تاسو ته نږدې په خپلو اجراآتو کې مرسته ترلاسه کړئ

تاسو ته نږدې په خپلو اجراآتو کې مرسته ترلاسه کړئ

په لنډ ډول
وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 7 juil. 2021

دا څه شی دی؟

ځینې وختونه په آنلاین بڼه د اداري پروسې او اجراآتو ترسره کول پیچلي وي. ستاسو د کور څخه د 30 دقیقو څخه په کمه مصافه کې تاسو کولای شئ د فرانسې خدماتو (France Services) د یو روزل شوي مسلکې کارکونکي څخه د اجراآتو او ادارې چارو په سر ته رسولو کې مرسته ترلاسه کړئ.

ستاسو د اړتیاو او غوښتنو مطابق به مسوؤل کس تاسو ته مناسب اجراآت په ګوته کړي او د هغوی په ترسره کولو کې به له تاسو سره مرسته وکړي.

د دې ځانګړي خدماتو مرکز (France Services) په همکاری به تاسو وکولی شئ د ټولو ادارو سره د کړنلارو په ترسره کولو کې مرسته ترلاسه کړئ ، لکه: کاف CAF، پولي امپولا(د کارمندني مرکز)، د ناروغۍ بیمه، د تقاعد بیمه، پوسټ، د کورنیو چارو وزارت، د عدلیې وزارت او داسي نور.

لاندې زکر شویو اجراآتو او کړنلارو کې تاسو کولای شی مرسته ترلاسه کړئ:

  • له کاف CAF سره راجستر کیدل،
  • د مالي ورکول - د عایداتواعلان ول،
  • د RSA غوښتنه کول،
  • د کارمندني له مرکز سره راجسټر او ثبت نام کول،
  • خپل د اوسیدو جواز (تتخ دی سیجوغ) نوی کول،
  • د کروس (CROUS) هستوګنه ترلاسه کول ،
  • د ټولنیز کور لپاره غوښتنه کول (HLM) ،
  • د VISALE لپاره غوښتنه کول، او داسې نور ...

ښه پوهیدل: دا خدمات په بشپړ ډول وړیا دي.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

څنګه وکړو؟

1

زه زما د کور سره نږدې د فرانسې خدماتو مرکزمومم

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

د فرانسي خدماتو مرکز موندلو لپاره په لاندې شین خط کلیک وکړئ:

تاسو کولی شئ پدې لینک باندې کلیک وکړئ.

د فرانسې خدماتو د نږدې مرکز یا کاونټر د موندلو لپاره تاسو اړتیا لرئ چې خپله پته یا پوستي کوډ داخل کړئ.

ښه پوهیدل: په هر وړاندیز شوي مرکز یا کاونټر باندې د ورکړ شوې مرکز یا کاونټر او ستاسو د پتي تر مینځ د کیلو متر مصافه ذکر شوې وي.

2

زه د فرانسې خدماتو دفتر یا کاونټر ته مراجعه کوم

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

ستاسو د فرانسې خدماتو مرکز په معلوماتي شیټ کې د تماس نیولو لپاره دوې لارې ذکر شوې دي:

  • د بریښنالیک له لارې،
  • د تلیفون په واسطه.

د هر مرکز د پرانستلو ساعتونه هم مشخص شوي دي.

ښه پوهیدل: دا اړینه نده چې د دې خدماتو څخه د ګټې پورته کولو لپاره تاسو وخت واخلی.

د اجراآتو او اداري چارو نوعیت ته په کتو به تاسو اړتیا ولرئ چې دهغو د سرته رسولو لپاره ځیني ضروري اسناد چمتو او له ځان سره ولرئ.

د مثال په توګه، دا ګټور دی چې تاسو له ځان سره ځینې مشخصات او معلومات راوړی، لکه (د CAF ګټه اخیستونکي شمیره، ټولنیز امنیت شمیره، د کارموندنې پیژندونکي شمیره) یا ځانګړي اسناد ولرئ لکه : کارت ویتال، د مالیې خبرتیا، د وروستي تنخا ثبوت، یوه سې وي CV په کاغذې شکل یا USB کیلي کي...

یادونه : مخکې له دې نه چې تاسو د فرانسي خدماتو مرکز ته لاړ شی، له مسوؤل شخص سره د بریښنالیک یا تلیفون له لارې اړیکه ونیسئ او له هغه څخه پوښتنه وکړئ.

ښه پوهیدل: د ډیری پروسیژرونو لپاره د بریښنالیک یا ایمیل ادرس درلودل اړین دي: په یاد ولرئ چې خپل رمز یا پاسورډ او خپل بریښنالیک مشخصات له ځان سره راوړئ که چیرې تاسو دمخه یو لری. که تاسو يې نه لرئ نو کومه ستونزه نه ده، له تاسو سره به د شخصي بریښنالیک یا ایمیل جوړولو کې مرسته وشي.

او وروسته؟

تاسو کولی شئ د خپلو راتلونکو اجراآتو لپاره دوباره هم مراجعه وکړئ

د فرانسې خدماتو مسوولین کولی شي ستاسو د اجراآتو په پام کې نیولو سره تاسو اړونده نورو همکارو ادارو ته لارښوونه وکړي.

د وړیا انټرنیټ خدمات شتون لري، تاسو کولی شئ په خپلواکه توګه د پروسیجرونواو کړنلارو بشپړولو لپاره مرکز ته لاړ شئ.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
68 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
CDA

Comité de la Démarche Accessible