Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په عامه سکتور کې د ملکي مامور ښوونکي په توګه کار کول

د.........لخوا وړاندیز شوي JRS France ...میاشي کیږي چې نوي شوي 8 місяців тому

په فرانسه کې د تدریس لپاره ډیری امکانات شتون لري. د Réfugiés.info فایل "په فرانسه کې د ښوونکي کېدل" وګورئ.

د ملکي مامور ښوونکی په یوه عامه اداره (نرسري، ابتدايي، منځني او عالي لېسه) کې دایمي دنده لري. دا باید په عامه اداره کې د قراردادي ښوونکي څخه توپیر شي. خو، دوی د زده کونکو سره ورته دندې لري.

د ملکي خدمتونو ښوونکي د ملکي خدمتونو د کانکور ازموینې له لارې ګمارل کیږي.

مهمه یادونه: د لومړنیو او ثانوي ښوونځیو د ښوونکو لپاره د ملکي خدماتو ازموینې ورکولو لپاره تاسو باید د فرانسې یا اروپایی تابعیت ولرئ.
تابعیت باید د کانکور د لومړۍ ازموینې له نیټې څخه وروسته ترلاسه شوی نه وي.

د کانکور ازموینې ترسره کول د ځینو شرایطو پوره کولو ته اړتیا لري، که هغه د ډیپلوم په توګه وي یا په خصوصي یا عامه سکتور کې مسلکي تجربه وي.

دا په کلکه سپارښتنه کیږي چې د کانکور د ازموینو لپاره د تیرو ازموینو نسخو په کارولو سره یا د آنلاین یا مخامخ روزنې له لارې په نظارت شوي ډول چمتووالی ونیسئ.

یادونه: د فرانسوي ژبې ډېره ښه کچه (لږترلږه B2 یا حتی C1) اړینه ده چې په ازموینه کې بریالي شئ او په ښو شرایطو کې تدریس وکړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د ملکي مامور ښوونکي کېدو او د ملکي خدماتو ازموینه کې د بریالیتوب لپاره، د ډیپلومونو او مسلکي تجربې په اړه ځینې شرایط شتون لري.

په لومړنیو زده کړو کې

په عامه لومړني ښوونځي (لومړۍ کچه) کې د تدریس لپاره ، تاسو کولی شئ د ښوونځي د ښوونکو د ګمارنې کانکور (CRPE) کې برخه واخلئ کوم چې تاسو ته اجازه درکوي چې په عامه لومړني ښوونځیو کې د دایمي ښوونکي په توګه کار وکړئ.

په ثانوي زده کړو کې

په عامه منځنیو ښونځویو او عامه عالي لیسو (ثانوي کچه) کې، شرایط د تمرین شوي بخش یا مضمون پورې اړه لري:

  • د زده کړې عمومي مضامینو تدریس کول: تاسو باید د CAPES (په ثانوي زده کړو کې د تدریس لپاره د وړتیا سند) ازموینه ترسره کړئ. د عمومي زده کړو مضامین اکاډمیک دي نه مسلکي (مثالونه: فرانسوي، ریاضي، تاریخ، ساینس، ژبې).
  • د تخنیکي زده کړې مضامین د ټیکنالوجۍ دولتي عالي لیسه کې تدریس کولو لپاره : تاسو باید د CAPET کانکور(د تخنیکي زده کړې تدریس لپاره د وړتیا سند) ترسره کړئ. د تخنیکي زده کړې مضامین هم غیر اکاډمیک دي، مګر ډیر تخنیکي دي. د مثال په توګه، دا د تطبیقي هنرونو او ډیزاین یا کمپیوټر ساینس انتخابونو کورسونه دي.

د دې ازموینو د ورکولو لپاره، تاسو باید په لاندې دریو حالتونو کې یو کې اوسئ:

  • یا مو د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی وي یا د دومې ماسټرۍ سند د تایید په پروسه کې وئ.
یادونه: که تاسو ډیپلوم د یو غیر اروپايي هیواد څخه ترلاسه کړئ وي، نو تاسو باید د ENIC-NARIC فرانس څخه د ماسټرۍ د پرتلې یا معادلې سند ترلاسه کړئ.
  • یا لږ تر لږه پنځه کاله مسلکي تجربه ولرئ چې د خصوصي قانون قرارداد په چوکاټ کې بشپړه شوې وي.
یادونه: که تاسو په هغه څانګه کې د مسلکي تجربې ثبوت نلرئ چې تاسو پکې کار کول غواړئ، تاسو کولی شئ د VAE پروسې په کارولو سره د خپلې تجربې په رسمیت پيژندنه ترسره کړئ.
دا هم ولولئ: د Réfugiés.info معلوماتي پاڼه "خپله تجربه د بې سرحده تجربې ادارې سره په رسمیت پیژندل"
  • یا خو تاسو په تیرو شپږو کلونو کې د ملکي مامور یا قراردادي کارمند په توګه په عامه خدماتو کې له دریو کلونو څخه ډیر کار کړی وي او د BAC +3 سند ولری. دا لاره په ځانګړي ډول د قراردادي کارمندانو یا په عامه یا خصوصي تاسیساتو کې د بدیل کارمندانو لپاره ده.
یادونه: که تاسو په یوه خصوصي تعلیمي اداره کې دایمي قرارداد ترلاسه کړی وي یا که تاسو لږترلږه د دریو ماشومانو والدین یاست یا که تاسو د لوړې کچې ورشي لوبغاړی یاست، نو تاسو ممکن د ډیپلوم لرولو شرط څخه معافیت ترلاسه کړئ.
مهمه یادنه: که تاسو لاهم ډاډه نه یاست چې تاسو غوښتل شوي شرایط پوره کوی او که نه، تاسو کولی شئ د اړونده اکاډمۍ د ازموینې او کانکور څانګې سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو غواړئ نوم لیکنه وکړئ (یا د پاریس (Paris)، کرتی (Créteil) او وغسی (Versailles) اکاډمیو لپاره SIEC سره اړیکه ونیسئ).

د لومړۍ درجې کانکور

نوم لیکنه عموما د اکتوبر له پیل څخه د نومبر تر لومړیو پورې ترسره کیږي.

  1. د devenirenseignant.gouv.fr ویبپاڼې ته لاړ شئ او د سیکلا د ( cyclade) ویبپاڼه کې یو حساب جوړ کړئ.
  2. د عامه سي آر پي یی (CRPE Public) لپاره نوم لیکنه وکوړئ
  3. یوه اکاډمۍ غوره کړئ (کومه چې عموما څو څانګې پوښي) او د غوښتنو لیست بشپړ کړئ.
یادونه: هغه د هیلو لیست چې تاسو یې جوړوئ، د هغه په یوه هیله کې د ځای تضمین نه کوي.

د ثانوي ښوونځي

د ثانوي ښوونځیو د سیالیو لپاره نوم لیکنه عموما د اکتوبر له پیل څخه د دسمبر تر پیل پورې ترسره کیږي.

  1. د devenirenseignant.gouv.fr ویب پاڼې ته لاړ شئ او د سیکلاد ویبپاڼه کې یو حساب جوړ کړئ.
  2. د ثانوي ښوونځي سیالۍ ( CAPES، CAPET ) لپاره د مطلوب ډسپلین سره نوم لیکنه وکړئ.
  3. ستاسو د شخصي یا اداري پتې پراساس هغه اکاډمۍ غوره کړئ چیرې چې تاسو غواړئ ازموینه ترسره کړئ، کومه چې تاسو د حساب جوړولو پرمهال ثبت کړې ده.
مهمه یادونه: ټولې سیالۍ یا کانکورونه هر کال په ټولو اکاډمیو کې د لاس رسې وړ نه وي. که چیرې د کانکور وړاندیز شوی نوي، نو دا پدې مانا ده چې شتون نه لري. د هر کال د پرانیستو برخو او انتخابونو لیست دلته کلیک کولو سره کتلای شئ.
یادونه: په کانکور کې د غوښتل شویو ډسپلینونو اړوند ډیپلوم درلودل اړین ندي (د کیپس (Capeps) کانکور پرته)، سره له دې چې دا د بریالي کیدو لپاره د پام وړ پانګه او مرسته کوي.

تاسو باید د هرې سیالۍ یا کانکور په رسمي ویبپاڼه کې شته پروګرامونه، موضوعات او جیوري راپورونه وکاروئ.

تاسو کولی شئ د تادیه شوي چمتووالي څخه هم کار واخلئ:

  • تاسو کولی شئ د CNED (د آنلاین زده کړې ملي مرکز) له لارې د انلاین زده کړې کورسونه ترسره کړئ، کوم چې د متخصصینو لخوا ډیزاین شوي او رهبري شوي کورسونه وړاندې کوي.
  • که تاسو دمخه د لیسانس سند لرئ، تاسو کولی شئ د MEEF (تدریس، تعلیم او روزنې مسلکونو) له لارې د دوه کلن حضوري روزنیز کورس په ترسره کولو سره د ماسټرۍ کچې سند ترلاسه کړئ. د ماسټرۍ سند کې مسلکي انټرنشپونه شامل دي، په شمول د ماسټرۍ په دوهم کال کې د تادیه شوي انټرنشپونه. د کانکور په ازموینه کې د بریالیتوب لپاره د ماسټرۍ سند لرلو سپارښتنه کیږي، ولې که تاسو د ماسټرۍ بل سند لرئ یا مو VAE ترلاسه کړی وي نو بیا ددې سند لرل لازمي نه دي.
یادونه: ټول کار غوښتونکي کولی شي د فرانس تخوی یا سیمه ایزې شورا لخوا د دوی د روزنې تمویل غوښتنه وکړي.

هر کانکور د شمولیت او داخلې لپاره بېلا بېلي ازموینې لري.

تاسو کولی شئ د دې ازموینو جزئیات په لاندې لینکونو کې وګورئ:

که تاسو د ثانوي ښوونځو لپاره د کانکور ازموینه په بریالۍ سره ترسر کړي وي (CAPES, CAPET, CAPLP, CAPEPS)، نو تاسو به د ملي زده کړور کانکورونو څخه په یو کې شامل کړای شئ.

  1. اکاډمیو ته د دندې غوښتنې تنظیم کړئ

تاسو نه به غوښتنه وشئ چې د بېلا بیلو اکاډمیو ته د خپلې علاقي سره سم د دندې شپږ وړاندیزونه ورکړئ، دا په دې معنی چې د اکاډمیو ترمنځ خپل غوره توبونه څرګند کړئ. تاسو کولی شئ دا وړاندیزونه د SIAL ویب پاڼې (د کانکور معلوماتو او مرستې سیسټم) کې ثبت کړئ.

یادونه: تاسو کولی شئ د هرې سیمې لپاره د اکاډمیک خدماتو وړاندیزونو وګورئ، ترڅو ستاسو په انتخاب کې مرسته وکړي. برسېره پردې، د هر ډول پوښتنو لپاره د تلیفون یوه شمیره ستاسو په خدمت کې ده (0155555454).

که تاسو کوم وړاندیز نه لرئ، ستاسو هغه وړاندیز چې ستاسو د نوم لیکنې اکاډمۍ سره ثبت شوی دی، هغه به په اتوماتيک ډول ستاسو یوازینۍ وړاندیز وګڼل شي.
که ستاسو غوښتنه ونه منل شي، نو تاسو به د اکاډمۍ اړتیاوو او ستاسو د کچې سره سم په کار وګمارل شئ.

د می او جون ترمنځ، تاسو به د خپلې دندې پایلې ترلاسه کړئ.

2. ادارو ته د دندې غوښتنې ترتیب کړئ

د جون او جولای ترمنځ ، تاسو ته به بلنه درکړل شي چې د اکاډمۍ دننه دندو لپاره غوښتنه وکړئ، ددې مانا داده چې د اکاډمۍ دننه د ادارو یا تاسیساتو کې چیرې چې تاسو په کار ګمارل شوي یاست. تاسو ډیری وخت باید د تاسیساتو له لیست څخه انتخاب وکړئ.

یادونه: هره اکاډمۍ د اکاډمیو دننه د دندې وړاندیزونو د ثبت کولو لپاره خپل مهالویش لري.

تاسو د ترلاسه شوي کچې (د کانکور په ازموینه کې بریالیتوب، دایمي یا غیر دایمي قراداد، تر کفالت لاندې ماشومان لرل، معلولیت، او نور) او ستاسو د غوښتنو پراساس د زده کونکي ښوونکي په توګه په یوه اداره کې ګمارل شوي یاست.

بیا تاسو د یو کال لپاره ستاج ترسره کوئ، چې د ستاج جزئیات او نوعیت د هر شخص وضعیت پورې اړه لري (د ډیپلوم ډول، تجربه).

او ورپسې څه وکړو؟

که ستاسو ستاج بشپړ او تایید شي، نو تاسو به په دایمي قرار مقرر شئ: مبارک شه! تاسو اوس یو ملکي مامور یاست.

د لومړنیو ښوونځیو ښوونکو لپاره، د ملي تعلیمي خدماتو ریاست (DSDEN) به له تاسو څخه وغواړي چې خپلې هیلې یا غوښتنې څرګندې کړئ (عموما د مارچ او اپریل ترمنځ). تاسو به وکولی شئ خپل غوره توبونه د جغرافیایي زون له مخې د څانګې سره شریک کړئ.

یادونه: دا پدې معنی نه ده چې تاسو به هغه ځای ته وګمارل شئ چیرې چې تاسو غواړئ تدریس وکړئ. دنده په ډیری معیارونو پورې اړه لري.

که تاسو ته د کار دایمي قرارداد نه وې درکړل شوی، نو تاسو کولی شئ د ستاج یو نوی کال بشپړ کړئ. سږ کال د لومړیتوب په توګه په هغو برخو یا سیمو تمرکز کیږي چیرې چې پرمختګ ته اړتیا ده.

که تاسو په یو د کانکورونو کې بریالي نه شئ، تاسو لاهم څو انتخابونه لرئ:

  • راتلونکی کال له سره په کانکور کې برخه اخیستل. په کانکور کې د برخې اخیستو لپاره د نوم لیکنې لپاره د وخت محدودیت نشته.
  • په عامه یا خصوصي تاسیساتو کې قراردادي یا بدیل ښوونکی کیدل
  • د کوچنیو ماشومانو مسلکونو کې کار کول

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • emiliejrsایډیټر او کره کتونکی
  • irایډیټر او کره کتونکی
  • charifeh aldabaghد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • igornrgد صفحي پورته برخه
  • shayanroushanد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • ahmad mrد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles