Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهB1, B2, C1, C2

قیمت

55€ یوځل

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د افپرا لخوا صادر شوی د زیږون سند لرل

دا چېرته دی ؟

د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي 3 місяці тому

دا څه دي ؟

ایا تاسو بهرنی یاست او غواړئ د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ؟ "د فرمان له مخې طبیعي کیدل" "naturalisation par décret"یو له هغو پروسیجرونو څخه دی چې تاسو ته اجازه درکوي د فرانسې تبعه شئ.

تاسې باید د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه کولو لپاره آنلاین غوښتنلیک وسپارئ. دا د فرانسې دولت دی چې بیا پریکړه کوي چې تاسو ته د فرانسي تابعیت درکړي، که ستاسو فایل ټول غوښتل شوي شرایط پوره کړي.

د فرانسې تابعیت تاسو ته اجازه درکوي:

  • په مختلفو ټاکنو کې د رایې ورکولو توان ولري،
  • د دې توان ولري چې د ټاکنو لپاره ځان کاندید کړئ،
  • په عامه خدماتو کې کار کول (د دولت لپاره او د ملکي مامور په توګه)
  • په اسانۍ سره بهر ته سفر کول.
دا ممکنه ده چې په فرانسه کې څو تابعیت ولري. د مثال په توګه، دوه تابعیت یا درې تابعیت. د فرانسوي کیدو سره، تاسو مکلف نه یاست چې خپل اصلي تابعیت پریږدئ.

کډوال کولی شي د خپل کډوالۍ اسنادو یا د کډوال وضعیت په ترلاسه کولو سره د فرمان له لارې د طبیعي کیدو یا تابعیت غوښتنه وکړي . د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي او بې هیواد خلک باید په فرانسه کې د استوګنې 5 کاله انتظار وکړي (پرته له ځینو ځانګړو قضیو).

مهمه یادونه: فرانسوي تابعیت اخیستل یو لازمي کړنه نده چې تاسو ې باید ترسره کړئ. کیدای شي چې ستاسو غوښتنه و نه منل شي (سره له دې چې تاسو فکر کوئ چې تاسو ټول اړین شرایط پوره کړې دي). تاسو کولی شئ چې په فرانسه کې پرته له دې چې فرانسوي تابعیت ولری ژوند وکړئ (د استوګني یا اقامت جواز چې د نوي کیدو وړ وي).

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ دا آنلاین سمیلیټر وکاروئ ترڅو وګورئ چې ایا تاسو د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه کولی شئ.

د فرانسوي تابعیت غوښتنلیک ته د لاسرسي شرایط ډیری دي:

1 / لږترلږه د B1 په کچه په شفاهي او لیکلو کې د فرانسوي ژبې پوهه ولرئ د ژبو لپاره د حوالې مشترکه اروپایی چوکاټ (CEFR).

دلته ملاتړي اسناد ذکر شوي دي چې د B1 کچې د ثبوت په توګه منل کیږي، شفاهي او لیکلي:

  • د فرانسوي ژبې په پوهه کې ډیپلوم لږترلږه د B1 کچې سره برابر وي ( DELF B1، DALF C1 یا C2 …)
  • د TCF (د فرانسوي پوهې ازموینه) یا TEF (د فرانسوي ارزونې ازموینه) سند ولرئ چې له 2 کلونو څخه لږ دمخه د B1 سطحې شفاهي او لیکلي سره صادر شوی وي. TCF IRN (ادغام، استوګنځی یا ریزډنس او تابعیت) یوه نسخه ده چې په ځانګړي ډول د فرانسوي تابعیت ترلاسه کولو لپاره یې غوښتنه کیږي او کارول کیږي.
    > ولولئ: د Réfugiés.info پاڼه "ستاسو د فرانسوي کچې رسمي تصدیق ترلاسه کول"
  • یو ډیپلوم یا مسلکي وړتیا چې په فرانسه کې د 3مې درجې سره مساوي یا لوړ وي د روزنې د کچې ملي نومونې (CAP، BTS، او داسې نور).

    مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، ټول مسلکي سرلیکونه، ډیپلومونه او د مسلکي وړتیا سندونه د تابعیت د دوسیې کې د فرانسوي کچې توجیه کولو لپاره کارول کیدی نشي. د دې لپاره چې وګورئ چې ستاسو ډیپلوم یا مسلکي سرلیک پیژندل شوی او لږترلږه د 3مې درجې سره مساوي دی، ددې معلمولو لپاره تاسې کولی شئ د فرانس کومپتانس (France Compétences) لټون سیسټم وکاروئ.
که تاسو په فرانسوي ژبه کې خپلې زده کړې په فرانسوي ژبو هیواد کې ترسره کړې وي ( د منل شوي هیوادونو لیست وګورئ )، تاسو کولی شئ د Enic-Naric مرکز څخه د پرتله کولو سند غوښتنه وکړئ ترڅو د خپلې ژبې کچه ثابته کړي.
ستاسو ډیپلوم باید لږترلږه د ملي نومونې 3 مې درجې سره برابر وي.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه کې "په فرانسه کې د بهرنۍ ډیپلوم پیژندل" ولولئ.

2/ ثابته کړئ چې تاسو کار کوئ.

تاسو باید د سم ژوند کولو لپاره باثباته او کافي عاید ولرئ (ستاسو د کورنۍ غړو سره که دوی په فرانسه کې هم وي). خپل د کار قرارداد او ستاسو د معاش سلیپونه په فایل کې او همدارنګه د امکان په صورت کې ستاسو د کارمند څخه یو سند ولیکئ. که تاسو کارمند نه یاست، ستاسو د وضعیت په پام کې نیولو سره د نورو اسنادو غوښتنه کیږي.

3/ د استوګنې معتبر جواز ولرئ.

4/ په فرانسوي ټولنه کې خپل ادغام ثابت کړئ:

  • د جمهوریت اصولو او اړینو ارزښتونو ته غاړه ایښودل،
  • د فرانسوي تاریخ، کلتور او ټولنې په اړه پوهه لري.
ستاسو د فایل پیاوړي کولو لپاره، په فرانسه کې په ژوند کې ستاسو د ګډون ثبوت اضافه کیدی شي: په یوه اتحادیه کې راجستریشن، رضاکارانه کړنې، د سپارښت لیکونه، او نور.

5 / په فرانسه کې لږترلږه د 5 کلونو لپاره د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکو او بې دولت اشخاصو لپاره استوګنه.

په فرانسه کې د استوګنې لږ تر لږه د 5 کلونو مودې ته اړتیا ده، پرته له ځانګړو قضیو څخه . د استوګنې د 5 کلونو محاسبه ستاسو د پناه غوښتنې د سپارلو نیټې څخه پیل کیږي.

قانوني کډوال د استوګنې له دې حالت څخه نه اغیزمن کیږي او کولی شي د فرانسوي تابعیت غوښتنه وکړي کله چې دوی خپل خوندیتوب یا کډوالۍ اسناد ترلاسه کړي.

6/ 18 کاله عمر لرونکي کسان.

تاسو باید د فرانسوي تابعیت غوښتنه کولو لپاره قانوني عمر ولرئ. په هرصورت، هغه ماشوم چې په فرانسه کې د بهرنیو والدینو په کورنۍ کې زیږیدلی وي کولی شي د ځانګړو شرایطو لاندې فرانسوي تابعیت ولري:

  • د 13 او 16 کلونو ترمنځ : د 13 څخه تر 16 کلونو پورې ماشوم چې بهرني والدین ولري، او په فرانسه کې زیږیدلی وي او د 8 کلنۍ راهیسې په فرانسه کې اوسیږي، کولی شي د دوی په استازیتوب د فرانسوي تابعیت ادعا وکړي.
  • د 16 او 18 کلونو ترمنځ : هغه ماشوم چې په فرانسه کې د بهرني والدینو کورنۍ کې زیږیدلی وي کولی شي د 16 کلنۍ څخه د فرانسوي تابعیت غوښتنه وکړي. د دې کولو لپاره، هغه باید لږترلږه د 5 کلونو لپاره د 11 کلنۍ څخه په فرانسه کې استوګن وي. هغه کولی شي د مور او پلار له اجازې پرته یوازې د تابعیت لپاره غوښتنه وکړي.
هغه ماشوم چې په فرانسه کې بې وطنه (اپارتاید) مور او پلار ولري، هغه له زیږون څخه فرانسوی شمارل کیږي.
سربیره پردې، یو ماشوم فرانسوی شمارل کیږي، که لږترلږه د هغه له دوو والدینو څخه یو فرانسوی وي.

تاسو کولی شئ دا آنلاین ارزوني سیستم وکاروئ ترڅو ومومئ چې د تابعیت د غوښتني له دوسي سره ستاسو د مسلکي او کورني وضعیت ته په کتو کوم اسناد باید چمتو کړئ.

مهمه یادونه: ستاسو په مورنۍ ژبه کې اسناد باید دیو رسمي یا مجاز ژباړونکي له لارې ترجمه شي او فرانسوي ژباړې سره یو ځای یې وسپارئ.
>> د دې کارترسره کولو لپاره لاندې فایل د ریفوجي.انفو کې ولولئ : د Réfugiés.info معلوماتي پاڼه کې "د سند رسمي ژباړه ترلاسه کول"

ستاسو د اسنادو سربیره ، تاسو باید د 55 یوروټکټ هم چمتو کړئ.

>> دا معلوماتي فایل د ریفیوجي.انفو په پاڼه کې هم ولولئ: Refugees.info پاڼه "د مالیې ټاپه یا ټکټ واخلئ"

د فرمان له مخې د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنلیک د ANEF (په فرانسه کې بهرنيان) ویب پاڼه کې آنلاین ترسره کیږي.

په کور پاڼه کې، "زه د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه کوم" "Je demande la nationalité française" کلیک وکړئ او وصل شئ:

مهمه یادونه: آنلاین پروسه د لاسرسي وړ نه ده که تاسو په لاندې څانګو کې ژوند کوئ: پولینیزیا فرانسیز، ګیان، سینټ-پیر-ای-میکلون، سینټ-مارتین-سینټ-برتیلمي، نویل کالیډونیا او والس-ای-فټونا. Polynésie Française, Guyane, Saint-Pierre-et-Miquelon, Saint-Martin-Saint-Barthélémy, Nouvelle-Calédonie et Wallis-et-Futuna.

که تاسو په سایټ کې تخنیکي ستونزه لرئ (بنده شوې پاڼه، د خطا پیغام، او نور)، تاسو کولی شئ د اتباعو د اړیکو مرکز سره اړیکه ونیسئ :

  • د تلیفون له لارې 0806001620 (وړیا شمیره)
  • یا د تماس فورمې له لارې (د "اړیکې" تڼۍ د سکرین په ښکته کیڼ اړخ کې). تاسو باید خپله ستونزه په واضح ډول تشریح کړئ او د خطا پیغام سره سکرین شاټونه (سایټ، نیټه او وخت لیدل کیدای شي) واستوئ که تاسو یې لرئ.
  • تاسو کولی شئ دلته په کلیک کولو سره د کارونکي مرستې فورمه هم وکاروئ.
که چیرې د اتباعو د تماس مرکز تاسو ته د حل چمتو کولو توان نه درلود، تاسې کولی شئ ستاسې د څانګې، پریفیکتور یا فرعي پریفیکتور د ډیجیټل استقبال نقطه کې د پروسې آنلاین بشپړولو لپاره مرسته ترلاسه کړئ.

ستاسو دوسیه به مطالعه او وڅیړل شي او تاسو به د پریفیکتور د یو کارمند سره انفرادي مرکې ته وغوښتل شي .

هغه به دا ارزونه وکړي چې ایا تاسو د تابعیت ترلاسه کولوغوښتنلیک لپاره ټول شرایط پوره کړي.

مهمه یادونه: دې مرکې ته د چمتو کیدو لپاره، تاسو کولی شئ د اتباعو کتابچه ډاونلوډ کړئ.

اداره ستاسې دوسیه یا فایل ترلاسه کولو له نیټې څخه ورسته تاسې ته د ځواب ویلو لپاره اعظمي 18 میاشتې لري.

دا موده 12 میاشتو ته راټیټه کیږي که تاسو دا ثابته کړئ چې تاسو د خپل فایل د لیږلو نیټې په وخت په فرانسه کې لږترلږه 10 کاله اوسیدلي یاست.

او ورپسې څه وکړو؟

تاسو یو بریښنالیک یا لیک ترلاسه کوئ چې تاسو ته پکې خبر درکول کیږي چې ستاسې د تابعیت غوښتنه منل شوي او د طبیعی کولو فرمان کې د دقانون مطابق ثبت شوه یعنې (په رسمي ژورنال کې د هغې له خپریدو وروسته).

تاسو باید د لیجیفرانس (Légifrance) ویب پاڼې څخه خپل د طبیعي کولو فرمان ډاونلوډ کړئ.

د دې ډاونلوډ کولو لپاره ، تاسې په رسمي ژورنال کې د خپرونې نیټې ته اړتیا لرئ. دا ویب پاڼه تشریح کوي چې څنګه ستاسو د طبیعي کولو فرمان ومومئ. بیا په یاد ولرئ چې ستاسو د طبیعي کولو یا تابعیت صادریدو فرمان اصلي نسخه وساتئ.

د 6 میاشتو دننه ، تاسو به د صوبې څخه د فرانسې تابعیت ته د هرکلي د مراسمو لپاره بلنه ترلاسه کړئ . تاسو ته به په سایټ کې درکړل شي: د فرمان څخه استخراج او د فرانسې د مدني حالت سندونو یوه کاپي (د زیږون سند، د واده سند، او نور).

د 6 میاشتو په تیریدو به تاسو د پریفکتور له خوا یوه رسمي دعوت نامه ترلاسه کړئ تر څو د تاسو په هغو مراسمو کې ګډون وکړئ چې د نویو تابعیت اخیستونکو یا فرانسوي اتباعو د هرکلې په موخه تنظیم کیږي. د تجنس یا تابعیت د فرمان یوه خلاصه (د فرانسې د دولت پریکړه) او د فرانسې د مدني حالت اسنادو یوه کاپي چې ستاسو له تابعیت سره تړاو لري به تاسو ته درکړل شي.

مهمه یادونه: که تاسو ناواده شوي کوچني ماشومان لرئ، دوی هم فرانسوي کیږي که دوی معمولا ستاسو سره اوسیږي او که د دوی نوم په فرمان کې ذکر شوی وي.

یو ځوان چې د 16 او 25 کلونو ترمنځ فرانسوي کیږي باید د فرانسې تابعیت ترلاسه کولو وروسته په میاشت کې راجستر شي.

یوځل چې تاسو فرانسوی تابعیت ترلاسه کړئ، تاسو کولی شئ د ملي هویت کارت او/یا پاسپورټ لپاره غوښتنه وکړئ.

که ستاسو ماشومان ستاسو په څیر فرانسوي شوي وي، تاسو کولی شئ د هر یو لپاره د ملي هویت کارت او پاسپورټ غوښتنه وکړئ.

کله چې تاسې په لومړئ ځل د دې اسنادو غوښتنه وکړئ یا که تاسو د ملکي خدماتو لپاره غوښتنه وکړئ، اداره ممکن تاسو څخه د فرانسوي تابعیت سند (CNF) غوښتنه وکړي. دا سند ستاسې فرانسوي تابعیت ثابتوي.
د درخواست کولو لپاره، تاسو باید د دې فورمې په ډکولو سره د قضایي یا محلي محکمې سره اړیکه ونیسئ. موږ تاسو ته بلنه درکوو چې د فورمې ډکولو دمخه د معلوماتو خبرتیا ولولئ .
> تاسې ته نږدې محکمې موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ (خپل پوستی کوډ یا د خپل ښار نوم مشخص کړئ او "عدلي محکمه" غوره کړئ).

د فرانسې تابعیت ترلاسه کولو وروسته، تاسو باید اوس د مرکزي ملکي وضعیت خدماتو سره اړیکه ونیسئ که تاسو د مدني حالت اسنادو ته اړتیا لرئ (د زیږون سند، د واده سند، او نور). تاسو کولی شئ آنلاین یا د پوست له لارې غوښتنه وکړئ.

دوه ممکنه د حل لارې که چیرې پریکړه ستاسو په حق کې نه وي او تاسو رد ځواب ترلاسه کړئ:

  • ستاسو غوښتنه د منلو وړ نه ده = اړین قانوني شرایط نه دي پوره شوي.
  • که چیرې د د دوسې د رد کیدو لاملونه ستاسو د شخصي وضعیت او شرایطو له تغییر اصلاح شي. تاسو کولی شئ یوه نوې غوښتنه ثبت کړئ
  • ستاسو غوښتنه "نامناسب" ده = دا په دې معنی ده چې تر اوسه د فرانسوي تابعیت ترلاسه کول لاهم امکان نلري یا حتی ممکن ندې، حتی که قانوني شرایط مو هم پوره کړي وي.
  • که ستاسو دوسیه "ځنډول شوې" وي (= په انتظار کې اچول شوي وي)، یو ضرب الاجل ټاکل کیږي، د بیلګې په توګه تاسو ته اجازه درکوي چې خپل مسلکي ادغام ته وده ورکړي. یوځل چې دا موده پوره شي نو تاسو کولی شئ یو نوی غوښتنلیک وسپارئ.

په دواړو حالتونو کې، تاسو د پریکړې وروسته 2 میاشتې وخت لرئ چې د طبیعي کولو یا تابعیت لپاره مسؤل وزیر ته اپیل یا خپل شکایت وکړئ. دا اپیل یا شکایت یو لازمي ګام دی چې باید ترسره یې کړئ مخکي له دې چې تاسو د استیناف رسمي غوښتنه وکړئ.

تاسو باید لاندې پتې ته خپله غوښتنه او دوسیه واستوئ:

د کورنیو چارو وزارت

په فرانسه کې د بهرنیانو لپاره عمومي ریاست

د استقبال څانګه، د بهرنیانو ملاتړ او تابعیت

د فرانسوي تابعیت ته د لاسرسي لپاره فرعي ریاست

12 rue Francis-le-Carval

44404 REZE CEDEX

مهمه یادونه: تاسو ته سپارښتنه کیږي چې د لیک یوه کاپي واخلئ او د ثبت او راجسترشوي پوست له لارې یې واستوئ.

که تاسو د 4 میاشتو په اوږدو کې د طبیعي کیدو لپاره مسؤل وزیر څخه ځواب ترلاسه نکړئ، دا پدې مانا ده چې ستاسو اپیل رد شوی .

بیا تاسو کولی شئ د نانټس اداري محکمې ته خپله د استیناف غوښتنه وکړئ.

تاسې د استیناف غوښتنې لپاره د رد ځواب ترلاسه کیدو نیټې څخه ورسته 2 میاشتې وخت لرئ.

د پاڼې سر

23 مرسته کونکي فعالیت کوي

marianne georgesmarianne georgesاډمین
xavidumxavidumاډمین
a mugniera mugnierاډمین
hugo stéphanhugo stéphanاډمین
nournourاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
emyanamemyanamد صفحي پورته برخه
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
konstantinekonstantineد صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
utilisateur_41748351utilisateur_41748351ایډیټر او کره کتونکی
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
yarirommmyarirommmد صفحي پورته برخه
relorefrelorefایډیټر او کره کتونکی
utilisateur_93887086utilisateur_93887086ایډیټر او کره کتونکی
nalothmannalothmanد صفحي پورته برخه