خپل د اوسیدو جواز(تتخ د سیجور) نوی کول
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 16 joursکله چې د استوګنې اجازه یا کارت دی سیجور د اعتبار نیټه پای ته رسیږي، دا پدې معنی ده چې د اعتبار نیټه په نږدې وخت کې په ختمیدو ده ("تر ټاکلې مودې پورې معتبر")، باید د نوي کارت غوښتنه وشي. دې ته د استوګنې د جواز نوي کول ویل کیږي.
- که تاسو کډوال یاست، د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست، تاسو باید په فرانسه کې د بهرنیانو په ویب پاڼه (Étrangers en France) (ANEF) کې په آنلاین بڼه غوښتنه وکړئ.
- که تاسو بې تابعیته یا اپارتاید کس یاست، نو تاسو باید د خپلې سیمې پریفیکتور یا فرعي پریفیکتور کې د کارت دی سیجور لپاره غوښتنه وکړئ.
په ټولو حالاتو کې تاسو باید د خپل اوسني سند د پای نیټې څخه د 4 میاشتو (120 ورځو) او 2 میاشتو (60 ورځو) ترمنځ د خپل سند د نوي کولو غوښتنه وکړئ.
څنګه یې وکړو ؟
د هر ډول استوګنې کارت نوې کولو د غوښتنې لپاره تاسو دې اسنادو ته اړتیا لرئ:
- د استوګنې زوړ جواز
- د فرانسې جمهوریت اصولو ته د درناوي لپاره د ژمنې تړون
تاسو باید په فرانسوي ژبه لیکل شوی د ژمنې تړون ولولئ ، چاپ کړئ ، بشپړ کړئ ، نیټه یې ولیکئ او لاسلیک یې کړئ . دا سند د فرانسې جمهوریت اصول بیانوي: شخصي ازادي، د بیان او وجدان آزادي، د ښځو او نارینه وو ترمنځ مساوات، انساني وقار، د جمهوریت شعار او سمبولونه، د فرانسې ځمکنۍ بشپړتیا، لایستي. د دې سند په لاسلیک کولو سره، تاسو په فرانسه کې د اوسیدو پرمهال د دې ارزښتونو درناوی ته ژمن یاست.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا قرارداد د اوفي OFII (د مهاجرت او ادغام لپاره د فرانسې دفتر) د جمهوريت د ادغام تړون (CIR ) څخه توپیر لري. هرڅه د Refugees.info معلوماتي پاڼې " د CIR لاسلیک کول " کې تشریح شوي.
- د شپږو میاشتو څخه کمې مودې د پتې ثبوت (د پتې ثبوت، د استوګنې ثبوت، د کرایې رسید، د برق یا ګاز بل)
- که تاسو د بل چا سره پاتې کیږئ (کورنۍ، ملګری، رضاکار ...)، تاسو باید د اړوند کس څخه د استوګنې سند، د هغه د هویت کارت (یا د استوګنې جواز) کاپي او د هغه په نوم د پتې ثبوت (د بریښنا یا د تلیفون بل) واستوئ.
- برېښنايي عکسونه e-photos
د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: "د ای-عکس اخیستل او کارول"
د 2026 کال د جنوري د لومړۍ نیټې څخه د څو کلن استوګنې جواز یا د استوګنې جواز ترلاسه کولو لپاره نوي مکلفیتونه یوازې په لومړي غوښتنلیک باندې پلي کیږي (کډوال، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي او بې تابعیته اشخاص او د دوی کورنۍ د دې مکلفیتونو څخه مثتثنې دي).
هرڅه د Refugee.info په دې پاڼه کې تشریح شوي دي " د استوګنې جواز ترلاسه کول ".
اداره ممکن ستاسو د وضعیت پورې اړوند له تاسو څخه د نورو اسنادو غوښتنه وکړي، د مثال په توګه:
- که تاسو واده کړی وي او د هغه هیواد څخه یاست چې د څو ودونو اجازه ورکوي: د څو ودونو نه لرلو یا نه کولو ژمنتیا لیک ورکول (دا په دې معنی ده چې تاسو په فرانسه کې له یو څخه ډیرو کسانو سره واده نه دی کړی)
- که تاسو د اوفي OFII سره د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) په روزنه کې برخه اخیستې وي: د جمهوریت د ادغام تړون CIR لاسلیک شوی سند سپارل
د Refugees.info معلوماتي پاڼه " د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک کول " ولولئ.
که تاسو د کډوالۍ حالت یا فرعي خوندیتوب لرئ ، نو تاسو باید د خپل استوګنې جواز د نوي کولو لپاره پدې ویب پاڼه کې غوښتنه وکړئ: https://administration-etrangers-en-france.interieur.gouv.fr
خپل ANEF (په فرانسه کې بهرنيان) حساب ته ننوځئ، بیا د کور پاڼې په پورتنۍ ښیې کونج کې په خپل نوم کلیک وکړئ، او " زما حساب ته لاسرسی موندل " باندې کلیک وکړئ.
یا که تاسو هیڅکله په یاده پاڼه کې شخصي حساب نه وې جوړ کړئ، خپل حساب جوړ کړئ.
د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: "بهرنيان په فرانسه کې (ANEF) ويبپاڼه کې شخصي حساب جوړ کړئ"
- که تاسو بهرنۍ شمیره یا د ویزې شمیره نلرئ، نو تاسو په دې سایټ کې د استوګنې جواز د نوي کولو لپاره غوښتنه نشئ کولی، تاسو باید مستقیم د خپلې څانګې پریفیکتورته لاړ شئ.
1. یوځل چې تاسو په فرانسه کې د بهرنيانو په ویب پاڼه ((ANEF کې خپل حساب ته ننوځئ ، "زه د استوګنې جواز غوښتنه یا نوي کول" “Je demande ou renouvelle un titre de séjour” برخه باندې کلیک وکړئ.
2. تاسو باید فورمه ډکه کړئ او د لومړۍ ګام مطابق اسناد د پي ډي ایف بڼه کې PDF واستوئ.
د لوستلو لپاره: دRefugees.info پاڼه کې "د سند سکین کول" مالوماتي فایل هم ولولئ.
که تاسو د استوګنې جواز لپاره آنلاین غوښتنه کوئ، نو تاسو باید دا سکین کړئ او د "د پتې ثبوت" لاندې د "ملاتړ اسنادو" برخې ته یې اپلوډ کړئ.
> که تاسو په مستقیم ډول په پریفیکتور کې د استوګنې جواز لپاره غوښتنه کوئ، نو باید دا خپلې دوسیې کې اضافه کړئ یا یې د پوست له لارې یا د demarche.numerique.gouv.fr په کارولو سره واستوئ.
3. د آنلاین درخواست یا غوښتنې کولو وروسته، تاسو به په اتوماتيک ډول د بریښنالیک له لارې "د ثبت کیدو سند" ترلاسه کړئ کوم چې دا ثابتوي چې تاسو خپل فایل لیږلی دی. دا سند هیڅ نوع حقونو ته د لاس رسې حق نه ورکوي، دا یوازې یو ثبوت دی.
4. که ستاسو دوسیه بشپړه شي او په غوښتل شوي وخت کې واستول شي، نو بیا به تاسو د " جواز د جوړیدني تصدیق " (API) ترلاسه کړئ. دا د لنډمهاله استوګنې سند دی چې دا ثابتوي چې تاسو په منظم حالت کې په فرانسه کې د اوسیدو حق لرئ او تاسو کولی شئ کار وکړئ. دا سند (API) همدارنګه تاسې ته حق درکوي چې خپلو ټولنیزو حقونو ته لاس رسی پیدا کړئ، ولې تاسې ته د سفر کولو اجازه نه درکوي، دا سند د ریسپسي په بدل کې ورکول کیږي او د 6 میاشتو د نوي کیدونکي مودې لپاره اعتبار لري. سند د نوي کولو وړ دی، تر هغه چې پریفیکتور خپله پریکړه نه وي کړې.
5. کله چې پریفیکتور ستاسو غوښتنه تایید کړي، تاسو په پای کې د "مثبتې پریکړې سند" ترلاسه کړئ، دا سند تر هغه وخته پورې اعتبار لري ترڅو چې ستاسو داستوګنې نوی جواز ترلاسه کړئ. تاسو باید تل خپل د استوګنې زوړ جواز له ځان سره ولرئ (حتی که د هغې د پای نیټه تیره شوې وي) ترڅو خپل ټولنیز حقونه وساتئ او د شینګین سیمې دننه سفر وکړئ.
په دې سند کې مختلف سندونه تشریح شوي دي .
د دې معلومولو لپاره چې ستاسو غوښتنلیک څنګه پرمخ ځي، په فرانسه کې د بهرنیانو په ویب پاڼه کې خپل شخصي حساب ته ننوځئ ، د کور پاڼې په پورتنۍ ښي خوا کې په خپل نوم کلیک وکړئ، او "زما حساب ته لاسرسی" "Accéder à mon compte" غوره کړئ.
څلور مرحلې شتون لري:
- د غوښتنې سپارل : ستاسو غوښتنه ترلاسه شوې.
- څیړنه د پرمختګ په حال کې ده: پریفیکتور ستاسې د غوښتنې کتنه او ارزونه پیل کړې، پروسس یې په جریان کې دی.
- پریکړه وشوه : ستاسې غوښتنه پروسس او بشپړه شوې، پریکړه شوې ده.
- د اوسیدو اجازه یا تتخ دی سیجور جوړ شوی او چمتو دی : ستاسو نوی کارت جوړ شوی او کولای شئ ترلاسه یې کړئ.
د غوښتنلیکونو د پروسس او ارزونې وختونه په هر ولایت کې توپیر کوي.
کله چې ستاسو د استوګنې نوی جواز یا کارت چمتو شي:
- ولایت به تاسو ته یو پیغام (SMS یا بریښنالیک) واستوي.
- دا پیغام تشریح کوي چې ایا تاسو اړتیا لرئ چې د ستاسو اړوند پریفیکتور په ویبپاڼه کې د ملاقات وخت ونیسئ یا په یوه ځانګړې نیټه مستقیم هلته لاړ شئ.
د مثال په توګه، د پاریس د پولیسو پریفیکتور ویب پاڼه.
1. د timbres.impots.gouv.fr ویب پاڼې یا د تمباکو پلورونکي څخه د 225 یورو مالیې ټاپه واخلئ.
2. د نوي استوګنې جواز ترلاسه کولو په ورځ، مهر او د تادیې ثبوت له ځانه سره راوړئ.
د Refugees.info د معلوماتو پاڼه ولولئ چې د مالیې ټاپه اخیستلو څرنګوالی تشریح کوي.
ستاسو د استوګنې جواز اعتبار لري:
- 10 کاله که تاسو د کډوالۍ حیثیت لرئ، دا د "استوګن" کارت دی
- که تاسو فرعي خوندیتوب یا بې تابعیته حیثیت لرئ، نو دا "څو کلن" کارت دی.
او ورپسې څه وکړو؟
د استوګنې نوی جواز ستاسو د هویت سند دی.
د خپل شخصي معلوماتو د تازه کولو او د نوي کارت په اړه د خبر ورکول لپاره دا مهمه ده چې تاسو یې لاندې ادارو ته واستوئ:
- د کاف CAF ادارې ته که تاسو د فعال پیوستون عاید (ایغیسا RSA)، د فعالیت بونس، د کور مرستې، د کورنۍ امتیازات ترلاسه کوئ یا مو غوښتنه کړې وي...
- که تاسو د ټولنیز کور لپاره غوښتنه کړې وي، ستاسو ښاروالۍ یا ویب پاڼه
- ستاسو د روغتیا بیمې کارت تازه کولو لپاره روغتیا بیمه
- فرانس تخوی (پخوانی پول ایمپلوی) که تاسو ورسره ثتب یاست
- که تاسو دنده لرئ، ستاسو کار ورکوونکی یا صاحب د کار ته.
تاسو باید په آنلاین بڼه د بهرنیان په فرانسه (ANEF) ویبپاڼه کې اعلان وکړئ :
- که تاسو له له خپل اوسنې ځای څخه کډه وکړئ
- که تاسو خپل د استوګنې کارت ورک کړئ
- که ستاسو کارت مات شوی، خراب شوی، نه ویل کیږي
- که ستاسو د استوګنې جواز یا تتخ دی سیجور غلا شوی وي.
دا Réfugiés.info پاڼه تشریح کوي چې څنګه دا پروسه ترسره کړئ > "په فرانسه کې د بهرنیان په فرانسه (ANEF) ویبپاڼه کې د وضعیت بدلون اعلان کړئ" .
ستاسې د نوي پتې او ادرس ثابتولو لپاره، ستاسې د نوي پتې سره یو سند به ستاسو د ANEF شخصي حساب کې شتون ولري.
که تاسو تخنیکي ستونزه لرئ (بلاک شوي پاڼه، خطا پیغام، او نور)، تاسو کولی شئ د اتباعو د اړیکو مرکز (CCC) سره اړیکه ونیسئ:
- د تلیفون له لارې 0806001620 (وړیا شمیره)
- یا د تماس فورمې له لارې (د "اړیکې" تڼۍ د سکرین په ښکته کې کیڼ اړخ کې). تاسو باید خپله ستونزه په واضح ډول تشریح کړئ او د خطا پیغام سره سکرین شاټونه (سایټ، نیټه او وخت لیدل کیږي) واستوئ که تاسې یې لرئ.
د ځانګړو قضیو لپاره، CCC کولی شي یو سند چمتو کړي چې د آنلاین غوښتنه کولو ناممکنیت ثابتوي. دا سند تاسو ته اجازه درکوي په مستقیم ډول له پریفیکتور سره اړیکه ونیسئ ترڅو د ملاقات وخت ونیسئ او په پریفیکتور کې په حضوري ډول د جواز یا تتخ دی سیجور لپاره غوښتنه وکړئ.
که تاسو د پریفیکتور لخوا ځواب ترلاسه نه کړئ یا د کارت نوې کولو غوښتنه مو رد یا منفي ځواب ترلاس کړئ، نو تاسو کولی شئ د دې پریکړې پر وړاندې اعتراض او شکایت وکړئ ( شکایت په دې معنی چې تاسو له پریکړې سره موافق نه یاست).
د پریکړې پر وړاندې د اعتراض لپاره:
- تاسو باید د خپلې سیمې اداري محکمې سره اړیکه ونیسئ. ستاسو په څانګه کې د اداري محکمې د اړیکو توضیحاتو لپاره، دلته کلیک وکړئ.
- تاسو کولی شئ د یووکیل څخه مرسته وغواړئ. که تاسو ډیرې پیسې نلرئ، تاسو کولی شئ د قانوني مرستې غوښتنه وکړئ ترڅو ستاسو د قانوني لګښتونو ټول یا یوه برخه پوښښ کړي.
د حقوقي مرستې په اړه د Réfugiés.info پاڼه ولولئ. - تاسو کولی شئ د یوې اتحادیې څخه مرسته ترلاسه کړئ چې د بهرنیو خلکو سره مرسته کوي.
- تاسو کولی شئ د حقونو له مدافع سره اړیکه ونیسئ، یوه اداره چې د خلکو سره چې خپلو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري، مرسته کوي.
- د فرانسي خواري پریښودو حکم ته درناوی نه کول (OQTF)
- د جعلي اسنادو کارول
- جدي جرمونه یا له قانون څخه سرغړونې ترسره کول (د مخدره توکو قاچاق، د انسانانو قاچاق، دلالي کول، د کار کولو یا ژوند کولو غیر معیاري شرایط لرل...)
- د ټاکل شویو چارواکو، عامه استازو یا امنیتي استازو په وړاندې تاوتریخوالی ترسره کول.
اداري
کورنۍ
زما د اسنادو او وضعیت اړوند اجراآت او کړني
زما د کورنۍ لپاره کړنلارې
زما د کورنۍ لپاره پروسیجرونه
23 مرسته کونکي فعالیت کوي
xavidumاډمین
a mugnierاډمین
olga b.د صفحي پورته برخه
alinalد صفحي پورته برخه
aman expertد صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
nalothmanد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
emyanamد صفحي پورته برخه
alaa1988د صفحي پورته برخه
khedrakiد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
utilisateur_93887086ایډیټر او کره کتونکی
utilisateur_2134382ایډیټر او کره کتونکی
niknameد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
toivoscrد صفحي پورته برخه
mariaد صفحي پورته برخه
oksanka_blazeد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
utilisateur_92556286ایډیټر او کره کتونکی
marianne georgesد صفحي پورته برخه