Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

د فرانس ترخوی (France Travail) سره ځان راجسترکول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un mois

دا څه دي ؟

فرانس ترخوی (France Travail) (پخوانی Pôle Emploi) په لاندې مورادو کې ستاسې ملاتړ او مرسته کوي:

  • د کار، روزنې موندل یا په یوه شرکت کې د ستاج موندل،
  • هغه دنده ومومئ چې تاسې ورسره علاقه لری، د کار بازار سره په تطابق کې او ستاسې د مهارتونو سره سم،
  • خپله سي وي CV ولیکئ او فرانسوي شرکتونو ته غوښتنلیکونه واستوئ.

دا یوعامه خدمت دی چې تاسو ته ستاسې د اړتیاو سره سم په شخصي ډول مشورې درکوي.

مهمه یادونه: د 2024 کال د جنوري 1، راهیسې، پولي امپولا Pôle Emploi د فرانس تخوی بدل شوی .

د فرانس تخوی (France Travail) سره نوم لیکنه یا راجستر کیدل تاسې ته اجازه درکوي چې:

  • د فرانس تخوی ټولو خدماتو ته وړیا لاسرسی،
  • ستاسې د مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ،
  • د " بیکارۍ ګټه " (مالي مرسته) که تاسو شرایط پوره کړئ. د مثال په توګه، که تاسو په تیرو 24 میاشتو کې لږ تر لږه 6 میاشتې (= 130 ورځې یا 910 ساعته) د خپل کار د قرارداد پای نیټې څخه کار کړی وي، تاسو ممکن کار ته د بیرته راستنیدو تخصیص ترلاسه کولو حق لرئ (ARE)
  • نورې مالي مرستې ستاسې د وضعیت پورې اړه لري (د مثال په توګه که تاسو د 26 کلونو څخه کم عمر لرئ، که تاسو غواړئ یو کاروبار پیل کړئ، که تاسې غواړئ خپل د موټر چلولو جواز ترلاسه کړئ، او داسې نور).
یادونه: تاسو کولی شئ د فرانس تخوی سره نوم لیکنه یا راجستریشن وکړئ، کله چې تاسې د افپرا OFPRA یا سیندیا CNDA څخه ځواب ترلاسه کړئ چې تاسو ته نړیوال خوندیتوب درکوي (د کډوال حالت، بې تابعیته شخص، یا د فرعي محافظت).

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ د فرانس تخوی (France Travail) سره نوم لیکنه وکړئ که تاسې:

  • د استوګنې جواز ولرئ چې تاسو ته د کار کولو اجازه درکوي (ټول معلومات دلته کتلای شئ)
  • د کار په لټه کې یاست
  • د 16 کلونو څخه ډیر عمر لري
  • په فرانسه کې پته ولرئ.
  • د کار په لټه کې اوسئ؛
یادونه: هغه خلک چې د فرانس تخوی سره راجستر شوي دي، هغه د " کار غوښتونکي " په نوم یادیږي .

تاسو کولی شئ آنلاین نوم لیکنه ترسره کړئ، د تلیفون یا کمپیوټر له لارې.

د فرانس تخوی کور پاڼه کې ، په "نوم لیکنه/راجستر (د کار غوښتونکی)" "M'inscrire/ Me réinscrire (demandeur d’emploi)" باندې کلیک وکړئ.

  • بیا په "زه پیل کوم" باندې کلیک وکړئ
  • د شرایطو په لیست کې خپل وضعیت وټاکئ او په "تایید" “Valider” کلیک وکړئ.
  • په شنه رنګ کې به یو پیغام راڅرګند شي که تاسې آنلاین د نوم لیکنې یا راجسټریشن غوښتنه کولی شئ. په "تایید" “Valider” کلیک وکړئ،
  • د راجسټریشن لپاره غوښتل شوي اسناد چمتو کړئ او "ورپسي" "Suivant" کلیک وکړئ،
  • په نهایت کې، هغه پروفایل غوره کړئ چې تاسو سره مناسب وي او "د راجسټریشن پیل" باندې کلیک وکړئ.
مهمه یادونه: که تاسو په آنلاین توګه په نوم لیکنه کې ستونزه لرئ، تاسو کولی شئ محلي اژانس ته لاړ شئ. تاسې ته نږدې د فرانس تخوی اداره ومومئ او په هرکلي یا ریسپشن کې معلومات ورکړئ چې تاسې نوم لیکنه یا راجستر کول غواړئ. یو مشاور به ستاسو وضعیت وګوري او له تاسې سره به د نوم لیکنې او راجستریشن کولو کې د مرستې لپاره د ملاقات وخت وړاندیز کړي.

تاسو باید لاندې معلومات ورکړئ:

  • ستاسو تخلص او نوم،
  • ستاسو د زیږون نیټه او ځای،
  • ستاسو پته،
  • ستاسو د کورنۍ وضعیت،
  • ستاسو د ټولنیز امنیت شمیره،
  • ستاسو د تلیفون شمیره،
  • ستا برېښنالیک.

بیا غوره کړئ چې تاسي له کومې لارې غواړئ چې د فرانس تخوی (France Travail) سره د معلوماتو تبادله وکړئ :

→ که تاسو په "هو، زه یې منم" "oui, j’accepte" کلیک وکړئ، تاسو به خپل ټول اسناد یوازې د بریښنالیک له لارې ترلاسه کړئ او د کار موندني مرکز په شخصي ځای یا حساب کې.

→ که تاسو په "نه، زه یې نه منم" "non, je n’accepte pas" باندې کلیک وکړئ، تاسو به خپل اسناد د پوستې له لارې او ستاسو او د کار موندني مرکز په شخصي ځای یا حساب کې ترلاسه کړئ.

دلته تاسو باید د خپل د فرانس تخوی (France Travail)حساب ته د ننوتلو لپاره کوډونه جوړ کړئ :

  • یو "کارن نوم" (nom d'utilisateur) غوره کړئ (د مثال په توګه، ستاسو نوم).
  • یو "پاسورډ" یا پټ رمز غوره کړئ (دا باید لږترلږه 8 حروف، یو حرف، یوه شمیره او سمبول ولري)
مهمه یادونه: دا کوډونه ډیر زیات مهم دي! دا به تاسو ته اجازه درکړي چې ستاسو د راجسټریشن وروسته ستاسو شخصي ځای سره وصل شئ. خپل رمز یا کوډ په خپل تلیفون، کمپیوټر یا کاغذ کې چیرې په نښه او لیکل مه هیروئ.

د خپل راجسټریشن یا ثبت نام بشپړولو لپاره، خپل "د ثبت نام کولو دلیل" بشپړ کړئ.

د خپل شخصي وضعیت په اړه ټولو پوښتنو ته ځواب ووایاست.

فرانس تخوی (France Travail) بیا تاسو ته ستاسې پیژندونکی درکوي (د 7 شمیرو او 1 کلمي سره).

دا یوه ځانګړي شمیره ده چې باید په احتیاط سره وساتل شي، لکه ستاسو د پیوستون یا وصل کیدو کوډونه. دا د هغه کارن نوم څخه توپیر لري چې تاسو سایټ ته د ننوتلو لپاره کاروئ. له تاسو څخه به د ځانګړو پروسیجرونو، غوښتنلیکونو یا روزنې کې د شمولیت په وخت غوښتنه وشي.

د نوم لیکنې په پای کې، تاسو باید په فرانس تخوی کې د خپل لومړي ملاقات لپاره نیټه وټاکئ.

دا ملاقات لازمي دی (۷ ګام وګورئ).

د نوم لیکنې وروسته به تاسو په انټرنیټ (په ګرځنده تلیفون یا کمپیوټر) کې د فرانس تخوی (France Travail) حساب کې خپل پروفایل او اسنادو ته لاسرسی ومومئ:

د خپل حساب سره د وصل کیدو لپاره:

  • د فرانس تخوی ویب پاڼې ته لاړ شئ le site de France Travail
  • په "پیوستون" "Connexion" کلیک وکړئ
  • په "کانديد" "Candidat" کلیک وکړئ
  • خپل کارن نوم (nom d’utilisateur) دننه کړئ بیا خپل پټنوم یا رمز چې (تاسو د راجسټریشن پرمهال انتخاب کړی) د خپلې سیمې اړوند پوست کوډ داخل کړئ.
  • ورسته په "وصل" "Se connecter"کلیک وکړئ.

بیا تاسو خپل د فرانس تخوی France Travail ځای ته لاسرسی ومومئ:

  • "زما د کار لټون" "Ma recherche d'emploi" برخه کې به تاسو په ځانګړې توګه ټول غوښتنلیکونه او همدارنګه ستاسو د روزنې کورس ومومئ که تاسو يې غوښتنه کړې وي.
  • "زما د دندې لټونکونکی فایل" "Mon dossier demandeur d'emploi" په برخه کې "زما تبادله د کارمندنې مرکز سره" مندلای شئ: دا هغه ځای دی چې تاسو د خپل کارمندنې سلاکار د اړیکې نیولو اړوند معلومات مومئ. همدارنګه په همدې ځای کې تاسو کولی شئ یو سند فرانس تخوی France Travail ته ولیږئ.
یادونه: تاسو کولی شئ د خپل FranceConnect پیژندونکو یا اکونټ سره هم وصل شئ، د هغه حساب په کارولو سره چې تاسو یې دمخه لرئ.

> د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه کې د "فرانس کنیکٹ حساب له لارې د یو سایټ سره وصل کیدل".

ستاسو د نوم لیکنې په پای کې به تاسې د لومړۍ ناستې لپاره نیټه غوره کړئ.

مهمه یادونه: تاسو به د بلنې لیک ترلاسه کړئ (یا یو بریښنالیک ستاسو د انتخاب پورې اړه لري، 3 ګام وګورئ). دا ناسته خورا مهمه او لازمي ده.

مخکې له دې چې تاسې د فرانس تخوی France Travail مرکز ته د یادې ناستي لپاره لاړ شئ، تاسې باید له ځان سره لاندې اسناد راوړئ:

  • ریسپسي یا د اوسیدو اجازه (تتخ دی سیجور)؛
  • د ټولنیز امنیت شمیره (ویټیل کارت) یا PUMA/ CSS سند؛
  • د کار ګمارونکي سند، د کار سند یا د معاشونو سلیپونه یا رسیدونه؛
  • رغیب RIB (د بانکې حساب پیژندنې بیان) د مالي مرستې ترلاسه کولو لپاره که تاسو د هغې مستحق یاست؛
  • سي وي CV (کوریکولم ویتا)
یادونه: دا په کلکه مشوره ورکول کیږي چې یوه سي وي چمتو کړئ. ولې که یې تاسې نه لرئ، فرانس تخوی به له تاسې سره د یوې مناسبي سي وي CV جوړولو لپاره مشورې او وسایل وړاندې کړي.

د دې ناستي په جریان کې، مشاور به ستاسو د هویت، ستاسو تجربو او ستاسو د دندې لټون په اړه پوښتنې وکړي. د دې معلوماتو سره، هغه به ستاسو « دندې ته د لاسرسي شخصي پروژه (PPAE)» جوړه کړي، دا پدې معنی ده چې ستاسو مسلکي پروژه او ستاسو طرزالعملونو تر راتلونکي ملاقات پورې. هغه به ستاسو د وضعیت سره سمون لرونکي حلونو وړاندیز وکړي.

دا ناسته نه یوه ازموینه، او نه هم د کار موندنې مرکه ده ده. مشاور یوازې غواړي ستاسې تعلیمي، کاري سابقه، ستاسې اړتیاوي، او ستاسې مسلکي اهداف په اړه معلومات ترلاسه کړي.

> دا مطلب ولولئ: د Réfugiés.info پاڼه کې " د فرانس تخوی سره دنده یا روزنه ومومئ "

مهمه یادونه: که تاسو د خپل ملاقات ورځې ته د کومې ستونزې له کبله نشئ تلای، تاسو کولی شئ د فرانس تخوی France Travail مرکز سره اړیکه ونیسئ:
- د تلیفون له لارې 3949 شمیرې ته زنګ ووهئ (وړیا خدمت + د ځایی تلیفون نرخ)؛
- د لیک یا پوست له لارې
- ا بریښنالیک له لارې ستاسې مشاور ته ایمیل لیږل
- یا ستاسو اړوند مرکز هرکلي ته لاړشئ او خبر ورکړئ.

او ورپسې څه وکړو؟

د راجستریشن وروسته تاسو باید هره میاشت د فرانس تخوی France Travail په انټرنیټ پاڼه کې خپل وضعیت "تازه" "s'actualiser" کول یا ثبت کول لازمي دي. دا تاسو ته اجازه درکوي چې خپل حقونه وساتئ او د فرانس تخوی لخوا د وړاندیز شویو ته لاسرسی ومومئ.

ستاسو د وضعیت تازه کول پدې معنی دي چې تاسو لاهم د دندې په لټه کې یاست یا د نوې دندې په اړه خبر ورکړئ که تاسو موندلې وي.

تاسو باید ټول معاش لرونکي او شخصې کار یا شرکت فعالیتونه اعلان کړئ چې تاسو د میاشتې په اوږدو کې درلودل، لکه ( لنډمهال تړون، دایمي تړون، انتریم، متشبث یا شخصي کار، او نور).

تازه کول د لاندې لارو څخه ترسره کیدې شي:

  • آنلاین د خپل شخصي حساب له لارې espace personnel،
  • د "زما ځای" د تلیفون اپلیکیشن له لارې،
  • د تلیفون له لارې په 3949 شیمره
  • یا په یوه اداره کې د مشاور په مرسته.
تازه کول لازمي دي چې د فرانس تخوی سره راجستر پاتې شي. دا باید د هرې میاشتې د 28 او د راتلونکې میاشتې تر 15 پورې ترسره شي.
که تاسې دخپل وضعیت تازه کول هیر کړئ، نو تاسو د فرانس تخوی څخه د اخراج کیدو خطر لرئ (د بیلګې په توګه د فرانس تخوی کاروونکو لیست څخه حذف کیدل).

د فرانسې تخوی د نورو ادارو څخه معلوماتو ته لاسرسی لري، د بیلګې په توګه د مالي ټولولو اداره. که تاسو مختلف معلومات اعلان کړئ یا تاسو غلطي کړې وي، تاسو باید دا فرانس تخوی ادارې ته هم راپور ورکړئ.

که فرانسه تخوی تاسو ته ستاسو د وضعیت څخه ("زیاته تادیه") یا ډیرې پیسې لیږلي وي، هغه دا اختیار لري چې له تاسې څخه بیرته تادیه کولو یا پیسو بیرته ورکولوغوښتنه وکړي. مګر محتاط اوسئ، که تاسو د تېروتنې راپور نه ورکوئ، دا "درغلي" ده. تاسو ممکن مجازات شئ.

ستاسو د مشاور سره ستاسو د لومړۍ ناستې وروسته، تاسو به په منظمه توګه د نورو غونډو لپاره د لیک یا بریښنالیک له لارې بلنه درکړل شي.

تاسو به وکولی شئ د خپلو غوښتنلیکونو او د کار مرکې په اړه وغږیږئ، د شرکتونو سره په اړیکه کې ستاسو ستونزې، د نوي مسلک زده کولو امکانات او داسې نور.

مهمه یادونه: ټول ټاکل شوې ملاقاتونه یا کتنې لازمي دي چې ځان ورته حاضر کړئ.

که چیرته تاسو نه شئ کولای دې ناستو او غونډو کې برخه واخلئ، نو هر څومره ژر چې کیږی باید خپل مشاور ته خبر ورکړئ ترڅو تاسو د خپل ملاقات نیټه بدله کړئ.

> ولولئ: د Réfugiés.info پاڼه کې " د فرانس ټروییل سره دنده یا روزنه ومومئ "

کارموندنې ته د لاسرسي ستاسې ځانګړې پروژې (PPAE) پورې اړه لري، د فرانس تخوی (France Travail) مشاور ممکن تاسو څخه وغواړي چې روزنه بشپړه کړئ، د شرکتونو سره د لیدو لپاره په یوه غوڼده کې برخه واخلي، تاسو ته د کار وړاندیزونه واستوئ، او داسې نور. که تاسو لیوالتیا نه لرئ، تاسو اړتیا لرئ ځواب ورکول او تشریح کول چې ولې.

یادونه: که تاسو لږ تر لږه د 6 میاشتو لپاره د فرانس تخوی (France Travail) سره راجستر شوي یاست او ستاسې د کار لپاره د موټر چلولو جواز اړین وي، تاسې کولی شئ د فرانس تخوی (France Travail) څخه د روزنې او ازموینې لپاره د مالي مرستې غوښتنه وکړئ.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه کې "د خپل موټر چلولو جواز لپاره د پیسو ورکولو لپاره د فرانسې ټرایل څخه مرسته ترلاسه کړئ"

د خپل کارن نوم موندلو لپاره، کله چې تاسو ننوتئ یا وصل شئ نو "ماخپل کارن نوم هیر کړی" "J’ai oublié mon nom d’utilisateur" کلیک وکړئ.

د خپل پټنوم یا پاسورډ موندلو لپاره، کله چې تاسو وصل شئ، خپل کارن-نوم دننه کړئ، بیا په «تعقیب» "Poursuivre" باندې کلیک وکړئ او ورسته په "ما خپل پټنوم هیر کړی" "J’ai oublié mon mot de passe" کلیک وکړئ.

یادونه: تاسو کولی شئ خپل پیژندونکي یا کارن نوم د بریښنالیک یا SMS له لارې ترلاسه کړئ.

تاسو به له سیسټم څخه "ویستل" یا اخراج شی (دا پدې معنی د چې تاسې به د فرانس تخوی له سیسټم څخه د کارونکي یا استفاده کونکي په توګه ډیلیټ یا حذف شئ) که:

  • تاسو د میاشتې د 28 او د راتلونکې میاشتې تر 15مې نیټې پورې خپل وضعیت تازه کول هیر کړې وي،
  • تاسو د اعتبار وړ توجیه او دلیل څخه پرته کومي ټاکل شوې ناستې یا غونډې ته حاضر نه شی
  • تاسو ته درکړل شوې لازمي روزنې او زده کړې مو نه وې تعقیب کړي
  • تاسو د فرانس تخوی (France Travail) غوښتنو ته ځواب نه وې ورکړی

تاسو یو لیک ترلاسه کوئ چې د برنامې او خدماتو څخه د اخراج یا ایستلو دلایل تشریح کوي.

تاسو کولی شئ د لیک له لارې یا د خپل مشاور سره د ملاقات له لارې د خپل ځان د توجیه او دلایلو په اړه ځواب ورکړئ.

مهمه یادونه: د راجسټریشن یا ثبت نام څخه د وتلو او خراج معنی دا ده چې تاسو نور د فرانس تخوی (France Travail) خدماتو ته لاسرسی نلري او نه هم مالي مرستو ته تر هغه چې تاسو اخراج یا ایستل شوې یاست.

د اخراج موده د د توجه او اسنادو په اساس د 1 میاشتي او 12 میاشتو ترمنځ توپیر لري.

د فرانس تخوی (France Travail)سره له سره راجسټریشن او نوم لیکنه د اخراج او ایستل کیدو دورې پورې اړه لري:

  • که ستاسو ایستل او استخراج د 1 میاشتي او 6 میاشتو ترمنځ وي: کړنلاره ساده ده. تاسې کولای شئ خپل حساب ته ننوځئ او نوم لیکنې بیا ترسره کړئ.
  • که ستاسو اخراج کیدل او ایستل د 6 میاشتو څخه د ډیر وخت لپاره ترسره شوی وي: پدې حالت کې، تاسې باید د نوم لیکنې بیا ترسره کولو لپاره د یوه مشاور سره د ملاقات غوښتنه وکړئ.

ستاسې راجستریشن یا ثبت نام په لاندې شرایطو کې ختمیږي، که:

  • د استوګنې کارت یا ریسپسي چې تاسو دوی ته لیږلي پای ته رسیدلی وي او تاسو نوی کارت یا رسید نه وې ثبت کړی په سیسټم کې او یا مو دوی ته نه وې لیږلی.

تاسو نور د "کارغوښتونکي" په توګه راجستر یا ثبت نه یاست او تاسو به یو لیک ترلاسه کړی چې اړونده معلومات پکې تشریح شوې وي.

تاسو د بیا راجستر کولو امکان لرئ :

د پاڼې سر

17 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
fatma bouhejbafatma bouhejbaاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
utilisateur_41222952utilisateur_41222952ایډیټر او کره کتونکی
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
utilisateur_20876292utilisateur_20876292ایډیټر او کره کتونکی
nour alhindinour alhindiد صفحي پورته برخه
utilisateur_39243168utilisateur_39243168ایډیټر او کره کتونکی
noornoorد صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
nalothmannalothmanد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
utilisateur_92556286utilisateur_92556286ایډیټر او کره کتونکی