مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
شرایط
دا چېرته دی ؟
د کورنيو لپاره د مختص شویو مرستو لپاره غوښتنه وکړئ
دا څه دي ؟
د کورنۍ امتیازونه هغه مالي مرستې دي چې د ددولت لخوا کورنیو ته مختص شوي چې والدین يې د دویم ماشوم زیږون څخه ورسته هره میاشت ترلاسه کوي.
دا مرسته د مور او پلار سره د هغوی د ماشومانو په تعلیم کې مرسته کوي او کورنۍ او ماشومان باید د فرانسې په خاوره کې شتون ولري، دغه مرستې تر 20 کلنۍ پورې ورکول کیږي (د ښوونځي ، جامو ، خواړو ، تفریح او نورو اړوندو لګښتونو لپاره).
دغه مالي مرستې د کورنۍ د تخصیص فنډ ( CAF ) لخوا ورکولکیږي، د کورنۍ تخصیص یا مالي مرستې ټولو والدینو ته ورکول کیږي، که هغه بډایه وي یا غریب.
د مثال په توګه ، که چیرې دوهم ماشوم د جنوري په 15 زیږیدلی وي ، نو د فبرورۍ په 1 په دهغه لپاره مالې مرسته پیل شي.
د دې مرستې مقدارستاسو په مالي سرچینو، د ماشومانو شمیر او د هغوی عمر پورې اړه لري.
د بېلګې په توګه، د محدودو سرچینو لرونکو والدینو لپاره ددې مرستو مقدار په دې توګه دی: د دوه ماشومانو لپاره 131، د دریو ماشومانو لپاره 301 او د څلور ماشومانو لپاره 470 یورو ورکول کیږي.
څنګه یې وکړو ؟
د کاف اداره په اتوماتیک ډول د کورنۍ مالي امتیازات تاسو ته پیل کوي کله چې د دوهم ماشوم په اړه معلومات تر لاسه کړي.
که تاسو RSA تر لاسه کوئ:
ټول هغه څه چې تاسو یې باید وکړئ هغه داده چې په خپل غوښتنلیک کې د فعال پیوستون عاید ( RSA ) او ستاسو تر مسوولیت لاندې ماشومانو شمیرزکر کړئ.
که تاسو RSA ونه لرئ:
- که تاسو دمخه یو "ګټه اخیستونکي" یاست، پدې معنی چې تاسو له CAF سره راجسټر شوي یاست او غواړئ چې د خپلې کورنۍ جوړښت کې د بدلون راپور ورکړئ ، نو تاسو کولی شئ دا کار په کاف کې د خپل حساب له لارې په آنلاین توګه وکړئ او یا دلته په کلیک کولو سره دغه فرمه ډکه کړئ ( Cerfa n ° 11423 * 06) او د پوست له لارې ولیږئ.
- که تاسو لا تر اوسه "ګټه اخیستونکي" "allocataire" نه یاست، تاسو باید د خپل ماشوم د زیږون سند یا د خپلې کورنۍ د معلوماتو یا ریکارډ کتابچې یوه کاپي د پوستې له لارې کاف CAF ته ولېږئ، د وضعیت د بدلون فورمه چې دلته په کلیک کولو سره شتون لري (Cerfa n°11423 *06) بشپړه کړئ.
د دې لپاره چې تاسو ته نږدې د کاف CAF پته ومومئ چیرې چې تاسو اړتیا لرئ خپل اسناد واستوئ، تاسو کولی شئ دا آنلاین ویب پاڼه وکاروئ (خپل پوستي کوډ په ګوته کړئ).
د کورنۍ مالې امتیازات په میاشتنۍ توګه ورکول کیږي
د مثال په توګه، ستاسو د فبروري امتیازات یا مالي مرستې حقوق د مارچ په پیل کې تاسو ته تادیه کیږي.
د مالي امتیازاتو اندازه ستاسو له عایداتو سره تړلي
د مثال په توګه ، د 2021 کال لپاره ستاسو د حقونو ددوسي د ارزونې او امتیازاتو د اندازي د ټاکلو لپاره به ستاسو د 2019 کال عاید په پام کې ونیول شي. دغه عایدات باید ساتسو د مشحص حالت مطابق له ټاکلې حد څخه زیات نشي.
او ورپسې څه وکړو؟
که د پناه غوښتنې عریضې په جریان کې تاسو د کورنۍ مالي امتیازاتوتقاضا کړې وې او خپله دوسیه مو له Caf سره تعقیب کړئ وي، نو تاسو به د دې مودې لپاره اضافي مالې مرسته ترلاسه کړی کله چې تاسو لومړی ځل د کاف مالي مرسته ترلاسه کوی.
که تاسو د پورته موضوع په اړه کومه پوښتنه لرئ نو له خپل ټولنیز کارمند سره په دې هکله خبرې او مشوره کول مه هیروئ.
عمومي مالي امتیازات ( هره میاشت تادیه کیږي):
- د ماشوم پاملرنې حقونه او مالي مرسته ( د ماشوم راتګ ، د ماشوم پاملرنې لګښتونه ، او نور اړوند لګښتونو لپاره )
- د ماشوم د پاملرنې خدماتو مرسته
- د کورنۍ سره اضافي مرسته
- د ماشوم پاملرنې ازاد انتخاب بشپړول
- د ماشوم پاملرنې ازاد انتخاب اختیاري ضمیمه
- نور مالي امتيازات او مرستي (د کور مصارف، د یو معلول یا ناروغ ماشوم، تنها اوسیدونکي مور او پلار...)
- د کور لپاره مرسته (APL)
- د معلولیت لرونکو ماشومانو د تعلیم لپاره مرسته (AEEH)
- د کورنۍ د ملاتړ مرسته (ASF)
- د مور او پلار ورځنی شتون تادیه (AJPP)
- د ماشوم د زده کړې مرسته (PreParE)
- یوځلې مالي مرسته او کومک یا تادیه (یوځل ورکول کیږي):
- د نوي ماشوم د پیدا کیدو په وخت کې مرسته اویا د یو پردي ماشوم د ځان کولو په وخت کې مرسته
- د کور بدلولو په وخت کې مرسته ( د هغو کورنیو لپاره چې لږ تر لږه 3 ماشومان ولري )
- ښوونځي ته د شاملیدو په وخت کې مرسته
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
17 مرسته کونکي فعالیت کوي