Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د واده کولو لپاره د دودیز(coutume) سند ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

دودیز(coutume) سرتفکیت یو سند دی چې دا تثبتوي چې یو څوک چې بهر زیږیدلی وي په فرانسه کې د واده کولو وړتیا لري (مجرد، د اصلي هیواد د قانون سره سم بالغ یا قانوني عمر ولري او د تړون کولو وړ وي).

مهمه یادونه: د مهاجرینو، د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکو او بې دولت اشخاصو لپاره د ازدواج یا واده کولو د وړتیا (coutume) سند نور اړین نه دی چې غواړي فرانسه کې واده وکړي یا د پک PACS (شریک ژوند) وکړي.

د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه "په فرانسه کې واده کول" هم ولولئ.

د لوستلو لپاره: Refugees.infoیا شریک ژوند کول په فرانسه کې " معلوماتي پاڼه د کې هم ولولئ.

د کوتیوم (coutume) سند تل د بهرنیانو لپاره اړین دی چې د آفپرا لخوا خوندي یا د کډوالۍ وضعیت یې نه وې ترلاسه کړی، چې غواړي په فرانسه کې واده وکړي یا په فرانسه کې د شریک ژوند PACS ترسره کړي. دوی باید د سند ترلاسه کولو لپاره خپل سفارت یا قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.

څنګه یې وکړو ؟

د فبروري 15، 2023 راهیسې، تاسو نور اړتیا نلرئ د اوفپرا څخه د دودیز یا واده کولو وړتیا سند غوښتنه وکړئ. ستاسو ښاروالۍ باید نور ستاسو د واده یا PACS لپاره د دې سند غوښتنه ونه کړي.


د ټولو هغو بهرنیانو لپاره چې کډوال نه وي، د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا بې هیواد وګړي، تاسو باید د دې سند ترلاسه کولو لپاره خپل سفارت یا قونسلګرۍ سره اړیکه ونیسئ.

او ورپسې څه وکړو؟

تاسو اړتیا نلرئ خپلې ښاروالۍ ته یاد سند چمتو کړئ.


مهمه یادونه: که ستاسو ښاروالۍ له تاسو څخه وغواړي چې ستاسو د اصلي هیواد سفارت سره اړیکه ونیسي، تاسو باید دا کار ونه کړئ او تاسو باید دوی ته ووایاست چې زه اجازه نه لرم.

تاسو کولی شئ دا معلوماتي پاڼه خپلې ښاروالۍ ته وښایئ ترڅو هغوی ته یې تشریح کړي او قناعت ورکړئ.
د پاڼې سر

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

xavidumxavidumاډمین
a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
marina bondarenkomarina bondarenkoد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
omar kokachomar kokachد صفحي پورته برخه
utilisateur_72712685utilisateur_72712685ایډیټر او کره کتونکی
hichamhichamد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
modernisation_protectionmodernisation_protectionایډیټر او کره کتونکی