مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
شرایط
دا چېرته دی ؟
د موټر چلولو جواز یا لیسنس غوښتنه کول
دا څه دي ؟
تاسو د موټر چلولو عملي ازموینه کې بریالي شوي یاست، مبارک شه!
د موټر چلولو جواز ازموینې سند (CEPC) تاسو ته اجازه درکوي د ازموینې نیټې څخه د 4 میاشتو لپاره موټر وچلوئ (د هویت سند سره یوځای).
تاسو باید اوس د خپل موټر چلولو جواز تولید غوښتنه وکړئ.
څنګه یې وکړو ؟
لومړی ګام دا دی چې د Agence Nationale des Titres Sécurisés (ANTS ) ویب پاڼې ته لاړ شئ:
> که تاسو دمخه حساب لرئ، په پورتنۍ ښي خوا کې "وصل" کلیک وکړئ او خپل پیژندوکی یا ایدنتفیان ولیکئ.
> که تاسو حساب نلرئ، په پورتنۍ ښي خوا کې "وصل" کلیک وکړئ، بیا "زه یو حساب جوړوم".
> تاسو کولی شئ د خپل "فرانس کنیکټ" "France Connect" حساب په کارولو سره هم ددې ویب سایټ سره وصل شئ، که تاسو دمخه دا خدمت فعال کړی وي.
یوځل چې وصل شوی، د " د موټړ جواز یا لایسنس " باندې کلیک وکړئ ، بیا " د خپل جواز یا لایسنس جوړیدني غوښتنه وکړئ " باندې کلیک وکړئ ، بیا " د موټر چلولو جواز ازموینې کې بریا " باندې کلیک وکړئ ، او " خپل آنلاین پروسه پیل کړئ " باندې کلیک وکړئ.
ورسته تاسو باید "لوی" یا "کوچني" بکس نښه یا ټک کړئ او مشخص کړئ چې ایا طبي معاینه اجباري ده (یوازې "هو" ټیک کړئ که تاسو ناروغي لرئ ستاسو د موټر چلولو وړتیا محدود وي).
په نهایت کې ، په بل ګام کلیک وکړئ.
تاسو باید ډیری اسناد په ډیجیټل بڼه ثبت کړئ او له غوښتنې سره یوځای واستوئ (سکین شوي یا ډاونلوډ شوي):
- د هویت ثبوت (د استوګنې کارت، پاسپورټ)
- د موټر چلولو جواز ازموینې سند (CEPC)
- د پتې ثبوت چې د 6 میاشتو څخه کمه موده ولري (د تلیفون بل، د بریښنا یا ګاز بل، د کرایې رسید، د کور بیمې سند)
- یو بریښنایی عکس چې د یوې خاص شمیرې سره ثبت کېږي (دریم ګام وګورئ)
د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه کې "د سند سکین کول" هم ولولئ.
د اسنادو ډاونلوډ کولو وروسته، په "بعدي" "suivant" کلیک وکړئ او خپل توضیحات بشپړ کړئ: تخلص، لومړی نوم، د زیږون نیټه، ښار او د زیږون هیواد.
په نهایت کې، خپل بریښنالیک آدرس، پوسټ پته او په ځانګړي توګه ستاسو د تلیفون شمیره په ګوته کړئ ترڅو وکولی شئ ستاسو غوښتنې تعقیب کړئ.
او "هو" کلیک وکړئ، بل ګام ته لاړ شئ.
پدې مرحله کې، تاسو باید خپل د پاسپورت سایز عکس ثبتولو او لیږلو څرنګوالی وټاکئ:
- لومړی امکان : بریښنایی عکس یا د لاسلیک سره عکس (چټک او ډیر خوندي)
تاسو ته نږدې د جواز لرونکي عکس اخیستونکي یا عکس اخیستني اتومات ماشینونو موندلو لپاره ، دلته کلیک وکړئ . تاسو کولی شئ خپل پته ولیکئ یا خپل د استوګني ځای وکاروئ.
تاسو به د خپل ډیجیټل لاسلیک او د بریښنایی عکس کوډ سره 4 عکسونه ترلاسه کړئ. د اخیستل شویو عکسونو په پاڼه چې کومه ځانګړې شمیره شتون لري، هغه تاسو باید د ANTS ویب پاڼه کې ولیکئ.
- دوهم امکان : د کلاسیک پاسپورټ ډول عکس
تاسو باید د غوښتنلیک فورمه ډاونلوډ کړئ، چاپ یې کړئ، لاسلیک یې کړئ، د کلاسیک یا په عمومي ډول پاسپورټ کې استفاده کیدونکی یو عکس ولګوي او د پوست له لارې یې په ورته فورمه کې د ورکړل شوي پتې ته واستوئ.
ستاسو د وضعیت سره سم تاسو باید لاندې اسناد اضافه کړئ:
- که تاسو زیریسن یاست (18 کلنو کم عمرلری)، تاسو باید د خپل مور او پلار څخه د استوګنې د جواز یوه کاپي ولیږئ.
- که تاسو د 21 کالو څخه کم عمر لرئ، تاسو باید ASR (د سړک خوندیتوب سند) یا ASSR 2 (د ښوونځي د سړک خوندیتوب سند) واستوئ.
په پای کې، ستاسو د غوښتنې لنډیز څرګندیږي. معلومات چک کړئ، دوه خانې په نښه کړئ او بیا د غوښتنې لیږلو لپاره په تایید کلیک وکړئ.
او ورپسې څه وکړو؟
تاسو کولی شئ د ANTS ویب پاڼه کې خپل حساب سره بیا وصل شئ ترڅو ومومئ چې ستاسو د جواز یا لایسنس جوړیدني غوښتنه څنګه پرمخ ځي:
- د " جوړیدنی په حالت کې" "en cours d'instruction" دا پدې معنی ده چې اداره ستاسو دوسیه څیړي او کار پرې روان دی.
- "بشپړول" "à compléter" دا پدې معنی ده چې تاسو باید اضافي اسناد واستوئ
- "تایید شوي" "validé" دا پدې معنی ده چې ادارې ستاسو غوښتنه منلې ده، تاسو به د بریښنالیک او SMS له لارې تایید ترلاسه کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
10 مرسته کونکي فعالیت کوي