Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د مدني ازموینې لپاره چمتووالی او ازموینه ورکول

د.........لخوا وړاندیز شوي Ministère de l'Intérieur ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 11 jours

مدني ازموینه یوه رسمي ازموینه ده چې د جمهوريت د اصولو او ارزښتونو، د جمهوریت د تنظیم شکل او د فرانسې د ټولنې د فعالیت په اړه د کاندید پوهه ارزوي.

د 2026 کال د جنوري له لومړۍ نیټې راهیسې، د ازموینې ورکول د لاندې موخو لپاره لازمي دی:

د مدنې ازموینې درې مختلفي کچې شتون لري : د څو کلونو د استوګنې جواز، د استوګنې کارت او تابعیت.

مهمه یادونه: هغه خلک چې د اوفپرا OFPRA لخوا نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړی وي (کډوال، د فرعي خوندیتوب ګټه اخیستونکي، بې تابعیته کسان) او د هغوی کورنۍ:
- د استوګنې جواز لپاره د غوښتنلیک ورکولو لپاره د مدني ازموینې ورکول اړتیا نلري،
- خو د فرانسې د تابعیت لپاره د غوښتنلیک ورکولو لپاره د مدني ازموینې په بریالتوب سره ترسره کولو مکلف دي.

د مدني ازموینې په بریالتوب سره ترسره کولو سند د ټول ژوند لپاره د اعتبار وړ دی.

دا د جمهوریت د ادغام تړون (CIR) د مدني روزنې په جریان کې د اوفي OFII (د کډوالۍ او ادغام لپاره د فرانسې دفتر) لخوا ورکړل شوي د ګډون سند څخه توپیر لري.
د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: " د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک کول "

څنګه یې وکړو ؟

د څو کلن استوګنې جواز یا د استوګنې کارت لپاره لومړی غوښتنلیک ورکولو لپاره

تاسو مدني ازموینه ورکوئ که چیرې :

  • تاسو د اوفپرا OFPRA لخوا خوندیتوب یا قبولي نه وې ترلاسه کړي (کډوال، د فرعي خوندیتوب ګټه اخیستونکي، بې تابعیته کس وضعیت)
  • تاسو د 18 کلونو څخه ډیر عمر لرونکی بهرنی تبعه یاست او تاسو د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک کړی وي.

تاسو به د مدني ټولنې ازموینه ترسره نه کړئ، که چیرې :

  • تاسو د افپرا OFPRA خوندیتوب لرئ (کډوال، د فرعي خوندیتوب ګټه اخیستونکی، بې تابعیته کس)
  • تاسو د هغه چا خپلوان یاست چې د افپرا OFPRA تر ساتنې لاندې وي
  • تاسو د هغه هیواد تبعه یاست چې له فرانسې سره یې ځینې ځانګړي تړونونه لاسلیک کړي دي
  • تاسو معلولیت یا روغتیايي ستونزه لرئ چې نشئ کولای دا ازموینه ورکړئ. پدې حالت کې، تاسو باید د دې نمونې په کارولو سره چې د یو ډاکټر لخوا بشپړ شي او لاسلیک شي، یو طبي سند چمتو کړئ.
  • تاسو یو بهرنی تبعه یاست چې عمر مو له 65 کلونو څخه پورته وي.
مهمه یادونه: د څو کلن استوګنې جواز یا د استوګنې کارت نوي کولو د غوښتنې لپاره تاسو اړتیا نلرئ چې د مدني ازموینه ترسره کړئ.
د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: "د استوګنې جواز نوي کول "

د فرمان له مخې د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه کول

ټول بهرني اتباع (په شمول د هغو کسانو چې د افپرا OFPRA تر ساتنې لاندې دي: کډوال، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي، بې تابعیته اشخاص) باید د فرمان له مخې د تابعیت لپاره غوښتنلیک وړاندې کولو دمخه مدني ازموینه ورکړي.

نور شرایط هم شته (لاندې ګام وګورئ). هرڅه د Refugees.info پاڼه کې تشریح شوي: " د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه کول ".

هغه خلک چې معلولیت یا روغتیايي ستونزه لري چې نشې کولای دا ازموینه ورکړي مستثنی دي (دوی مدني ازموینه نه ورکوي). پدې حالت کې، د دې نمونې په کارولو سره د ډاکټر لخوا بشپړ شوی او لاسلیک شوی طبي سند باید چمتو شي.

که تاسو د اوفي سره د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک کړی وي، نو تاسو به د مدني روزنې لپاره بلنه ترلاسه کړئ (نیټې، وختونه، نوم او پته).

دا مدني روزنه لازمي ده او څلور ورځې (ټول 24 ساعته) دوام کوي.
دا د مدني ازموینې لپاره چمتووالی دی : د روزنې پروګرام د مدني ازموینې په څیر ورته موضوعات پوښي.
که تاسو په څلورو ورځو روزنه کې برخه اخیستې وي، اوفي به تاسو ته یو سند درکړي.
دا سند ثابتوي چې تاسو په مدني روزنه کې برخه اخیستې ده. په هرصورت، دا د مدني ازموینې ځای نه نیسي.

مهمه یادونه: که تاسو د توجیه او معقول دلیل پرته په مدني روزنه کې ګډون نه وې کړئ، نو تاسو د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) کې ذکر شویو ژمنو ته درناوی نه دی کړئ او تاسو نشئ کولی د څو کلونو لپاره د استوګنې جواز ترلاسه کړئ.
که تاسو ناروغه یاست یا نشئ کولی ګډون وکړئ، ژر تر ژره د اوفي OFII یا روزنیز سازمان سره اړیکه ونیسئ.

د formation-civique.interieur.gouv.fr ویب پاڼه د استوګنې جواز لپاره د مدني ازموینې په اړه معلومات وړاندې کوي.

په سایټ کې لاندې مطالب شامل دي:

یادونه: "د مدنې ازموینې نموني یا عملي تمرینونو" پوښتنې د لاس رسي وړ نه دي. یوازې د ازموینې د پوهاوي لپاره پوښتنې د لاس رسي وړ او په ویب پاڼه کې شتون لري.
د دې پوښتنو لپاره، تاسو باید خپله پوهه په ورځني ژوند کې په مشخصو شرایطو کې وکاروئ.

په ازموینه کې لاندې 5 موضوعات شامل دي:

1. د جمهوریت اصول او ارزښتونه (11 پوښتنې)

  • د جمهوریت شعار او سمبولونه (بیرغ، ملي سرود): 3 پوښتنې
  • لایستي (تاریخ، په عامه سکتور، په کار، په ښوونځي کې لایستي): 2 پوښتنې
  • عملي تمرینونه: 6 پوښتنې.

2. اداري او سیاسي نظام (6 پوښتنې)

  • ډیموکراسي او د رایې ورکولو حق: 3 پوښتنې
  • د فرانسې جمهوریت سازمان (پنځم جمهوریت، سیاسي لوبغاړي، ټاکنې): 2 پوښتنې
  • اروپايي ټولنه: 1 پوښتنه.

3. حقونه او مسؤلیتونه (11 پوښتنې)

  • اساسي حقونه (د روغتیا، تعلیم، کار او داسې نورو حقونه): 2 پوښتنې
  • په فرانسه کې د میشتو خلکو مکلفیتونه او دندې (د قوانینو درناوی، د مالیاتو ورکول، او نور): 3 پوښتنې
  • عملي تمرینونه: 6 پوښتنې.

4. تاریخ، جغرافیه او کلتور (8 پوښتنې)

  • د فرانسې د تاریخ مهمې دورې او مهم تاریخي شخصیتونه (د نړیوالو جګړو نیټې، د پنځم جمهوریت مرحلې، د ولسمشرانو نومونه، او نور): 3 پوښتنې
  • د فرانسې جغرافیه (سیمې، ښارونه، سیندونه، غرونه، نفوس): 3 پوښتنې
  • فرانسوي میراث (یادګارونه، هنرمندان، لیکوالان، دودونه): 2 پوښتنې.

5. په فرانسوي ټولنه کې ژوند کول (4 پوښتنې)

  • په فرانسه کې میشتیدل او استوګنه (اداري چاري، کور، د کورنۍ وضعیت لپاره کړنلاري): 1 پوښتنه
  • طبي درملنه ترلاسه کول (ډاکټر، روغتون، واکسین): 1 پوښتنه
  • په فرانسه کې کار کول (د کار قانون، د کار لټون، د سوداګرۍ پیل کول): 1 پوښتنه
  • د والدینو واک او تعلیمي سیسټم (د ماشومانو حقونه، ښوونځي): 1 پوښتنه.
مهمه یادونه: د تابعیت لپاره د مدني ازموینې او د پوښتنو لیست په اړه د معلوماتو لپاره تاسو کولی شئ دې ویب پاڼې ته لاړ شئ.

د کورنیو چارو وزارت د مدني ازموینې د ترسره کولو لپاره دوه سازمانونه منظور او منل دي:

په ټوله فرانسه کې د ازموینې منظور شوي (رسمي) مرکزونه شتون لري.

یادونه: انتخاب باید د لاندې مخو پر بنسټ ترسره شي:
- ستاسو د غوښتنلیک (د استوګنې جواز، تابعیت)
- او ستاسو پته.
په دې سایټ کې ټول ګټور لینکونه موندلای شئ.

تاسو به لاندې معلوماتو ته اړتیا ولرئ:

  • ستاسو شخصي معلومات
  • ستاسو بهرنۍ شمېره (AGDREF شمېره)
یادونه: د استوګنې جواز یا کارت دی سیجور کې شمېره په پورتنۍ ښۍ کونج کې لیکل شوې ده.
په ویزه (VLS-TS) کې: شمیره د "بهرني پیژندونکي" "Identifiant étranger" ذکر تر څنګ لیکل شوې ده.
په رسیپسي کې شمیره په پورتنۍ چپ کونج کې، د نوم لاندې، د "بهرني شمیره" یا "پیژندونکي" په خانه کې لیکل شوې ده.

بیا، تاسو باید د نوم لیکنې فیس ورکړئ. قیمت په ټولو مرکزونو کې یو شان نه دی. دا تقریبا د 60 او 90 یورو ترمنځ ده.

کله چې ستاسو نوم لیکنه تایید شي، تاسو به یو بریښنالیک ترلاسه کړئ. خپل شخصي حساب ته د لاسرسي لپاره په بریښنالیک کې لینک باندې کلیک وکړئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: بریښنالیک ممکن ستاسو "جنک میل" یا "سپیم" فولډر ته ورسیږي. که تاسو هیڅ شی ترلاسه نکړئ، سمدلاسه د ازموینې مرکز سره اړیکه ونیسئ.

مهمه یادونه: ستاسو د وضعیت پورې اړه لري، دا ممکن ده چې د مدني ازموینې لپاره اسانتیاوي برابرې شي. د مثال په توګه، ممکن تاسو ته ډیر وخت درکړل شي، هیڅ شفاهي پوښتنې ونلرئ، او ټوله ازموینه په کمپیوټر کې واخیستل شي. یادونه: تاسو باید د نوم لیکنې دمخه د ازموینې مرکز ته خبر ورکړئ او طبي سند چمتو کړئ. ستاسو د معلولیت یا ستاسو د روغتیا حالت توجیه کول ( ثابت کول).

د ازموینې په ورځ، د هویت سند (د استوګنې جواز) او بلنه ځان سره راوړئ.
د خپل ملاقات د دقیق وخت څخه 30 دقیقې مخکې د ازموینې مرکز ته د رسیدو لپاره ترانسپورت او پته وګورئ.
د ازموینې مرکز یو مسؤول به ستاسو شخصي معلومات (نوم، تخلص، د زیږون نیټه ...) په ټابلیټ کې تایید وي او ستاسو عکس اخلي.

یادونه: تاسو باید په ټابلیټ کې معلومات په دقت سره وګورئ، ځکه چې دا به ستاسو د مدني ازموینې د بشپړیدو په سند کې لیکل شوي وي. که کومه تېروتنه وي، نو سمدلاسه څارونکي ته ووایاست ترڅو دوی یې سم کړي.

ازموینه په کمپیوټر یا ټابلیټ کې 45 دقیقې دوام کوي.

په پوښتنو کې د فرانسوي ژبې کچه په لاندې ډول ده:

40 پوښتنې په لاندې ډول دي :

  • 28 څو انتخابي پوښتنې
  • 12 عملي پوښتنې.

هره پوښتنه څلور ممکنه ځوابونه لري. یوازې یو ځواب سم دی. یادونه: یو غلط ځواب یا یوه پوښتنه چې بې ځوابه پاتې شي هیڅ نمره به ترلاسه نکړي.

مهمه یادونه: د ازموینې په جریان کې دا منع دي :
- د نورو نوماندانو سره خبرې کول
- اسنادو یا یادښتونو کتل
- یوه قاموس کارول یا په خپله مورنۍ ژبه کې د ژباړونکي څخه مرسته غوښتل
- خپل ګرځنده تلیفون کارول.

که تاسو په کمپیوټر یا ټابلیټ کې تخنیکي ستونزه لرئ، خپل لاس پورته کړئ او د څارونکي ته انتظار وکړئ.

که تاسو د ازموینې په جریان کې درغلۍ وکړئ یا د درغلۍ هڅه وکړئ (د ځوابونو کاپي کول، د ګرځنده تلیفون کارول یا د بل نوماند څخه مرسته غوښتل)، تاسو نشئ کولی د دوو کلونو لپاره مدنې ازموینه بیا ورکړئ.

که تاسو په هغه ورځ ازموینه نشئ ورکولی، تاسو کولی شئ دا یوازې په وړیا توګه بیا واخلئ که چیرې:

  • تاسو ناروغ یاست
  • تاسو په کار کې یو بیړنی حالت سره مخ یاست
  • ستاسو په کورنۍ کې یو کس مړ شوی وي.

تاسو باید ثبوت وړاندې کړئ، لکه د خپل ډاکټر څخه یو طبي سند ترلاسه کول یا ستاسو د کار ورکوونکي لیک. که تاسو د ازموینې مرکز ته ثبوت وړاندې نه کړئ نو تاسو ته پیسي بیرته نه درکول کیږي.

او ورپسې څه وکړو؟

تاسو به د ازموینې څخه وروسته په اعظمي توګه د 2 ورځو دننه د خپلو پایلو سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.
د ازموینې د بریالي کېدو لپاره، تاسو باید د 40 پښتنو څخه لږ تر لږه 32 سم ځوابونه ورکړي وي (۸۰٪ سم ځوابونه).
د مدني ازموینې د بشپړولو سند ډاونلوډ کولو لپاره خپل حساب ته ننوځئ. سند ستاسو د عکس او لاسلیک سره شخصي شوی دی.
دا یو رسمي سند دی. اصلي یې وساتئ او فوټوکاپي یې کړئ.

د ځان لپاره یا د بل چا لپاره د پایلو سند په جعلي ډول استفاده کول (د دې سند بدلول، تعدیل کول یا جوړول) منع دي.
تاسو دلته د سند یوه بیلګه موندلی شئ.

مهمه یادونه: که تاسو خپلې پایلې د بریښنالیک له لارې ترلاسه نکړئ، نو د خپل سند غوښتنې کولو لپاره د خپل ازموینې مرکز سره اړیکه ونیسئ او معلومه کړئ چې ستاسو لومړی نوم، تخلص او پته سم دي.

دا مشوره ورکول کیږي چې د غوښتنلیک پیل کولو دمخه نوم لیکنه وکړئ او مدني ازموینه ورکړئ.

بیا، تاسو اړتیا لرئ چې د بریالیتوب سند د انیف ویبپاڼي (ANEF (په فرانسه کې بهرنيان کې ضمیمه کړئ، ترڅو د لومړي څو کلن استوګنې جواز یا د لومړي استوګنې کارت ترلاسه کړئ.

یادونه، د 2026 کال د جنوري له لومړۍ نیټې راهیسې، د مدني ازموینې سربیره، د فرانسوي ژبې د کچې په اړه نوي اړتیاوې شتون لري:

مهمه یادونه: هغه خلک چې د اوفپرا څخه نړیوال محافظت ترلاسه کړی (کډوال، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي، بې تابعیته اشخاص) د استوګنې جواز ترلاسه کولو لپاره د فرانسوي ژبې کچې تثبتولو یا سند لرلو ته اړتیا نه لري، ولې د فرانسوي تابعیت د غوښتنې لپاره باید د فرانسوي ژبې اړینې کچې سند ولري.

ټول معلومات د Refugees.info پاڼې کې ومومئ: " د فرانسوي ژبې د مهارت سند لرل "

که تاسو د فرانسوي ژبې د کچې تصدیق ته اړتیا لرئ، نو تاسو باید دا سند انیف (بهرنیان په فرانسه) کې ویبپاڼې ته هم واستوئ.

نور اسناد هم اړین دي؛ هرڅه د Refugees.info په معلوماتي پاڼو کې تشریح شوي دي: " د استوګنې جواز ترلاسه کول " او "د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه کول ".

که تاسو له 32 څخه کم سم ځوابونه ولرئ، نو تاسو باید ازموینه له سره ورکړئ.

تاسو باید له سره نوم لیکنه وکړئ (پنځم ګام) او د نوم لیکنې فیس هم ورکړئ ترڅو ازموینه ورکړئ.

یادونه: د بیا ځلي نوم لیکنې لپاره کومه موده نه ده ټاکل شوي، تاسو کولی شئ ازموینه څو ځلې ورکړئ.

که تاسو د خپلې ازموینې پایلې سره موافق نه یاست، تاسو 30 ورځې وخت لرئ چې د ازموینې مرکز ته اپیل یا شکایت وکړئ.

دا موده له هغې ورځې پیل کیږي چې ستاسو پایلې خپرې شي او تاسو یې ترلاسه کړئ.
تاسو یوازې هغه وخت د اپیل یا شکایت غوښتنه کولی شئ که چیرې د ازموینې په جریان کې کومه جدي ستونزه رامنځ ته شوې وي. د مثال په توګه، که کمپیوټر یا ټابلیټ کار نه کاوه.

دا ډیره مهمه ده چې د ازموینې په ورځ څارونکي ته خبر ورکړئ. که تاسو په هغه ورځ هیڅ ونه وایاست، د ازموینې مرکز حق لري چې ستاسو غوښتنه رد کړي.

د شکایت کولو څرنګوالي په اړه نور معلومات دلته موندل کیدی شي (د CCIP مرکزونو لپاره) .

9 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • mbmlد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles