خپل تجارتي شرکت (اوتوانترپرونور) رامنیځته کول اوشخصي تجارت پیل کول
دا څه شی دی؟
یو مستقل متشبث (auto-entrepreneur) او د شرکت خاوند هغه کس ته ویل کیږي څوک چې په یوازې ځان یو شرکت جوړ کړي د کوم له لارې چې سوداګریځ، صنایع او یا ازاد کاروبار په مخ وړي.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د مستقل شرکت په لرلو او ازاد کارکولو سره تاسو اعظمی عاید تر لاسه کولاشئ:
په کال کې تاسو په حیث د یو کسبګر یا ازاد کارکونکي کولای شئ تر (70000) یورو پورې عاید ولرئ، د مثال په توګه (ژباړونکی، سامان رسانی، مشاورت او داسې نور)
> د کسبګرو فعالیتونو لیست ؛ د ازادو مسلکونو لیست
- د سوداګریزو فعالیتونو له لارې عاید په کال کې تر 000 170،000 یورو ممکن دی (د مثال په توګه: د توکو پیرل او پلور)
ښه پوهیدل: تاسو باید دخپل شرکت لپاره یو مشخص بانکي حساب جوړ کړئ.
د متشبث یا مستقل شرکت لرلو ګټي:
- دا خدمات د هرچا لپاره خلاص دي که هغه کارکوي، بیکاره وي او یا هم زده کونکی وي او داسې نور.
- د خپل " شخصي شرکت" د جوړولو لپاره مالي پانګوونې ته اړتیا نشته.
- د ټولنیز امنیت همکاریو حساب او تادیه خورا ساده ده
- که تاسو د یوې مودې لپاره پیسې ونه ګټئ ، تاسو مالیه او ټولنیزې مرستې نه ورکوئ
- ستاسو د مالي چارو محاسبه کول ساده ده
- تاسو کولی شئ د سوداګرۍ رامینځته کولو یا دوباره پیل له ادراې (ACRE) له مرستې ګټه واخلئ کوم چې ستاسو د فعالیت په پیل کې ستاسو ټولنیزې مرستې کموي. کله چې تاسو خپل شرکت خلاص کړئ نو تاسو نوموړې ادارې ته خپل درخواست ولیږې چې هغه ستاسو د مالي فیصده را کمه کړې، پدې توګه تاسو تر یو وخته پورې ډیره کمه مالیه ورکوئ.
زیانونه:
- د دې وضعیت لرونکي کسان ځینې مصؤونیتونه نه لري
- د فعالیت د درولو په حالت کې د بې کاري پیسي نه اخلي او نه کوم مالي مرسته ترلاسه کوي، ولو که هرڅه لامل وي، لکه ( ناروغۍ ، کاري حادثه، او داسي نور).
- ښه پوهیدل: د دې لپاره بیمه شتون لري، مګر تاسو باید د لازمي مالې واجباتو سربیره د بیمي تادیه هم وکړئ.
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
ټوله فرانسه
څنګه وکړو؟
د autoentrepreneur.urssaf.fr په انټرنټ پانه کې خپل حساب جوړ کړئ
د خپل شرکت د اعلان لپاره، تاسو باید لاندې سایټ کې حساب جوړ کړئ:
خپل تجارتي شرکت جوړول Créer mon auto-entreprise
ښه پوهیدل: که چیرته تاسو د ټولنیز امنیت دايمې شمیره (numéro de sécurité sociale) هم ونه لرئ، بیا هم د حساب جوړول ممکن دي.
د خپل حساب څخه د فعالیت او کارې بخش فارم ډک کړئ
د خپل حساب له جوړولو وروسته ، تاسو باید د خپل اکوڼت له لارې د "فعالیت انتخاب یا کارې بخش" “création d’activité” فورمه ډکه کړئ.
ښه پوهیدل: د نورو معلوماتو لپاره ، تاسو کولی شئ د حساب جوړونې لارښود دولسم 12 او دیارلسم 13 مخونه وګورئ ، کوم چې پدې مرحله پورې تړاو لري.
دا فارم تاسو ته اجازه درکوي چې ستاسو د فعالیت نوعیت وټاکئ او خپل بشپړه شخصي معلومات ورکړئ.
فورمه تایید کړئ او خپل د پیژندنې سند (ایډې کارډ) ورسره ولیږئ
کله چې تاسو د "شرکت جوړوني" یا شرکت ثبتولو فارم ډک کړئ، نو هغه به ستاسو په حساب کې خوندي شي.
تاسو باید خپل د هویت سند د بشپړ شوي " شرکت ثبتونې" فارم سره یوځای به لاندې ډول واستوئ :
- د انټرنیټ له لارې له خپل حساب څخه د "انلاین لیږد" “télé-déclaration” په واسطه ولیږئ.
- د URSSAF په پتې چې د فارم په پای کې ورته اشاره شوې د پوسټ له لارې ولیږئ.
نوټ: تاسو کولای شئ له خپلې ریسپسي سره د "کار کولو اجازه لرونکی" “Autorisé à travailler” کلمه ذکر کړئ او په حیث د ایډي کارډ یې وکاروئ، که تاسو د کډوال په توګه پیژندل شوي یاست او تاسو تراوسه د استوګنې جواز (تتخ دی سیجوغ) نه یې ترلاسه کړئ.
د خپل تجارتي شرکت جوړولو لپاره اسناد ترلاسه کړئ
یوځل چې ستاسو تجارتي شرکت جوړ شي، تاسو به د پوست له لارې ځینې اسناد چې مهم معلومات پکې وي ترلاسه کړئ، لکه:
- د سیرن نمبر او سیریټ شمیره ( دشرکت ځانګړې شمیرې) : دا دوه ځانګرې شمیرې دي چې ستاسو شرکت پرې پيژندل کیږي.
ښه پوهیدل: سیرین شماره 9 ګڼي لري ، پداسې حال کې چې سریت (SIRET) 14 شماره ګڼې لري.
- کې بس Kbis : دا یو رسمي سند دی چې د یو تجارتې شرکت د قانوني شتون تصدیق کوي.
او وروسته؟
د خپل درآمد مالیات په منظم ډول ورکول
تاسو باید هره میاشت یا په هرو دریو میاشتو کې د خپل درآمد او سوداګریځ فعالیت ګټي (د پیسو مقدار چې تاسو لاسته راوړی) راپور ورکړئ، کله چې تاسو خپل تجارتي شرکت ثبته وئ، تاسو اختیار لرئ چې له پورته انتخابونه څخه یو غوره کړئ.
د درآمد راپور یا د کاروبار د فعالیت معلومات په لاندې انټرنټي پانه کې کیدای شي:
- د یو کمپیوټرله لارې په لاندې سایټ کې ستاسو له حساب څخه: autoententerur.urssaf.fr
- یا مستقیم ستاسو په ګرځنده تلیفون کې د "AutoEntenterur Urssaf" اپلیکیشن په کارولو سره چې دلته یې ډاونلوډ کولای شئ: (Android: PlayStore / IOS: App Store )
> دلته د موبایل تلیفون اپلیکیشن په اړه ویډیو وګورئ: https://youtu.be/IGWmXJnC0sA
ښه پوهیدل: د خپل درآمد او کاروبار د فعالیت راپور ورکول خورا مهم دي، ولو که ستاسودرآمد صفر (0) یورو هم وي.
ایا تاسو د تجارتي شرکت جوړولو په اړه پوښتنې لرئ؟
که تاسو ځانګړې پوښتنې لرئ ، نو تاسو کولی شئ د URSSAF مشاویرینو سره اړیکه ونیسئ.
ښه پوهیدل: د مرستې ترلاسه کولو لپاره، تاسو کولی شئ د شرکت جوړونې رسمي مرستندوی (l'assistant officiel du créateur d'entreprise) ته مراجعه وکړئ (په فرانسوي کې).