د صحي بیمې تکمیلي د پیوستون سند ترلاسه کړئ
(la complémentaire santé solidaire)
دا څه شی دی؟
د پیوستون تکمیلي د درملنې سند یو تکمیلي یا اضافه صحي بیمه ده، چې ستاسو د عاید سره سم یوې وړیا او یا تادیه کولو ته ویل کیږي. دا بیمه تاسو ته ددې امکان درکوي چې خپل د روغتیا ټول لګښتونه او د کورنۍ د غړو لګښتونه په بشپړ ډول جبران او تعویض کړئ.
تاسو د پیوستون تکمیلي صحي بیمې تر لاسه کولو حق لرئ که چیرته ستاسو عاید کم وي. د پیوستون تکمیلې صحې بیمه ګټه داده چې کله تاسو ډاکټر او روغتون ته مراجعه کوئ او یا کله چې تاسو درمل رانیسئ، طبي عینکې جوړوئ، او همدارنګه د غاښونو درملنه کوئ، نو تاسو ضرورت نه لرئ چې پیسې ورکړئ ...
ښه پوهیدل: تاسو کولی شئ د دې سایټ په واسطې سره معلومه کړئ چې ایا تاسو د پیوستون تکمیلي صحي بیمې(la complémentaire santé solidaire) څخه ګټه پورته کولی شئ او که نه.
د وړیا پیوستون ضمیمه یا تکمیلې بیمې ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید:
- د ټولنیز امنیت شمیره ولرئ، دا په دې معنی ده چې د روغتیا بیمې څخه ګټه اخیستل دي => 1 برخه وګورئ: "څنګه وکړئ؟"
- ستاسو کلني سرچینې او عاید له هغه ټاکل شوي حد څخه ډیري نه دي چې کلنی حد ورته ټاکل شوی. د مثال په توګه، د پیوستون تکمیلي یا اضافي صحي بیمې څخه وړیا ګته پورته کولو لپاره یو ه مجرد شخص باید ددې بیمې د غوښتنې څخه دمخه د تیرو 12 میاشتو په جریان کې له ( 9041) یورو څخه لږ عاید ولري.
د پیوستون تکمیلي روغتیا بیمه په اوتومات ډول د RSA ګټه اخیستونکو ته پرته له کوم اقدام یا اجراآتو څخه تخصیص یا ورکول کیږي ، پرته لدې چې دوی خپله ونغواړي یا رد کړي. د هغو لویانو لپاره چې (اسپا Aspa) د پیوستون تخصیص ګټه اخیستونکي دي، د تکمیلي پیوستون بیمې ترلاسه کول هم اسانه شوې: دوی اړتیا نلري د سرچینو اعلان بشپړ کړي.
ښه پوهیدل: که تاسو د پیوستون تکمیلي صحي وړیا بیمه لرئ او تاسو په Île-de-France کې اوسیږئ ، نو تاسو کولی شئ خپل د ترانسپورت مهانه کارت (pass Navigo) د 72 یورو پرځای په 18 یورو چارج کړئ.
د هغو مجردو کسانو لپاره چې عاید یې د بیمې له غوښتنې څخه دمخه په تیرو 12 میاشتو کې د (9041 او 12،205 یورو) تر منځ وو، کولای شي چې د پیوستون تکمیلي صحي بیمې څخه ګته پورته کړې، ولې (هره ورځ € 1 یورو) هم باید تادیه کړي.
ښه پوهیدل: د کورنیو لپاره د کلنۍ سرچینې او عاید حد ډیر لوړ دی.
د نورو معلوماتو لپاره په لاندې لینک کلیک کړئ: https://www.service-public.fr/particuliers/vosdroits/F10027
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
ټوله فرانسه
څنګه وکړو؟
د صحې بیمې لپاره ثبت نام وکړئ
تاسو نشئ کولی د پیوستون تکمیلي صحي بیمه ترلاسه کړئ، تاسو باید اول د صحي بیمې لپاره ثبت نام وکړئ، ځکه چې تاسو لاهم د ټولنیز امنیت شمیره نلرئ. تاسو باید اول د ټولنیز امنیت شمیره (numéro de sécurité sociale) لاسته راوړئ.
ښه پوهیدل: که تاسو دمخه د ټولنیز امنیت شمیره لرئ، مستقیم راتلونکي ګام ته لاړ شئ.
که تاسو هیڅکله د صحي بیمې لپاره نوم لیکنه نه وې کړې، نو تاسو باید دغه فورمه (CERFA N ° 15763 * 02) کړئ.
د روغتیا بیمې مرکزبه یو سند د یوه موقتي ټولنیزامنیت شمیرې سره چې (13) ارقام لري او د ( 7 یا 8 شمیرې سره پیل کیږي) تاسو ته درولیږي.
د پيوستون تکمیلي صحي بیمې لپاره غوښتنه وکړئ
د پیوستون تکمیلي صحي بیمې دغوښتنې لپاره تاسو باید دا فرمه (CERFA n ° 52269 # 02) پشپړه کړئ او بیایې خپل د صحي بیمې مرکز (CPAM) ته له ټولو اړونده اسنادو سره واستوئ یا یې وسپارئ.
د فرمې ډکولو طریقه:
لومړۍ پاڼه : د خپلې کورنۍ ترکیب او تعداد په ګوته کړئ او د خپلې کورنۍ پورې اړوند دقیق معلومات او همدارنګه کومې مرستې چې تاسو یې ترلاسه کوی مشخصې کړئ.
دوهمه پاڼه : که تاسو ټولنیز مالي کومک (RSA) نه ترلاسه کوئ، نو تاسو باید دلته د خپلې کورنۍ د عاید سرچینې په ګوته کړئ.
دریمه پاڼه : یوه اداره یا مرجع غوره کړئ چې ستاسو د پیوستون تکمیلي صحي بیمې دوسیه بررسي کړي، لکه: ستاسو د صحي بیمې مرکز (CPAM) یا تکمیلی کونکی سازمان.
یادونه: که تاسو نه پوهیږئ چې کومه خانه ټیک مارکړئ، زموږ مشوره تاسو ته داده چې چې د (CPAM) خانه ټک مار کړئ او بیا په څلورمه پاڼه کې خپل لاسلیک وکړئ.
څلورمه پاڼه : که چيرته تاسو به دریمه صفحه کې د تکمیلې سازمان یا اداري د (CPAM) څخه پرته بله اداره انتخاب کړې وي، نو د پاڼې پورتنۍ برخې ډکول ضروري دي.
که نه نو، تاسو باید د خپل لاسلیک سره د سند پای بشپړ کړئ، خپل داوسیدو ښار نوم او نیټه ولیکئ.
غوښتل شوي اسناد چمتو کړئ
د فرمې سربیره ، تاسو باید ځینې ضروري سندونه هم اضافه کړئ او د صحي بیمې مرکز CPAM ته یې واستوئ یا تسلیم کړئ ، لکه :
- د مالیې خبرتیا (د مالي د ورکړې ثبوت) یا د مالیې اعلان وضعیت (ASDIR) که تاسو یو لرئ؛
- د ملکیت مالیه او محلي هستوګنې مالیه خبرتیا ثبوت که تاسو يې لرئ؛
- د ټولینیزو مالي مرستو مرکز(CAF) څخه یوسند که چیرته تاسو ټولینزې مالي مرستې ترلاسه کوئ لکه (RSA ، APL ...)؛
یادونه: که تاسو د تیرو 12 میاشتو په جریان کې په بهر کې استوګنه لرله، نو تاسو باید د اړوند هیواد څخه مالتړي اسناد چمتو کړئ.
که تاسو د ټولنیزو مالي مرستو RSA لپاره غوښتنه کړې وي او یا که ستاسو د کورنۍ کوم غړی له 18 کالو څخه زیات او د 25 کالو څخه کم وي او د ځوانانولپاره ټولنیزو مالي مرستو RSA غوښتنه کړې وي او یا فعلا دغه مرسته ترلاسه کوي، نو تاسو باید د عایدو د سرچینې اسناد چې د CAF یا MSA لخوا صادر شوې وي مهیا کړئ.
دوسیه CPAM ته واستوئ یا وسپارئ
تاسو اوس کولی شئ خپله دوسیه واستوئ یا یې په خپله د صحي بیمې مرکز ته CPAM وسپارئ. د پتې پیدا کولولپاره تاسو باید:
- دغه ویب پاڼې ته لاړ شئ: ameli.fr ،
- د هغه ښار پوستي کوډ ولیکئ چیرې چې تاسو اوسیږئ ،
- د صفحې ښیې اړخ کې په "پته او اړیکې" “Adresses et Contacts” کیک وکړئ ،
- د " تکمیلي صحې بیمې په اړه مرسته" باندې کلیک وکړئ ،
- د " پیوستون تکمیلي صحي بیمې دوسیه نوي کړئ" باندې کلیک وکړئ: هلته به تاسو د بریښنالیک لیږلو پته ومومئ .
یادونه: په یاد ولرئ چې د خپل پوست د وزن مطابق 1 یا 2 د پوست ټکټونه په پاکټ ونښلوئ، که چیرې تاسو د پوست خانې له لارې خپله دوسیه لیږئ.
او وروسته؟
که ستاسو غوښتنه ومنل شي
تاسو باید د 20 ورځو څخه تر 2 میاشتو پورې انتظار وکړئ ترڅو د پوستې له لارې ستاسو د روغتیا بیمې سازمان لخوا ځواب ترلاسه کړئ.
- که ستاسو غوښتنه د وړیا تکمیلې صحي بیمې لپاره ومنل شي، تاسو به د 1 کال لپاره د حقونو سند ترلاسه کړئ.
- که ستاسو غوښتنه د تادیه شوي تکمیلې صحي بیمې لپاره ومنل شي ، تاسو به د دې حق او ستاسو د کورنۍ هر غړي لپاره د مالي مرستې مقدار په اړه خبر شئ.
که ستاسو غوښتنه رد شي
که ستاسو غوښتنه رد شي ، نو تاسو به یو بریښنالیک ترلاسه کړئ چې په هغه کې به د ردکیدو دلایل ویل شوې وي. تاسو دا پریکړه ننګولی شئ.
د پریکړې په مقابل کې د شکایت کولو لپاره اړین معلومات پدې لینک کې ګورئ: https://www.ameli.fr/paris/assure/droits-demarches/reclaration-medication-voies-de-recours/contester-decision
د پیوستون تکمیلي صحي بیمې کلنۍ نوي کول
د بشپړونکي روغتیا بیمې لپاره مرسته د یو کال لپاره ورکول کیږي او تجدید یا نوې کول یې په اتوماتک ډول نه ترسره کیږي.
تاسو باید خپل د روغتیا بیمې فنډ ته یوه نوې غوښتنه واستوئ:
- د بریښنالیک له لارې د ورته فورمې ډکولو سره (CERFA n° 52269#04) ، د ملاتړي اسنادو سره لیږل کیږي چې د بشپړونکي روغتیا بیمې لپاره ستاسو د حقونو پای ته رسیدو څخه 2 میاشتې دمخه غوښتنه باید ترسره شي. (پورته مرحلې 2، 3 او 4 وګورئ)
- په انټرنیټ یا د AMELI ګرځنده اپلیکیشن کې ستاسو د حساب له لاري د "زما کړني" "Mes démarches" برخه کې، "د بشپړونکي روغتیا بیمې لپاره غوښتنه وکړئ" او "زه خپله غوښتنه پیلوم" "Je démarre ma demande" باندې کلیک وکړئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې تاسو باید د دې اسنادو بریښنایی نسخه ولرئ:
- د مالیې خبرتیا یا د مالیې اعلان خبرتیا (ASDIR) که تاسو يې لرئ،
- د ملکیت مالیه او د ځایی کور مالیې خبرتیا که تاسو یې لرئ،
- د CAF څخه یو سند که تاسو تخصیص یا مالي مرسته ترلاسه کوئ (RSA، APL، او نور)
- ملاتړي اسناد که تاسو په تیرو 12 میاشتو کې بهر ژوند کړی وي.
> دریفیجي.انفو په صفحه کې د کډوالو په اړه فایل وګورئ. "څنګه یو سند سکین کړو" .
یادونه: که تاسو ایغیسا RSA ترلاسه کوئ، نو تجدید یا نوې کیدل یې په اتوماتيک ډول ترسره کیږي، هیڅ ډول اجراآتو ترسره کولو ته اړتیا نشته.
که تاسو د خپلې غوښتنې په اماده کولو کې مرستې ته اړتیا لرئ
تاسو کولی شئ د خپلې غوښتنې چمتوکولو لپاره له لاندې مراجعو څخه د مرستې غوښتنه وکړئ:
- ستاسو د صحي بیمې مرکز؛
- ستاسو په ښار کې د ښاروالۍ د ټولنیزو فعالیتونو مرکز (CCAS) ؛
- روغتیا او ټولنیز خدمات (د مثال په توګه ، د اوسیدو ځای او ټولنیز ادغام مرکزونه او ټول هغه خدمات چې په انفرادي ډول له خلګو سره مرستې کوي)
- ستاسو د ټولنیزو چارو مسؤول (assistante sociale) سره.