسو کارت خراب شوی وي،
  • که ستاسو د استوګنې جواز غلا شوی وي.

دا Réfugiés.info پاڼه تشریح کوي چې څنګه ترسره شي > "بهرنیان په فرانسه (ANEF) کې ویبپاڼه کې د خپل وضعیت بدول اعلان کړئ.

یادونه: د آدرس د بدلون په صورت کې د نوي استوګنې جواز تولید کول اړین ندي. کله چې تاسو اعلان وکړئ، تاسو کولی شئ غوره کړئ چې ایا نوی سرلیک تولید کړئ یا نه. ستاسو د اوسیدو اجازه د پای نیټې پورې اعتبار لري، حتی ستاسو د زوړ پته سره.
ستاسو د نوي پته ثابتولو لپاره، ستاسو د نوي پتې سره یو سند به ستاسو د ANEF شخصي حساب کې شتون ولري.

د کډوال، بې وطن شخص یا د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي په توګه ستاسو دریځ ستاسو د کورنۍ غړو ته اجازه ورکوي چې ورته کارت ولري:

  • هغه کس چې تاسو ورسره واده کړی، که د دوی عمر له 18 څخه پورته وي او تاسو د پناه غوښتنه کولو دمخه په رسمي ډول واده کړی وي،
  • ستاسو د 19 کلونو څخه کم ماشومان ،
  • ستاسو مور او پلار که تاسو لا تر اوسه کوچني یا زیرسین او ناواده کړي یا مجرد یاست،
  • هغه کس چې تاسو ورسره د یوې جوړې په توګه ژوند کوئ ، که د دوی عمر له 18 څخه پورته وي او که دوی ته اجازه ورکړل شوې وي چې په فرانسه کې د کورنۍ له یو ځای کیدو سره پاتې شي (که تاسو د پناه غوښتنې له نیټې دمخه په کافي اندازه باثباته او دوامداره ژوند درلود).

د لوستلو لپاره: د کورنۍ بیا یوځای کیدو په اړه د Réfugiés.info پاڼه ولولئ.

مهمه یادونه: ستاسو د کورنۍ غړي باید خپل هویت او ستاسو ترمنځ د کورنۍ اړیکې ثابت کړي (د مثال په توګه د واده سند، د کورنۍ ریکارډ کتابچه، د زیږون سند سره).

ستاسو د کورنۍ غړو ته ورکړل شوی کارت دوی ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې کار وکړي .

مهمه یادونه: کوچني ماشومان یا زیرسینان د استوګنې جواز ته اړتیا نلري. مګر د 16 کلنۍ څخه، دوی باید د استوګنې د اجازې لپاره غوښتنه وکړي که دوی غواړي کار وکړي یا مسلکي ستاج او عملي کار وکړي. د دوی وضعیت پورې اړه لري، دوی ممکن د لنډمهاله استوګنې اجازه یا د استوګنې اجازه ولري (د دې ځای په کلیک کولو سره شرایط ومومئ).

د سفر کولو لپاره، کوچني ماشومان یا زیرسینان باید د کوچني بهرنیانو (DCEM) لپاره د سفر کولو سند ولري. دا سند باید د پریفیکتور څخه د والدینو لخوا غوښتنه وشي. دا د شینګین په سیمه کې د 5 کلونو لپاره اعتبار لري. د DCEM لرلو لپاره، تاسو کولی شئ دا پروسه آنلاین دلته په کلیک کولو سره ترسره کړئ. د شینګین څخه بهر، تاسو باید د ماشومانو لپاره د سفر سند یا پاسپورټ لپاره غوښتنه وکړئ، د هیواد پورې اړه لري، که ویزې ته هم ضرورت وي باید واخیستل شي.

د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه "د DCEM غوښتنه کول" / "د سفر د اسنادو غوښتنه کول" .

تاسو باید د استوګنې د اجازې د ختمیدو نیټې څخه د 4 او 2 میاشتو ترمنځ غوښتنه وکړئ :

  • آنلاین د Étrangers en France (ANEF) ویب پاڼه کې که تاسو مهاجر یاست یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست (ننوتل شئ او په ورته تڼۍ کلیک وکړئ "زه د استوګنې جواز لپاره غوښتنه کوم یا نوي کوم" او ګامونه تعقیب کړئ)
  • په پریفیکتور کې که تاسو بې دولت حالت لرئ.
په فرانسه کې د 4 کلونو پاتې کیدو وروسته د فرعي محافظت د ګټه اخیستونکي کارت یا د بې وطنه شخص حالت سره، تاسو کولی شئ په مستقیم ډول د استوګنې کارت لپاره غوښتنه وکړئ ( 10 کاله).

> دا هم ولولئ: د Réfugiés.info پاڼه "د استوګنې جواز نوي کول" .

که ستاسو د اوسیدو جواز پای ته رسیدلی وي، مګر تاسو لا تر اوسه نوی ندی ترلاسه کړی، د استوګنې موقت سند تاسو ته اجازه درکوي چې خپل عادي او قانوني حالت ثابت کړئ او په فرانسه کې خپل حقونه خلاص یا وساتئ.

یادونه: دا سند د بهرینان په فرانسه (ANEF) په ویب پاڼه کې ډاونلوډ او چاپ کیدی شي، او د کاغذ رسید یا ریسپسي په څیر ورته اعتبار لري. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، دا سند باید ستاسو د زوړ استوګنې جواز سره یو ځای وګرځوئ.
تاسو کولی شئ د دې سندونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره پدې لینک کلیک وکړئ .
د پاڼې سر

19 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
nournourاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
mohannadybmohannadybد صفحي پورته برخه
nour alhindinour alhindiد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
nalothmannalothmanد صفحي پورته برخه
claireclaireد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
innainnaد صفحي پورته برخه
david_hedrich_jrsdavid_hedrich_jrsایډیټر او کره کتونکی
utilisateur_93887086utilisateur_93887086ایډیټر او کره کتونکی
ibrahimibrahimد صفحي پورته برخه