یو موټر راجستر کړئ
دا څه شی دی؟
که تاسو په فرانسه یا بهر کې موټر واخلئ، تاسو د راجستر کولو لپاره 1 میاشت لرئ او "خړ کارت" ترلاسه کوئ، چې ( د "رجسټریشن سند" په نوم هم یادیږي).
د راجسټریشن سند یو رسمي سند دی چې د موټر د هویت یا پيژندني کارت په توګه استفاده کیږي.
یادونه: خړ کارت یا د موټړ د راجستریشن سند د موټړ چلولو په وخت کې د کنټرول په صورت کې اړین دی چې تاسو سره وي او د ترافیکو پولیسو ته وښودل شي. که تاسو دا نه لرئ، تاسو تر 750 یورو پورې جریمه کیږی او ستاسو موټر د غیر فعال کیدو یا قید کیدو خطر لري.
د موټر ثبت کول د قیمت اندازه د موټر د عمر، د هغې ځواک، د هغې د CO2 اخراج، سیمې سره سم فرق کوي... تاسو کولی شئ پدې آنلاین سمیلیټر کې د راجستریشن لګښت ارزونه وکړئ.
یادونه: د موټر ثبتولو کړنلاره نور په پریفیکچر کې نه ترسره کیږي، ولي د ANTS ویب پاڼه کې آنلاین ترسره کیږي.
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
ټوله فرانسه
څنګه وکړو؟
د ANTS ویب پاڼې سره وصل شئ
- که تاسو له یوه پلورونکي څخه نوی موټر اخیستی وي، دوی په نورمال ډول کولی شي د ملي راجسټریشن سیسټم سره وصل شي، او ستاسو نوی موټر ته یو مشخص نمبر پلیټ ټاکل کیږي. که نه نو، تاسو کولی شئ ځان د ANTS ویب پاڼه کې آنلاین درخواست وکړئ.
- که تاسو یو کارول شوی موټر اخیستی وي ، تاسو د راجستر کولو لپاره 1 میاشت وخت لرئ او پدې توګه تاسو خړ کارت ترلاسه کولای شئ:
>> نوم لیکنه یا راجسټریشن د خوندي اسنادو لپاره د ملي ادارې (ANTS) په ویب پاڼه کې آنلاین ترسره کیږي: https://ants.gouv.fr/
تاسو باید په یاد سایټ کې د چې کولای شئ د FranceConnect له لارې وصل شئ او اړونده پروسیجر بشپړ کړئ.
د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه کې "د فرانس کنیکټ له لارې یو سایټ سره وصل شئ" هم ولولی.
یادونه: که تاسو د FranceConnect حساب نلرئ، تاسو کولی شئ:
- له یوه خپلوان څخه وغواړئ چې د FranceConnect حساب لري ستاسو لپاره پروسه ترسره کړي؛
- د یو مجاز مسلکي کس څخه پوښتنه او مرسته وغواړئ (د دوهمې مرحلې پای وګورئ)
آنلاین درخواست وکړئ
یوځل چې ستاسو د ANTS پیژندونکی یا ایدنتفیانت له لارې خپل حساب سره وصل شئ، تاسو کولی شئ د راجسټریشن لپاره غوښتنه وکړئ.
لاندې اسناد غوښتل کیږي:
- د راجسټریشن سند لپاره غوښتنلیک د Cerfa 13750 فارم په بشپړولو سره چې دلته په کلیک کولو سره شتون لري،
- د 6 میاشتو څخه کمې مودې د اوسیدو ثبوت،
- د وسایط یا موټر د ثبت زوړ سند، د "ورځ/میاشت/کال)" یا "په (ورځ/میاشت/کال) پلورل شوي" کلمو سره او د پخواني مالک لاسلیک سره،
- که موټر د 4 کلونو څخه ډیر عمر ولري، د اعتبار وړ تخنیکي کنټرول ثبوت. تخنیکي کنټرول باید د 6 میاشتو څخه کم یا د 2 میاشتو څخه لږ وخت ولري که چیرې د بیا ځلي کنټرول غوښتنه شوې وي.
- د موټر د انتقال کوډ د پخواني مالک لخوا چمتو کیږي (دا د شمیرو او کلمو څخه جوړشوی، چې د 15 ورځو لپاره اعتبار لري)
یادونه: اسناد باید په بریښنایی توګه چمتو شي، نو تاسو کیمرې، سکینر یا تلیفون ته اړتیا لرئ چې عکسونه یې واخلي.
> د Refugees.info پاڼه وګورئ "د سند سکین کول"
تاسو باید د خړ کارت قیمت مستقیم آنلاین د کریډیټ کارت له لارې تادیه کړئ.
که تاسو د یادو اجراآتو او کړنو په ترسره کولو کې کومه ستونزه لرئ، تاسو کولی شئ د ډیجیټل استقبال ځای یا د کمپیوټر له لارې د اجراآتو ترسره کولو مرکز ته لاړ شئ. تاسو کولی شئ په دې آنلاین نقشه کې نږدې ډیجیټل خدماتو مرکز ومومئ.
یادونه: تاسو کولی شئ خپل موټر د جواز لرونکي مسلکي سره راجستر کړئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، د خړ کارت لګښت سربیره، مسلکی به تاسو ته د هغه خدماتو یا مرستي په مقابل کې له تاسو څخه اضافي مصارف هم وغواړي. هغه خپل فیس په خپله ټاکي. تاسو ته نږدې د ګراج موندلو لپاره، مهرباني وکړئ خپله پته دننه کړئ یا په لاندې لینک کې د څانګو لیست وګورئ.
او وروسته؟
ستاسو د ANTS حساب کې د غوښتنې پرمختګ تعقیب کړئ
د خپل خړ کارت ترلاسه کولو په انتظار کې، تاسو به وکوالی شئ په لنډمهاله توګه (د یوې میاشتې لپاره) د موقتي ثبت یا راجستریشن سند سره موټر وچلولای شئ.
ستاسو د غوښتنې آنلاین پرمختګ تعقیبولو لپاره، تاسو کولی شئ خپل حساب ته ننوځئ.
یادونه: د غوښتنو د ارزوني او ترسره کیدو لپاره اوسط وخت نږدې 30 ورځې دی.
ستاسو د راجسټریشن سند کې د غلطۍ راپور ورکړئ
که تاسو په خپل خړ کارت یا د موټر د راجستریشن سند کې کومه تېروتنه ومومئ، تاسو باید د ANTS ویب پاڼه کې راپور ورکړئ. تاسو به په بدل کې یو نوی درست او تصحیح شوی کارت ترلاسه کړئ.