Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د اوفپرا لخوا ستاسو د مدنې حالت سند د جوړیدو په اړه معلومات ترلاسه کول

د.........لخوا وړاندیز شوي Ofpra ...میاشي کیږي چې نوي شوي 8 місяців тому

تاسو ته د کډوالۍ یا فرعي خوندیتوب حیثیت درکړل شوی دی.

تاسو خپله د کورنۍ د حوالې پاڼه لیږلې ده

اوفپرا سند ترلاسه کړی دی.

مهمه یادونه: د اوفپرا لخوا د مدني حالت اسنادو (د زیږون سند، د واده سند، او نور) بشپړول څو میاشتې وخت اخلي.

آیا تاسو غواړئ د خپل مدني حالت سند د حالت په اړه له OFPRA څخه پوښتنه وکړئ؟ د دې کولو لپاره، تاسو کولی شئ اوفپرا ته زنګ ووهئ.

اوفپرا د ټیلیفون کولو لپاره یو سیسټم جوړ کړی دی چې ستاسو د دوسیې حالت سره سم اتوماتیک ځوابونه ورکوي.

یادونه: د دې وسیلې په سمه توګه کارول تاسو ته اجازه درکوي چې د اوفپرا یو کارمند سره د خبرو کولو غوښتنه کولو پرته ډیر معلومات ترلاسه کړئ.

تاسو کولی شئ د اوفپرا یو کارمند سره هم اړیکه ونیسئ، مګر د ډیرو زنګونو له امله، دا ممکن ډیر وخت ونیسي. د اوفپرا له یو کارکوونکي سره د خبرو کولو لپاره، تاسو کولی شئ د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له 9 بجو څخه تر 12:30 بجو یا د ماسپښین د 1:30 بجو او 5 بجو ترمنځ پورې زنګ ووهئ.

دا هم ولولئ: د Réfugiés.info معلوماتي پاڼه "د زیږون سند غوښتنه کول"

څنګه یې وکړو ؟

0158681010 (وړیا شمیره) ته زنګ ووهئ.

تاسو به دا پیغام واورئ: " که تاسو کډوال یاست یا پناه غوښتونکی، اوفپرا تاسو ته بلنه درکوي چې د پوستې پتې کې د هر ډول بدلون په اړه د اوفپرا ویب پاڼه کې راپور ورکړئ. ستاسو د غوښتنې د پروسس کولو د اسانتیا په موخه، مهرباني وکړئ خپله بهرنۍ یا اوفپرا شمیره دننه کړئ ."

بیا تاسو باید 1 انتخاب غوره کړئ، کوم چې به ستاسو د اوفپرا شمیره یا بهرنۍ شمیره او ستاسو د زیږون کال وغواړي.

یادونه: د اوفپرا شمېره د XX-XX-XXXXX ډوله 9 عددي شمېره ده چې د اوفپرا لخوا لیږل شوي هر لیک په پورتنۍ چپ کونج کې لیکل شوې ده.
بهرنۍ شمېره یوه 9 یا 10 عددي شمېره ده چې د پناه غوښتنې په سند (ATDA) کې لیکل شوي ده چې ستاسو د پناه غوښتنې د ثبتولو پر مهال صادر شوی دی، د کارت سیجور غوښتنې سند یا په ریسپسي، یا ستاسو د استوګنې جواز کې. د استوګنې د جواز ماډل پورې اړه لري، ستاسو بهرنۍ شمیره ستاسو د لاسلیک (شخصي شمیره) څخه پورته یا په ښي خوا کې په عمودي ډول ښودل شوې ده.
مهمه یادونه: دوهم انتخاب د هغو خلکو لپاره دی چې پناه غوښتونکي یا کډوال نه دي.

تاسو 1 انتخاب غوره کړی.

لاندې پیغام دا دی: " ستاسو د استوګنې په جواز یا ریسپسي کې بهرنۍ شمیره شتون لري. که تاسو خپل د اوفپرا شمیره دننه کوئ، مهرباني وکړئ د شمیرې وروستي 9 عددونه وکاروئ، پرته له تورو څخه ."

یادونه: د سمو شمېرو په لیکلو کې محتاط اوسئ. که چیرې شمیره په لومړي ځل ونه پیژندل شي، نو بیا هڅه وکړئ.

ټلیفونک سیسټم به ستاسو د زیږون کال وغواړي ترڅو تایید کړي چې دا تاسو یاست.

او ورپسې څه وکړو؟

که تاسو کډوال یاست، د ټیلیفون اتوماتیک سیستم ممکن ستاسو د وضعیت سره سم څو پیغامونه درکړي.

دلته موخه دا ده چې تاسو ته وښيي چې څنګه پوه شئ چې ستاسو مدني حالت سند بشپړ شوی که نه.

اول حالت:

د ټیلیفون اتوماتیک سیستم تاسو ته وایي: "ستاسو د زیږون یا واده سندونه نه دي جوړ شوي. " له همدې امله ستاسو د مدني حالت سند لا چمتو نه دی.

د ټیلیفون اتوماتیک سیستم بیا تاسو ته وړاندیز کوي چې "معلومه کړئ چې دوسیه چیرته ده" "savoir où en est le dossier" :

  • که چیرې اتوماتیک پیغام دا وي: "اوفپرا ډیر شمیر فایلونه ترلاسه کړي دي؛ موږ د دوی د پروسس کولو لپاره هر ممکنه هڅه کوو... ". ستاسو دوسیه د عادي پروسس وختونو کې ده. اندیښنه مه کوه، ته باید صبر وکړې.
  • که تاسو په مستقیم ډول " د اوفپرا OFPRA خدماتو ته د تلیفون له لارې د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 9 بجو څخه تر 12:30 بجو او د ماسپښین له 1:30 بجو څخه تر 5 بجو پورې " ته ورسیږئ یا که تاسو نشئ کولی د یو کارمند سره اړیکه ونیسئ، تاسو کولی شئ د اوفپرا محافظت برخې ته په لاندې پته یو لیک ولیکئ: Ofpra - Pôle Protection - 201 rue Carnot 94136 FONTENAY-SOUS-BOIS CEDEX. تاسو به ژر تر ژره ځواب ترلاسه کړئ.

دوهم حالت:

د ټیلیفون اتوماتیک سیستم تاسو ته مستقیم لاندې پیغامونه وړاندې کوي: " تاسو غواړئ چې د اوفپرا څخه د یو سند غوښتنه وکړئ، 1 فشار ورکړئ. ستاسو د اوفپرا ویب پاڼې کې د زیږون سند غوښتنه بریالۍ نه شوه، 2 فشار ورکړئ... ".

ستاسو د زیږون سند چمتو شوی.

تاسو به یې د پوست له لارې ترلاسه کړئ.

مهمه یادونه: مهرباني وکړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې خپله پته د اوفپرا په ویب پاڼه کې تازه کړئ ترڅو خپل سند ترلاسه کړئ: https://www.ofpra.gouv.fr/demarches-en-ligne-bpi/modifier-mes-coordonnees
> ولولئ: د Réfugiés.info معلوماتي پاڼه "د اړیکو د جزئیاتو د بدلون په اړه اوفپرا OFPRA ته خبر ورکول"

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • a mugnierاډمین
  • modernisation_protectionایډیټر او کره کتونکی
  • cm_ofpraایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • cathyw99د صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • ibrahim salamaد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • andrei samokhotkinد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles