مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
شرایط
دا چېرته دی ؟
عاید اعلانول او مالیه تادیه کول
د عایداتو مالیات (impôts) د دولت د ځینو لګښتونو او د سیمه ایزو ادارو د تمویل لپاره کارول کیږي، لکه تعلیم، روغتونونه، د بیکارۍ تعویض، تقاعد، ډاکټرانو مصارف، درمل، ټولنیز کورونه، او داسي نور.
ټول هغه خلک چې په فرانسه کې میشت دي کولی شي د ترلاسه شویو پیسو او عایداتو په مقابل کې لکه (تنخواګانو، د بیکارۍ ګټې، او نور) سره سم حساب شوي مالیه ورکړي.
- یو شخص یا کورنۍ چې مالیه نه ورکوي "د ماليې نه ورکونکي" بلل کیږي چې کم عاید ولري یا ځانګړۍ حالت ولري.
د 2019 راهیسې مالیه "د سرچینو یا عایداتو څخه مخکي له مخي اخیستل" کیږي : دا پدې مانا ده چې دا په مستقیم ډول ستاسو د عاید څخه مخکې له مخکي مجرا کیږي، مخکې له دې نه چې ستاسو بانکي حساب ته ستاسو معاش تادیه شي. ولې تاسو باید هر کال د خپل مالي وضعیت په اړه معلومات ورکړی او ډکلیر یې کړی.
ستاسو د مالیې خبرتیا (avis d'imposition) بانکونو او ادارې ته ستاسو عاید توجیه کوي. ډیری ادارې دا سند د طرزالعملونو ترسره کولو لپاره کاروي (دکاف CAF مرستې، بانکي حساب، ټولنیز کور، او نور). (aides de la CAF, compte bancaire, logement social…).
څنګه یې وکړو ؟
تاسو باید په لاندې حالاتو کې د خپلو عایداتو او سرچینو معلومات اعلام او ثبت کړئ، که:
- تاسو په کال کې د شپږو میاشتو څخه زیات په فرانسه کې ژوند کوئ
- ستاسو اصلي مسلکي فعالیت په فرانسه کې وی
- تاسو تیر کال 18 کلن شوئ او تاسو نور د خپل مور او پلار د ماليې خبرتیا کې ثبت نه یاست
- ستاسو اقتصادي فعالیتونه په فرانسه کې دي (پانګې اچونې یا د شرکت مرکزي دفتر)
- تاسو په بهر کې ژوند کوئ، مګر ستاسو عاید د فرانسې څخه ترلاسه کوی.
د مالیاتو خدمات چې (د مالیاتو اداره هم ورته ویل کیږي یا فسک "fisc" ) اړتیا لري چې محاسبه کړي چې تاسو به څومره پیسې ورکوئ. د دې لپاره، تاسو باید ټولې هغه پیسې او عایدات "اعلان" کړئ چې تاسو په رسمي اعالمیه کې ترلاسه کړي.
- که تاسې واده کړی وي یا په مدني شراکت کې او یا که تاسو انحصاري ماشومان چې ستاسو تر مسئولیت لاندې وي ولرئ، ټولې ترلاسه شوې پیسې باید په ورته اعلامیه کې ذکر او معلومات یې ورکړل شي. تاسو باید د هرې مالیې کورنۍ یوه واحده مالیه وسپارئ.
- که تاسو یوځای له چا سره اوسئ ( دا په دې معنی چې تاسې له واده یا مدني شراکت څخه پرته یوځای ژوند کوئ)، تاسو باید هر یو په جلا توګه، په 2 جلا اعلامیو کې د خپلې ماليې فورمې وسپارئ.
یو بالغ ماشوم یا بلای سین چې زده کړې کوي تر 25 کلنۍ پورې د هغه د مور او پلار د مالیې کورنۍ سره ضمیمه کیدی شي.
د بالغ یا واده شوي ماشومانو بشپړ پته چې لاهم د دوی د مور او پلار د مالیې کورنۍ پورې تړلي وي باید مشخص شي که چیرې د هغه پته د والدینو څخه توپیر ولري.
مهالویش هر کال یو شان دی:
- په پسرلي کې، د اپریل او جون ترمنځ، تاسو د تیر کال عاید اعلان وی (د کال پای). دا اعلامیه دا ممکنه کوي چې هغه مالیات محاسبه کړئ چې تاسو یې تادیه کوئ.
- په اوړي کې، د جولای او اګست ترمنځ، تاسو د خپلو عایداتو په اړه د "مالیاتو خبرتیا" "avis d’impôt" ترلاسه کوئ. دې ته "تنظیم کول" "régularisation" وایي. ستاسو مالیه ممکن ډیره لوړه وي. په دې حالت کې، ستاسو د مالي د خبرتیا په پاڼه کې چې د مالي ادارې لخوا ترلاسه کړی، یوه اندازه پیسي به تاسو ته د ښودل شوې نیټې سره په اوتومات ډول بیرته درکړل شي. که چیرته کمه مالیه ورکړشوي وي نو په هغه صورت کې تاسو باید یوه اندازه پیسي یا باقي مانده مالیه چې هغه هم په اوتومات ډول بیرته اخیستل کیږي بیرته ورکړئ.
په اوړي کې، د جولای او اګست ترمنځ، تاسو د خپل عاید په اړه "د مالیې خبرتیا" ترلاسه کوئ. دا "تنظیم کول" دي: د هغه څه ترمنځ محاسبه چې تاسو دمخه تادیه کړې (په اتومات ډول ستاسو له سرچینو څخه اخیستل شوي) او هغه څه چې تاسو یې باید تادیه کړئ، یا که تاسو زیاته مالیه تادیه کړې وي نو بیرته به در کړل شي.
تاسو د مالیې سند د اپریل په میاشت کې د بریښنالیک له لارې ترلاسه کوئ. بیا اعلامیه باید آنلاین ترسره شي.
که دا لومړی ځل وي چې تاسو د کاغذي سند له لارې خپل عاید اعلان کوئ:
که تاسو د پوست له لارې د مالیې د اعلامولو اسناد نه وې ترلاسه کړئ، نو تاسې کولی شئ د 2024 مالیې بیرته ستنیدو فورمه دلته ډاونلوډ کړئ یا یې تاسو ته د نږدې د عامه مالي مرکز (Centre des finances publiques) (د انفرادي مالیې خدمت) څخه ترلاسه کړئ.
- "تاسو د لومړي ځل لپاره اعلامیه ثبت کوئ" برخه په نښه کړئ
- خپل شخصي معلومات په 1 پاڼه کې بشپړ کړئ
- د خپلې کورنۍ وضعیت مشخص کړئ او که تاسو ماشومان لرئ، د زیږون کال او د هغوی تخلصونه او نومونه په 2 پاڼه کې ولیکي
- که تاسو په 2023 کې عاید لرئ (معاش، تخصیص، او نور)، د هغې مقدار په 3 پاڼه کې ولیکئ. که تاسو هیڅ ډول عاید نه وي ترلاسه کړي، هیڅ شی هم مه لیکئ.
د خپلې پتې اثبات کولو لپاره تاسې باید د خپل وضعیت سره سم ملاتړکونکي اسناد واستوئ:
- که تاسو کرایه کور کې ژوند کوئ، د کور د کرایې قرارداد یوه کاپي او د کرایې رسید (د مالک څخه غوښتل شوي) د دسمبر 2024 او جنوري 2025 میاشتو لپاره واستوئ.
- که تاسو د استوګنې پته لرئ، د استوګنې سند واستوئ چې تر نن ورځې 2024 کال پوښي.
- که تاسو د یو چا سره اوسیږئ، تاسو باید له نوموړې کس څخه وغواړئ چې په 5 پاڼه کې سند بشپړ کړي او تاسو ته د خپل هویت کارت یوه کاپي او د کرایې قرارداد یا د کور د ملکیت سند (قوالي) کاپي درکړي.
- که تاسو د چا سره اوسېږئ، نو تاسو باید له هغوی څخه وغواړئ چې د استوګنې سند بشپړ کړي او تاسو ته د خپل د هویت کارت یوه کاپي او د کرایې قرارداد یوه کاپي درکړي (د دې لپاره چې ثابته کړي چې هغه په خپل اپارتمان یا کور کې کرایه دار دي) یا د هغه د ملکیت سند (د دې لپاره چې ثابته کړي چې هغه د خپل اپارتمان یا کور مالک دي).
د خپل اداري او کورنۍ وضعیت د کتلو لپاره، تاسو باید د خپل استوګنې د اجازې ( carte de séjour) یوه کاپي، ستاسو د میرمنې او د کورنۍ د ریکارډ کتاب (فامیلي کتابچې) ( livret de famille) یوه کاپي که تاسو یې لرئ، ضمیمه کړئ.
که دا لومړی ځل وي چې تاسو په انټرنیټ کې خپل عاید اعلان کوئ:
- تاسې باید د ځانګړې "مالیې شمیرې" ترلاسه کولو لپاره د مالیاتو یو مرکز ته مراجعه وکړئ یا د پوست له لارې خپل عامه مالي مرکز ته عریضه وکړئ. د مالیې دا ځانګړې شمیره ستاسې د پیژندلو لپاره شخصي شمیره ده.
- تاسو باید لاندې معلومات چمتو کړئ:
- نوم او تخلص، پوستی پته، بریښنالیک پته
- د هویت سند کاپي (ریسپسي یا د استوګنې معتبر جواز)
- یوځل چې ستاسو هویت تایید شو، اداره تاسو ته یو بریښنالیک لیږي چې تاسو ته ویل کیږي چې تاسې کولی شئ خپل شخصي ځای یا اکونټ د خپلې ځانګړې مالیې له شمیرې او ستاسو د زیږون نیټې سره په impots.gouv.fr کې جوړ کړئ.
- بیا تاسو باید خپل بریښنالیک ولیکئ او پټنوم یا پاس ورډ غوره کړئ. بیا به تاسو یو بریښنالیک ترلاسه کړئ چې یو لینک لري چې تاسو باید په 8 ساعتونو کې په ورکړل شوي لنک کلیک وکړئ ترڅو خپل شخصي ځای فعال کړئ.
په impots.gouv.fr کې خپل شخصي ځای ته ننوځئ او "زما عاید اعلان کړئ" “Déclarer mes revenus” باندې کلیک وکړئ :
- "تاسو د لومړي ځل لپاره اعلامیه ثبت کوئ" برخه په نښه کړئ
- خپل شخصي معلومات په 1 پاڼه کې بشپړ کړئ
- د خپلې کورنۍ وضعیت مشخص کړئ او که تاسو ماشومان لرئ، د زیږون کال او د هغوی تخلصونه او نومونه په 2 پاڼه کې ولیکي
- که تاسو په 2024 کې عاید لرئ (معاش، تخصیص، او نور)، د هغې مقدار په 3 پاڼه کې ولیکئ. که تاسو هیڅ ډول عاید نه وي ترلاسه کړي، هیڅ شی هم مه لیکئ یا صفر ولیکي "0".
د خپلې پتې اثبات کولو لپاره تاسې باید د خپل وضعیت سره سم ملاتړکونکي اسناد واستوئ:
- که تاسو کرایه کور کې ژوند کوئ، د کور د کرایې قرارداد یوه کاپي او د کرایې رسید (د مالک څخه غوښتل شوي) د دسمبر 2024 او جنوري 2025 میاشتو لپاره واستوئ.
- که تاسو د استوګنې پته لرئ، د استوګنې سند واستوئ چې تر نن ورځې 2024 کال پوښي.
- که تاسو د چا سره اوسېږئ، نو تاسو باید له هغوی څخه وغواړئ چې د استوګنې سند بشپړ کړي او تاسو ته د خپل د هویت کارت یوه کاپي او د کرایې قرارداد یوه کاپي درکړي (د دې لپاره چې ثابته کړي چې هغه په خپل اپارتمان یا کور کې کرایه دار دي) یا د هغه د ملکیت سند (د دې لپاره چې ثابته کړي چې هغه د خپل اپارتمان یا کور مالک دي).
د خپل اداري او کورنۍ وضعیت د کتلو لپاره، تاسې باید د خپل استوګنې د اجازې یوه کاپي، ستاسو د میرمنې او د کورنۍ د ریکارډ کتاب (فامیلي کتابچې) یوه کاپي که تاسو یې لرئ، ضمیمه کړئ.
که تاسو دمخه خپل عاید اعلان کړی وي:
- تاسو باید د خپلې مالیې شمیرې یا د فرانس کنیکټ حساب (France Connect) په کارولو سره impots.gouv.fr سره وصل شئ او غوښتل شوي معلومات ډک کړئ.
د مالي د معلوماتو ورکول سند عموما دمخه ډکه شوې وي، د دې معنی دا ده چې شرکتونه، لنډمهاله کاري ادارې، فرانس تخوی، او داسې نور مخکې له مخکې معلومات مستقیم د مالیې څانګې ته لیږلي دي.
- د ازدواجی وضعیت معلومات او د انحصاري ماشومانو چې ستاسو تر سرپرستۍ لاندې دي وګورئ.
- که تاسو کارمند یا لڼد مهاله کارکوونکي یاست: د 2024 دسمبر میاشتي د تادیاتو سلیپ یا معاش پاڼې په پای کې د "خالصي مالیې وړ مقدار" وګورئ.
- که نورو مالوماتو ته ضرورت وي هغه مالومات اضافه کړئ که چیرې د اداري لخوا نوي ورکړ شوي، هیر شوې او یا غلطي شتون ولري.
- که تاسو د شخصي تجارت یا فعالیت څخه پیسې ګټلې وي، تاسو باید د عایداتو اعلامیه یا سند (n°2042-C Pro) هم بشپړ کړئ ("مکرو متشبث چې په عاید باندې د مالیې لپاره غوره کړئ" یا "مسلکي صنعتي او سوداګریز عاید. / د BIC مایکرو رژیم" یا "مسلکي غیر تجارتي عاید / BNC مایکرو رژیم" ستاسو د وضعیت په اړه د 2024 عایداتو سند کې لیکل شوی مقدار اعلان کړئ چې د متشبثونو لپاره ځانګړي شوي ویبپاڼه کې په خپل حساب کې ترلاسه کولای شئ autoentrepreneur.urssaf.fr.
- > د Réfugiés.info پاڼه کې د یو سند ډاونلوډ کول télécharger une attestation او " متشبث کیدل " په ځانګړې توګه د پاڼې په پای کې د "مالیې ورکول" برخه کتل مه هیروئ.
- که تاسو شخصي خدمات (د ماشومانو پالنه، د کور پاکول، او نور) کارولي وي: تاسو باید د اړوند سازمان یا شرکت نوم چې تاسو ته یې خدمات وړاندې کړي وي په (RICI 2042) فورمه کې بشپړ کړی ترڅو د مالیې کریډیټ یا یوه اندازه پیسې بیرته ترلاسه کړئ.
- که چیرې کوم معلومات نه وي ورکړل شوي وي یا غلطۍ وي، سند بشپړ کړئ.
- که هرڅه سم وي، تاسو دوه اختیارونه لرئ:
- هیڅ مه کوئ او په دوبي کې د مالیې د ورکړي وضعیت خبرتیا ترلاسه کولو لپاره انتظار وکړئ.
- خپله اعلامیه یا د مالیې سند بشپړه او تایید کړئ او په پای کې تاسو کولی شئ خپل د مالیې وضعیت خبرتیا بشپړشوی سند ډاونلوډ کړئ. د راپور ورکولو دورې په جریان کې، تاسو کولی شئ خپل د مالیې بیرته ستنیدو آنلاین فورمه تصحیح او اصلاح کړئ هرڅومره چې تاسو وغواړئ، حتی د لاسلیک کولو وروسته هم. - هیڅ مه کوئ او انتظار وکړئ چې په اوړي کې خپل د مالي خبرتیا سند ترلاسه کړئ.
سند لا دمخه ډک شوی، تاسو باید خپل معلومات وګورئ او تایید یې کړئ او د اړتیا په صورت کې تعدیل او تصحیح کړئ، د بیلګې په توګه هغه ماشومان یا کسان چې ستاسې تر سرپرستۍ لاندې وي لرې کړې یا ور زیات کړئ، د RIB تغییر ول/زیاتول، د ښودل شوي مقدار بدلول.
د اړونده اسنادو د بیرته لیږلو ورستۍ نیټه توپیرکوي که چیرې تاسو خپله اعلامیه په کاغذي شکل یا آنلاین ډول ترسره کوئ:
- ستاسو د اعلامیې د سپارلو وروستۍ نیټه په سند کې لیکل شوې ده، عموما د می د پای او د جون د پیل تر منځ.
- تاسو ډیر وخت لرئ که تاسو غواړئ چې اعلامیه په آنلاین ډول بشپړ کړئ. دا پدې مانا ده چې د انټرنټ له لارې د فورمې لیږلو وخت زیات وي.
ستاسو د 2024 عاید اعلامیې یا خبرتیا په پای کې به تاسو وکولی شئ وپوهږئ چې تاسې باید اضافي مالیه ورکړئ او کنه چې د سپتمبر 2025 څخه به ستاسو عاید باندې پلي کیږي: دا په دې معنی د چې ستاسو د معاش فیصدې څخه اخیستل کیږي.
تاسو به یو ډیر مهم سند ترلاسه کړئ چې د "مالیې خبرتیا" نومیږي
- د پوست له لارې که تاسو اعلامیه یا د عایداتو معلومات په کاغذي فورمه کې لیږلې وي او ځانګړی ځای یا د مالي ویبپاڼه (impots.gouv.fr) کې حساب نلری.
- په خپل شخصي ځای کې یې ډاونلوډ کړئ که تاسو د عایداتو معلومات د انټرنیټ له لارې اعلان کړي وي.
ډیری ادارې او عامه خدمتونه دا سند د طرزالعملونو ترسره کولو لپاره کاروي (د کاف CAF مرستې، بانکي حساب، ټولنیز کور، او نور). بانکونه دې ته اړتیا لري که تاسو د قرض یا کریډیټ لپاره غوښتنه وکړئ.
که تاسو د مالیې وړ نه یاست (تاسو مالیه نه ورکوئ)، تاسو به یاد سند ته د ټولنیزې مرستې لپاره د غوښتنې کولو په وخت کې ورته اړتیا ولرئ.
د کال په اوږدو کې هره میاشت د عایداتو مالیه مستقیم د میاشتني معاش یا تنخا څخه اخیستل کیږي، مخکې له دې څخه چې تاسو خپل معاش په خپل بانکي حساب کې ترلاسه کړئ. دقیق مقدار د پیسو یا مهانه تنخا په سلیپ یا رسید کې ښودل شوی وي.
که تاسو څخه وغوښتل شې چې اضافي مالیه ورکړئ، د مالیې خبرتیا مشخص کوي چې تاسو باید کله او څومره پیسې ورکړئ.
ازاد کار کونکي (د بیلګې په توګه، متشبثین یا اوتوانترپرونور) هره میاشت یا هره ربع (درې میاشتي) کې د قسطونو له لارې (په څو قسطونو کې مالیه ورکوي) د خپلو عایداتو مالیه ورکوي.
- که تاسو په ازاده توګه د عایداتو مالیې تادیه کول غوره کړې وي، تاسو په خپل autoentrepreneur.urssaf.fr حساب کې په ورته وخت کې مالیه او ټولنیز امنیت ونډې تادیه کوئ.
- که تاسو په ازاده توګه د عایداتو مالیې تادیه کول نه وې غوره کړې، او که تاسو په ورته وخت کې هم ازاد کار کوی او هم معاش ترلاسه کوئ، تاسو د خپل بانکي حساب څخه په اتوماتیک ډول خپل مالیه تادیه کوئ.
> د Réfugiés.info پاڼه کې "شخصي کار پیل کول یا اوتوانترپرونور کیدل" په ځانګړې توګه د پاڼې په پای کې د "مالیې تادیه" برخه ولولئ.
او ورپسې څه وکړو؟
تاسو باید هر کال د خپلو عایداتو مالیې اوراق بشپړ یا تایید کړئ او د تغییراتو په هکله معلومات ورکړئ:
- د اړیکو توضیحات (آدرس، بریښنالیک، د تلیفون شمیره، د بانک توضیحات)
- د کورنۍ وضعیت (واده یا PACS، طلاق یا د PACS ماتول، د میړه / میرمن یا د PACS ملګري مړینه، د ماشوم زیږون).
دا بدلونونه ممکن په سرچینه کې کسرونه یا د مالیې اخیستنې فیصدې تغییر کړي.
په impots.gouv کې خپل شخصي ځای ته ننوځئ، او "زما د مالیاتو اداره کول" «Gérer mon prélèvement à la source» خانه باندې کلیک وکړی او "د بدلون راپور ورکړئ" «Signaler un changement » برخه کې خپل ټول نوې معلومات ور زیات کړئ.
د تادیاتو مالیې نرخ ستاسو د عاید سلنه (%) دی چې مستقیم ستاسو له معاش څخه اخیستل کیږي.
دا ستاسو د وضعیت سره سم د مالیاتو ریاست لخوا محاسبه کیږي او ستاسو په شخصي ځای کې په impots.gouv.fr کې ښکاري، د "زما د مالیاتو اداره کول" تر سرلیک لاندې.
تاسو د 2 اختیارونو سره د بدلولو امکان لرئ:
- که چیرې د مالیې ورکونکو په کورنۍ کې د 2 کسانو تر مینځ په عاید کې لوی توپیر شتون ولري، د مالیې نرخ د واحد نرخ (د دواړو کسانو لپاره ورته نرخ) پر ځای انفرادي (د هر یو مختلف نرخ سره) کیدی شي. نرخونه د مالیاتو ریاست لخوا محاسبه کیږي.
- که تاسو یو کارمند یاست او تاسو نه غواړئ خپل د انفرادي کسر نرخ خپل ګمارونکي یا صاحب د کار سره شریک کړئ، تاسو کولی شئ د "بې طرفه" "neutre" نرخ غوره کړئ (= شخصي نه دی) (= non personnalisé). د مالیاتو څانګه بیا د تعدیل پرمهال توپیر محاسبه کوي.
د مالیاتو څانګه به په اتوماتيک ډول محاسبه ترسره کړي او هغه به وکاروي. د 2025 کال د سپتمبر له لومړۍ نیټې څخه، که تاسو خپل مالیات د مالیې ورکوونکي کورنۍ لپاره د یوې مالیې نرخ سره ثبت کړئ (د دواړو کسانو لپاره ورته)، د انفرادي مالیې نرخ په اتوماتيک ډول پلي کیږي، چې (د عاید سره سم توپیر کوي).
که تاسو کومه پوښتنه لرئ، تاسو کولی شئ د مالیې معلوماتو خدماتو سره اړیکه ونیسئ:
- د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 8:30 بجو څخه د ماښام تر 7 بجو پورې د د تلیفون له لارې (وړیا) پدې شمیره 0809401401 یا خپل عامه مالي مرکز ته په مستقیم ډول زنګ وهلو سره (د مالیې په خبرتیا کې د تلیفون شمیرې سره)
- د impots.gouv.fr ویب پاڼې په شخصي ځای کې د پیغام له لارې : په پورتنۍ ښۍ خوا کې، په " خوندي پیغام " برخه کلیک وکړئ، ستاسو د غوښتنې موضوع غوره کړئ او خپل پیغام ولیکئ.
26 مرسته کونکي فعالیت کوي

























