په فرانسه کې واده کول

کله چې په فرانسه کې واده یا نکاح تر سره شي نو د فرانسې قانون پرې پلي کیږي. ټول قوانین او مقررات چې د فرانسويانو لپاره دې هغه د ټول لپاره دي : تاسو باید د نکاح د لمانځلو ځای وټاکئ، د ښاروالۍ په دفتر کې یوه دوسیه ډک کړئ، د ازدواجي زوند یا نکاح کولو رسمي سند ترلاسه کړئ...
په فرانسه کې د واده کولو شرایط:
- قانوني عمر باید ولرئ (له 18 کالو څخه پورته)
- د فرانسې قانون یا بهرني قانون له مخي تاسو باید مخکې نه واده شوي یا نکاح نه وې کړي (دا امکان لري چې شریک ژوند کې وي ځکه چې واده په اوتومات ډول د شراکت یا PACS پرسه لغوه کوي)
- د مور او پلار سره واده نه کیږې او منع دي او همدارانګه له ورو، خور، ناسکه وروو او خور، کاکا، خاله، عمه او وراره او وریري چې د یو نیکه او نیا څخه وي واده کول منع دي... په دې هکله د لا ډیرو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.
- هرشخص باید په ازده توګه اوخپله خوښه واده ته رضایت وښيي
- په فرانسه کې، واده د يوه سړي او یوې ښځې، 2 سړو یا 2 میرمنو تر منځ لمانځل او برقرار کیدای شي.
مهمه یادونه: یوازې مدني واده قانوني او حقوقي ارزښت لري (نه مذهبي واده).
واده هغه ژمنتیا او عقد دی چې د دواړو خواو (خاوند او میرمن) حقونه او وظایف پکې معلوم او پلي کوي (دا وظایف او حقونه د مدني کوډ لخوا ترتیب او وضع شوي).
واجبات یا وظایف:
- ګډ ژوند ولرئ : ښځه او میړه مکلف ندي چې د ورته چت لاندې ژوند وکړي، مګر باید د ګډ ژوند کولو لپاره یو مشترک پلان ولري. که چیرته دواړه یوځای ژوند کوي، دوی یو بل سره ازدواجي هستوګنه لري. هیڅ پلور د دواړه خواو له رضایت پرته نشي ترسره کیدی. د کرایې په صورت کې، دواړه لورې د اجارې شریکان دي ، که څه هم د کور د اجاره کولو یا کرایه کول قرارداد د واده دمخه د یو شخص میړه یا میرمن لخوا لاسلیک شوی وي.
- د کورنۍ اړتیاوې پوره کول : که چیرته اولاد ولري، نو دواړه مکلف دي چې په ګډه د ماشومانو مادي او اخلاقي تعلیم تضمین او مسؤلیت په غاړه واخلي.
- مرسته او همکاري : که چیرې یو ددوی نه ناروغه وي یا له مالي پلوه له ستونزو سره مخ وي ، نو مقابل جانب باید ورسره مرسته او همکاري وکړي.
- وفادار پاتې کیدل (له واده بهر جنسي یا احساساتي اړیکې د واده ماتولو یا عهد شکنې په معنی ده) او یو بل ته درناوی کول (فزیکي یا لفظي کورني تاوتریخوالی د سزا وړ دی)
- دروزمره ژوند په مصارفو کې وڼده اخیستل: لکه (کرایه، پیرود، لګښتونه ...) هر شخص د خپل وس او مالي سرچینو په اندازه په لګښتونو کې برخه اخلي.
- د ورته مالیه ورکونې کورنۍ رامینځته کول: دواړه خاوند او میرمن په عایداتو د مالي ورکولو ګډه دوسیه لري.
حقونه
- خپل تخلص غوره کول : دا امکان لري چې د خپل میړه یا میرمن نوم وکاروئ پرته لدې چې د هغوی جنسیت به نظر کې ونیسو (معمول نوم). دا کار اختیاري دی. که چیرې یو له تاسو دواړو نه غواړي چې دغه دودیز نوم وکاروي، نو تاسو باید دا نوم په "دوهم نوم" “deuxième nom” برخه کې په نښه کړئ کله چې د خپل راتلونکي شناختی کارت یا پاسپورټ لپاره غوښتنه کوئ. تاسو کولی شئ مختلف اداري خدماتو ته د دودیز نوم بدلولو اعلان یا خبر هم ورکړئ، لکه (د روغتیا بیمې فنډ، کاف CAF، او داسې نور).
- خپله فزیکي بشپړتیا ساتل : تاسو د خپل خاوند یا میرمن د رضایت او خبرتیا پرته د هر ډول طبي درملنې حق لرئ.
- خپله مسلکي خپلواکي لرل : تاسو د کار کولو یا نه کولو حق لرئ او په خپله خوښه خپل مسلک غوره کړئ.
- خپل د نظر آزادي او د ژوند کولو طرز ساتل : تاسو حق لرئ چې په آزاده توګه د یو دین یا مذهب پیروی او عبادت وکړئ او همدارنګه کلتوري، سیاسي، سوداګریزې اتحادیو کې فعالیتونه ترسره کړئ او داسې نور.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
13 مرسته کونکي فعالیت کوي












