د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره غوښتنه کول

" د کورنۍ بیا یوځای کیدل " د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکو (کډوال، د فرعي خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکي، بې تابعیته اشخاص) ته اجازه ورکوي چې د خپلې نږدې کورنۍ غړي چې په بل هیواد کې پاتې وي کوربه هیواد ته راولي.
دا قانون په فرانسه کې د شخصي او کورنۍ ژوند حق تضمینوي.
مهمه یادونه: د کورنۍ بیا یوځای کیدو قانون یوازې په هغو کورنیو باندې تطبیق کیږي چې د کورنۍ د غړیو د شتون په اړه معلومات د پناه غوښتنې څخه مخکې ورکړل شوې وي او افپرا (OFPRA) ادراې ته هم خبر ورکړل شوی وي، لکه (په بل هیواد کې واده ترسره شوی وي یا د افپرا OFPRA یا سیندیا محکمې CNDA لخوا د مثبت ځواب ترلاسه کولو دمخه د پناه غوښتونکي کس ماشوم زیږیدلی وي).
که تاسو د پناه غوښتنې له غوښتنلیک وروسته واده کړی وي، د کورنۍ بیا یوځای کیدل ممکن نه دی، مګر تاسو کولی شئ د " کورنۍ بیا یوځای کیدو " غوښتنه وکړئ. وګورئ چې تاسو د OFII سمیلیټر کې د کورنۍ د بیا یوځای کیدو غوښتنه کولی شئ.
که تاسو د پناه غوښتنې له غوښتنلیک وروسته واده کړی وي، د کورنۍ بیا یوځای کیدل ممکن نه دی، مګر تاسو کولی شئ د " کورنۍ بیا یوځای کیدو " غوښتنه وکړئ. وګورئ چې تاسو د OFII سمیلیټر کې د کورنۍ د بیا یوځای کیدو غوښتنه کولی شئ.
د کورنۍ د بیا یوځای کیدو غوښتنې پروسه اوږده او پیچلې ده. د تعقیب لپاره ځانګړي معیارونه او یو شمیر مرحلې باید ترسره شي. د اړتیا په صورت کې د خپل ټولنیز کارمند څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.
> د Réfugiés.info پاڼه کې دا معلوماتي فایل هم ولولئ: "د ټولنیز کارمند سره د ملاقات وخت اخیستل"
یادونه: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) لخوا په دې ویډیو کې د کورنۍ د بیا یوځای کیدو کړنلاره تشریح شوې.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
21 مرسته کونکي فعالیت کوي




















